د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د خپلو فیسبوک پاڼې مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ (فقهي)
د پوښتنې ځواب
د روژې د قضا په اړه فقهي نظرونه
Ig Purwantama ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
اې زموږ شیخه! غواړم په دې اړه د الله سبحانه وتعالی حکم وپېژنم ترڅو مې زړه ډاډه شي.
زه د ناپوهۍ (جاهلیت) په دوره کې وم او د رمضان میاشتې روژې مې په قصدي ډول پرته له کوم عذر څخه پرېښودې، بیا الحمدلله، الله تعالی راباندې رحم وکړ ترڅو هغه ته توبه وباسم.
هغه روژې چې رانه پاتې دي، څنګه یې قضا کړم؟ ایا پر ما د هر کال لپاره فدیه ده که یوازې قضا کول یې بسنه کوي؟
هیله ده دغو پوښتنو ته ځواب ووایئ اې زموږ شیخه!
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
وروره! ته وایې چې تا یوه موده په قصدي ډول او پرته له کوم عذر څخه روژه نه ده نیولې، بیا له هغو کلونو وروسته الله سبحانه وتعالی ته سمه لاره وښوده، اوس روژه نیسې او نه یې خورې...
او د تقوا د احساس له مخې غواړې د رمضان د هغو میاشتو روژې قضا کړې چې پخوا دې نه دي نیولې... زه د الله شکر ادا کوم چې ته یې د ښې طاعت لور ته هدایت کړې، تر دې چې یوازې د هدایت څخه وروسته په روژو نیولو بسنه نه کوې، بلکې د تېرو میاشتو د روژو د قضا کولو لېواله هم یې. الله تعالی دې تاته برکت درکړي، توبه دې قبوله کړي او خپل نعمتونه او رحمتونه دې پر تا ووروي.
ګران وروره، موږ په عباداتو کې تبني (د یوه نظر غوره کول) نه کوو، بلکې دا چاره مسلمان ته پرېږدو چې په روژه، لمونځ او نورو کې د هر مذهب پیروي وکړي... زه دلته تاته د روژې د قضا په اړه ځینې فقهي نظرونه ذکر کوم، او پر هر هغه نظر چې ستا زړه پرې ډاډه او مطمین وي، عمل کولی شې:
۱- په نهاية المطلب في دراية المذهب کې، چې د عبدالملک الجویني (په امام الحرمین مشهور، مړینه: ۴۷۸ هـ) اثر دی او د شافعي فقهې کتاب دی، راغلي:
(د چا چې د رمضان ځینې روژې پاتې وي او د هغو د قضا کولو وړتیا ولري، نو ورته جایز نه ده چې قضا یې د بل کال تر رمضان پورې وځنډوي. دا چې موږ یې ذکر کوو، یوازې مستحب نه بلکې د قدرت او عذرونو د ختمېدو په صورت کې واجب ده. که چا د قضا روژې پرته له عذره بل کال ته وځنډولې، نو د قضا ترڅنګ پرې د هرې ورځې په بدل کې یو مد طعام (فدیه) هم واجب ده. او که قضا یې دوه یا څو کاله وځنډوله، نو د فدیې د تکرار په اړه دوه نظره دي: لومړی دا چې نه تکرارېږي او یوازې د یو کال فدیه پرې لازمه ده... خو صحیح نظر دا دی چې فدیه د کلونو په تېرېدو سره تکرارېږي؛ یعنې د هر کال ځنډولو په بدل کې یو مد واجبېږي. که دوه کاله یې وځنډوله، نو د هرې ورځې له قضا سره دوه مده فدیه واجب ده او همداسې پسې زیاتېږي...) دا پدې معنی ده چې د رمضان د قضا روژې باید تر راتلونکي رمضان وړاندې ونیول شي، که تر هغه وځنډول شي، نو قضا او فدیه دواړه لازم دي... او د هغه بل نظر دا دی چې که دوه کاله وځنډېږي، نو له قضا سره دوه فدیې لازمې دي او همداسې نور.
