Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنو ځوابونه: ۱- د کښل شویو انځورونو کارول ۲- له نجاست څخه ګټه اخیستل ۳- د اجیر کار کول پر یوې فیصدي باندې پرته له ټاکلې اجارې

March 19, 2014
5361

** (د حزب التحریر د امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فیسبوک پاڼې د کتونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)**

محمد نواجه ته

پوښتنې:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته...

درې پوښتنې لرم چې هیله ده ځواب یې کړئ:

۱- په لاس د هغو بڼو (اشکالو) د انځورګرۍ حکم څه دی چې روح لري؛ لکه انسان او حیوان، او همدارنګه په کورونو کې د هغوی اېښودل او ځړول؟

۲- ایا دا جواز لري چې له خنزیر څخه یو جین واخیستل شي، لکه د نمو (ودې) جین، او هغه په حلالو خوړو لکه بادرنګو کې د ودې لپاره وکارول شي؟

۳- په دې ورځو کې د "فیصدي" ټکي کارول ډېر شوي دي، یعنې که دا میاشت دې په ۱۲۰۰۰۰ دیناره وپلورل، تاته مثلاً څلورمه برخه فیصدي درکول کېږي، او که دې ونه پلورل نو هېڅ نه درکول کېږي، ایا دا ډول معامله جواز لري؟

الله سبحانه و تعالی دې تاسو ته برکت درکړي، ګامونه دې استوار کړي او ستاسو په لاس دې بریاوې نصیب کړي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

۱- د لاس په واسطه د هغو بڼو د انځورګرۍ په اړه چې روح لري...

د انسانانو او حیوانانو د هغو انځورونو کښل چې واقعیت ته ورته وي...

پر دې هغه تحریم (حرمت) پلي کېږي چې په دلیلونو کې راغلی دی، که دا انځورګري په لاسي قلم وي او که په Computer کې د Mouse په واسطه وي؛ تر هغه چې دا انځورګري د انسان په هڅه او د ساه لرونکو په بڼه وي، نو حرمت پرې پلي کېږي. بخاري د ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

مَنْ صَوَّرَ صُورَةً فَإِنَّ اللَّهَ مُعَذِّبُهُ حَتَّى يَنْفُخَ فِيهَا الرُّوحَ وَلَيْسَ بِنَافِخٍ فِيهَا أَبَدًا

"چا چې یو انځور جوړ کړ، نو الله (سبحانه و تعالی) به هغه ته عذاب ورکوي تر هغه چې په هغه کې روح (ساه) پو کړي، په داسې حال کې چې هغه به هېڅکله هم په هغه کې روح پو نه کړای شي." (بخاري)

همدارنګه د ابن عمر رضي الله عنه له لارې روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

إِنَّ الَّذِينَ يَصْنَعُونَ هَذِهِ الصُّوَرَ يُعَذَّبُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُقَالُ لَهُمْ أَحْيُوا مَا خَلَقْتُمْ

"بېشکه هغه کسان چې دا انځورونه جوړوي، د قیامت په ورځ به ورته عذاب ورکول کېږي او ورته به ویل کېږي: هغه څه چې تاسو پیدا کړي، ژوندي یې کړئ." (بخاري)

مګر د هغوی د ساتلو، په کورونو کې د اېښودلو او ځړولو حکم په لاندې ډول دی:

الف- که چېرې دا انځورونه د عبادت په ځایونو کې وي، لکه د لمانځه په جاینمازونو، د جومات په پردو یا د جوماتونو لپاره په تبلیغاتي توکو کې او داسې نور... نو دا حرام دي او جواز نه لري. د دې لپاره یو دلیل دا دی: د ابن عباس رضي الله عنه حدیث چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کعبې ته له ننوتلو ډډه وکړه تر هغه چې پکې موجود انځورونه پاک شول. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا انکار چې کعبې ته ننوځي تر هغه چې انځورونه پاک شي، د عبادت په ځایونو کې د انځورونو د اېښودلو پر قطعي منع (ترک جازم) باندې قرینه ده، نو دا په جوماتونو کې د انځورونو پر حرمت دلیل دی:

