د جلیل القدر عالم شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د هغو پوښتنو ځوابونه چې د ده د فیسبوک پاڼې مینه والو (سیاسي) ترې کړي دي
د احمد سعید پوښتنې ته ځواب
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته... هغه څه چې موږ پوهېږو دا دي چې امریکا په خپله بودیجه کې نږدې ۲۰ ټریلیونه ډالره کسر لري، زما پوښتنه دوه برخې لري:
۱) ایا امریکا پوروړې ده؟ او د چا؟ ۲) که چېرې پوروړې وي، نو څه شی یې مخه نیسي چې ډالر چاپ کړي او خپل کسر پرې پوره کړي؟ په داسې حال کې چې ډالر دوی پخپله صادروي او پر نړۍ یې تپلی دی، سره له دې چې د سرو زرو او سپینو زرو ملاتړ (Backing) هم نه لري. جزاکم الله کل خیر.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
موږ ته پخوا هم کټ مټ ورته پوښتنه راغلې وه او په ۲۲ جمادي الاولي ۱۴۳۰هـ - ۲۰۰۹/۵/۱۶م نېټه مو ځواب کړې وه. زه هغه پوښتنه او ځواب درته بیا راخلم:
(پوښتنه: اقتصادي بحران لا هم ټوله نړۍ ځپي. امریکا پر یو شمېر هېوادونو، په ځانګړې توګه پر چین باندې خورا ډېر پورونه لري؛ ایا امریکا نشي کولی ډالر چاپ کړي او د چین پورونه پرې پوره کړي؟ یا دا چې د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) قوانین د دې کار مخه نیسي؟
ځواب: امریکا کولی شي د پیسو د نړیوال صندوق په خوښه، یا په پټه او "حتی په ښکاره" د هغوی له موافقې پرته هم بانکنوټونه چاپ کړي؛ ځکه چې امریکا په دغه صندوق کې حقیقي نفوذ لري او کولی شي جعلي دلایل وړاندې کړي او حقایق پټ کړي، او صندوق به هم په دې برخه کې د هغې ملاتړ وکړي! مګر په دې طریقه د بانکنوټونو چاپول د ډالر د ارزښت د ټیټېدو او په پایله کې د انفلاسیون (پړسوب) یعنې د بیو د لوړېدو لامل کېږي. له همدې امله امریکا دا کار نه کوي، مګر دا چې لویه ګټه یې پکې وي.
د بېلګې په توګه، داسې خبرونه خپاره شول چې امریکا د تیلو د هغو سوداګریزو سیالیو پر مهال چې بیه یې نږدې ۱۵۰ ډالرو ته ورسېده، له "۲ تر ۴ ټریلیونه" ډالر چاپ کړل (او امریکا پخپله له هغو سوداګریزو سیالیو لیرې نه وه). امریکا دا پیسې د دې لپاره چاپ کړې چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه ډېر تیل واخلي او خپلو زېرمو ته یې اضافه کړي؛ هغوی په دې کار کې خپله ګټه د بیو تر لوړېدو او د ډالر د ارزښت تر کمېدو زیاته لیده. خو کله چې نړیوال اقتصادي بحران په شدت سره پیل شو، دا لړۍ یې ودروله؛ ځکه چې د امریکا بازارونو نور د اضافي انفلاسیون توان نه درلود، دا په داسې حال کې و چې ډېر شرکتونه افلاس شوي وو، پورونه زیات شوي وو او تولید او مصرف کم شوی و...
امریکا اوس مهال نشي کولی چې د متصاعد (لوړېدونکي) اقتصادي مقابل لوري پرته بانکنوټونه چاپ کړي، او دا وضعیت ښايي تر نږدې راتلونکې پورې دوام وکړي.
خو هر وخت چې امریکا خپله ګټه له مقابل لوري پرته د پیسو په چاپولو کې ولیده، نو دا کار به کوي؛ ځکه چې دا یوازینی هېواد دی چې اسعار یې د نورو هېوادونو د زېرمو لویه برخه جوړوي او پر دې سربېره د پیسو په نړیوال صندوق کې حقیقي نفوذ هم لري.
له همدې امله، که امریکا اوس د خپلو پورونو د پرې کولو لپاره پیسې چاپ کړي، نو د دوو دلیلونو له امله به ګټورې نه وي:
لومړی: ځکه چې د هغو ارزښت کمېږي؛ هر څومره چې د عرضه شوو بانکنوټونو کچه زیاتېږي، ارزښت یې کمېږي. په پایله کې به د پور ورکوونکي او پوروړي ترمنځ اقتصادي ستونزه رامنځته شي. که پور ورکوونکی د چین په څېر یو لوی هېواد وي، نو دا به د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو بد اغېز وکړي او د امریکا اقتصادي بحران به نور هم پسې زیات کړي؛ په ځانګړې توګه امریکا او اروپا غواړي چې چین د بحران په حل کې مرسته وکړي، نه دا چې لاس ترې واخلي.
دویم: له اقتصادي مقابل لوري پرته د کاغذي پیسو زیاتوالی به په داخل د امریکا کې د اجناسو د بیو د لوړېدو لامل شي، او دا هغه څه دي چې د امریکا اقتصادي بازارونه یې زغم نشي کولی...
له دې ټولو امله، دا تمه نه کېږي چې امریکا به په نږدې راتلونکې کې له اقتصادي ودې پرته نوي بانکنوټونه چاپ کړي.
خو لکه څنګه چې مو وویل، دا احتمال پر خپل ځای دی؛ که امریکا هر وخت خپله سیاسي یا اقتصادي ګټه پکې ولیده، نو دا کار به کوي. د دې کار انګېزه په نړۍ کې د ډېرو هېوادونو په زېرمو کې د ډالر شتون او د پیسو په نړیوال صندوق کې د امریکا حقیقي نفوذ دی.
۲۲ جمادي الاولي ۱۴۳۰هـ - ۲۰۰۹/۵/۱۶م) پای.
ښايي په همدې کې کفایت وي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
۰۴ ربیع الاول ۱۴۴۰هـ ۲۰۱۸/۱۱/۱۲م
د امیر (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لینک پر ګوګل پلس: ګوګل پلس
د امیر (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لینک پر ویب پاڼه: ویب پاڼه