Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنو ځوابونه: د شبکه‌يي بازارموندنې (Network Marketing) له شرکتونو سره د کار کولو د حکم په اړه

September 05, 2015
6869

** (د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو ځوابونو لړۍ چې په خپله فېسبوک پاڼه "فقهي" کې یې د خپلو مینه والو پوښتنو ته ورکړي دي) **

پوښتنې:

د Zdig For'Allah پوښتنه: زموږ جلیل شیخ، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. زما پوښتنه د شبکه‌يي بازارموندنې (Network Marketing) له شرکتونو سره د کار کولو د حکم په اړه ده. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت درکړي او د دعوت د نصرت لپاره دې ستاسو ساتنه وکړي.

د Houssem Eddine پوښتنه: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، زه غواړم د Q-net شرکت د حکم په اړه پوښتنه وکړم چې د شبکه‌يي پلور پر بنسټ ولاړ دی. په دې پوهېږم چې دا شرکت خپل محصولات د شبکې له لارې پلوري او هر څومره چې یو کس په خپله شبکه کې ډېر پیرودونکي جذب کړي، هومره ډېر کمېشن ترلاسه کوي، که څه هم د پلور لپاره یې خپله هڅه نه وي کړې. د بېلګې په توګه: که ۱۰۰م نمبر کس یو محصول وپلوري، د شبکې بنسټ اېښودونکی پیسې ترلاسه کوي، سره له دې چې هغه هیڅ هڅه نه ده کړې او یوازې د دې لپاره پیسې اخلي چې دی د دې شبکې بنسټ اېښودونکی یا غړی و. هیله ده چې په دې اړه معلومات راکړئ، ځکه دا ډول پلور په عربي نړۍ او نورو ټولو اسلامي هېوادونو کې په چټکۍ سره خپور شوی دی.

ځواب: ستاسو دواړو باندې دې هم سلام او د الله رحمتونه او برکتونه وي؛

ستاسو دواړو پوښتنې د یوې موضوع په اړه دي. که څه هم تاسو د موضوع جزئیات نه دي ذکر کړي، خو دا ډول تجارت ډېر عام شوی او له بېلابېلو سیمو څخه په دې اړه پوښتنې ماته رارسېدلې دي. زه دلته د سویل ختیځې اسیا او منځنۍ اسیا ځینې پوښتنې د موضوع د روښانولو لپاره ذکر کوم او بیا د دغه ډول پلور شرعي ځواب وړاندې کوم:

۱- له سویل ختیځې اسیا څخه یوه پوښتنه: (یو تجارتي شرکت چې روغتیايي محصولات پلوري، له خپلو پیرودونکو سره په لاندې ډول معامله کوي: که یو پیرودونکی له دوی څخه یو روغتیايي محصول واخلي، هغه ته دا حق ورکول کیږي چې د هغو دوو پیرودونکو په بدل کې کمېشن واخلي چې شرکت ته یې راولي. هغه دوه تنه چې د ده لخوا معرفي شوي، کله چې له شرکت څخه محصول واخلي، نو هر یو ته یې دا حق ورکول کیږي چې دوه نور کسان راولي او د هغو په بدل کې کمېشن واخلي. د دې ترڅنګ لومړي پیرودونکي ته د هغو څلورو کسانو په بدل کې هم اضافي کمېشن ورکول کیږي چې د ده د دوو معرفي شویو کسانو لخوا راوستل شوي وي. په همدې ترتیب دا لړۍ دوام پیدا کوي؛ ایا دا جواز لري؟) پای.

۲- له منځنۍ اسیا څخه یوه پوښتنه: (زموږ په سیمه کې د Quest Net شرکت تجارتي معاملې په لاندې ډول دي: د Quest Net شبکه خپل محصولات لري... او د هغه چا لپاره چې غواړي د دې محصولاتو بازارموندنه وکړي، شرط ایږدي چې لومړی باید یو محصول واخلي. تر اخیستلو وروسته هغه ته دا حق ورکول کیږي چې د کمېشن په بدل کې نور کسان هم د اخیستلو لپاره راولي. که هغه وکولای شي شپږ تنه راولي، شرکت ورته ۲۵۰ ډالره کمېشن ورکوي. بیا دا لړۍ داسې دوام کوي: مثلاً لومړی بازارموندونکی دوه تنه راولي، بیا هغه دواړه هر یو دوه تنه نور راولي، چې ټول شپږ تنه کیږي. په دې حالت کې لومړی بازارموندونکی ۲۵۰ ډالره اخلي، خو هغه دوه نور بیا تر هغې هیڅ نه ترلاسه کوي ترڅو چې هر یو یې شپږ تنه پیرودونکي پوره نه کړي. کله چې هغوی شپږ تنه پوره کړي، نو هر یو ته یې ۲۵۰ ډالره ورکول کیږي او لومړي بازارموندونکي ته بیا ۵۰۰ ډالره ورکول کیږي، ځکه دا ټول د ده په شبکه کې پیرودونکي حساب شوي دي...

