Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

پوښتنې ته ځواب: په مالي کې پوځي کودتا

September 04, 2020
3249

پوښتنه: په مالي کې پوځي شورا د پنجشنبې په ماښام د ۲۰۲۰/۸/۲۷م کال د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې د ولسمشر ابراهیم بوبکر کیتا د خوشې کولو اعلان وکړ... تر دې وړاندې د ۲۰۲۰/۸/۱۸م کال په ماښام په مالي کې د ولسمشر ابراهیم بوبکر کیتا پر وړاندې د پوځي کودتا اعلان شوی و او هغه د خپل لومړي وزیر بوبو سیسې سره یوځای نیول شوی و. د دې کودتا تر شا څوک دي؟ او ایا دا د امریکا او اروپا له شخړې سره تړاو لري؟

ځواب: د دې لپاره چې انځور روښانه شي، لاندې ټکي څېړو:

۱- که ننني حالات له هغو حالاتو سره پرتله کړو چې اته کاله وړاندې پېښ شوي وو، نو ورته والی پکې لیدل کېږي. د ۲۰۱۲/۳/۲۲م کال پر مهال هم ورته کودتا شوې وه، کله چې یوې ډلې ټیټ پوړو افسرانو د ولسمشر امادو (احمدو) توماني توري پر وړاندې کودتا وکړه، چې د هغه د دویمې دورې پای ته یوازې یوه میاشت پاتې وه... موږ هغه وخت د ۲۰۱۲/۳/۲۴م کال په ځواب کې ویلي وو: "هغه څه چې موږ یاد کړل، دا په ګوته کوي چې امریکا په مالي کې د شوې کودتا تر شا وه، ترڅو دغه اسلامي هېواد ته ننوځي، خپل نفوذ پرې پراخ کړي او د فرانسې ځای ناستې شي چې پخوانی ښکیلاکګر دی او لا هم هلته نفوذ لري. امریکا غوښتل چې په مالي کې راتلونکې ټاکنې وځنډوي ځکه چې سیاسي محیط د فرانسې پلوی و؛ نو د دې کودتا له لارې یې غوښتل د لوبې مېز د فرانسې پر هغو ګوډاګیانو واړوي چې د فرانسې له سیاست سره سم پر لوبې پوهېدل. په دې توګه مالي د "پوځ" د خوځښت له لارې له امریکا سره وتړل شوه." نن هم همداسې وشول، ټیټ پوړو افسرانو چې تر ټولو لوړه رتبه یې د ډګرمنۍ وه، د ولسمشر ابراهیم بوبکر کیتا پر وړاندې کودتا وکړه، چې لومړی ځل په ۲۰۱۳/۸/۱۵م کال او بیا په ۲۰۱۸/۸/۱۲م کال کې د دویمې دورې لپاره ټاکل شوی و. پوځیان له "کاټي" پوځي اډې څخه راووتل چې له پلازمینې ۱۵ کیلومتره لرې ده او دا هماغه اډه ده چې د ۲۰۱۲ کال کودتاچیان ترې راوتلي وو. فرانسې د ۲۰۱۲ کال له کودتا وروسته وکولای شول چې په شمالي مالي کې د مداخلې لپاره د امنیت شورا د ۲۰۱۲/۹/۲۳م کال ۲۰۷۱ ګڼه او د ۲۰۱۲/۱۲/۲۰م کال ۲۰۸۵ ګڼه پرېکړه لیکونه ترلاسه کړي، ترڅو د القاعدې او افراطي ډلو سره د مبارزې په پلمه خپل ښکیلاک خوندي کړي! هلته ۱۵ زره کسیز نړیوال ځواکونه جوړ شول چې ډېری یې د فرانسې او اروپا وو، همدارنګه افریقایي ځواکونه چې فرانسې ترې د ساحل سیمې د پنځو هېوادونو (موریتانیا، مالي، نایجر، بورکینافاسو او چاد) ګډ ځواک جوړ کړ، چیرته چې د فرانسې نفوذ پیاوړی دی. فرانسې وکولای شول چې د ۲۰۱۲ کال له کودتا څخه نږدې یو نیم کال وروسته خپل نفوذ بېرته ترلاسه کړي، چې دا کار په ۲۰۱۳ کال کې د ابراهیم بوبکر کیتا په ټاکل کېدو او بیا په ۲۰۱۸ کال کې د هغه د بیا ټاکل کېدو له لارې وشو! که څه هم امریکا د فرانسې په څېر په ولسي کچه پیاوړې نه ده، خو په پوځ کې داسې نفوذي لارې لري چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله یې دا ځل کودتا پیاوړې کړه! امریکا د خپلې لومړۍ کودتا له ناکامۍ وروسته، نه یوازې په پوځ کې بلکې په سیاسي محیط او مدني ټولنو کې د ګوډاګیانو پر پیدا کولو کار پیل کړ، ترڅو د خپلې اوسنۍ کودتا لپاره ولسي ملاتړ هم ولري...

