Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنو ځواب: د پور ښه ادا کول

April 21, 2018
5031

د حزب التحرير د امير، جليل القدر عالم عطاء بن خليل ابو الرشته، د خپلې فېسبوک پاڼې "فقهي" مينه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

د پوښتنو ځواب د پور ښه ادا کول (حسن قضاء القرض)

ته: Asma Jube - Om Ahmad - الواثقه بوعد الله

پوښتنې له:

۱- (Asma Jube):

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

که يو څوک يو ټن اوسپنه په پور واخلي لکه په مثال کې چې ياد شوي، او هغه بېرته يو ټن او څه زياتوالی په خپله خوښه او د پور ورکوونکي له غوښتنې يا فشار پرته ورکړي... ایا دا په ښه توګه د پور ادا کول (حسن القضاء) نه ګڼل کېږي؟... هیله ده چې لارښوونه وکړئ.

۲- (Om Ahmad):

لکه څنګه چې ياد شوي، دا حلاله نه ده چې يو څه په پور ورکړل شي ترڅو بېرته تاته له هغه کم یا زیات راوګرځي، بلکې باید د هغه په څېر په نوعيت او مقدار کې بېرته ورکړل شي، جزاك الله خيرا. مګر زما لپاره د "ښه ادا کولو" (حسن القضاء) په کلمه کې ابهام پيدا شو، او ولې دا سود نه شمېرل کېږي؟ په داسې حال کې چې په ځواب کې ویل شوي چې په نوعیت او مقدار کې هر ډول زیاتوالی سود دی. هیله ده موږ ته وضاحت راکړئ چې ولې موږ د رسول الله ﷺ حديث چې یو ځوان اوښ یې په پور اخيستی و او بېرته یې یو غوره شپږ کلن اوښ ورکړ، "ښه ادا کول" وباله، خو که څوک یو ټن اوسپنه واخلي او یو نیم ټن یې بېرته ورکړي، هغه مو "سود" وباله؟ ایا دا نه دي ویل شوي چې په نوعیت او مقدار کې زیاتوالی جایز نه دی؟

۳- (الواثقه بوعد الله):

زموږ فاضل شيخ ته السلام علیکم او جزاك الله خيرا... په ځواب کې راغلي دي چې... پور باید خپل خاوند ته پرته له کومې "ګټې" (منفعت) زياتوالي بېرته ورکړل شي، که نه نو دا به سود وي... ایا ستاسو مطلب له زياتوالي څخه هغه زياتوالی دی چې د پور ورکولو پر مهال د پور ورکوونکي له خوا شرط شوی وي؟ او که پرته له شرط کولو هم زیاتوالی روا نه دی؟

د دغو درې واړو پوښتنو ځواب، څرنګه چې د یوې موضوع په اړه دي:

(وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

د رسول الله ﷺ په حديث کې چې د "ښه ادا کولو" په اړه کوم څه راغلي، مطلب ترې په شمېر، وزن یا پیمانه کې زیاتوالی نه دی، بلکې مطلب ترې همغه یو شان شمېر، وزن او پیمانه ده، مګر دا جایز ده چې تر هغه په ښه کیفیت (جنس) کې ورکړل شي. نو که یو چا له بل سړي څخه مثلاً ۱۰ کیلوګرامه غنم په پور واخیستل، نو دا جایز ده چې بېرته ورته تر هغه ښه غنم ورکړي خو په همغه ۱۰ کیلوګرامه وزن کې. او که یې مثلاً لس صاع وريجې په پور واخیستې، نو جایز ده چې ورته په کیفیت کې ښې وریجې ورکړي خو په همغه لس صاع پیمانه کې. او که یې یو پس (ګډ) په پور واخیست، نو جایز ده چې ورته یو ښه پس بېرته ورکړي خو نه دوه پسونه... همدا "ښه ادا کول" دي، مګر په وزن، پیمانه یا شمېر کې زیاتوالی نه دی.

له همدې امله، زموږ په تېر ځواب کې د رسول الله ﷺ راغلی حدیث داسې فهمول کېږي:

له ابو رافع رضي الله عنه څخه روايت دی چې ويې ويل:

اسْتَسْلَفَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ بَكْرًا فَجَاءَتْهُ إِبِلٌ مِنْ الصَّدَقَةِ فَأَمَرَنِي أَنْ أَقْضِيَ الرَّجُلَ بَكْرَهُ فَقُلْتُ لَمْ أَجِدْ فِي الْإِبِلِ إِلَّا جَمَلًا خِيَارًا رَبَاعِيًا فَقَالَ النَّبِيُّ ﷺ أَعْطِهِ إِيَّاهُ فَإِنَّ خِيَارَ النَّاسِ أَحْسَنُهُمْ قَضَاءً

