** (د فېسبوک پاڼې له مینه والو سره د حزب التحریر د امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ)**
کمال کمال کمال ته
پوښتنې:
ګرانه وروره، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
۱- په الشخصية ۳ کتاب کې د "اول دلیل - کتاب" تر سرلیک لاندې، په "څلورمه" نقطه کې راغلي: "ځکه چې په دې کې بحث د هغو په قرآن کېدلو کې نه و، بلکې د هغو په مخکې والي او وروسته والي کې و...". له دې څخه مقصد څه دی؟
۲- د قراءتونو په اړه، ځینو متواتر قراءتونه اووه او ځینو نورو لس ګڼلي دي، په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟
۳- هغه قراءتونه چې د "آحاد" په ډول روایت شوي او د عثماني رسم الخط او عربي معنا سره موافق دي، ورسره څه ډول چلند وکړو؟ او آیا په هغو سره لمونځ یا قرائت روا دی؟ همدارنګه هغه شاذ قراءتونه چې په آحاد ډول روایت شوي خو په مصحف کې له لیکل شوي رسم الخط سره موافق نه دي، له هغو سره څنګه چلند وشي؟
۴- آیا د "اوو تورو" (الأحرف السبعة) په موضوع کې کوم ځانګړی ترجیح لرئ؟
۵- یوه بله پوښتنه هم لرم، که څه هم دا په تفسیر پورې اړه لري، هیله ده چې ستومانه مو نه کړم؛ پوښتنه د دغه مبارک آیت د تفسیر په اړه ده: (وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ). په ځینو تفاسیرو کې مې ولوستل چې دلته "ما" هم مصدرية کېدای شي او هم موصولة، نو دلته ترجیح کوم یو ته ورکول کیږي؟ او د قضاء او قدر په موضوع کې دا پر اسلامي مدرسو (فرقو) څه اغېزه لري؟
بارک الله فیک، الله سبحانه وتعالی دې ستاسو پر وړاندې د خپل فضل دروازې پرانیزي. والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
۱- هغه څه چې په الشخصية الثالث کې مو ذکر کړي... په هغو کې یو څه ابهام و چې وروسته بیا وڅېړل شول او اصلاح شول او اوس په لاندې ډول دي:
"څلورم: د قرآن راټولول (جمع کول) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه له نقل کولو سره توپیر لري؛ ځکه نقل کول په خپله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په مخامخ ډول اورېدل دي او همدا د بحث موضوع ده. مګر په یوه مصحف کې د قرآن د آیتونو راټولول، نو پدې کې بحث د هغو په قرآن کېدلو کې نه و، او نه هم د حافظانو له لوري د قرآن لیکل و، بلکې دا د هغو پاڼو راټولول و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې لیکل شوې وې او په هر سورت کې یو تر بل پسي د هماغه ترتیب سره ایښودل و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تایید کړي و، او همدارنګه له حافظانو سره د شته قرآن مقابله له هغو (پاڼو) سره کول او په یو ځای کې د هغو ایښودل و..."
۲- متواتر قراءتونه:
الف- اووه متواتر قراءتونه هغه دي چې مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې راهیسې تر نن پورې په هغو تلاوت کړی او کوي یې، او دا هغه قراءتونه دي چې د عثمان رضي الله عنه په مصحفونو کې په لفظ او رسم دواړو کې راغلي دي. یو شمېر تابعینو او د هغوی شاګردانو چې د قراءتونو علماء وو، دا قراءتونه او د هغو سندونه راټول کړي او په کتابونو کې یې د هر قراءت سند او اړوند مسایل په تفصیل سره ثبت کړي دي.
دا د اوو قراءتونو مشهور امامان دي:
نافع بن عبدالرحمن بن ابي نعیم اللیثي (مولاهم) ابو رویم المقرئ المدني، په ۱۶۹ هـ کال په مدینه کې وفات شوی. د هغه دوه راویان: "قالون" په مدینه کې شاوخوا ۲۲۰ هـ کې وفات شوی، او "ورش" په مصر کې په ۱۹۷ هـ کال وفات شوی.
عبدالله بن کثیر ابو معبد مولى عمرو بن علقمه الکناني الداري المکي، په ۴۵ هـ کال په مکه کې زېږېدلی او په ۱۲۰ هـ کال وفات شوی. راویان یې: "البزي" (ابن ابي بزه المؤذن المکي) په ۲۵۰ هـ وفات شوی، او "قنبل" المکي المخزومي په ۲۹۱ هـ کال په مکه کې وفات شوی.
ابو عمرو بن العلاء المازني د بصرې د خلکو مقرئ، په ۶۸ یا ۷۰ هـ کال په مکه کې زېږېدلی، په بصره کې رلوی شوی او په ۱۵۴ هـ کال په کوفه کې وفات شوی. راویان یې: "الدوري" په ۲۴۶ هـ کال وفات شوی، او "السوسي" په ۲۶۱ هـ کال وفات شوی.
