د سياسي پوښتنو ځوابونه
- د يهودو له کيان سره د فلسطين او سوريې د جوړجاړي خبرې اترې
- په اوکراين کې د امريکا نفوذ
- افريقا ته د امريکا جدي پاملرنه
- په خپل وخت د عراق د ټاکنو پر ترسره کېدو د امريکا ټينګار
۱- په دې وروستيو کې د فلسطين او اسراييلو ترمنځ او د سوريې او اسراييلو ترمنځ د جګړې د جوړجاړي په اړه خبرې ګړندۍ شوې دي او دا خبرې په يو پلويز ډول له غزي څخه د وتلو له بحثونو سره ګډې شوې دي. دغه خبرې په مصر او اسراييلو کې د هغو مطبوعاتي او نيمه رسمي څرګندونو سره هم مهاله شوې چې د حل لپاره د ځانګړو پلانونو په اړه کېږي او وايي چې دا پلانونه د پردې تر شا د بحث او څېړنې په حال کې دي.
ایا دا خبرې څه حقيقت لري؟ ایا په رښتيا هم اغېزمن لوري داسې جديت لري چې د مصر او اسراييلو د کيمپ ډيويډ او د اردن او اسراييلو د وادي عربه د هوکړو په څېر مذاکراتو ته داخل شي؟ که دا خبرې رښتيا وي، نو د حل تمه کېدونکې لاره څه ده، او که دا هم د تېرو خبرو په څېر دي چې راپورته کېږي او بيا بې له کومې پايلې مړاوې کېږي؟
ځواب:
دا ډېره احتمالي ده چې د بوش په نوې دوره کې د يهودو له کيان سره د فلسطين او سوريې د جوړجاړي خبرو اترو ته د ننوتلو يو جدي تمايل شتون ولري.
لاندې نښې د دې خبرې پخلی کوي:
لومړی: د منځني ختيځ د بحران په اړه د امريکا تګلاره دا وه چې له يهودي کيان سره د فلسطين د مذاکراتو پايله بايد له سوريې سره د مذاکراتو له پايلې وروسته وي او يا هم ورسره هم مهاله وي. له همدې امله، کله چې کلنټن په فلسطيني قضيه کې د حل لارې لپاره ډېره هڅه وکړه، نو د سوريې او اسراييلو د لورو په يو ځای کولو يې هم پيل وکړ. هغه مهال دواړه فلسطيني او سوري مذاکره کوونکي لوري چمتو وو چې د ۶۷ کال له پولو وړاندې د يهودو کيان په رسميت وپېژني، د هغوی د امنيت ضمانت وکړي، د هغوی سرحدونه وساتي او ورسره اړيکې په بشپړ ډول عادي کړي، په دې شرط چې هغوی له هغو ځمکو ووځي چې په ۶۷ کال کې يې نيولې وې. مګر د اسراييلو عامه ذهنيت او ډېرو نفوذ لرونکو سياستوالو دا رد کړه چې د ۴۸ کال د فلسطين پر ملکيت د اعتراف او بشپړ عادي کېدو په بدل کې له ۶۷ کال نيول شويو ځمکو څخه ووځي؛ بلکې هغوی غوښتل چې د ۴۸ کال ځمکې هم ولري او په ۶۷ کال کې نيول شويو ځمکو او د جولان په لوړو کې هم ځایونه ولري. خو د فلسطين او سوريې په لوري کې، عرفات او حافظ اسد په دې قانع وو چې د هغوی د فشار او ځپلو وروستۍ توان يوازې دا دی چې فلسطينيان او سوريه وال د ۴۸ کال د فلسطين له لاسه ورکولو ته چمتو کړي، نه تر دې زيات.
له همدې امله، مذاکرات ودرېدل او کومې پايلې ته ونه رسېدل.
