د پوښتنې ځواب
پوښتنه: (د یوې مخکښې ګوندي سرچینې وینا ده چې په پاکستان کې دوه لوی ګوندونه "مسلم لیګ او پیپلز پارټۍ" به د دوشنبې په ورځ په هېواد کې د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ په منځ کې د غیر قاطع ټاکنو وروسته د ایتلافي حکومت پر جوړولو خبرې وکړي.. د دوشنبې ورځې خبرې اترې د ایتلافي حکومت پر سر د مذاکراتو پنځم پړاو دی... روېټرز ۱۹/۲/۲۰۲۴). د پاکستان ټاکنې له ځنډ وروسته د ۸/۲/۲۰۲۴ نیټه ترسره شوې.. ایا د دوشنبې ورځې دغه غونډې د تحریک انصاف د پلویانو له واکه ایستلو په مانا دي؟ ایا په ټاکنو کې د درغلیو او لاسوهنو تورونه رښتیا دي؟ او له ټاکنو وروسته د پاکستان حالات کوم لوري ته روان دي؟
ځواب: په پاکستان کې ټاکنې له میاشتو ځنډ وروسته ترسره شوې، (د یکشنبې په ورځ وروستیو پایلو وښودله چې خپلواکو کاندیدانو ۱۰۱ څوکۍ ګټلې دي، په داسې حال کې چې د پاکستان مسلم لیګ-نواز ډلې (د پخواني لومړي وزیر نواز شریف) ۷۵ څوکۍ، د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ پیپلز پارټۍ ۵۴ څوکۍ او متحده قامي موومنټ ۱۷ څوکۍ ګټلې دي. الجزیره نېټ، ۱۱/۲/۲۰۲۴). د دې ټاکنو هدف دا و چې هېواد د عمران خان له حکومت څخه د پارلمان لخوا د باور رایې اخیستو او د ۹/۴/۲۰۲۲ نېټې د هغه له ګوښه کېدو وروسته له رامنځته شوې ګډوډۍ څخه سیاسي ثبات ته بوځي، چې وروسته شهباز شریف (د نواز شریف ورور) د مسلم لیګ-نواز ډلې لخوا لومړی وزیر شو او په هېواد کې سخت اعتراضونه پیل شول.. خو دا چې له ټاکنو وروسته حالات کومې خوا ته ځي، نو باید لاندې ټکو ته پام وشي:
۱- پاکستان یو له مهمو اسلامي هېوادونو څخه دی، د نفوس ډېروالی (۲۵۰ میلیونه نفوس) دا هېواد د اقتصاد او پوځي ځواک لپاره په یوې سترې انساني سرچینې بدلوي. پاکستان د نړۍ په کچه د خپل انساني او پوځي ځواک او ستراتیژیک موقعیت له امله یو بې ساری هېواد دی.
۲- پاکستان نن ورځ د نړۍ له فقیرو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، سره له دې چې حاصلخېزه ځمکې، اوبه، صنعتي ظرفیتونه او داسې انساني ځواک لري چې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادونه چلولی شي. دا هر څه د هغو ناکامو پالیسیو پایله ده چې امریکا یې پر دغه هېواد تپي؛ مالي او اداري فساد او پر نورو لکه چین یا امریکا باندې تکیه د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي. د ۲۰۲۲ کال سیلابونو کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې او حکومت یې د حل لپاره عاجز پاتې شو. د اقتصادي ناکامۍ ترڅنګ، په ټولو برخو کې بشپړه ناکامي د تېرو څو لسیزو د واکمنۍ نښه ده.
