Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د سرو زرو اړوندو اقتصادي پوښتنو ته ځوابونه

August 24, 2013
5215

** (د حزب التحرير د امير، جلیل القدر عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د هغو ځوابونو لړۍ چې د خپلې فيسبوک پاڼې مينه والو پوښتنو ته یې ورکړي دي)**

د سرو زرو اړوندو اقتصادي پوښتنو ته ځوابونه

ته: Y. S

پوښتنې:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

جليل القدر عالم عطاء بن خليل، الله سبحانه وتعالی دې ستاسو ساتنه وکړي.

د سرو زرو اړوندې ځینې اقتصادي پوښتنې لرم:

د سرو زرو پر نرخ کوم فکتورونه اغېز لري؟ د تېر کال له پای راهیسې د سرو زرو بیه ولې راټيټه شوې ده؟ نږدې یوه میاشت وړاندې د سرو زرو ناڅاپي راټیټېدل کومو لاملونو ته منسوبیږي؟ ايا له شرعي اړخه د کاغذې پيسو پر ځای د سرو زرو سپما کول (د زکات په ایستلو سره) روا دي که دا "کنز" (ناوړه ذخیره کول) ګڼل کېږي؟ که جواز ولري، نو ایا له اقتصادي پلوه د دې کار سپارښتنه کېږي؟

بارک الله فيک.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

۱- لکه څنګه چې پوهېږئ، پخوا پیسې سره زر او سپین زر وو. حتی کله چې ځینو هېوادونو د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په پیل کې کاغذي پيسې چاپ کړې، نو دا د سرو او سپینو زرو نماینده وې او هر وخت د بدلولو وړ وې؛ یعنې د کاغذې پيسو خاوند به د هغه هېواد بانک ته تللو چې پيسې يې چاپ کړې وې او د هغو په ارزښت به یې سره زر ترلاسه کول.

۲- دا حالت د لومړۍ نړيوالې جګړې (۱۹۱۴ز) او دويمې نړيوالې جګړې (۱۹۳۹ز) پر مهال ګډوډ شو، په ځانګړې توګه په ۱۹۲۹ز کال کې په امریکا کې د ستر اقتصادي کړکېچ په رامنځته کېدو سره چې نورو هېوادونو ته هم وغځېد. له دې امله د کاغذې پيسو په بدل کې د سرو زرو پر ترلاسه کولو ځینې محدودیتونه ولګېدل...

۳- کله چې په ۱۹۴۵ز کال کې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، امریکا له دې جګړې څخه په ډېرو کمو زیانونو سره ووته، په داسې حال کې چې اروپا، جرمني او جاپان سخت ځپلي شوي وو او فابریکې او زیربناوې یې ویجاړې شوې وې... له همدې امله له جګړې وروسته ډېری سره زر له امریکا سره وو. امریکا د خپل نظامي او اقتصادي ځواک له امله وکولای شول چې په برېټن ووډز "Bretton Woods" کنفرانس کې خپل ډالر د نورو هېوادونو د پيسو لپاره د سرو زرو په څېر یو پوښ (ګارنټي) وګرځوي؛ یعنې هېوادونو تر هغه وخته کاغذي پيسې نه شوای چاپولای ترڅو چې یې د سرو زرو یا ډالرو ملاتړ (پوښ) نه درلودای. امریکا د سرو زرو د یو اونس بیه ۳۵ ډالره وټاکله او ژمنه یې وکړه چې کوم هېوادونه کاغذي ډالر لري، که وغواړي نو په همدې ټاکل شوې بیه به ورته سره زر ورکوي.

۴- له امریکا سره په دې کار کې دې خبرې مرسته وکړه چې د دوی د سرو زرو زیرمې له هغو ډالرو څخه چې په داخل او بهر کې چاپ شوي وو، زیاتې یا ورسره برابرې وې. مهمه دا وه چې د سرو زرو زیرمې یې د هغو ډالرو د پوښلو وړتیا ولري چې د نورو هېوادونو یا اشخاصو په لاس کې وو، ځکه په داخل کې له ډالرو سره معامله اسانه وه.