۲- د نوې کودتا مشر ډګرمن قاسمي کویتا د ۲۰۲۰/۸/۱۹م کال په مالي کې د ځان لخوا د جوړې شوې "د خلکو د ژغورنې ملي کمېټې" د مشر په توګه ځان معرفي کړ. هغه د سه شنبې په ماښام د ۲۰۲۰/۸/۱۸م کال له هغو افسرانو سره پر ټلویزیون راښکاره شو چې کودتا یې کړې وه. کودتاچیانو ولسمشر کیتا، لومړی وزیر سیسې او ۱۷ نور وزیران او چارواکي زندان ته بوتلل. وروسته پوځیانو کیتا پر ټلویزیون راښکاره کړ ترڅو له واکه خپله استعفا اعلان کړي، هغه وویل: ("زه نه غواړم چې زما په واک کې د پاتې کېدو لپاره وینه تویه شي"... رويټرز ۲۰۲۰/۸/۱۹م). د کودتاچي ډلې ویاند ډګرمن اسماعیل واغي وویل: ("... زموږ هېواد په ګډوډۍ او ناامنۍ کې ډوب دی او دا لویه برخه د هغو کسانو د غلطۍ له امله ده چې د دې هېواد د برخلیک مسوولیت ور په غاړه و"... رويټرز ۲۰۲۰/۸/۱۹م). ډګرمن اسماعیل واغي دا هم وویل: ("موږ به یوه انتقالي شورا جوړه کړو چې یو انتقالي مشر به ولري، هغه به پوځي یا ملکي وي. موږ له مدني ټولنې، اپوزیسیون ګوندونو او ټولو سره په اړیکه کې یو ترڅو د انتقال چارې تنظیم کړو... دا ملي کمېټه چې د یوې انتقالي شورا لخوا جوړه شوې، ۶ پوځیان او ۱۸ ملکیان پکې شامل دي او دا به د انتقالي تقنیني ارګان رول لوبوي، د شورا مشر به د غړو لخوا ټاکل کېږي"... الجزیره ۲۰۲۰/۸/۲۱م). دلته څرګندیږي چې پوځیانو دا کودتا له سیاسیونو، اپوزیسیون ډلو او د مدني ټولنې له سازمانونو، اتحادیو او ټولنو سره په همغږۍ پلان کړې وه، چې اوس سیاسي فعالیتونه کوي او ښکیلاکګر هېوادونه یې تمویلوي. داسې ښکاري چې امریکا وکولای شول ډېری دوی خپل کړي ترڅو کیتا د خپلې دویمې دورې له بشپړولو وړاندې راوپرزوي، دا په راتلونکي کې د خپلو ګوډاګیانو د بریالیتوب تضمینولو لپاره د امریکا یوه هڅه ده چې پر پوځ او د هغه پر افسرانو تمرکز کوي.

۳- داسې ښکاري چې امریکا دا ځل هڅه کړې چې د خپلې کودتا لپاره ولسي پایې ولري، ځکه یې د تېر جون له پیل څخه ورته زمینه برابره کړه. د مالي په پلازمېنه باماکو کې زرګونه کسان سړکونو ته راووتل او له ولسمشر کیتا څخه یې د استعفا غوښتنه کوله؛ هغوی هغه او حکومت یې په فساد، خپلوۍ پاللو، د عامه خدماتو په کمزورۍ، په ټاکنو کې په ناوړه ګټه اخیستنې او د هغه څه په وړاندې چې دوی یې تندلاري او ترهګري بولي، په بې کفایتۍ تورن کړل. ځانګړو ګوندونو یو ایتلاف جوړ کړ چې د "جون د ۵مې ایتلاف" یا M5 په نوم یادېده. د دغه ایتلاف مشر نوهوم توګو چې د لاریونونو مشري یې کوله وویل: ("هغه له هغو پوځیانو سره کار کوي چې واک یې اخیستی"، ده د ایکواس ډلې بندیزونه "افراطي غبرګون وباله چې لامل یې د ځینو مشرانو وېره ده چې دا کودتا به د دوی په هېوادونو کې د سیاسي ناارامۍ لامل شي" او "پوځي کودتا ته یې سلامي وکړه" او هغه یې "د مالي د خلکو د غوښتنو او یوې ډیموکراتیکې، مدني او سیکولرې دولت ته د رسېدو د لارې بشپړونکې وبلله"... الجزیره ۲۰۲۰/۸/۲۱م). داسې ښکاري چې په مالي کې لاریونونه ناڅاپي نه وو، بلکې د هغو ګوډاګیانو لخوا رهبري کېدل چې د ښکیلاکګرو افکار (ډیموکراسي، مدنیت او سیکولرېزم) له ځان سره لري. هغوی له پوځ سره متحد شول او د کودتا ملاتړ یې وکړ. ځکه امریکا غواړي مالي په سیمه کې د کودتاګانو د خپرېدو په مرکز بدله کړي ترڅو په لوېدیځه او مرکزي افریقا کې د فرانسې او بریتانیې پورې تړلي رژیمونه راوپرزوي.