دویم: د کلنټن له دورې وروسته او د بوش په راتګ سره، د سپټمبر ۱۱مه پېښه شوه او د بوش لومړيتوب پر افغانستان او عراق وحشيانه او جنايتکاره تېری و. ځکه نو هغه د منځني ختيځ د بحران په مديريت کې کوم جدي کار ونه کړ؛ او هر څه چې د استازو د راتګ او تګ په ډول ترسره کېدل، يوازې عامه اړيکې وې ترڅو په افغانستان او عراق کې د بوش جنايتکاره کړنې اسانه کړي. ان د لويې منځني ختيځ پروژې اعلان هم د همدې لپاره و، نه د دې لپاره چې د بوش په لومړۍ دوره کې يې جدي پلي کول پيل شي.
دريم: په دويمه دوره کې د بوش له بريا وروسته لاندې پېښې وشوې:
۱- د محمود عباس په مشرۍ د فلسطين نوې رهبري راغله چې هغه د انتفاضې له مسلحانه کولو سره د مخالفت په پار پېژندل کېږي. هغه نن د ۲۰۰۴/۱۲/۱۵ په يوې اعلاميه کې د فلسطين له خلکو وغوښتل چې وسله واله انتفاضه پاى ته ورسوي او بوش پر دې کار د هغه ستاينه وکړه. د فلسطين د وزيرانو په مشرۍ کې د هغه تجربه امريکا، يهود او اروپا ته د منلو وړ ده؛ هغه د دغې مشهورې جملې خاوند دی چې ويلي يې وو: "هغه به د يهودي خلکو دردونو ته د پای ټکی کېږدي!". نو د ۴۸ کال له فلسطين څخه زيات تېرېدو ته د هغه په چمتووالي کې هيڅ شک نشته.
څلورم: د تيري لارسن څرګندونې (په ۱۱مه مياشت کې) په دمشق کې له اسد او د سوريې د بهرنيو چارو له وزير فاروق الشرع سره له خبرو وروسته په يوه خبري کنفرانس کې، چې ويلي يې وو: سوري ولسمشر ورته ويلي چې "لاس يې اسراييلو ته غځېدلی او چمتو دی چې پرته له مخکينيو شرايطو د خبرو اترو ميز ته کښېني".
همدارنګه په شرم الشيخ کې د مبارک او اسد له نږدې دوه ساعته ناستې وروسته د مصر د ولسمشرۍ د وياند ماجد عبدالفتاح څرګندونې، چې ويلي يې وو: سوريې چمتووالی ښودلی چې له اسراييلو سره مستقيم مذاکرات بې له مخکينيو شرايطو پيل کړي او سوريه نور د رابين پر امانت ټينګار نه کوي.
دا ټول د مذاکراتو په اړه د سوريې د اوسنۍ رهبرۍ نوی تمايل ښيي، په داسې حال کې چې سوريې پخوا ټينګار کاوه چې له يهودو سره هر ډول خبرې بايد له هغې نقطې پيل شي (چې پخوا ورته رسېدلې وې)، نه له صفر څخه؛ خو شارون دا ردوله.
د سوري ولسمشر له خوا له صفر څخه د خبرو اترو منل په حقيقت کې د جولان د ځينو برخو پرېښودلو ته د چمتووالي په مانا دي. د سوريې د اطلاعاتو د وزير کلمو سره لوبې کول دا حقيقت نه شي بدلولی چې ويلي يې وو: "بې له مخکينيو شرايطو زموږ د خبرو منل د صفر څخه د پيل مانا نه لري، ځکه موږ هغې نقطې ته د رسېدو خبرې شرط نه بولو، بلکې دا د چارو طبيعي بهير دی!".
سوريې د دې کار لپاره لا پخوا زمينه برابره کړې وه؛ کله چې يې د هغو ګوندونو په نوم چې ورسره ملګري دي او د "ملي پرمختللې جبهې" تر سيوري لاندې دي، يو پرېکړه ليک خپور کړ چې په هغه کې يې د جبهې د ميثاق هغه فقره لغوه کړه چې ويلي يې وو: "له صهيونېستي دولت سره هيڅ سوله او مذاکرات نشته".