د دې لپاره چې انځور روښانه شي: په ۱۹۴۶ز کال کې د برېټن ووډز (Bretton Woods) له تړون وروسته د امریکا د سرو زرو زیرمې ۲۰.۶ میلیارده ډالره وې، په داسې حال کې چې له هېواده بهر د اشخاصو او هېوادونو په لاس کې کاغذي ډالر ۶.۱ میلیارده وو. دا حالت تر ۱۹۶۰ز کال پورې همداسې و او امریکا د ډالر د بیې د تضمین وړتیا لرله؛ په هغه کال کې د امریکا د سرو زرو زیرمې ۱۸.۸ میلیارده او بهرني ډالر ۱۸.۷ میلیارده وو. خو له هغه وروسته، له هېواده بهر د ډالرو حجم د امریکا د سرو زرو له زیرمو څخه په زیاتېدو شو.

۵- د ډالر د سرو زرو د پوښ (ګارنټي) د خرابېدو په پایله کې، امریکا د نړۍ له مهمو هېوادونو څخه مرسته وغوښته. د سرو زرو یو مجمع (ټولنه) جوړه شوه چې دنده یې دا وه: که په بازار کې د سرو زرو بیه د کوم لامل له امله لوړه شي، بانکونه به سمدستي بازار ته نور سره زر وړاندې کوي ترڅو بیه بېرته توازن ته راشي؛ او که بیه راټيټه شي، نو اضافي سره زر به اخلي ترڅو بیه خپلې لومړۍ کچې ته پورته شي.

دې مجمع څو کاله کار وکړ، خو په تدریجي ډول یې یوازې د سرو زرو پر پلورلو پیل وکړ، په ځانګړې توګه د ۱۹۶۵ز او ۱۹۶۸ز کلونو ترمنځ. دې کار د غړو هېوادونو د سرو زرو زیرمې له خطر سره مخ کړې، نو فرانسې د ۱۹۶۷ز کال په جون کې ترې غړیتوب واخیست. وروسته بحرانونه ګړندي شول (په ۱۹۶۷ز کال کې د پونډ بحران او په ۱۹۶۸ز کال کې د سرو زرو بحران)، چې له امله یې د سرو زرو د مجمع غړو هېوادونو په شپږو میاشتو کې ۲.۵ میلیارده ډالره سره زر له لاسه ورکړل. بیا د ۱۹۶۸ز کال د مارچ په ۱۷مه په واشنګټن کې غونډه وشوه، د سرو زرو مجمع لغوه شوه او د سرو زرو نرخ د عرضې او تقاضا د قانون تابع شو.

۶- د سرو زرو دغه بحران په امریکا کې د سرو زرو زیرمې په ۱۹۶۵ز کال کې له ۱۴ ملیاردو څخه د ۱۹۶۸ز کال په مارچ کې ۱۰.۴۸ ملیاردو ته راښکته کړې. په هغه وخت کې دا اندازه د قانون له مخې د ډالر د کورني پوښ (۲۵٪) لپاره تر ټولو کمه اړینه کچه وه. له همدې امله امریکا د بهرني خصوصي سکتور د ډالرو بدلول په سرو زرو بند کړل او یوازې د هېوادونو رسمي زیرمې یې په سرو زرو بدلولې. خو امریکا د وارداتو، صادراتو او نړیوالو معاملو له امله د هغو رسمي بهرنیو زیرمو په بدل کې هم د سرو زرو د ورکړې توان له لاسه ورکړ.

۷- په پایله کې، امریکا د ولسمشر نېکسن په دوره کې په ۱۹۷۱ز کال کې په بشپړ ډول د سرو زرو د تبادلې سیستم پای ته ورساوه. له هغه وروسته کاغذي پيسې هېڅ ډول د بدلیدو وړ پوښ نه لري. بلکې اوس د کاغذي پيسو ارزښت د هېوادونو د اقتصاد، د تادیاتو بیلانس، امنیتي وضعیت او بیړنیو بحرانونو له مخې ټاکل کېږي. پر دې سربېره، په مالي بازارونو کې قمار (مضاربات) او یو بل مهم عنصر چې نفت (تېل) او د هغو نرخونه دي، هم د پيسو پر ارزښت اغېز لري.

