پوښتنه:
په یمن او سعودي عربستان کې د پام وړ پېښې روانې دي؛ حوثیانو پر صنعا ولکه ټینګه کړه، حکومت او بیا ولسمشر د ۲۰۱۵/۱/۲۲ په ماښام استعفا ورکړه... ورپسې د جمعې په سهار د ۲۰۱۵/۱/۲۳ نېټه ملک عبدالله مړ شو او سلمان بن عبدالعزیز یې ځای ناستی شو. زما پوښتنه دوه برخې لري:
لومړی: آیا په یمن کې پېښې لا هم د هغې تحلیل سره سمې روانې دي چې حزب د ۲۰۱۴/۱۰/۱ نېټه خپور کړی و؟ او د حل تمه څه ده؟
دویم: آیا له ملک عبدالله وروسته د سلمان بن عبدالعزیز واک ته رسېدل به د سعودي په سیاست کې کوم بدلون راولي او که به چارې پر خپل حال پاتې شي؟
بښنه غواړم چې د یوې پر ځای مې دوې پوښتنې وکړې، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته اجر درکړي.
ځواب:
لومړی: د یمن پېښې:
۱- د یمن د پېښو په اړه؛ څوک چې روانو چارو ته ځیر شي، کټ مټ هغه ډول یې مومي لکه څنګه چې زموږ په تېر ځواب کې (د ۲۰۱۴/۱۰/۱ نېټه) راغلي وو... امریکا په یمن کې په خپله پیژندل شوې کبرجنې طریقه، یعنې د وسله وال ځواک او زور زیاتي له لارې عمل کوي؛ حوثیانو صنعا او نور ځایونه ونیول او د "ولسي انقلاب او ولسي کمېټو..." په پلمه خلک نیسي او وژني. خو انګرېزان په یمن کې د سیاسي چالاکۍ له لارې په دوو برخو کې کار کوي: لومړی د هادي له لارې چې د ولسمشر په توګه له خپلو واکونو څخه په حساب شوې مانورې سره ګټه پورته کړي؛ هرکله چې حوثیانو دی له هر لوري راګیر کړ، ده ورسره وعدې وکړې او د تړونونو هیلې یې ورکړې، خو په پلي کولو کې یې ځنډ وکړ... ده همدې ته دوام ورکړ ترڅو چې د ده چلند حوثیانو ته ښکاره شو، هغوی دی له هر لوري را ایسار کړ او د ټولو تړونونو پر پلي کولو یې ټینګار وکړ، خو ده په ناڅاپي استعفا هغوی حیران کړل! په دې سره هغوی چې نږدې و ثبات ومومي، یو ځل بیا ولړزېدل... دا د لومړۍ برخې په اړه و.
۲- خو دویمه برخه د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له لارې ده، چې هغه یې پر حوثیانو د خپل شتون منلو ته اړ کړ؛ دی په هغوی کې داخل شو او له دښمنۍ وروسته یې ورسره دوستي پیل کړه. ده له خپل ځواک سره له هغوی سره مرسته وکړه تر دې چې اوس ورته له هغه څخه بېلېدل ستونزمن شوي دي. له دې دویمې لارې موخه دا ده چې که د ولسمشر هادي مانورې د حوثیانو په تنګولو کې بریالۍ نه شي او هغوی واک ته نږدې شي، نو علي عبدالله صالح او ډله یې له حوثیانو سره واک ووېشي، ترڅو انګرېزان او امریکا دواړه خپله برخه ولري...