د صهيونېستي کيان ولسمشر د سوريې د ولسمشر د غځېدلي لاس هرکلی وکړ او ويې ويل چې دا مناسبه نه ده چې ځواب ورنه کړو. همدارنګه د اسراييلو د استخباراتي پلاوي مشر (اهارون زئيفي) د ۱۲/۱ په نېټه وويل چې بايد له دمشق څخه صادر شويو "پيغامونو او اشارو" ته بې پامي ونه شي. همدارنګه شارون وويل چې زه له سوريې سره مذاکراتو ته چمتو يم مګر په شرايطو! يانې سوريې له شرايطو تېره شوه او د يهودو دولت اوس شرايط وړاندې کوي. سره له دې، دا د شارون له خوا رد نه دی، بلکې له سوريې څخه د ډېر څه ترلاسه کولو هڅه ده، لکه څنګه چې يهود له عربو سره په مذاکراتو کې عادت لري.
پنځم: امريکايي ولسمشر بوش د ۱۲/۴ په نېټه وويل چې د يوه فلسطيني دولت جوړول چې له اسراييلو سره په سوله او امن کې ژوند وکړي، د ده د دويمې دورې د لومړيتوبونو څخه وي. هغه دا خبره له مشرف سره له خبرو وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وکړه.
همدارنګه د امريکا د نوې ادارې د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه د ټاکل شوې کنډولیزا رایس څخه نقل شوي چې ويلي يې دي: "امريکايي اداره په منځني ختيځ کې د خپلې مداخلې د کچې لوړولو په حال کې ده او د سولې پر پروسې او فلسطيني ټاکنو چې د راتلونکې مياشتې په نهمه نېټه پلان شوي، تمرکز کوي".
همدارنګه نيويارک ټايمز د ۲۰۰۴/۱۲/۲ په نېټه د د مشر بوش د دورې د بهرنيو چارو له وزير جيمز بېکر څخه نقل کړي چې اوسني ولسمشر کشر بوش ته يې بلنه ورکړې ترڅو د منځني ختيځ د سولې په پروسه کې ډېر ښکېل شي.
دا نښې ښيي چې امريکا په جدي ډول غواړي فلسطيني، سوري او اسراييل لوري د جوړجاړي په مذاکراتو کې راټول کړي او د فلسطين او سوريې په دواړو لارو کې خبرې اترې هم مهاله يا نږدې وي، د هغه پلان له مخې چې امريکا يې د مذاکره کوونکو خواوو لپاره جوړوي.
موږ دلته د اروپايي اتحاديې او په ځانګړي ډول د بريټانيې او فرانسې دريځ ياد نه کړ، ځکه چې اروپايي لوری په مذاکراتو کې خنډ نه و. پر دې سربېره هغوی د امريکا له هوکړې پرته د مذاکراتو د پروسې د حرکت ورکولو وړتيا نه لري، بلکې ليدل کېږي چې هغوی هغه پروژې اخلي چې امريکا يې وړاندې کوي، لکه د "لارې نقشه" او د بېلېدو پلان، او بيا هڅه کوي چې په هغو کې د خپلو ګټو لپاره کار وکړي.
خو د حل تمه کېدونکې لاره روښانه ده:
الف - د لوېديځې غاړې او غزي په اړه:
- دا د "لارې نقشه" ده چې که پلي شي، نو تش په نامه "دولت" ته د لوېديځې غاړې او غزي ۴۲٪ برخه ورکوي، چې بشپړ حاکميت به نه لري او نيمه بې وسلې به وي.
- دا برخه اوس يوازې د غزي تړانګې او د لوېديځې غاړې يوې وړې برخې ته راټيټه شوې چې له ۲۵٪ څخه نه زياتېږي.
- په پاى کې بوش د ضمانتونو په هغه ليک کې چې تېر اپرېل يې شارون ته لېږلی و، دا ټکي مشخص کړي دي: ۱- د فلسطيني کډوالو د بېرته ستنېدو د حق ختمول ترڅو د يهودي دولت يهودي ماهيت وساتل شي. ۲- په لوېديځه غاړه کې د اصلي يهودي مېشت ځایونو (ښارګوټو) ساتل د يهودي دولت په لاس کې. ۳- د ۶۷ کال پولو ته نه بېرته ستنېدل، په شمول د قدس، بلکې د اوسني واقعيت په نظر کې نيول.