۴- بیا د ساحل سیمې لپاره د امریکا ځانګړي استازي "جې پیټر فام" په مالي کې له کودتا وروسته په خپل ټویټر حساب ولیکل: ("متحده ایالات د حکومتونو له ټولو غیر قانوني بدلونونو سره مخالف دي" او وویل "متحده ایالاتو له مالي پوځ سره خپلې ټولې همکارۍ تر هغه وخته وځنډولې چې سیاسي وضعیت روښانه شي". ده زیاته کړه "د دې په اړه چې ایا دا پېښه په رسمي ډول کودتا وبلل شي که نه، باید له قانوني بیاکتنې وروسته پرېکړه وشي"... رويټرز ۲۰۲۰/۸/۲۲م). له دې څرګندیږي چې امریکا کودتا او کودتاچیان نه غندي او د دوی د استازي خبرې د غیر قانوني بدلونونو په اړه یوازې عمومي خبرې دي او له دې کودتا سره تړاو نه لري؛ بلکې هغې په مصر کې د سیسي د کودتا او په سوډان کې د پوځي کودتا ملاتړ وکړ او هغه یې کودتا ونه بلله ځکه چې دا د هغې په لاس جوړې شوې وې. په مالي کې هم د خپل استازي له لارې وایي چې قانوني بیاکتنه کوي ترڅو وګوري دا کودتا ده که نه!! دا په ډاګه کوي چې امریکا د دې کودتا تر شا وه. د دې خبرې تایید د ۲۰۲۰/۸/۲۱م کال د الجزیره ویب پاڼې راپور هم کوي چې وایي: ("امریکا د مالي سرتېرو ته منظم تمرینونه ورکوي چې په هغو کې ځینې هغه افسران هم شامل دي چې د کیتا پر وړاندې یې د کودتا مشري کړې.") نو کومو کسانو چې کودتا کړې، هغوی د امریکا لخوا روزل شوي او د هغې ګوډاګیان دي. همداسې د ۲۰۱۲ کال په کودتا کې هم شوي وو، چې موږ په خپل ځواب کې د ۲۰۱۲/۳/۲۴م کال په اړه یادونه کړې وه: ("د العصر ویب پاڼې د ۲۰۱۲/۳/۲۴م کال په راپور کې د باوري امریکایي سرچینو له قوله ویلي چې یوه امریکایي ډیپلومات د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي: د کودتا مشر کپتان امادو 'احمدو' حیا سانګو د هغو غوره افسرانو له ډلې و چې د امریکایي سفارت لخوا په متحده ایالاتو کې د ترهګرۍ ضد پوځي روزنې لپاره غوره شوی و. ده زیاته کړې وه چې سانګو څو ځله د ځانګړو ماموریتونو لپاره امریکا ته سفرونه کړي وو..."). امریکا هماغه ګامونه اخلي چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د کودتاګانو له لارې د اروپایانو د ایستلو او د هېواد د یوازې ښکیلاک کولو لپاره اخیستي وو. خو دا ځل شاید د هغې تمرکز تر پخوا ډېر وي، ځکه چې هغې په سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو کې د فرانسې پلوه سیاسي چاپیریال په وړاندې خپل سیاسي چاپیریال موندلی دی.

