Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د رسول الله ﷺ هغه احاديث چې په يوه بيع کې د دوو بيعو او په يوه معامله کې د دوو معاملو څخه منع کوي

December 05, 2018
6583

د جلیل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته، د حزب التحرير د امير، د خپلو فېسبوک پاڼې د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ "فقهي"

د پوښتنې ځواب

د رسول الله ﷺ هغه احاديث چې په يوه بيع کې د دوو بيعو او په يوه معامله کې د دوو معاملو څخه منع کوي

ته: Jaber Thawabta

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله،

په بيع (پېر او پلور) کې يوه پوښتنه لرم:

موږ غواړو یوه ځمکه په اجاره (کرایه) ونیسو ترڅو ترې ډبرې راوباسو، دا کار د یوې ځانګړې اندازې پيسو په بدل کې کوو، خو په هغه صورت کې چې ډبرې د کارولو وړ نه وي، نو دا بيع په فیصدي بدلوو. ایا دا بيع صحي ده که باطله؟ ځکه چې دا په یوه عقد کې بل عقد داخلول دي. هیله ده ژر ځواب راکړئ.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

زما وروره، په يوه عقد (تړون) کې د بل عقد داخلول پداسې حال کې چې هغه ورپورې شرط وي، جواز نلري. ته دلته وایې چې لومړی عقد "اجاره" ده او شرط پکې دا دی چې که ډبرې د کار وړ نه وې نو عقد به په فیصدي بيع بدلېږي... که څه هم ستا په پوښتنه کې دا خبره پوره روښانه نه ده چې د "فیصدي" څخه مو موخه څه ده، خو په غالب ګومان مانا یې دا ده چې دا په یو بل عقد بدلېږي، یعنې دا د اجارې لومړنی عقد نه پاتې کېږي بلکې بل عقد ته اوړي...

د همدې ترجیح پر بنسټ، د رسول الله ﷺ هغه احادیث چې په یوه بيع کې له دوو بيعو او په یوه معامله کې له دوو معاملو څخه منع کوي، دلته صدق کوي:

  • ترمذي په خپل سنن کې له ابي سلمه څخه او هغه له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: نَهَى رَسُولُ اللَّهِ ﷺ عَنْ بَيْعَتَيْنِ فِي بَيْعَةٍ

"رسول الله ﷺ په یوه پلور (بیع) کې له دوو پلورونو څخه منع فرمایلې ده." (ابو عیسی ترمذي ویلي چې د ابو هریره دا حدیث حسن صحیح دی).

  • امام احمد په خپل مسند کې له عبدالرحمن بن عبدالله بن مسعود رضي الله عنهما څخه او هغه له خپل پلار څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: نَهَى رَسُولُ اللَّهِ ﷺ عَنْ صَفْقَتَيْنِ فِي صَفْقَةٍ وَاحِدَةٍ

"رسول الله ﷺ په یوه معامله (سودا) کې له دوو معاملو څخه منع فرمایلې ده."

د اسلامي شخصیت (الشخصیة الاسلامیة) د کتاب په دویم ټوک / د قسطونو د بيع په باب کې داسې راغلي دي:

(...خلاصه دا چې که له دواړو لورو څخه یو لوری بل ته ووایي چې: ما خپله کور په زر (واحد) درته وپلورلو په دې شرط چې ته هم خپل کور په زر (واحد) راباندې وپلورې، او هغه بل ووایي چې ما ومنله؛ نو دا یو عقد دی چې دوه بيعې پکې راغلي دي، نو ځکه جواز نلري. ځکه نبي کریم ﷺ په یوه بيع کې له دوو بيعو او په یوه معامله کې له دوو معاملو څخه منع فرمایلې ده...)

له همدې امله دا عقد (تړون) نه صحیح کېږي. لکه څنګه چې مې وویل، دا ځواب د "فیصدي" کلمې د هغې ترجیحي مانا پر بنسټ دی چې دا یو نوی عقد ګڼل کېږي، نه د اجارې عقد؛ بلکې د ډبرو د پلور عقد په فیصدي دی. په بل عبارت، د اجارې عقد چې په ټاکلې اجره و، د تولید شویو ډبرو د پلور په عقد بدل شوی دی... خو که ستاسو موخه داسې نه وي، نو پوښتنه په واضح ډول تکرار کړئ. الله درسره مل شه.

ستاسو ورور عطاء بن خليل ابو الرشته

د ۲۶ ربیع الاول ۱۴۴۰هـ ق کال د ۲۰۱۸/۱۲/۰۴م کال سره سم

د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک

د امیر (حفظه الله) له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس

د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک: ویب پاڼه

Share Article

Share this article with your network