عبدالله بن عامر الیحصبي په قراءت کې د شام د خلکو امام، چې له تابعینو څخه دی او په ۱۱۸ هـ کال په دمشق کې وفات شوی. راویان یې: هشام بن عمار الدمشکي (وفات ۲۴۵ هـ) او ابن ذکوان الدمشکي (زوکړه ۱۷۳ هـ او وفات ۲۴۲ هـ).
عاصم بن ابي النجود الاسدي (مولاهم) الکوفي، د ۱۲۷ هـ کال په وروستیو کې وفات شوی. راویان یې: شعبه الکوفي الاسدي (وفات ۱۹۴ هـ په کوفه کې) او حفص الاسدي البزاز الکوفي (وفات شاوخوا ۱۹۰ هـ).
حمزه بن حبیب الزیات الکوفي، په ۸۰ هـ کال زېږېدلی او په ۱۵۶ هـ کال په حلوان کې وفات شوی. راویان یې: خلف بن هشام البزاز (وفات ۲۲۹ هـ په بغداد کې) او خلاد بن خالد الکوفي (وفات ۲۲۰ هـ).
الکسائي (ځکه چې په کسا/څادر کې یې احرام تړلی و) الکوفي المقرئ النحوي، په ۱۲۰ هـ کال کې زېږېدلی او په ۱۸۹ هـ کال په رنبويه کې وفات شوی. راویان یې: ابو الحارث لیث بن خلد البغدادي (وفات ۲۴۰ هـ) او حفص الدوري (چې د ابو عمرو راوي هم و).
اوسني چاپ شوي مصحفونه اکثراً د عاصم له قراءت څخه د حفص د روایت مطابق دي، په کټ مټ هماغه رسم الخط چې عثمان رضي الله عنه استنساخ کړی و. البته ځینې نور مصحفونه هم شته چې د نافع د قراءت (ورش او قالون) مطابق چاپ شوي، په ځانګړې توګه د افریقا په ځینو سیمو کې...
د هغو عالمانو په منځ کې چې اووه قراءتونه یې راټول کړي دي، امام احمد بن موسى بن العباس چې په ابن مجاهد (وفات ۳۲۴ هـ) مشهور دی، ډېر نوم لري. هغه دا اووه قراءتونه په خپل کتاب "السبعة في القراءات" کې جلا او تدوین کړل. ابن مجاهد دا انتخاب پر ډېرو سختو شرایطو ولاړ کړی و؛ هغه یوازې له داسې امام څخه روایت اخیست چې په دقت (ضبط)، امانتدارۍ او د قراءت په علم کې په اوږدې مخینې مشهور وي او د هغه پر علم اتفاق وي. له همدې امله یې د همدې اوو امامانو قراءتونه ثبت کړل.
ب- کله چې شمس الدین ابو الخیر ابن الجزري (وفات ۸۳۳ هـ) راغی، د قراءتونو سندونه یې وڅېړل او درې نور قراءتونه یې وموندل چې د اوو متواترو قراءتونو په څېر یې ولیدل او د عثماني رسم الخط سره یې مخالفت نه درلود. هغه دا په خپل کتاب "النشر في القراءات العشر" کې ثبت کړل او دا درې امامان یې ور زیات کړل:
ابو جعفر یزید بن القعقاع المدني (وفات ۱۳۰ هـ).
یعقوب بن اسحاق الحضرمي الکوفي (وفات ۲۰۵ هـ).
خلف بن هشام ابو محمد البزار الاسدي البغدادي (وفات ۲۲۹ هـ).
زما پاملرنه پر اوو متواترو قراءتونو وه او په خپل کتاب "تيسير الوصول إلى الأصول" کې مې د هغوی له سندونو او راویانو سره ذکر کړي دي... هغه نور درې قراءتونه مې چې ابن الجزري ذکر کړي، تر اوسه نه دي څېړلي، که څه هم ابن الجزري او نورو عالمانو هغوی د اوو متواترو قراءتونو په درجه کې راوستي دي. شاید په راتلونکي کې ان شاء الله په تفصیل سره پرې بحث وکړم، او د هر پوهه لرونکي دپاسه یو بل پوه شته (وفوق كل ذي علم عليم).
۳- د غیر متواتره قراءتونو په وسیله د قرآن لوستل، که هغه د عثماني مصحف له لیک سره موافق وي او که نه، جواز نه لري او دا قرآن نه ګڼل کیږي؛ ځکه قرآن یوازې هغه څه دي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په متواتر ډول نقل شوي وي.
۴- پر اوو تورو (سبعة أحرف) د قرآن نزول:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
إِنَّ هَذَا القُرْآنَ أُنْزِلَ عَلَى سَبْعَةِ أَحْرُفٍ، فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ
"بېشکه دا قرآن پر اوو حرفونو (لهجو) نازل شوی دی، نو هر هغه چې درته اسان وي ویې لولئ." (متفق علیه)
او ویې فرمایل:
أَقْرَأَنِي جِبْرِيلُ عَلَى حَرْفٍ فَرَاجَعْتُهُ، فَلَمْ أَزَلْ أَسْتَزِيدُهُ وَيَزِيدُنِي حَتَّى انْتَهَى إِلَى سَبْعَةِ أَحْرُفٍ
"جبرائیل ماته پر یوه حرف (قرآن) ولوست، ما ترې غوښتنه وکړه چې زیات یې کړي، او تل مې ترې زیاتوالی غوښت او هغه زیاتول، تر دې چې اوو حرفونو ته ورسېد." (بخاري)
عالمانو د "اوو حرفونو" په معنا کې اختلاف کړی؛ ځینو په متواترو قراءتونو کې د ژبني اختلاف بڼې په اوو ګروپونو وېشلې دي (لکه د اعراب بڼې، زیاتوالی او کموالی، تقدیم او تأخیر، ابدال، او د تورو تلفظ لکه ترقیق، تفخیم او اماله...)، او ځینو نورو بیا دا د عربو هغه لهجې ګڼلې دي چې متواتر قراءتونه ترې بهر نه دي...