۳- په پاکستان کې د اسلامي جهاد روحیه په داسې ډول راپورته شوه چې نړۍ یې ووېروله؛ دا د کشمیر د مسئلې او د افغانستان د شوروي او بیا د امریکایي اشغال له امله وه. په تېرو لسیزو کې ګڼو پېښو وښودله چې د پاکستان د خلکو په زړونو کې اسلامي عقیده څومره ژورې ریښې لري. په دغه هېواد کې د کشمیر او افغانستان د ازادۍ لپاره ګڼ جهادي خوځښتونه او په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د نصرت غږونه پورته شول. په پاکستان کې د هغه څه حرکتونه چې لویدیځ یې "سیاسي اسلام" بولي، په ځانګړې توګه د خلافت د تاسیس بلنه، خورا ژور شوي دي. له همدې امله، پاکستان او ګاونډی افغانستان د منځني ختیځ وروسته د اسلامي سیاسي ثقل دویم مرکز ګرځېدلی دی.
۴- د پاکستان پوځ یو ستر پوځي ځواک دی چې له ویجاړونکو وسلو او اټومي وړتیاوو برخمن دی. له هند سره د اوږدې شخړې له امله، امریکا د پاکستان پوځ په هېواد کې دننه د کورنۍ جګړې خوا ته بیایي او هغوی له طالبانو سره چې په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل او همدارنګه د ایران له پولو سره شخړو ته هڅوي. دا هر څه د دې لپاره دي چې هند د امریکا په ستراتیژۍ کې د چین د پرمختګ مخنیوي لپاره شامل کړي. امریکا له دې وړاندې د ۲۰۰۱-۲۰۲۱ ترمنځ د اشغال پر مهال پاکستان ته د افغانستان د لارې په توګه کتلي وو، خو بیا هم امریکا د پاکستان د پوځ د قوت له ستراتیژیک خطر څخه غافله نه ده؛ ځکه خو بایډن پاکستان د نړۍ یو له "خطرناکو هېوادونو" څخه وباله (یورو نیوز عربي، ۱۵/۱۰/۲۰۲۲)، سره له دې چې د پاکستان پوځي او سیاسي مشران د امریکا لاسپوڅي دي او په اسانۍ د هغوی پالیسۍ مني.
۵- د پاکستان اهمیت له دې امله هم زیات دی چې چین، چې د امریکا تر ټولو لوی سیال دی، پاکستان ته په ځانګړې سترګه ګوري. چین د هند په مقابل کې د پاکستان ملاتړ کوي، وسلې ورکوي او لسګونه ملیارده ډالر په زیربناوو، سړکونو، بندرونو او صنایعو کې پانګونه کوي. که څه هم امریکا په پاکستان کې واک او نفوذ لري، خو د چین دغو هڅو ته د شک په سترګه ګوري.
۶- له دغو حقایقو څخه څرګندېږي چې کفر (امریکا) په پاکستان کې پر پوځ او نظامي مشرتابه تمرکز کړی ترڅو هلته خپل نفوذ وساتي. د پوځ پر مشرتابه د امریکا د کنټرول نښې دا دي چې د هند د پارونو او په کشمیر کې د فشارونو سره سره پاکستان له هند سره له جګړې لرې ساتل کېږي، برعکس پوځ په خپلو قبایلي سیمو کې کورنۍ جګړه پیل کړه ترڅو هغه مجاهدین له منځه یوسي چې د امریکایي اشغال پر مهال یې د خپلو افغان وروڼو مرسته کوله. پر افغانستان د امریکا یرغل هم د پاکستان له لارې وشو. نو د پاکستان پر نظامي مشرتابه د امریکا واکمني د دغه هېواد د لاسپوڅي توب اصلي لامل دی.
۷- د پاکستان پوځ پر هېواد بشپړ کنټرول لري او په سیاسي ژوند کې لاسوهنه کوي. کله چې حالات د دوی له کنټرول وځي، د پوځي کودتا له لارې واکمنان لیرې کوي. پخوا دوو ګوندونو (مسلم لیګ او پیپلز پارټۍ) په نوبت سره واک چلاوه، چې یو یې ښی اړخی او بل یې کیڼ اړخی بلل کېده. خو د دغو دواړو ګوندونو د پرله پسې ناکامۍ، فساد او د خلکو د سختې ناراضۍ له امله، پوځ وغوښتل چې معادله بدله کړي. نو عمران خان یې راوست چې هغه مهال یې یو کوچنی ګوند (تحریک انصاف) درلود او د فساد پر ضد یې غږ پورته کړ، تر هغه چې نواز شریف د محاکمو له لارې له واکه لیرې شو او عمران خان په ۲۰۱۸ کې لومړی وزیر شو.