امريکا ادعا وکړه چې دا اصول د "لارې نقشې" او د ۲۴۲ په څېر نړيوالو پرېکړه ليکونو سره تضاد نه لري، ځکه په انګليسي متن کې يې د "ټولو نيول شويو ځمکو" پر ځای يوازې د "ځمکو" بېرته ورکول راغلي دي.
ب - د جولان په اړه:
- د سوريې د ولسمشر څرګندونې چې بې له مخکينيو شرايطو مذاکرات کوي، مانا يې دا ده چې د تېرو مذاکراتو نقطې ته نه بېرته ګرځي، او دا ښيي چې سوريه چمتو ده ومني چې د جولان يوه برخه د اسراييلو تر حاکميت لاندې پاتې شي.
دا د امريکا پلانونه دي او دا په سوريه او اداره کې د واک خاوندان دي. د هغوی له خوا د ۶۷ کال د نيول شويو ځمکو له برخو تېرېدل د حيرانتيا خبره نه ده؛ ځکه چې هغوی له ۴۸ کال فلسطين څخه تېر شوي او د يهودو کيان يې په ۴۸ کال فلسطين کې په رسميت پېژندلی، نو دا د هغوی لپاره ګرانه نه ده چې له ۶۷ کال ځمکو هم تېر شي. څوک چې يو ځل تېر شي، بيا بيا تېرېږي او څوک چې له يو متر څخه تېر شي، له کيلومترو هم تېرېږي.
څوک چې سپکاوی ومني، نو پر هغه سپکاوی اسانه شي؛ ځکه چې مړي ته زخم درد نه ورکوي.
دا حاکمان دي، مګر هغوی د مسلمانانو استازولي نه کوي، د هغوی په نوم خبرې نه شي کولی او د اسلام او مسلمانانو له ځمکې څخه د تېرېدو حق نه لري. مسلمانان به د ټول فلسطين او ټول جولان پرته بل هيڅ بدل ونه مني، او د مسلمانانو د ځمکې پر يو لوېشت هم د يهودو کيان په رسميت نه پېژني. فلسطين به ټول د اسلام قلمرو ته بېرته راګرځي او د يهودو کيان به د الله په اذن له منځه ځي. دا کار به رښتيني مؤمنان کوي. له يهودو سره جګړه او پر هغوی بريا د الله په اذن راتلونکې ده. هغوی چې د يهودو کيان په رسميت پېژني او ورته تسليمېږي، په دنيا کې به له ذلت او د الله په اذن د راتلونکي خلافت له سختې سزا پرته بل څه نصيب نه کړي، پر دې سربېره په اخرت کې هم سخت عذاب لري.
وَلَعَذَابُ اللَّهِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ
"او که دوی پوهېدای، نو د الله عذاب یقیناً خورا لوی دی."
۲- ټاکل شوې ده چې د ۲۰۰۴/۱۲/۲۶ نېټه د اوکراين د ټاکنو دويم پړاو بيا ترسره شي، او تمه ده چې د اپوزيشن مشر په کې بريالی شي. ایا ويلای شو چې په اوکراين کې د ولسي اپوزيشن حرکت پر هغو ګامونو روان دی چې په جورجيا کې ولسي اپوزيشن پرې تللی و، او دا به په اوکراين کې د امريکا نفوذ او له روسيې څخه د هغې د دايمي جلا کېدو لامل شي؟
ځواب: څوک چې د اوکراين مسئله تعقيبوي، ومومي به چې دا د جورجيا له مسئلې سره توپير لري. په جورجيا کې د امريکا نفوذ له پخوا داخل شوی و او هغه د شوروي اتحاد له جمهوريتونو څخه يو له هغو وه چې ډېر ژر د روسيې له نفوذ څخه ووتله. شيفارډ ناډزې امريکايان هېواد ته داخل کړل او ورسره يې پوځي او اقتصادي تړونونه وکړل. بيا کله چې هغه هڅه وکړه چې د روسيې او امريکا ترمنځ منځګړی دريځ غوره کړي، امريکا خپل کسان او په سر کې خپل مزدور ساکشفيلې تحريک کړ او هغه يې د "ورېښمين" انقلاب له لارې واک ته ورساوه او شيفارډ ناډزې يې استعفا ته اړ کړ.