امام احمد د ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت کړی:

أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم لَمَّا رَأَى الصُّوَرَ فِي الْبَيْتِ يَعْنِي الْكَعْبَةَ لَمْ يَدْخُلْ وَأَمَرَ بِهَا فَمُحِيَتْ

"کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په کور (کعبه) کې انځورونه ولیدل، نو ننو نه وت او امر یې وکړ چې هغه پاک کړل شي، نو هغه پاک کړل شول." (احمد)

ب- که چېرې دا انځورونه له عبادت ځایونو پرته په نورو ځایونو کې وي، نو وارد شوي دلیلونه ښيي چې دا جایز دي:

  • له کرکې (کراهیت) سره، یعنې مکروه دي که چېرې د درناوي او تعظیم په ځایونو کې وي، لکه د کورونو پردې، د کلتوري بنسټونو د تشریح وسیلې، پر هغو کمیسونو یا جامو چې اغوستل کېږي... یا په ښوونځیو، دفترونو او اعلاناتو کې چې له عبادت سره تړاو نه لري، یا دا چې د کوټې په مخکینۍ برخه کې وځړول شي یا د ښکلا لپاره اغوستل کېږي او داسې نور... دا ټول مکروه دي.

  • او مباح دي که چېرې له عبادت ځایونو پرته په داسې ځایونو کې وي چې د درناوي بڼه نه لري، لکه پر فرش وي چې تر پښو لاندې کېږي، یا پر توشکو وي چې ویده کېږي او ډډه پرې لګول کېږي، یا پر بالښتونو وي، یا پر ځمکه داسې انځورونه وي چې تر پښو لاندې کېږي... دا ټول مباح دي.

د دې لپاره ځینې دلیلونه دا دي:

  • په مسلم کې د ابي طلحه رضي الله عنه حدیث په دې لفظ راغلی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې: «ملایکې هغه کور ته نه ننوځي چې پکې سپی یا انځور وي» او په یو بل روایت کې چې مسلم روایت کړی، راغلي: «مګر هغه انځور چې په ټوکر کې نخش وي»، دا د هغه انځور استثناء ښيي چې په ټوکر کې کښل شوی وي، او مفهوم یې دا دی چې ملایکې هغه کور ته ننوځي چې پکې کښل شوی (رقم شوې) انځور وي. دا پدې معنی ده چې هوار انځور (په ټوکر کې نخش شوی) جایز دی، ځکه ملایکې هغه کور ته ننوځي چې داسې انځور پکې وي. مګر نور احادیث هم شته چې د دې جواز ډول بیانوي:

  • د عایشې رضي الله عنها حدیث چې بخاري روایت کړی، فرمایي:

دَخَلَ عَلَيَّ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم وَفِي الْبَيْتِ قِرَامٌ فِيهِ صُوَرٌ فَتَلَوَّنَ وَجْهُهُ ثُمَّ تَنَاوَلَ السِّتْرَ فَهَتَكَهُ

"نبي صلی الله علیه وسلم ماته راغی او په کور کې یوه پرده (قرام) وه چې انځورونه پکې وو، نو د هغه صلی الله علیه وسلم د مبارک مخ رنګ تغیر وکړ، بیا یې پرده راواخیسته او هغه یې وشکوله." قرام یو ډول ټوکر دی چې د کور په دروازه د پردې په توګه ځړول شوی و. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مخ د رنګ تغیر او د پردې لرې کول پر دروازه د داسې پردې د اېښودلو د پریښودو د غوښتنې په معنی ده. که دا له هغه حدیث سره یوځای کړای شي چې ملایکې هغه کور ته ننوځي چې کښل شوی انځور پکې وي، نو دا په ډاګه کوي چې د پریښودو غوښتنه قطعي نه ده، یعنې مکروه ده. او څرنګه چې دا انځور په پرده کې و چې پر دروازه ځړول شوې وه او دا د درناوي ځای دی، نو په محترم او د درناوي په ځای کې د انځورونو اېښودل مکروه دي.