۳- دا هغه څه دي چې په یمن کې روان دي. بریتانیا نوره د پخوا په څېر پر یمن د بشپړې واکمنۍ وړتیا نه لري او په ورته وخت کې نه شي کولی له امریکا او د هغې له مزدورانو سره پوځي مقابله وکړي؛ ځکه یې د خپلو دوو مزدورانو هادي او علي صالح له لارې سیاسي مکر ته مخه کړې ده، چې دواړو خپل رول په ښه توګه ادا کړ:
هادي خپلې مانورې او ځنډول تر وروستي بریده ورسول او بیا یې استعفا ورکړه، په هېواد کې لاریونونه پیل شول او حوثیان په کړکېچ کې بند پاتې شول؛ هغوی چې غوښتل یې د ولسمشرۍ د پریکړو له لارې خپل نفوذ ته قانوني بڼه ورکړي ترڅو د کودتاچي خطاب ورته ونه شي، اوس په همدې نوم یادیږي او د یوې ګرمې او کړکېچنې وضعې له مدیریت سره لاس او ګرېوان دي، په ځانګړي ډول په صنعا کې چې د دولت مرکز دی او د ولسمشرۍ مقام هم خالي دی...
د علي صالح په اړه، نو له حوثیانو سره د هغه اړیکې اوس هر چا ته لمر غوندې روښانه دي. بریتانیا، د هغې مزدورانو او رسنیو د علي صالح او حوثیانو ترمنځ پټې خبرې (تسريبات) خپرې کړې ترڅو هغوی د خلکو پر وړاندې وشرموي. خلکو د صالح د بدو اعمالو له امله د هغه پر وړاندې پاڅون کړی و او اوس هغه او حوثیان په یوه تله کې دي چې حوثیانو ته ترې بېلېدل ستونزمن دي! څوک چې دا رسنۍ او په ځانګړي ډول الجزیره تعقیب کړي، دا ورته معلومیږي؛ هغوی په خپلو مرکو کې پر دې ټینګار کاوه چې حوثیان د فاسدو کسانو پر وړاندې د جګړې نارې وهي خو په خپله له صالح سره چې د فاسدانو مشر دی، لاس یو کوي. بیا یې داسې پټ غږونه خپاره کړل چې د حوثیانو او صالح اړیکې ښيي. الجزیرې د ۲۰۱۵/۱/۲۱ نېټه د صالح او د حوثي مشر عبدالواحد ابوراس ترمنځ یو غږیز ریکارډ خپور کړ او ویې ویل چې دا یې ترلاسه کړی دی! دا غږیز ریکارډ چې د تېر اکتوبر میاشتې پای ته ورګرځي (وروسته له هغه چې صنعا د سپټمبر په پای کې د حوثیانو لاس ته ورغله)، د صالح او حوثیانو ترمنځ همغږي ښودله. په ځینو مرکو کې الجزیرې دا پوښتنه مطرح کوله چې حوثیان څنګه د فساد ضد خبرې کوي په داسې حال کې چې هغوی د فساد له سرغنې علي صالح سره اتحاد کړی دی!
۴- خو دا چې څه تمه کیږي؛ نو دا دواړو لورو ته ستونزمنه ده چې معامله په خپله ګټه پای ته ورسوي ترڅو یوازې په یمن واکمن شي. بلکې تر ټولو نږدې احتمال د پانګوالۍ په طریقه "منځنی حل" (وسط حل) دی، چې دا بحران نه ختموي بلکې یوازې د جنګیالیو لپاره دمه ده ترڅو یو لوری وکولی شي په خپله ګټه معامله یو طرفه کړي... د دغه بحران پای ته رسول په عدل او احسان سره یوازې د خلافت له لارې ممکن دي، چې اسلام او مسلمانان به پرې عزتمن او کفر او کافران به پرې ذلیل شي، او دا کار الله سبحانه وتعالی ته ستونزمن نه دی.