۸- په هغه موده کې د پاکستان محاکمو نواز شریف د فساد په تورونو تعقیبوه، چې په ۲۰۱۷ کې د مالیاتو د تېښتې له امله له خپلې دندې استعفا ته اړ شو او په ۲۰۱۸ کې په ۱۰ کاله بند محکوم شو. (روېټرز، ۱۷/۱۰/۲۰۲۰ راپور ورکړ چې نواز شریف د پوځ پخوانی مشر قمر جاوید باجوه د خپل حکومت په راپرزولو او د عمران خان په واک ته رسولو تورن کړ). نو د نواز شریف لیرې کول او د عمران خان راوستل دواړه د پوځ پرېکړه وه.
۹- نواز شریف ته د روغتیايي لاملونو له امله بریتانیا ته د تګ اجازه ورکړل شوه، خو کله چې پوځ د عمران خان د لیرې کولو پرېکړه وکړه (لکه څنګه چې موږ د ۵ شوال ۱۴۴۳هـ-۵/۵/۲۰۲۲م په ځواب کې ویلي وو)، نو د نواز شریف د بېرته راستنېدو لپاره یې ټول خنډونه لیرې کړل. د شهباز شریف حکومت د نواز شریف د راستنېدو لپاره قانوني لارې هوارې کړې او هغه بېرته هېواد ته راستون شو ترڅو په ټاکنو کې برخه واخلي (انډیپېنډنټ عربیه، ۲۷/۱۰/۲۰۲۳). نواز شریف یو ځل بیا د پوځ ملاتړ ترلاسه کړ او په داسې حال کې ټاکنو ته ودرېد چې ورور یې شهباز شریف د موقت حکومت مشري کوله. ویل کېږي چې نواز شریف د پوځي ادارې سره د یوې "عقدې" یا معاملې په اساس راستون شوی ترڅو د څلورم ځل لپاره لومړی وزیر شي.
۱۰- دا د نواز شریف په اړه و.. خو عمران خان نن په زندان کې دی او په مختلفو تورونو محکوم شوی، له همدې امله په ټاکنو کې له ګډون څخه منعه شو او ګوند یې هم د یو سیاسي ګوند په توګه له فعالیت څخه محروم شو. له دې معلومېږي چې په پاکستان کې سیاسي تلې څرنګه اوړي؛ نن د عمران خان په اړه د پوځ نظر بدل شوی او هغه په هماغه حالت کې دی چې نواز شریف په ۲۰۱۸ کې و. دا په ډاګه کوي چې د پاکستان پوځي مشران څرنګه د پارلماني ټاکنو او سیاسي ګوندونو سره لوبې کوي. پوځ نواز شریف زنداني کړ او عمران خان یې راوست، بیا یې عمران خان زنداني کړ او نواز شریف یې بېرته راوست! په دې توګه مشران د امریکا د غوښتنو او د واک د څوکیو لپاره د لاس د الو په څېر کارول کېږي.
۱۱- پوځي مشري په هېواد او ټاکنو بشپړ کنټرول لري؛ د ټاکنو په ورځ د مخابراتو او انټرنیټ قطع کول د ګډوډۍ د مخنیوي په پلمه وشول. همدارنګه د ټاکنیزو حوزو د حدودو ټاکل د پوځ په لاس کې دي چې د ځانګړو ګوندونو په ګټه یې بدلولی شي. ټاکنې له همدې امله له اګسټ ۲۰۲۳ څخه فبروري ۲۰۲۴ ته وځنډول شوې. ټول هغه ګوندونه چې واک ته رسېږي، د امریکا خدمت ته ژمن دي. هر څوک چې له دې کرښې ووځي، د فساد محاکمې ورته جوړېږي او زندان ته استول کېږي. دا ګوندونه ټول د پوځي مشرتابه تر سیوري لاندې کار کوي او پوځ د هرې مرحلې لپاره مناسب لاسپوڅی غوره کوي.