  • د ابي هریره رضي الله عنه حدیث چې احمد روایت کړی، د جبرئیل علیه السلام دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړي:

وَمُرْ بِالسِّتْرِ يُقْطَعْ فَيُجْعَلَ منه وِسَادَتَانِ تُوطَآَنِ

"او امر وکړه چې هغه پرده پرې کړل شي او له هغې څخه دوه بالښتونه جوړ شي چې پرې کښېناستل شي." جبرئیل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر وکړ چې له محترم ځای څخه پرده لرې کړي او له هغې څخه دوه بالښتونه جوړ کړي چې تر پښو لاندې/کښېناستو لپاره وکارول شي.

دا پدې معنی ده چې د نورو لخوا د کښل شویو انځورونو کارول په هغو ځایونو کې چې د درناوي بڼه نه لري، مباح دي.

۲- له خنزیر څخه د جین اخیستل او د نباتاتو د ودې لپاره هغوی ته ورکول، لکه په بادرنګو او نورو کې، دا جواز نه لري او دلیلونه یې دا دي:

خنزیر حرام او نجس دی، د لاندې دلیلونو له مخې:

  • إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ "بېشکه پر تاسو يې يوازې مرداره، وينه، د خنزير غوښه او هغه څه چې د الله (له نوم) پرته د بل چا نوم پرې اخیستل شوی وي، حرام کړي دي؛ خو څوک چې مجبور شي، په داسې حال کې چې سرغړونکی او له حده تېرېدونکی نه وي، نو پر هغه ګناه نشته؛ بېشکه الله بخښونکی او مهربان دی." (سورت البقره: ۱۷۳)

  • حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ... "پر تاسو مرداره، وينه، د خنزير غوښه او هغه څه چې د الله له نوم پرته د بل چا په نوم ذبح شوي وي... حرام شوي دي." (سورت المایده: ۳)

  • طبراني په الکبیر کې له ابي ثعلبه الخشني رضي الله عنه څخه روایت کړی، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم او ومې ویل: اې د الله رسوله، زه د اهل کتابو په ځمکه کې یم او هغوی په خپلو لوښو کې د خنزیر غوښه خوري او شراب پکې څښي، ایا زه پکې وخورم او وڅښم...؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «...که دې د کافرانو له لوښو پرته نور لوښي موندل، نو پکې مه خوره، او که دې ونه موندل، نو هغه په اوبو ښه ومینځه او بیا پکې وخوره» یعنې که ورته اړتیا دې وه او نور دې ونه موندل، نو ښه یې ومینځه. دا پر دې دلالت کوي چې شراب او خنزیر نجس دي تر هغه چې د پاکولو لپاره مینځلو ته اړتیا لري. په یو بل روایت کې چې دارقطني ذکر کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې په اوبو مینځل یې پاکوونکی دی، چې دا د خنزیر او شرابو د نجاست ښکاره دلالت دی. دا د دارقطني روایت دی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تر هغه ځایه چې کولی شئ له هغو (د اهل کتابو لوښو) ځان وساتئ، که مو ونه موندل نو په اوبو یې ومینځئ، ځکه اوبه یې پاکوونکې دي، بیا پکې پخلی وکړئ». دا یو صریح نص دی چې شراب او خنزیر له نجاساتو څخه دي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: «ځکه اوبه یې پاکوونکې دي».

له نجاست څخه ګټه اخیستل هم حرام دي، د لاندې دلیلونو له مخې:

  • بخاري له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت کړی چې هغه په مکه کې د فتحې په کال له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې: «بېشکه الله او د هغه رسول د شرابو، مردارې، خنزیر او بتانو پلورل حرام کړي دي. وویل شول: اې د الله رسوله، د مردارې د غوړیو (شحوم) په اړه څه وایې؟ ځکه په هغې کښتۍ رنګېږي، څرمنې غوړېږي او خلک یې په څراغونو کې کاروي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه، دا حرام دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله دې یهود هلاک کړي، کله چې الله پر هغوی (د مردارې) غوړي حرام کړل، هغوی هغه ویلي کړل او ویې پلورل او بیه یې وخوړه».