۵- دا په لنډه توګه هغه څه دي چې په یمن کې روان دي او دا هماغه څه دي چې موږ د ۲۰۱۴/۱۰/۱ نېټې د پوښتنې په ځواب کې په خپل سیاسي لیدلوري کې یاد کړي وو. زه یې ځینې برخې دلته راوړم ترڅو زموږ د هغه نظر سموالی وګورئ چې تر دریو میاشتو ډېر وړاندې مو څرګند کړی و:
(بریتانیا پوه شوې چې امریکا په یمن کې د واک د ترلاسه کولو لپاره د زور کارولو ته جدي ده او حوثیان د ایران له لارې د وسلو او تجهیزاتو اغېزمن ځواک لري... د دې حقیقت درک بریتانیا اړ کړه چې په دوو لارو د دې پر وړاندې مقاومت وکړي: لومړی دا چې هادي خپله پوره هڅه وکړي ترڅو حوثیان په اغېزمن واک کې پاتې نه شي، او دویمه لاره د علي صالح داخلول دي چې د حوثیانو د شریک په توګه داسې ښکاره شي چې ګواکې د هادي د واکمنۍ مخالف دی؛ د هغه ځینې پلویان له حوثیانو سره یوځای شول په داسې حال کې چې د "مؤتمر الشعبي العام" (د پخواني ولسمشر ګوند) بیرغونه یې ورسره وو. کله چې له بریتانوي سفیرې څخه وپوښتل شول چې آیا له علي عبدالله صالح سره اړیکه لري، هغې وویل: "زه له علي عبدالله صالح سره مستقیمه اړیکه نه لرم، خو د مؤتمر الشعبي العام له ګوند او هغوی ته له نږدې کسانو سره اړیکې لرم." (الشرق الاوسط ۲۰۱۴/۹/۲۷). له دې داسې ښکاري چې بریتانیا خپل مزدور علي صالح ته اشاره کړې چې هغه هم له حوثیانو سره همکاري وکړي؛ ځکه بریتانوي سفیرې د علي صالح له ګوند سره پر اړیکو اعتراف وکړ او هغه دی چې ګوند اداره کوي او پکې هیڅ سیال نه لري... بریتانیا له حوثیانو سره د علي صالح د یوځای کولو دا ګامونه ځکه اخلي چې که هادي ونه شي کړای د ولسمشرۍ له لارې د امریکا او د هغې د پلویانو واک ته د رسېدو مخه ونیسي، نو علي صالح به له حوثیانو سره یو اغېزمن شریک وي او په دې توګه به د انګرېزانو نفوذ په یمن کې پاتې شي، په ځانګړي ډول چې حوثیان ولسي ملاتړ نه لري چې په یوازې ځان پر یمن واکمني وکړي...) پای.
بیا مو هغه ځواب د پېښو د مقدماتو، پایلو او سم حل په بیانولو سره داسې پای ته رسولی و:
(- دا په دې معنی ده چې په یمن کې د تمې وړ حل د امریکا او بریتانیا ترمنځ د پانګوالو په څېر "منځنی حل" دی، چې واک د ټولو لورو ترمنځ ګډ وي... منځنی حل معمولاً د دوی ترمنځ دوام نه کوي بلکې د جنګیالیو لپاره یوه دمه وي تر هغه چې امریکا یا بریتانیا وکولی شي موضوع په خپله ګټه حل کړي. یعنې په یمن کې به پېښې متزلزلې پاتې شي، کله به ارامه وي او کله به د ښکېلو خواوو د سیاسي او پوځي ځواک د تلې پر بنسټ سختې شي.
د- د پورتنیو ټکو پر بنسټ دا پایله ترلاسه کیدی شي چې په یمن کې چارې د شدت په لور روانې دي او بې له دوو حالتونو به په غوڅه توګه ثبات ونه مومي: لومړی دا چې امریکا یا بریتانیا وکولی شي چارې په خپله ګټه پای ته ورسوي او په یمن کې حقیقي نفوذ ترلاسه کړي، چې دا کار لکه څنګه مو چې وویل اسانه نه دی. دویم دا چې الله سبحانه وتعالی پر دې امت د خلافت احسان وکړي، ترڅو د استعمارګرو کفارو نفوذ له منځه یوسي، ریښې یې له هېواده وباسي او د بندګانو ترمنځ د هغوی شر پای ته ورسوي؛ په دې سره به کفر او پلویان یې ذلیل شي او اسلام او پلویان یې عزتمن شي او مؤمنان به د الله په نصرت خوشحاله شي:
وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
"او په دغه ورځ به مؤمنان د الله په مرسته خوشحاله شي. هغه له هر چا سره چې وغواړي مرسته کوي او هغه ډېر برلاسی او مهربان دی." (سورة الروم [۳۰]: ۴-۵)
... او د یمن خلکو ته چې د ایمان او حکمت خاوندان دي، ښایي چې د دغه کار (خلافت) لپاره هڅه وکړي ترڅو په دواړو جهانونو کې بریالي شي، او الله د صالحانو مل دی.) پای.