خو اوکراين له روسيې سره ژورې اړيکې لري او د هغې يو مهم متحد دی، پر دې سربېره ډېر اوکراينيان ځانونه روسان ګڼي، په روسي ژبه خبرې کوي او روسي ريښې لري، په ځانګړې توګه د اوکراين په ختيځ کې. نو د امريکا لپاره دا اسانه نه ده چې پر اوکراين داسې برلاسی ومومي لکه په جورجيا کې يې چې وموند.
سره له دې چې امريکا ډېرې هڅې وکړې چې په اوکراين کې خپلې موسسې په مستقيم او غير مستقيم ډول داخلې کړي؛ په پلازمېنه کيف کې د "بيت الحرية" (Freedom House) د مرکز يوه څانګه شته چې په امريکا کې يې جيمز وولسي اداره کوي، چې پخوا د سي آی اې مشر و. دغه مرکز د صربي زده کوونکو د مشر له لارې د صربستان د ولسمشر ميلوسويچ په راپرځولو کې لوی رول درلود. دغه صربي مشر هڅه وکړه چې د اوکراين د ټاکنو پر مهال دغه هېواد ته ننوځي خو ويزه يې ترلاسه نه کړه. "بيت الحرية" په جورجيا کې هم په ولسي تحريک کې مرسته کړې وه.
خو د امريکا د ټولو هڅو سره سره، پر اوکراين د هغوی برلاسی او له روسيې څخه د هغې ليرې کول اسانه نه دي، ځکه چې روسيه په اوکراين کې ژورې ريښې لري او اوکراين د روسيې لپاره ډېر اهميت لري؛ دا يو نسبتاً لوی هېواد دی (۴۸ ميليونه نفوس) او له ډيموګرافيکي او جغرافيوي پلوه د روسيې دوام ګڼل کېږي. دا د جورجيا په څېر کوچنی هېواد (۵.۵ ميليونه) نه دی چې له روسيې څخه د قفقاز د اسلامي سيمو په واسطه جلا دی.
له همدې امله: په جورجيا کې د امريکا پخوانی نفوذ، له روسيې څخه د هغې ژر جلا کېدل او د روسيې لپاره يې کم اهميت، دا مسئله له اوکراين سره توپيروي. اوکراين له ختيځ څخه له روسيې سره نښتی دی، لوی نفوس لري او له ولسي تحريک وړاندې په کې د امريکا نفوذ نه و. دا چې امريکا په جورجيا کې جګړه وګټله او پوټين ته يې کلکه ضربه ورکړه، مانا يې دا نه ده چې په اوکراين کې به هم داسې بريا ترلاسه کړي.
په اوکراين کې د يوشنکو په مشرۍ د ولسي حرکت پر وړاندې د روسيې نفوذ او رول څرګند و؛ روسيې د اپوزيشن ډېرې هڅې له خنډ سره مخ کړې او وتوانېده چې د اوکراين له پارلمان څخه د اساسي قانون تعديل ترلاسه کړي ترڅو د ولسمشر واکونه محدود کړي (ځکه تمه ده چې يوشنکو به ولسمشر شي).
د ۲۰۰۴/۱۲/۸ نېټه پارلمان د اساسي قانون د تعديل په ګټه رايه ورکړه ترڅو د ولسمشر واکونه کم کړي؛ لکه د لوړو پوستونو د ټاکلو واک له ولسمشر څخه پارلمان ته ورکول. دا هر څه د روسيې او د هغې د پلويانو له خوا ترسره شول او يوشنکو مجبوره شو چې له دې سره موافقه وکړي.
همدارنګه روسيې د سترې محکمې په کار کې خنډونه جوړ کړل او کله چې محکمه د ۱۲/۴ په نېټه جوړه شوه، روسيې پرې اغېز وکړ ترڅو د ټاکنو دويم پړاو تر ټولو ناوخته نېټې (۱۲/۲۶) ته وځنډوي، ترڅو د اساسي قانون تعديل بشپړ شي او د اپوزيشن جوش او خروش کم شي.
