Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنو ځوابونه: ۱- له بدر غزا مخکې د محمد سورت د نازلېدو دليل ۲- که واده شوې وينځه زنا وکړي، نو حکم يې څه دی؟

July 04, 2013
5185

(د حزب التحریر د امیر، عالم شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د هغه د فېسبوک پاڼې لیدونکو ترې کړې دي)

د پوښتنو ځوابونه:

۱- له بدر غزا مخکې د محمد سورت د نازلېدو دليل

۲- که واده شوې وينځه زنا وکړي، نو حکم يې څه دی؟

مراد ایرأوغلو (Murat Eroğlu) ته

پوښتنه:

السلام علیکم: زما لاندې پوښتنه ده:

پوښتنه په ترکي ژبه:

esselamun aleykum bir sualim olacaktı.Muhammed suresi 4 ayetin bedir savaşından önce indiğini söylüyor ennebhani r a bunun delili nedir.cumhur bedirden sonra olduğunu söylüyor bunu izah ederseniz sevinirim.evli köleye uygulanacak had recm idir.

• ما دا پوښتنه ژباړن ته واستوله او هغه عربي ته داسې وژباړله:

السلام علیکم: زما لاندې پوښتنه ده:

شیخ نبهاني (رضي الله عنه) وايي: د محمد سورت څلورم ایت د بدر له غزا مخکې نازل شوی دی، نو د دې دلیل څه دی؟ ځکه جمهور (اکثریت علما) وايي چې دا د بدر له غزا وروسته نازل شوی دی، که دا موضوع روښانه کړئ خوشحاله به شم. بل دا چې که واده شوې وينځه زنا وکړي، ایا حد یې رجم (سنګسار) دی؟

• دا هم په عربي ژبه ځواب دی:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته

ستاسو پوښتنه په ترکي ژبه ماته راورسېده او عربي ته له ژباړلو وروسته درته ځواب وایم، چې د ځواب ترکي ژباړه هم لاندې ذکر شوې ده:

لومړی: هغه ایت چې تاسو یې په اړه پوښتنه کړې، د محمد صلی الله علیه وسلم په سورت کې دی:

فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ

"کله چې له کافرانو سره (په جګړه کې) مخامخ شوئ، نو سرونه یې پرې کړئ، تر هغه چې کله مو هغوی ښه وځپل، نو (بندیان کړي کسان) په پړیو کلک وتړئ، بیا نو یا احسان پرې وکړئ (او بې له څه شي یې خوشي کړئ) او یا ترې فدیه واخلئ، ترڅو چې جګړه خپله وسله کېږدي؛ دا (حکم دی). که الله غوښتي وای، نو له هغوی څخه به یې غچ اخیستی وای، مګر (دا یې ځکه ونه کړل) چې تاسو ځینې په ځینو نورو و ازمایي او هغه کسان چې د الله په لاره کې ووژل شول، نو الله به یې عملونه هیڅکله ضایع نه کړي." (سورت محمد [۴۷]: ۴)

د محمد (صلی الله علیه وسلم) سورت نزول د بدر له غزا مخکې و، او پر دې لاندې دلیلونه شتون لري:

۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر په ورځ د اسیرانو (بندیانو) په اړه حکم وکړ، دا پدې معنی ده چې د اسیرانو حکم لا پخوا نازل شوی و، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له وحې پرته حکم نه کاوه.

۲- په قرآن کریم کې د اسیرانو په اړه د محمد صلی الله علیه وسلم له سورت (فإما مناً بعد وإما فداءً) پرته بل هیڅ حکم نشته، دا پدې معنی ده چې دا سورت له بدر غزا مخکې نازل شوی، ځکه په بدر کې اسیران ونیول شول.

۳- په ایت کې: (فإذا لقيتم الذين كفروا فضرب الرقاب حتى إذا أثخنتموهم فشدوا الوثاق فإما مناً بعد وإما فداءً) ایت په "فإذا" لفظ پیل شوی او ورپسې ماضي فعل "لقيتم" راغلی، یعني دا چې لیدنه یا جګړه لا نه وه شوې. دا پدې معنی ده چې په ایت کې حکم د قتال (جګړې) له پېښېدو مخکې نازل شوی دی؛ ایت د جګړې پر مهال د اسیرانو حکم بیانوي، او له بدر پرته بله هیڅ داسې جګړه نه وه شوې چې اسیران ولري او حکم ته اړتیا ولري.