۲- په كشاف القناع عن متن الإقناع کې، چې د منصور بن یونس البهوتي الحنبلي (مړینه: ۱۰۵۱ هـ) اثر دی، راغلي:
(که له چا څخه د ټول رمضان روژې پاتې شي، که میاشت پوره وه یا نیمګړې... د هغو ورځو په شمېر دې قضا راوړي... او د قضا ځنډول یې تر هغه وخته جایز دي چې د بل رمضان میاشت راښکاره شي... نو پرته له عذره یې بل رمضان ته ځنډول جایز نه دي... که یې بل رمضان یا څو نورو رمضانونو ته وځنډوله، نو پر هغه قضا او د هرې ورځې په بدل کې مسکین ته د کفارې په اندازه طعام ورکول لازم دي. خو فدیه د رمضانونو په تکرار سره نه تکرارېږي؛ ځکه د ځنډ په زیاتوالي سره واجب نه زیاتېږي، لکه څنګه چې د فرضي حج په څو کاله ځنډولو سره د هغه له ادا کولو پرته بل څه نه زیاتېږي.) دا پدې معنی ده چې که چا د رمضان روژه تر راتلونکي رمضان وړاندې قضا نه کړه، نو پر هغه قضا او فدیه لازمه ده.
۳- مګر د امام ابو حنیفه په مذهب کې، قضا چې هر څومره وځنډېږي، یوازې قضا پرې لازمه ده. که بل رمضان هم راشي... هغه دې پخوانۍ قضا راوړي او د ځنډولو له امله پرې فدیه نشته:
- په المبسوط کې، چې د السرخسي (مړینه: ۴۸۳ هـ) اثر دی (حنفي فقه)، راغلي:
(هغه وویل: که د یو سړي پر غاړه د رمضان د میاشتې قضا روژې وي او هغه یې تر بل رمضان پورې ونه نیسي... نو پر هغه د تېر رمضان قضا ده او زموږ په نزد پرې فدیه نشته، خو د امام شافعي رحمه الله په نزد له قضا سره د هرې ورځې لپاره د مسکین طعام ورکول هم لازم دي... زموږ دلیل د الله سبحانه وتعالی دا ښکاره قول دی:)
فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ "نو د نورو ورځو شمېر (پوره کول) دي." (البقره: ۱۸۴)
(او په دې کې د وخت کوم قید نشته، او د دوو رمضانونو ترمنځ د وخت ټاکل به پر متن زیاتی وي. پر دې سربېره دا یو موقته عبادت دی چې قضا یې وخت نه لري...)
- او په بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع کې، چې د علاء الدین الکاساني الحنفي (مړینه: ۵۸۷ هـ) اثر دی، راغلي:
(... زموږ د ملګرو (حنفي فقهاوو) مذهب دا دی چې د قضا وجوب وخت نه لري، ځکه چې د قضا امر مطلق دی او د ځینو وختونو لپاره ځانګړی شوی نه دی، نو پر خپل اطلاق پاتې کېږي. پر همدې بنسټ زموږ ملګرو ویلي: که چا د رمضان قضا تر بل رمضان پورې وځنډوله، نو پر هغه فدیه نشته...).
دا پدې معنی ده چې د امام ابو حنیفه په مذهب کې یوازې قضا واجب ده او فدیه نشته؛ یعنې یوازې د هغو میاشتو روژې به نیسي چې ترې پاتې دي.
لکه څنګه چې مې په پیل کې درته وویل، موږ په عباداتو کې تبني نه کوو، ما یوازې درته د حنفي، شافعي او حنبلي فقهاوو ځینې نظرونه ذکر کړل. هر هغه څه چې ستا زړه پرې ډاډه وي، هغسې وکړه... الله سبحانه وتعالی دې تاته د هغو کارونو توفیق درکړي چې هغه یې خوښوي او ترې راضي کېږي.
هیله ده چې همدا بسنه وکړي، او الله سبحانه وتعالی ښه پوهېدونکی او حکیم دی.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۰ هـ کال د رمضان ۸مه د ۲۰۱۹/۰۵/۱۳م کال سره سمون خوري