Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د اسلامي دولت له اقامې وړاندې او وروسته د صهري (ویلې کولو) بهیر

April 27, 2016
5240

د حزب التحریر امیر، جلیل القدر عالم شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فېسبوک پاڼې "فکري" لیدونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

د پوښتنی ځواب

Mustapha El Mawed ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

له واک ته رسېدو وروسته د صهري (ویلې کولو) بهیر د پلي کېدو څرنګوالي په اړه ستاسو تصور څه دی؟ ایا دا به د ډله‌ییزو ثقفتي حلقو یا لکچرونو له لارې وي، که د رسنیو یا تعلیمي نصاب له لارې؟ جزاکم الله خیراً.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

ستا د پوښتنې له ځواب وړاندې، زه تاته د التکتل الحزبي (حزبي جوړښت) له کتابګوټي څخه ځینې داسې برخې رانقلوم چې د صهري بهیر ماهیت روښانه کوي:

(... یو مبدئي حزب په دوو اړخونو کې په طبیعي ډول وده کوي؛ یو دا چې په خپلو حلقو کې د نورو داسې حجرو (خلایاوو) په پیدا کولو سره چې پر مبدأ باندې پوره شعور او درک ولري، زیاتوالی مومي. دویم دا چې په ټول امت کې د مبدأ په اړه عام شعور رامنځته کوي. د مبدأ په اړه له دې عام شعور څخه په امت کې د افکارو، نظریاتو او عقایدو یووالی رامنځته کېږي؛ یو داسې ډله‌ییز یووالی چې که د ټولو اجماع نه وي، نو د اکثریت اتفاق خو وي. په دې سره د امت هدف یو کېږي، عقیده او په ژوند کې یې لیدلوری (وجهة نظر) سره یو کېږي. پدې توګه حزب د یوې بټۍ په څېر ګرځي چې امت پکې ویلې (صهر) کوي، ترڅو هغه له هغو چټلیو او فسادونو څخه پاک کړي چې د امت د زوال سبب شوي او یا د زوال پر مهال ورته پیدا شوي دي. حزب په امت کې د دغه صهري بهیر مسؤلیت پر غاړه لري او همدا بهیر د نهضت (راپورته کېدو) لامل ګرځي. دا یو ستونزمن کار دی، ځکه خو یې یوازې هغه حزب کولی شي چې د هغې په فکر کې ژوند کوي، خپل ژوند یې ورته وقف کړی وي او په خپل هر ګام ښه پوهېږي.) پای.

پدې توګه، حزب په امت کې صهري بهیر پر مخ بیايي او له هغو ټولو وسایلو او اسلوبونو څخه کار اخلي چې ورته میسر وي، ترڅو دا صهري بهیر په غوره توګه ترسره کړي... حزب اوس مهال هم د شته وسایلو او اسلوبونو له لارې صهري بهیر پر مخ بیايي... د الله په اذن سره د دولت له تاسیس وروسته به هم حزب خپل دغه صهري بهیر ته دوام ورکوي... خو توپیر یې په لاندې ټکو کې دی:

الف- دا چې د دولت له تاسیس وروسته به اسلام پلی کېږي او دا به بې له شکه د صهري بهیر پر چټکتیا قوي اغېزه ولري... ځکه چې پلی کېدونکی نظام او د رعیت د پالنې (رعاية) چارې به له هغه صهري بهیر سره همغږې وي چې حزب یې ترسره کوي... برعکس د اوسني واقعیت چې د کفر نظامونه پکې پلي کېږي او پر مسلمانانو داسې واکمنان حکومت کوي چې له امت او دین سره یې دښمني لري؛ دا هغه څه دي چې په صهري بهیر کې بریا ستونزمنه کوي...

ب- هغه اغېزمن وسایل او اسلوبونه چې حزب یې له لارې خلکو ته رسېدلی شي، پرته له کوم قید او شرطه به ورته میسر وي؛ ځکه دولت له شرعي اړخه مکلف دی چې د هغو سیاسي حزبونو فعالیت ته لاره هواره کړي چې د اسلام پر اساس ولاړ دي، بلکې مکلف دی چې د دغو سیاسي حزبونو د کارونو ملاتړ وکړي... نو ځکه به ټلویزیونونه، راډیوګانې، انټرنیټ، جوماتونه او بېلابېل محافل... او ټول هغه وسایل او اسلوبونه چې تا په پوښتنه کې یاد کړي دي، پرته له کوم خنډ او ځنډه به د دغو سیاسي حزبونو په واک کې وي... دا به بې له شکه صهري بهیر چټک کړي او د الله په اذن سره به یې د بشپړېدو او بریا لامل شي.

طبعاً حزب به خپلو ټولو کارونو ته دوام ورکوي: متمرکز ثقفت (التثقيف المركز)، ډله‌ییز ثقفت (التثقيف الجماعي)، فکري مبارزه، سیاسي مبارزه او د امت د ګټو او مصالحو تبني کول...

ج- د دولت لخوا د اسلام پلي کول به په ټول امت کې د اسلام په اړه د عام شعور په رامنځته کولو کې اغېزمنه ونډه ولري. له دغه عام شعور څخه به په امت کې د افکارو، نظریاتو او عقایدو یووالی رامنځته شي... دا به صهري بهیر او په پایله کې د امت نهضت چټک کړي... پدې توګه به په دې ډګر کې کار د دولت له تاسیس وروسته د الله په اذن سره د اوس په پرتله ډېر اسان او چټک وي.

هیله ده چې دا موضوع د الله سبحانه وتعالی په خوښه په پوره ډول روښانه شوې وي.

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته

د ۱۴۳۷ هـ ق کال د رجب ۲۰مه ۲۰۱۶/۰۴/۲۷م

د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: facebook

د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: Googleplus

د امیر د ټویټر پاڼې څخه د ځواب لېنک: Twitter

د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: الامیر

Share Article

Share this article with your network