په دې توګه، د چارو بهیر لا هم پر هغه لاره روان دی چې موږ په خپل تېر تحلیل (د ۲۰۱۴/۱۰/۰۱ نېټه) کې بیان کړی و.
دویم: د سعودي پېښې:
خو هغه څه چې په سعودي کې تېر شول او روان دي؛ د دې لپاره چې پوه شو څه پېښ شول: آیا دا د هماغه پخوانۍ کرښې دوام دی چې عبدالله پرې له بریتانیا او امریکا سره په اړیکو کې روان و، که بدلون راغلی؟ او د نوي پاچا سلمان سیاسي موقف څه دی؟ زه وایم چې د پوهېدو لپاره باید لاندې ټکي ذکر شي:
۱- د سعودي په کورنۍ کې د شهزادګانو ترمنځ د امریکا او بریتانیا نفوذ شتون لري؛ د هر لوري د پلویانو د ځواک پر بنسټ په سعودي کې حقیقي اغېز بدلیږي او له بریتانیا یا امریکا سره د سعودي د اړیکو رنګ هم ورسره بدلیږي.
۲- د دغو اړیکو په تعقیبولو سره روښانه کیږي چې امریکایي نفوذ په دفاع وزارت کې برلاسی دی؛ لږ تر لږه له ۱۳۸۲ هـ کال راهیسې چې وزیر سلطان بن عبدالعزیز و او هغه د امریکا د سړیو په توګه پیژندل کیده. دغه سیاسي وضع په وزارت کې د سلمان بن عبدالعزیز د وزارت پر مهال (۱۴۳۲/۱۲/۹ هـ) هم همداسې پاتې شوه. بیا د هغه زوی محمد بن سلمان بن عبدالعزیز د ۱۴۳۶/۰۴/۰۳ هـ څخه د هغه ځای ناستی شو، کله چې سلمان بن عبدالعزیز د سعودي پاچا شو.
۳- همدارنګه د انګرېزانو نفوذ په ملي ګارډ (الحرس الوطني) وزارت کې برلاسی دی؛ لږ تر لږه له ۱۳۸۲ هـ کال راهیسې چې د ملي ګارډ مشر هغه مهال پخوانی پاچا عبدالله بن عبدالعزیز و او تر ۱۴۳۱ هـ پورې یې دوام وکړ. بیا یې زوی متعب بن عبدالله بن عبدالعزیز له ۱۴۳۱ هـ څخه تر ۱۴۳۴ هـ پورې دا مقام درلود، چې وروسته ملي ګارډ په وزارت بدل شو او متعب تر اوسه پورې د ملي ګارډ وزیر پاتې شو.
۴- په کورنۍ کې د پاچا کیدو د ترتیباتو له مخې، دا لازمي نه ده چې پاچا تل له یوې ځانګړې ادارې څخه وي؛ پاچا یا ولیعهد کیدی شي له دفاع وزارت، ملي ګارډ او یا بلې کومې خوا وي... خو په وروستیو لسیزو کې دا ثابته شوې چې په واک کې اغېزمن کسان له همدغو دوو ادارو څخه راځي، خو که له دې پرته له بلې خوا وي، نو اغېز یې کم وي...
۵- پخوانی پاچا عبدالله د ملي ګارډ له ادارې څخه و، ځکه نو په سعودي کې بریتانوي نفوذ زیات و، په داسې حال کې چې امریکا ته یې هم یو ډول قناعت ورکاوه؛ له امریکا سره به اړیکې کله کړکېچنې او کله به بېرته نرمې شوې، خو عمومي سیاست به په بریتانوي رنګ و او له امریکا سره به مخامخ مقابله نه ګرمېدله، بلکې لکه څنګه مو چې وویل د بریتانیا په طریقه به یې هغه راضي ساتل، چې په ظاهر کې یو څه او په باطن کې بل څه ښکاره کوي...