"رسول الله ﷺ یو ځوان اوښ په پور واخیست، بیا ورته د صدقې اوښان راغلل، نو ماته یې امر وکړ چې د هغه سړي پور ادا کړم. ما وویل: په اوښانو کې مې یوازې یو غوره شپږ کلن اوښ وموند، نو نبي ﷺ وفرمايل: هغه ورته ورکړه، ځکه چې په خلکو کې غوره هغه څوک دی چې پور په ښه توګه ادا کوي." (ابو داود او نورو روايت کړی دی)

يعنې هغه ته یې د هغه اوښ په پرتله چې په پور یې اخیستی و، یو غوره او ښه اوښ بېرته ورکړ، مګر په همغه یو شمېر، یعنې یو اوښ یې ورته ادا کړ.

او دا هغه څه دي چې د یو ټن اوسپنې اخیستلو او د یو نیم ټن بېرته ورکولو په ځواب کې راغلي وو، چې دا جایز نه دي، بلکې باید په همغه وزن وي.

خلاصه دا چې "ښه ادا کول" په وزن، پیمانه یا شمېر کې د زیاتوالي په مانا نه دي، بلکې په همغه وزن، پیمانه او شمېر کې دي، مګر دا جایز ده چې د غوره ډول (جنس) څخه وي که چېرې پور اخیستونکی وغواړي چې پور په غوره ډول ادا کړي، پرته له دې چې د پور ورکوونکي له خوا دا شرط وي؛ ځکه چې رسول الله ﷺ پرته د پور ورکوونکي له شرطه په غوره او ښه کیفیت پور ادا کړی و.

د "اقتصادي نظام" په کتاب کې د سود (ربا) په باب کې راغلي دي:

(او پور په دغو شپږو ډولونو او نورو کې جایز دی، او په هر هغه څه کې چې ملکیت یې ترلاسه کېږي او له ملکیت څخه ایستل یې حلال وي. او سود په کې نه ننوځي مګر دا چې کومه ګټه راجلب کړي، ځکه چې حارث بن ابي اسامه له علي رضي الله عنه څخه په دې لفظ روايت کړی:

أن النبي ﷺ نهى عن قرض جر منفعة

"نبي ﷺ له هغه پور څخه منع فرمايلې ده چې کومه ګټه راجلب کړي."

او په بل روايت کې:

كل قرض جر منفعة فهو رباً

"هر هغه پور چې ګټه راجلب کړي، نو هغه سود دی."

له دې څخه هغه څه مستثنی دي چې د ښه ادا کولو له قبیلې څخه وي پرته له زیاتوالي، لکه څنګه چې ابو داود له ابو رافع څخه روایت کړی چې ویې ویل: رسول الله ﷺ یو ځوان اوښ په پور واخیست، بیا ورته د صدقې اوښان راغلل، نو ماته یې امر وکړ چې د هغه سړي پور ادا کړم. ما وویل: په اوښانو کې مې یوازې یو غوره شپږ کلن اوښ وموند، نو ویې وفرمايل: هغه ورته ورکړه، ځکه چې په خلکو کې غوره هغه څوک دی چې پور په ښه توګه ادا کوي.)

او دا نه شي ویل کېدای چې هبه او ډالۍ جایز ده، نو که پور په ډېر وزن، شمېر یا پیمانه په خوښه او پرته له شرطه ادا شي نو جایز دی؛ دا ځکه نه شي ویل کېدای چې دا هغه وخت جایز و چې کله د پور له موضوع سره تړلی نه وای، مګر دلته زیاتوالی د پور په خاطر رامنځته شوی، نو دا هغه ګټه ده چې د حارث بن ابي اسامه په روایت کې شاملېږي: «نبي ﷺ له هغه پور څخه منع فرمايلې ده چې ګټه راجلب کړي» او په بل روايت کې: «هر هغه پور چې ګټه راجلب کړي، هغه سود دی».

همدارنګه دا نه شي ویل کېدای چې په نوعیت کې ښه والی هم یوه ګټه ده؛ ځکه چې رسول الله ﷺ دا اجازه ورکړې او دا یې د "ښه ادا کولو" څخه شمېرلی دی، لکه څنګه چې د ابو رافع په پورته ذکر شوي حدیث کې راغلي دي.

هيله لرم چې په دې کې به ان شاء الله کفايت وي.

ستاسو ورور عطاء بن خليل ابو الرشته

۰۵ شعبان ۱۴۳۹هـ موافق د ۲۰۱۸/۰۴/۲۱م

د امير (حفظه الله) له فيسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فيسبوک

د امير (حفظه الله) له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس

د امير (حفظه الله) له ټويټر پاڼې څخه د ځواب لېنک: ټويټر

د امير (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک: ویب

Share Article

Share this article with your network