۱۲- پوځي مشري اجازه ورکوي چې د ټاکنو پر پایلو بحثونه وشي ترڅو وښيي چې دوی په پایلو کې لاسوهنه نه کوي! نواز شریف او عمران خان دواړو د بریا دعوه وکړه (انډیپېنډنټ عربیه، ۱۰/۲/۲۰۲۴). تحریک انصاف ادعا کوي چې خپلواکو کاندیدانو تر ټولو ډېرې رایې ګټلې دي، خو د نواز شریف ګوند وایي چې د یوې "سیاسي کتلې" په توګه دوی ګټونکي دي. د پوځ د مشر وینا هم همدې ته اشاره وه چې "سیاسي کتلو" ته یې د یووالي بلنه ورکړه، مانا دا چې د تحریک انصاف پلویان که څه هم ډېر دي خو د "خپلواکو" په توګه په رسمیت نه پېژندل کېږي، نو ځکه مسلم لیګ ته د ایتلافي حکومت جوړولو حق ورکول کېږي.
۱۳- سره له دې چې ځینو چارواکو په ټاکنو کې په درغلیو اعتراف وکړ (لکه د راولپنډۍ کمېشنر لیاقت علي چټه چې وویل خپلواک کاندیدان یې په قصدي ډول ناکام کړي دي)، خو پوځ داسې ښکاري چې ډګر نواز شریف ته هواروي ترڅو د پیپلز پارټۍ سره په ګډه ایتلافي حکومت جوړ کړي (روېټرز، ۱۹/۲/۲۰۲۴). د پوځ مشري نن یو څوک ګټونکی کوي او سبا یې زندان ته اچوي.
أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُون
"خبر اوسئ هغه څه چې دوی یې حکم (پرېکړه) کوي، ډېر بد دي." (سورت النحل [۱۶]: ۵۹)
۱۴- په پاکستان کې د امریکا د لاسپوڅو پوځي مشرانو دغه ډول لوبې کولی شي د پوځ مخلص کسان او عام خلک دې ته وهڅوي چې د امریکا د غلامۍ د پای ته رسولو لپاره پورته شي او د الله حکم، "راشده خلافت" قایم کړي. دا د سبحانه وتعالی وعده ده:
وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلِفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ
"الله له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، وعده کړې چې هغوی به په ځمکه کې خپل خلیفه ګان (ځایناستي) وګرځوي لکه څنګه چې یې له دوی څخه مخکې کسان ګرځولي وو." (سورت النور [۲۴]: ۵۵)
او دا د رسول الله ﷺ زیرې دی چې د اوسني جبري پاچاهۍ وروسته به راځي:
«..ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»
"...بیا به ظالمانه (جبري) واکمني وي او تر هغه وخته به پاتې وي چې الله یې غواړي، بیا به یې الله هغه وخت پورته کړي کله یې چې وغواړي، بیا به پر نبوي تګلاره خلافت وي، بیا هغه (ص) چوپ شو." (مسند احمد)
ټوله اسلامي امت د دغه ستر فرض د پوره کېدو په تمه دي، په ځانګړې توګه پاکستان چې د اسلام په نوم جوړ شوی دی. د دغه هېواد خلک او پوځ له اسلام سره مینه لري او د حاکمانو اړیکه له امریکا سره به د الله په مرسته د دې مینه مخه ونه نیسي. عاقبت د متقیانو دی که هغوی په رښتینولۍ کار او هڅه وکړي.
وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ
"او ظالمان به ډېر ژر پوه شي چې دوی کومې خوا ته ورګرځېدونکي دي." (سورت الشعراء [۲۶]: ۲۲۷)
۱۰ شعبان ۱۴۴۵هـ ۲۰/۲/۲۰۲۴م