۶- خو اوسنی پاچا د دفاع وزارت له ادارې څخه دی، ځکه نو تمه کیږي چې د ده په دوره کې امریکایي نفوذ برلاسی وي. پاچا عبدالله په دې پوهیده، ځکه یې په سعودي کې یو نوی دود رامنځته کړ چې پاچا نه یوازې خپل ولیعهد بلکې د وليعهد مرستیال (ولي ولي العهد) هم وټاکي. دی پوهیده چې سلمان بن عبدالعزیز له امریکا سره روان دی، نو د دې لپاره چې دی د پخوا په څېر خپل ولیعهد د امریکا له سړیو څخه ونه ټاکي، پاچا عبدالله له مخکې څخه د وليعهد مرستیال وټاکه او مقرن یې د سلمان بن عبدالعزیز لپاره د ولیعهد په توګه وټاکه ترڅو د سلمان لاره ډب کړي.
۷- مقرن له انګرېزانو سره په اړیکو مشهور دی؛ هغه هلته زده کړې کړې او د بریتانیا له مشهورې "کرانويل" مدرسې څخه فارغ شوی دی. هغه د پخواني پاچا عبدالله د باور وړ او نږدې کس و. د پاچا عبدالله لخوا د وليعهد د مرستیال ټاکلو نوښت د دې لپاره و چې له سلمان بن عبدالعزیز وروسته د امریکایي لړۍ د دوام مخه ونیسي، او پاچا عبدالله دا ټاکنه د یو فرمان په صادرولو سره تائید کړه چې د وليعهد د مرستیال لیرې کول یې منع کړل!
۸- د پورته ذکر شویو ټکو پر بنسټ، اوسنی سیاسي واقعیت داسې دی:
الف- نوی پاچا امریکا ته نږدې دی، په داسې حال کې چې ولیعهد یې انګرېزانو ته نږدې دی.
ب- دا په دې معنی ده چې ډېر نفوذ به د امریکا وي خو بریتانوي نفوذ به تر یوې کچې ورسره په سیالۍ کې وي.
ج- د دې پایله به د امریکا او سعودي ترمنځ د کړکېچ کمېدل وي، او دا ښايي د تېلو د بیو د ټیټېدو پر دوام هم اغېز وکړي؛ ځکه پخواني پاچا او تر شا یې انګرېزانو غوښتل چې د تېلو د بیو په راټیټولو سره امریکا د شېل تېلو (نفط صخري) په برخه کې ناکامه کړي، ځکه د هغو لګښت لوړ دی (تقریباً ۷۰ ډالره په یو بیرل کې)، نو که د تېلو بیه ټیټه وي د هغو تولید بې ګټې کیږي، په داسې حال کې چې د طبیعي تېلو لګښت یوازې څو ډالره دی (شاوخوا ۷ ډالره بیرل) - موږ دا موضوع د ۲۰۱۵/۱/۷ نېټې په ځواب کې په تفصیل بیان کړې ده.
۹- په پای کې، دا د زړه درد دی چې د اسلام او مسلمانانو دښمن کفري هېوادونه په هغو ځمکو کې نفوذ لري چې د مسلمانانو قبله، د وحې د نازېدو ځای او د لومړي اسلامي دولت د هجرت ځای دی! خو د اسلام لپاره داسې سړي شته چې شپه او ورځ کار کوي، په رښتینولۍ او اخلاص سره د الله سبحانه وتعالی په اجازه د اسلامي دولت (راشده خلافت) د بیا تاسیس لپاره هڅې کوي. او دا خلافت به د قوي او عزیز الله په غوښتنه خامخا راځي، په هغه ورځ به مؤمنان د الله په نصرت خوشحاله شي او استعمارګر کفار به خپلو کورونو ته په تېښته مجبوره شي، که چېرې ورته کوم کور پاتې شي...