۵- د فرانسې غبرګون چې هلته نفوذ لري، ډېر سخت او غندونکی و، ځکه چې هغه وارخطا شوې وه. د فرانسې ولسمشرۍ وویل: ("ولسمشر ماکرون وضعیت له نږدې څاري او د روانې بغاوت هڅه غندي"... فرانس پریس ۲۰۲۰/۸/۱۸م). د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لودریان وویل: ("فرانسه دا خطرناکه پېښه په کلکو ټکو غندي"... الحره ۲۰۲۰/۸/۱۹م). ماکرون د ۲۰۲۰/۸/۲۰م کال پر مهال له انګېلا ميرکل سره په کتنه کې وویل: ("فرانسه او جرمني په مالي کې شوې کودتا غندي او غواړي چې هېواد ژر تر ژره ملکي واکمنۍ ته ستون شي. باید د ساحل په سیمه کې د اسلامي توندلارو د تاوتریخوالي له مخنیوي څخه پام ونه ګرځول شي". د فرانسې د دفاع وزیرې فلورانس پارلي وویل: "فرانسه به په مالي کې د توندلارو پر وړاندې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، سره له دې چې دوه ورځې وړاندې هلته په پوځي کودتا کې ولسمشر له واکه لرې شوی دی"... رويټرز ۲۰۲۰/۸/۲۰م). دا څرګندونې ښیي چې فرانسه څومره له دې کودتا څخه په عذاب ده، چې دا ثابتوي دا کودتا د هغې نفوذ په نښه کوي. فرانسه د مالي او ګاونډیو هېوادونو شتمنۍ لوټي چې ډېرې زیاتې او کم پیدا معدني زېرمې لري، او دا سیمه په لوېدیځه افریقا کې د خپل نفوذ ساتلو لپاره د یوه ستراتیژیک ځای په توګه کاروي. فرانسه هڅه کوي چې خپل ۵۱۰۰ سرتېري له اروپایي ځواکونو سره پیاوړي کړي او د جرمني مرسته هم غواړي، چې جرمني پکې د "بارخان" عملیاتو تر نوم لاندې شاوخوا ۱۱۰۰ سرتېري لري. هغې د خلیج هېوادونو او له هغې جملې له اماراتو څخه د افریقایي ګډ ځواک د تمویل غوښتنه کړې، بریتانیا پکې ۲۵۰ سرتېري او درې چورلکې لري او اروپایي ټولنه پکې ۶۲۰ پوځیان لري. امریکا د "بارخان" ځواکونو ته د پيسو او وسلو له ورکولو ډډه کوي او وایي چې دوی یوازې د خپلو ډرون الوتکو له لارې استخباراتي معلومات شریکوي.

۶- افریقایي ټولنې او د ایکواس سازمان کودتا وغندله. د افریقایي ټولنې د کمیسیون مشر موسی فکي محمد په ټویټر کې ولیکل: "زه د ولسمشر ابراهیم کیتا، لومړي وزیر او د مالي حکومت د نورو غړو نیول په کلکو ټکو غندم او د هغوی د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوم." د لوېدیځې افریقا ۱۵ هېوادونو (ایکوایس) هوکړه وکړه چې له مالي سره خپلې پولې وتړي، هېواد ته د پیسو لېږد ودروي او مالي د دې ټولنې له ټولو پرېکړه کوونکو ارګانونو وباسي. د دې ټولنې یو پلاوي د ۲۰۲۰/۸/۲۲م کال پر مهال له مالي څخه لیدنه وکړه او د کودتا له مشرانو سره یې وکتل؛ تمه وه چې دا لیدنه یو نیم ساعت دوام وکړي خو یوازې ۲۰ دقیقې وه، چې دا د دې ډلې د ماموریت ناکامي ښیي چې د کیتا او د هغه د حکومت د بېرته راوستلو لپاره راغلي وو. خو د کودتا مشرانو دا غوښتنه رد کړه او پر خپله کودتا یې ټینګار وکړ. د یادونې وړ ده چې پر افریقایي ټولنه او ایکواس سازمان باندې د اروپا او په ځانګړې توګه د فرانسې ګوډاګیان واکمن دي.

۷- خلاصه دا چې امریکا په افریقا او په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو لکه مالي کې له اروپا، په ځانګړې توګه له فرانسې او بریتانیې سره سیالي کوي. مالي یو اسلامي هېواد دی چې ښکیلاکګر پرې د نفوذ او شتمنیو د لوټلو لپاره جګړه کوي؛ اوسمهال فرانسه پکې لویه برخه لري. ښکیلاکګر د دې سیمې د ستراتیژیک موقعیت لپاره هم سره نښتي دي او د مالي مسلمانان په فقر، نېستۍ او ناروغیو کې پریږدي. ګوډاګي حاکمان یوازې د خپلې کږې چوکۍ لپاره ښکیلاکګرو ته هر څه چمتو کوي. مالي یو کمزوری هېواد دی چې د ښکیلاک په وړاندې بې دفاع دی ځکه چې د مسلمانانو داسې ځواک نشته چې د ښکیلاکګرو له یرغلونو یې وساتي. دوی د درواغجنو پلمو له لارې د مستقیمې پوځي مداخلې پرېکړې صادروي. د الله سبحانه و تعالی په اجازه د راتلونکي راشده خلافت په څېر کوم اسلامي ځواک نشته چې د هغوی د یرغلونو مخه ونیسي او هغوی ته داسې درس ورکړي چې هېر یې نه کړي. نو د دغه دولت د جوړولو لپاره کار کول تر ټولو واجب فرض دی، ځکه په دې کې عزت، بریا او د هر ظالم کافر په وړاندې وقایه ده... رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

وَإِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ

"بېشکه امام (خلیفه) یو ډال دی چې تر شا یې جګړه کیږي او په واسطه یې ځان ساتل کیږي." (مسلم روایت کړی دی)

۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۲هـ ۲۰۲۰/۹/۱م

Share Article

Share this article with your network