له دې هر څه څرګندېږي چې په اوکراين کې داسې امريکايي حل لاره اسانه نه ده چې روسيه ورسره موافقه ونه لري. که امريکا خپل يو سړی واک ته هم ورسوي، روسيه به يې ژر راپرځوي. روسيه نه يوازې په سياسي وسایلو، بلکې په ګواښونو سره هم د امريکا د حل لارو مخه نيسي.
خلاصه دا چې پر اوکراين د امريکا برلاسی د جورجيا په څېر ساده نه دی. بې شکه امريکا پر دې پوهېږي، نو پوښتنه دا ده چې د امريکا هدف څه دی؟ ځواب دا دی چې امريکا غواړي د روسيې او اروپا په څنګ کې د کړکېچ يو مرکز جوړ کړي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د ختيځې اروپا هېوادونه له اروپايي اتحاديې سره يو ځای شول. امريکا غواړي هلته يو نوی "يوګوسلاويا" جوړه کړي ترڅو په يو تېر دوه نښې وولي: اروپا په دې ووېروي او په خپل ځان يې بوخته کړي، او روسيې ته هم ستونزه جوړه کړي ځکه روسيه به اوکراين له لاسه ورنه کړي. په دې توګه به امريکا پر اروپا او روسيې باندې د فشار يوه قوي پاڼه ولري ترڅو هغوی په نورو سيمو کې (لکه منځنۍ اسيا او منځنی ختيځ) د امريکا د پروژو مخه ونه نيسي.
دا څرګنده ده چې د اوکراين د پېښو محرک امريکا ده، او د اپوزيشن مشر يوشنکو په اوکراين کې د امريکا سړی دی. هغه د مادلين اولبرايټ په مشرۍ د ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ له خوا روزل شوی.
خو اروپايي رول دا و چې له پيله يې هڅه کوله د حکومت او اپوزيشن ترمنځ درز ډک کړي، ترڅو د اوکراين د وېشل کېدو مخه ونيسي، ځکه دا د اروپا په زيان ده. اروپا وېرېږي چې که په اوکراين کې کورنۍ جګړه پيل شي، نو دا به د امريکا لپاره طلايي چانس وي چې په منځنۍ اسيا، قفقاز او ختيځه اروپا کې خپلې پروژې مخته يوسي.
له همدې امله، ويلای شو چې امريکا نه غوښتل اوکراين په بشپړ ډول له روسيې څخه جلا کړي (لکه جورجيا)، بلکې غوښتل يې د کړکېچ مرکز جوړ کړي ترڅو روسيه او اروپا په کې بوختې وساتي. خو اروپا او روسيه وتوانېدل چې د اساسي قانون په تعديل او د ولسمشر د واکونو په کمولو سره دا کړکېچ تر يوې کچې مهار کړي. مګر اوکراين له نن څخه د کړکېچ په لاره روان شو او امريکا به بيا بيا حالات ترينګلي کوي ترڅو پر خپلو سيالانو فشار راوړي.
۳- د ۲۰۰۴/۱۲/۳۱ نېټه هغه ورځ ده چې په کې دواړو لورو (د سوډان حکومت او د ګرنګ په مشرۍ په جنوب کې ياغيانو) ژمنه کړې چې د جنوب د کورنۍ جګړې د پاى ته رسولو تړون به بشپړوي. دا ژمنه د امنيت شورا په وړاندې شوې چې د ۱۱/۱۹ نېټه په نايروبي کې جوړه شوې وه. ایا دا د سوډان د اهميت له امله وه چې امنيت شورا افريقا ته لاړه، که نور اهداف وو؟
ځواب: سوډان بې شکه مهم دی او د تېرې پېړۍ په اوږدو کې د لوېديځ پام ورته و. لومړی د بريټانيې نفوذ و او بيا د نوميري او بشير په دورو کې د امريکا نفوذ په کې مېشت شو. اروپا (فرانسه او بريټانيه) لا هم هڅه کوي هلته نفوذ وکړي، لکه په دارفور کې چې يې له قضيې ګټه پورته کړه.