  • مسلم له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت کړی، وایي: عمر رضي الله عنه ته خبر ورسېد چې سمره شراب پلورلي دي، ویې ویل: الله دې سمره هلاک کړي، ایا هغه نه پوهېده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الله دې پر یهودو لعنت وکړي، پر هغوی غوړي حرام شول، خو هغوی هغه ویلي کړل او ویې پلورل».

  • ابو داود له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «بېشکه الله شراب او د هغوی بیه حرامه کړې، مرداره او د هغې بیه یې حرامه کړې، او خنزیر او د هغه بیه یې حرامه کړې ده».

دا دلیلونه له نجاست څخه د ګټې اخیستنې حرمت بیانوي، نو ځکه دا جواز نه لري چې له خنزیر څخه جین واخیستل شي او نباتاتو ته د ودې لپاره ورکړل شي؛ لکه په بادرنګو او نورو کې یې کارول، ځکه له نجاست څخه ګټه اخیستل حرام دي.

او داسې نشي ویل کېدای چې دا د هغه دوا (درملو) په څېر دی چې په نجاست سره یې کارول له کرکې (کراهیت) سره جایز دي، لکه بخاري چې له انس رضي الله عنه څخه روایت کړی: «ځینې خلک له عرینه څخه مدینې ته راغلل او ناروغه شول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته اجازه ورکړه چې د صدقې اوښانو ته ورشي او د هغوی شیدې او متیازې وڅښي...»؛ دا نشي ویل کېدای ځکه د کښتونو وده او نمو د "دوا" تر مفهوم لاندې نه راځي. له همدې امله د نباتاتو د ودې لپاره د خنزیر د جین کارول سم نه دي.

۳- هغه اجیر چې د یو سوداګر په پلورنځي کې کار کوي، باید اجوره یې معلومه وي. دا جایز ده چې پر معلومه اجوره د پلور فیصدي هم ور زیاته شي، مثلاً میاشتنۍ اجوره یې ۱۰۰ وي او ورسره ۱۰٪ د هغو شیانو فیصدي وي چې دی یې پلوري.

مګر دا چې اجوره یې یوازې د پلور فیصدي وي، یعنې که یې وپلورل ۱۰٪ اخلي او که یې ونه پلورل نو هېڅ نه اخلي، په دې مسئله کې بېلابېل نظرونه شته... هغه څه چې زه یې په دې مسئله کې غوره (راجح) بولم دا دي چې د بل چا لپاره په پلورنځي کې کار کول په دې شرط چې اجوره یې یوازې د پلور فیصدي وي (که یې وپلورل فیصدي اخلي او که یې ونه پلورل نو څه نه اخلي)، زما په نږدې دا جواز نه لري، ځکه اجیر باید معلومه اجوره ولري... کېدای شي ورسره فیصدي زیاته شي، خو دا جواز نه لري چې د اجیر اجوره یوازې د هغه څه فیصدي وي چې دی یې پلوري، چې که ویې پلورل اجوره اخلي او که یې ونه پلورل نه یې اخلي...

دا د لاندې دلیلونو پر بنسټ دي:

ابن ابي شیبه په خپل مصنف کې له ابي هریره او ابي سعید رضي الله عنهما څخه روایت کړی، هغوی وایي: «چا چې کوم اجیر ونیوه، نو باید اجوره ورته معلومه کړي».

بیهقي په السنن الصغیر کې له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اجیر ته د هغه مزدوري مخکې له دې چې خولې یې وچې شي، ورکړئ».

له همدې امله، اجیر باید د خپل کار په بدل کې اجوره ولري، او دا سمه نه ده چې د بل چا لپاره له اجورې پرته کار وکړي. دا زما په نظر په دې مسئله کې راجح نظر دی، او الله سبحانه و تعالی ډېر پوه او حکیم دی.

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر د فیسبوک له پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک

د امیر له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: امیر

د امیر د ګوګل پلس له پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network