۸- د موضوع د روښانولو لپاره وايو:

الف: سره زر د هر بل کالای (مال) په څېر د عرضې او تقاضا تابع دي. که عرضه زیاته شي، لکه ځینې هېوادونه چې د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره سره زر وپلوري، نو نرخ یې راټیټېږي او که تقاضا زیاته شي، نرخ یې لوړېږي.

ب: که د سرو زرو پر وارداتو محدودیتونه کم شي، نو تجارت یې زیاتېږي او په بازارونو کې یې عرضه ډېرېږي، چې بیه یې راټیټوي. لکه په ۲۰۱۱ز کال کې په خلیج هېوادونو کې چې کله پر سرو زرو ګمرکي مالیات لغوه شول، د سرو زرو بیې راټیټې شوې.

ج: که ډالر د اقتصادي یا جنګي لاملونو له امله کمزوری شي، خلک او هېوادونه د ډالر پر ځای د سرو زرو سپما ته مخه کوي، چې تقاضا زیاتوي او بیه یې لوړېږي. خو کله چې د امریکا اقتصاد ښه شي او د خلکو باور پر ډالر زیات شي، نو خلک خپل سره زر پلوري او ډالر اخلي، چې دا کار د سرو زرو بیه راټیټوي.

د: بل د تېلو موضوع ده؛ نن سبا د سرو زرو بیه د تېلو له بیې سره مستقیمه اړيکه لري. کله چې د تېلو بیه لوړېږي، د سرو زرو نرخ هم ورسره پورته کېږي او کله چې ډالر کمزوری کېږي، د سرو زرو نرخ لوړېږي.

۹- د پورتنیو ټکو په رڼا کې ستاسو د پوښتنو ځوابونه په لاندې ډول دي:

الف: په ۲۰۱۲ز کال کې د سرو زرو د نرخ راټیټېدل: په هغه کال کې دوه مهمې پېښې وشوې: لومړی: د امریکا له اقتصادي کړکېچ (د املاکو بازار له سقوط) وروسته، په ډالر کې نسبي ښه والی راغی، چې د سرو زرو بیه یې راټیټه کړه. دویم: روسیې د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره نږدې ۴ ټنه سره زر وپلورل، چې عرضې په زیاتېدو سره نرخ راټیټ شو.

ب: د ۲۰۱۳ز کال په جولای کې ناڅاپي راټیټېدل: د ۲۰۱۳ز کال د جون په ۱۹مه د امریکا د مرکزي بانک رئیس اعلان وکړ چې د کمي اسانتیا (Quantitative Easing) پروګرام به په تدریجي ډول کم کړي. دې خبرې ډالر پیاوړی کړ او د سرو زرو بیه یې په ناڅاپي ډول نږدې ۱۱۸۰ ډالرو (فی اونس) ته راښکته کړه! دا بیه د سرو زرو د استخراج له لګښت (چې ۱۱۳۵-۱۱۵۰ ډالره ده) سره نږدې وه، چې وروسته بیا بیې بېرته یو څه لوړې شوې.

ج: د کاغذې پيسو پر ځای د سرو زرو او سپینو زرو سپما کول: د سرو زرو شرعي حکمونه یو ډول دي، که هغه سیکه وي او که خښتې (سبائک). که چېرې له اړتیا پرته سره زر وساتل شي (کنز شي)، دا حرام دي، که څه هم زکات یې ورکړل شي. د شرعي دلايلو له مخې په دې مسله کې همدا راجح نظر دی. خو که سپما د یوې اړتیا لپاره وي (لکه د کور جوړول، د زوی واده او داسې نور)، نو د زکات په ایستلو سره روا ده.

ستاسو ورور، عطاء بن خليل ابو الرشته

د امير د فيسبوک پاڼې له لارې د ځواب لېنک

د امير له ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک

د ګوګل پلس پاڼې له لارې د ځواب لېنک

Share Article

Share this article with your network