خو که مسئله يوازې د سوډان وای، نو د امنيت شورا انتقال ته اړتيا نه وه. حقيقت دا دی چې امريکا د بوش په دويمه دوره کې په جدي ډول افريقا ته پام اړولی دی. د دې دليل دا دی چې د نايروبي ناسته د امريکا د استازي جان ډانفورټ په اصرار وشوه، او په دې ناسته کې يوازې سوډان نه، بلکې د "سترو جهيلونو" د سيمې د ۱۵ هېوادونو په اړه هم بحث وشو.
امريکا غواړي په دې سيمه کې خپل نفوذ پياوړی کړي، خپل مزدوران (يوګانډا، روانډا او برونډي) وساتي او له هغه ځايه نورو هېوادونو ته نفوذ وکړي. همدارنګه په "ساحل عاج" کې هم د امريکا رول څرګند شو ترڅو د فرانسې نفوذ ختم کړي. که څه هم د ساحل عاج د ولسمشر د يوې تېروتنې له امله (د فرانسوي پوځ بمبارول) امريکا ونه شوای کولی په ښکاره د هغه ملاتړ وکړي، خو په راتلونکي کې به امريکا بيا دا هڅه وکړي.
خلاصه دا چې په نايروبي کې د امنيت شورا ناسته په افريقا کې د امريکا د جدي نفوذ او د هغې د لاندې کولو نښه وه.
۴- په عراق کې د ټاکنو پر ترسره کولو د امريکا او عراقي حکومت دا عجيب ټينګار د څه لپاره دی، سره له دې چې امنيت نشته او د "علماء المسلمين" هيئت په څېر اغېزمنو ډلو يې پرېکون کړی دی؟ ایا داسې ټاکنې به هغه پايله ورکړي چې امريکا يې ادعا کوي؟
ځواب: امريکا په عراق کې يوه ډېره خطرناکه او مکارانه لوبه کوي. هغوی پوه شول چې د دوی وحشيانه ځواک نه شي کولی د عراقيانو مقاومت ختم کړي، ځکه عراقيان هغوی ته د کافر او اشغالګر په سترګه ګوري.
داسې ښکاري چې امريکا پرېکړه کړې چې عراقيان په خپلو کې سره په جګړه واچوي ترڅو امريکايي پوځيان هوسا شي او خلک امريکا ته د ژغورونکې په سترګه وګوري. ځکه نو امريکا پر ټاکنو ټينګار کوي ترڅو داسې حکومت رامنځته کړي چې "مشروع" ښکاره شي، په داسې حال کې چې په دې حکومت کې به شعيه ګان غالب وي او سنيان به ترې بهر وي. په دې توګه به د امنيت ساتلو مسؤليت د شعيه ګانو په غاړه وي چې له سنيانو سره مقابله وکړي، او جګړه به د "اشغالګر او مقاومت" پر ځای د "عراقي او عراقي" ترمنځ شي.
لاندې نښې دا ثابتوي: ۱- په سني سيمو کې امنيت نشته او ان که هغوی پرېکون هم نه وای کړی، ټاکنې په کې ناممکنې وې. ۲- په سني سيمو کې غالب نظر پرېکون دی ځکه هغوی د اشغال په سيوري کې ټاکنې بې مانا بولي. ۳- په شعيه سيمو کې د ټاکنو لپاره ډېر جوش شتون لري او مرجعيت يې ملاتړ کوي.
دا ټول عوامل به د عراق د مسلمانانو (سني او شعيه) ترمنځ يو خطرناک درز او انقسام رامنځته کړي. امريکايي چارواکو پخپله هم د کورنۍ جګړې وړاندوينه کړې ده. نو د امريکا هدف دا دی چې مقاومت يوازې په سنيانو پورې محدود کړي او هغوی د "مشروع حکومت" په وړاندې ياغيان معرفي کړي، ترڅو د اشغالګرو له اوږو بار سپک شي.
دا ټاکنې پر دې سربېره چې د شرع خلاف دي (ځکه د اشغال تر سيوري لاندې دي)، د کورنۍ جګړې لوی خطر هم له ځان سره لري.
د ۱۴۲۵ هجري قمري کال د ذي القعدې ۳مه د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر ۱۵مه