د دې موضوع له مطالعې وروسته، زما ترجیحي نظر دا دی چې اووه حروف د هغو عربي قبایلو لهجې دي چې عربي ژبه ترې اخیستل شوې او د قرآن د نزول پر مهال د فصیحو خلکو ترمنځ د سیالۍ ډګر و؛ ځکه متواتر قراءتونه د دې قبایلو له لهجو څخه بهر نه دي، او دا د قرآن د نزول پر مهال اووه مشهورې فصیحې لهجې وې:
(قریش، تمیم، قیس، اسد، هذیل، د کنانه یوه برخه، د طی (طائیین) یوه برخه).
په دې مسئله کې زما ترجیح همدا ده، یعنې د اوو حرفونو معنا د هغو اوو عربي قبایلو لهجې دي چې پورته ذکر شوې، خو دا پدې معنا نه ده چې د قرآن ټولې کلمې دې په دغو اوو لهجو لوستل روا وي، بلکې یوازې هغه څه روا دي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په متواتر ډول رارسېدلي وي؛ ځکه په غیر متواتر قراءت لوستل روا نه دي، ځکه هغه قرآن نه دی.
۵- مګر د آيت (وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ) تفسير، نو دلته "ما" موصولة ده، یعنې الله سبحانه وتعالی تاسو او هغه بتان چې تاسو یې عبادت کوئ، پیدا کړي یاست. د آیت سیاق پر همدې دلالت کوي، ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
فَرَاغَ إِلَى آلِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ (91) مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُونَ (92) فَرَاغَ عَلَيْهِمْ ضَرْبًا بِالْيَمِينِ (93) فَأَقْبَلُوا إِلَيْهِ يَزِفُّونَ (94) قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا نَنْحِتُونَ (95) وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ
"نو د هغوی معبودانو (بتانو) ته ورغی او ویې ویل: آیا تاسو څه نه خورئ؟ تاسو ته څه شوي چې خبرې نه کوئ؟ نو په ښي لاس یې پر هغوی ګوزارونه پیل کړل. بیا خلک په منډه ورته راغلل. ابراهیم وویل: آیا تاسو د هغه څه عبادت کوئ چې په خپلو لاسونو یې تراشئ؟ حال دا چې الله تاسو او هغه څه چې تاسو یې جوړوئ (عمل پرې کوئ)، پیدا کړي یاست." (سورت الصافات [۳۷]: ۹۱-۹۶)
دلته ښکاره ده چې دا آیت تر (قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا نَنْحِتُونَ) وروسته راغلی، نو خبره د بتانو په اړه ده.
مګر هغه چا چې "ما" مصدرية تفسیر کړې او ترې یې دا اخیستې چې (الله تاسو او ستاسو عملونه پیدا کړي)، او دا یې ترې فهمولې چې الله د انسان افعال خلق کړي؛ که د هغوی فهم یوازې پر "خلق" ولاړ وای، یعنې الله د هغوی افعال او د فعل کولو وړتیا (طاقت) پیدا کړې، نو له حقه به ډېر نه وای لیرې شوي... خو هغوی د "الله ستاسو افعال پیدا کړي" معنا دا کړې چې "تاسو یې پر هغو کولو مجبور کړي یاست"، یعنې الله سبحانه وتعالی موږ پر خپلو ټولو افعالو مجبور کړي یو او موږ د هیڅ شي په کولو کې اختیار نه لرو، نه په خیر کې او نه په شر کې. دا خبره په ښکاره ډول غلطه ده؛ ځکه د انسان ځینې افعال اختیاري دي چې په هغو ورته ثواب او عذاب ورکول کیږي. دا وینا چې الله سبحانه وتعالی موږ پرته له کوم اختیاره پر ټولو افعالو مجبور کړي یو، ناسمه ده...
فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ * وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ
"نو چا چې د ذرې په اندازه خیر کړی وي، هغه به وویني او چا چې د ذرې په اندازه شر کړی وي، هغه به وویني." (سورت الزلزلة [۹۹]: ۷-۸)
مګر د قضاء او قدر موضوع او له اسلامي ډلو سره د هغې تړاو، دا یو اوږد بحث دی چې تفصیل یې د الشخصية په لومړي ټوک کې ذکر شوی، په خپل باب کې ورته مراجعه وکړه. الله دې مل شه.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فېسبوک پاڼې له لارې د ځواب لینک