دا په هغه صورت کې وي چې پیرودونکی وغواړي د شرکت د محصولاتو بازارموندنه وکړي او شتمني ترلاسه کړي! ځکه د دې محصولاتو د اخیستلو تر شا اصلي انګېزه د شتمنۍ ترلاسه کولو طمعه ده، نه د محصول اخیستلو ته اړتیا، ځکه د محصول اصلي ارزښت د هغې بیې لسمه برخه هم نه وي چې شرکت ورته ټاکلې ده.

خو که پیرودونکی ونه شي کولای محصولات وپلوري، یعنې شرکت ته نور پیرودونکي را نه شي لای... نو هغه محصول چې ده په ډېره لوړه بیه اخیستی، په لاس کې یې پاتې کیږي او له شرکت څخه هیڅ پیسې نه ترلاسه کوي. دا ترتیب د هغو پیرودونکو د بې برخې کېدو لامل کیږي چې نور کسان نه شي راوستلای یا د پیرودونکو په وروستي قطار کې وي. زموږ په سیمه "منځنۍ اسیا" کې ډېر خلک په دې کار بوخت دي... ایا دا معامله جواز لري؟) پای.

ښکاره ده چې موضوع یوه ده، که څه هم د هغو پیرودونکو په شمېر کې توپیر شته چې بازارموندونکي ته یې په سر کمېشن ورکول کیږي. دا معامله په سویل ختیځه اسیا او منځنۍ اسیا کې یو ډول ده. بې له شکه ستاسو د پوښتنو واقعیت هم همدا دی او ځواب یې هم یو دی. څرنګه چې د منځنۍ اسیا د پوښتنې واقعیت ډېر جامع دی، زه به په ځواب کې پر هماغه تمرکز وکړم:

د Quest Net شرکت د واقعیت او د هغوی د ډول ډول اسلوبونو تر مطالعې وروسته، که څه هم فکر یې یو دی (یعنې شرکت له بازارموندونکو سره معامله کوي چې هغوی ورته پیرودونکي "زبون" راولي او دوی ورته په ځانګړو شرایطو کمېشن ورکوي؛ یعنې هغوی د شرکت لپاره سمساران دي)، د دې معاملې له تدبر څخه لاندې ټکي څرګندیږي:

لومړی: دا ډول شرکتونه د محصولاتو په بازارموندنه کې له دې شبکې څخه کار اخلي او پر بازارموندونکي شرط ایږدي چې لومړی باید پخپله یو محصول واخلي، ترڅو اجازه ولري چې د سمسار په توګه کار وکړي او کمېشن واخلي. یعنې تر هغې کمېشن نه ورکوي ترڅو چې (د منځنۍ اسیا د پوښتنې له مخې) شپږ تنه او یا (د بلې سیمې له مخې) دوه تنه پیرودونکي را نه ولي.

په بل عبارت؛ لومړی پیرودونکی د هغو دوو (یا شپږو) کسانو په سر کمېشن اخلي چې پخپله یې راوستي، او د هغو په سر هم کمېشن اخلي چې د ده تر لاس لاندې خلکو راوستي وي. دا لړۍ په همدې بڼه د سمسارۍ د تسلسل یا بازارموندنې د شبکې په توګه دوام مومي.

دویم: دا ډول تجارتي کارونه له شرعي پلوه خلاف دي، ځکه:

۱- شرکت پر "بازارموندونکي" شرط ایږدي چې خامخا باید یو محصول واخلي ترڅو د سمسار په توګه د کار کولو حق ولري او کمېشن ترلاسه کړي.