۴- همدارنګه د الله سبحانه و تعالی دا قول: (حتى إذا أثخنتموهم فشدوا الوثاق) د هغه وخت د حکم بیان دی کله چې په جګړه کې اسیران نیول کیږي، او دا له "اثخان" (د دښمن له سخت ځپلو او وژلو) وروسته وي. نو دا باید د بدر له غزا مخکې نازل شوی وي، ځکه د اثخان موضوع لومړی ځل په بدر کې رامنځته شوه، نو دا بیان چې اسیران باید له اثخان وروسته ونیول شي، د یو نوي حکم بیان و چې لا نه و رامنځته شوی.

۵- له همدې امله، د ایت منطوق (ظاهري مفهوم) دا په ګوته کوي چې دا د جګړې له پېښېدو مخکې نازل شوی او د اسیرانو حکم یې د جګړې او اثخان له رامنځته کېدو مخکې بیان کړی دی {فإذا لقيتم}، {حتى إذا أثخنتموهم}. که څه هم داسې روایتونه شتون لري چې وايي د محمد سورت له بدر وروسته نازل شوی، مګر ایت پر حدیث باندې ترجیح ورکول کیږي تر هغه چې د دواړو ترمنځ جمع (مطابقت) ممکن نه وي؛ ځکه که جمع ممکنه وای، نو هغه به غوره وه. مګر دلته جمع کول ممکن نه دي، ځکه روایتونه وايي چې د اسیرانو حکم له بدر وروسته دی، خو ایت داسې دلالت کوي چې د اسیرانو حکم له بدر مخکې دی. له همدې امله ترجیح ته کارول کیږي او ایت پر مخالفو احادیثو ترجیح ورکول کیږي. دا موضوع دا خبره نوره هم پیاوړې کوي چې د اسیرانو په اړه یوازې په محمد سورت کې حکم شتون لري، او له بدر پرته بله هیڅ جګړه نه وه چې د اسیرانو حکم ته اړتیا ولري، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر په اسیرانو کې حکم وکړ او هغه صلی الله علیه وسلم یوازې په وحې سره حکم کوي.

دویم: د واده شوې وینځې حکم چې کله زنا وکړي، پنځوس دُرې دی، او دلیل یې د الله سبحانه و تعالی دا قول دی:

فَإِذَا أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَابِ ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ وَأَنْ تَصْبِرُوا خَيْرٌ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ

"بیا چې کله هغوی (وینځې) واده شي، که یې فحشا (زنا) وکړه، نو پر هغوی د هغې سزا نیمه ده چې پر ازادو (نا واده شویو) ښځو ده؛ دا (حکم) د هغو کسانو لپاره دی چې له ګناه او زنا څخه ویره لري، او که صبر وکړئ (او له ازادو ښځو سره واده وکړئ) دا ستاسو لپاره غوره ده، او الله ډیر بښونکی او مهربان دی." (سورت النساء [۴]: ۲۵)

دلته د "نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ" مانا دا ده چې د هغه حد نیمایي چې پر ازادې ښځې دی کله چې زنا وکړي (په هغه صورت کې چې واده شوې نه وي). نو دلته "محصنه" مانا ازاده نا واده شوې ښځه ده چې کله زنا وکړي حد یې سل دُرې دی او نیمایي یې پنځوس کیږي. دلته محصنه مانا "واده شوې ازاده ښځه" نه ده، ځکه که هغه زنا وکړي حد یې رجم دی او رجم نیمایي کیدلی نشي. نو د "نصف" لفظ یو قرینه (نښه) ده چې دا نیمایي د ازادې نا واده شوې ښځې د حد (سل دُرې) نیمایي ده چې "پنځوس دُرې" کیږي. یعني خلافت دولت پر هغوی د پنځوسو دُرو حد جاري کوي؛ او حدود دولت جاري کوي نه افراد، دا یو مهم ټکی دی چې باید پرې پوه شئ.

مګر ستاسو پوښتنې چې د واده شوې وینځې په اړه ده، زما پام یې ځانته کړ: اوس مهال خو وینځې نشته، نو ولې دا پوښتنه کوئ؟

زه ویریږم چې ستاسو هدف له وینځې څخه "ازاده خدمتګاره" وي؛ دا ډول خدمتګارې په "ملک الیمین" یا وینځو کې نه راځي چې د ازادو ښځو نیمایي حد پرې جاري شي. بلکې ازاده خدمتګاره د ازادو ښځو احکام لري، نو په دې باید ښه پوه شئ. یعني هغه حکم چې په ایت کې ذکر شوی یوازې د هغو وینځو لپاره دی چې "ملک الیمین" وي، او دا اوس نشته، مګر اوسنۍ خدمتګارې ازادې ښځې دي.

ستاسو ورور، عطا بن خلیل ابو الرشته

د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک

د امیر له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: الامیر

د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network