دا پدې معنی ده چې د پیرودلو تړون او د سمسارۍ (دللالۍ) تړون په یوه تړون کې سره یوځای شوي، یا دوې معاملې په یوه معامله کې شوې دي، ځکه دواړه یو پر بل مشروط دي. دا کار حرام دی، ځکه:

نَهَى رَسُولُ اللهِ ﷺ عَنْ صَفْقَتَيْنِ فِي صَفْقَةٍ وَاحِدَةٍ

"رسول الله ﷺ په یوه معامله کې له دوو معاملو څخه منع فرمايلې ده." (احمد د عبدالرحمن بن عبدالله بن مسعود له لارې له خپل پلار څخه روایت کړی)

دا داسې ده لکه زه چې درته ووایم: که له ما څخه دا شی واخلې، نو زه به ستا لپاره کار وکړم یا به ستا سمسار شم او یا برعکس... دا واقعیت په پوښتنه کې کټ مټ موجود دی؛ ځکه پلور او سمساري په یوه تړون کې دي او له شرکت څخه اخیستل د سمسارۍ د کار لپاره شرط دی.

۲- سمساري د پلورونکي او هغه چا ترمنځ یو تړون دی چې پیرودونکي ورته راولي. په دې تړون کې د سمسارۍ حق یوازې د هغو کسانو په سر واجب کیږي چې پخپله سمسار یې شرکت ته راولي، نه د هغو کسانو په سر چې نور یې راولي. څرنګه چې په دغه شرکت کې بازارموندونکی د خپلو راوستلو کسانو ترڅنګ د نورو د راوستلو کسانو په سر هم پیسې اخلي، نو دا د سمسارۍ له شرعي عقد سره په ټکر کې ده.

۳- له شرکت څخه د پیرودلو په بیه کې "غبن فاحش" (ډېره زیاته زیاتي) شتون لري. که څه هم پیرودونکی په دې پوهیږي، خو بیا هم دا معامله د هغو کږو لارو له امله چې شرکت یې د خپل کار لپاره کاروي، له دوکې خالي نه ده. شرکت پیرودونکی هڅوي چې د یو داسې محصول لپاره ډېره لوړه بیه ورکړي چې ارزښت یې د هغې بیې یوه وړه برخه هم نه وي. دا هر څه د هغه (روښانه) راتلونکي له امله وي چې شرکت یې ورته انځوروي، چې ګواکې ده ته به د بازارموندنې فرصت ورکړل شي او د راتلونکو پیرودونکو په سر به ډېر کمېشنونه ترلاسه کړي!

کله چې پیرودونکی ونه شي کولای نور کسان راولي، په ځانګړي ډول هغوی چې د شبکې په پای کې وي، نو هغوی په دوکه کې ښکېل کیږي او هغه ډېرې پیسې یې چې د بې ارزښته محصول لپاره ورکړې وې، له لاسه ورکوي. په اسلام کې دوکه کول حرام دي. رسول الله ﷺ فرمايي:

الخَدِيعَةُ فِي النَّارِ...

"دوکه او مکر په اور کې (د اور وړ) دی..." (بخاري د ابن ابي اوفي څخه روایت کړی)

همدارنګه رسول الله ﷺ هغه سړي ته چې په تجارت کې به غولول کېده، وفرمایل:

إِذَا بَايَعْتَ فَقُلْ لاَ خِلاَبَةَ

"کله چې دې معامله (خرید او فروش) کوله، نو ووایه چې هیڅ غولونه او دوکه نشته." (بخاري د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت کړی)

"خِلاَبَةَ" د غولولو او دوکې په مانا ده. د حدیث مفهوم دا ښيي چې دوکه کول حرام دي.

نو په همدې اساس، دا ډول معامله له شرعي پلوه جواز نه لري.

پایله دا چې: د Quest Net شرکت معامله په هغه بڼه چې په پوښتنو کې بیان شوې، له شرع سره په ټکر کې ده. زه له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې موږ ته په خپل فضل او احسان سره د خلافت د اقامې او د اسلام د اقتصادي نظام د تطبیق توفیق راکړي، کوم چې پاکې او رڼې اقتصادي معاملې وړاندې کوي او د ټولنې ټولو غړو ته سوکاله او ډاډمن ژوند چمتو کوي. الله سبحانه وتعالی عزیز او حکیم دی.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فېسبوک

د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر

د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network