د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د هغه د فېسبوک پاڼې پر "فکري" برخې مطرح شوې دي
د پوښتنې ځواب
عقل، درک یا فکر Atmani Atmani Atmani ته
پوښتنه: السلام علیکم زموږ محترم شیخ: د فکر کولو په طریقه کې د پخوانیو نظرونو او پخوانیو معلوماتو ترمنځ څه توپیر دی؟ سره له دې چې پوهېږو فکر، درک یا عقل یوازې د څلورو برخو (واقعیت، احساس، پخواني معلومات او د تړاو لپاره روغ دماغ) په واسطه رامنځته کېږي، نو د واقعیت په تفسیر کې د پخوانیو نظرونو او پخوانیو معلوماتو ترمنځ توپیر څه دی؟
ځواب: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
۱- لکه څنګه چې په پوښتنه کې راغلي، عقل، درک یا فکر عبارت دی له: د حواسو په واسطه دماغ ته د واقعیت د احساس لېږدول او د پخوانیو معلوماتو په درلودلو سره د دغه واقعیت تفسیرول... یانې فکري عملیه تر هغه وخته نه بشپړېږي ترڅو چې څلور عناصر شتون ونه لري: واقعیت، د واقعیت احساس (حواس)، د تړاو ورکولو لپاره روغ دماغ، او د واقعیت په اړه یا ورسره تړلي پخواني معلومات.
۲- ترڅو چې پر دې ځمکه د انسان لپاره فکر رامنځته شي، الله سبحانه وتعالی آدم علیه السلام ته هغه پخواني معلومات ورکړل چې پر ځمکه روان واقعیتونه (چې د فکر موضوع ده) پرې تفسیر کړي. په الشخصية الإسلامية (اسلامي شخصیت) کتاب، ۳ جز کې راغلي:
[او د الله تعالی دا قول چې: وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا "او آدم ته یې د ټولو شیانو نومونه وښودل." (البقرة: ۳۱) له دې څخه مراد د شیانو مسمیات (هغه څه چې نوم پرې اېښودل شوی) دي نه ژبې؛ یانې هغه ته یې د شیانو حقایق او ځانګړنې وښودلې. په بل عبارت، هغه ته یې داسې معلومات ورکړل چې د شیانو په اړه پرې حکم وکړي. ځکه د واقعیت احساس په یوازې ځان د هغه په اړه د حکم کولو او د هغه د حقیقت د درک لپاره کافي نه دی، بلکې پخوانیو معلوماتو ته اړتیا ده چې په واسطه یې واقعیت تفسیر شي. نو الله تعالی آدم ته اسماء (نومونه) یانې د شیانو مسمیات وښودل، او هغه ته یې داسې معلومات ورکړل چې د هغو شیانو په اړه چې احساسوي یې، حکم وکړای شي...] (پای).
۳- له همدې ځایه افکار رامنځته شول او له هغه لومړي فکر څخه وروسته چې آدم ته د الله تعالی له لوري د پخوانیو معلوماتو په ورکولو سره وشو، دا لړۍ دوام وموند. هغه دا معلومات له نورو دوو عناصرو (دماغ او حواس) سره یوځای د واقعیت په تفسیر کې وکارول او ژوند د فکر په پراخو ډګرونو کې پر مخ لاړ... له همدې امله، د انسان د لومړنۍ فکري عملیې د څرنګوالي سم درک حتماً پر الله سبحانه وتعالی باندې د ایمان لامل ګرځي. له همدې کبله، کافر حرکتونه چې د خالق له شتون څخه منکر دي، د عقل یا فکر په تعریف کې "پخواني معلومات" لیرې کوي! سره له دې چې د واقعیت په اړه فکر د پخوانیو معلوماتو پرته چې واقعیت تفسیر کړي، ممکن نه دی او دا یو بدیهي امر دی. خو کمونیستانو غوندې کافر حرکتونه د پخوانیو معلوماتو له شتون څخه انکار کوي ترڅو دا لاره دوی پر هغه خالق باندې ایمان ته ونه باسي چې آدم علیه السلام ته یې په دې ژوند کې د لومړي فکر د رامنځته کولو لپاره پخواني معلومات ورکړل. ځکه چې د دماغ په واسطه د واقعیت احساس د پخوانیو معلوماتو پرته فکر نه تولیدوي؛ که احساس هر څومره تکرار شي او ډولونه یې زیات شي، یوازې احساس ترې رامنځته کېږي او هیڅکله فکر نه رامنځته کېږي. بلکې باید د انسان سره پخواني معلومات وي چې په واسطه یې هغه واقعیت چې احساس کړی یې دی، تفسیر کړي ترڅو فکر رامنځته شي. نو ځکه د افکارو تسلسل، په ځانګړي ډول لومړنی فکر، د الله پر لوري لارښوونه کوي چې آدم علیه السلام ته یې پخواني معلومات ورکړي وو...
۴- دا د پخوانیو معلوماتو په اړه وو، مګر پخواني نظرونه (الآراء السابقة) هغه حکمونه دي چې انسان مخکې د واقعیت په اړه صادر کړي وي؛ یا دا چې پخپله یې فکري عملیه ترسره کړې وي او پر واقعیت یې حکم کړی وي، او یا دا چې دا حکمونه یې له نورو څخه د تلقین یا مطالعې او داسې نورو له لارې ترلاسه کړي وي... نو پخواني نظرونه د واقعیت په اړه "افکار" دي.
۵- په دې توګه، د پخوانیو معلوماتو او پخوانیو نظرونو ترمنځ توپیر په دوو اصلي برخو کې رانغښتلی شو:
لومړی: پخواني نظرونه د انسان مخکېني افکار دي چې د پلټل کېدونکي واقعیت په اړه یو بشپړ یا جزئي حکم دی. مګر پخواني معلومات هغه څه دي چې واقعیت پرې تفسیرېږي پرته له دې چې حکم پرې وشي؛ دا یوازې د تفسیر لپاره وي او د فکر کولو یو له هغو عواملو څخه دی چې له هغې پرته فکر نه بشپړېږي.
دویم: پخوانی نظر د هغه واقعیت په اړه یو مخکېنی قضاوت (حکم) دی چې غواړو فکر پرې وکړو، ترڅو د مفکر په نظر سم حکم ته ورسېږو. له همدې امله، پخوانی نظر باید په فکري عملیه کې ونه کارول شي؛ بلکې یوازې باید معلومات وکارول شي او په عملیه کې د پخواني نظر د مداخلې مخه ونیول شي. ځکه که پخوانی نظر وکارول شي، کېدای شي په درک کې د خطا لامل شي، ځکه دا نظر پر معلوماتو غلبه کوي او هغوی په غلط ډول تفسیروي چې په پایله کې درک غلطېږي. له همدې امله باید د پخواني نظر او معلوماتو ترمنځ توپیر ته پاملرنه وشي او یوازې معلومات وکارول شي او پخوانی نظر له هغې موضوع لیرې وساتل شي چې څېړل کېږي... د التفكير (فکر کول) په کتاب، ۲۱-۲۳ مخونو کې راغلي: (خو باید په تعریف کې یې د یو شي په اړه د پخوانیو نظرونو او د هغه په اړه د پخوانیو معلوماتو ترمنځ توپیر وشي. په عقلي طریقه (الطريقة العقلية) کې حتمي شرط د واقعیت په اړه د نظر یا پخوانیو نظرونو شتون نه دی، بلکې د هغه په اړه د پخوانیو معلوماتو شتون دی. نو ځکه، هغه څه چې شتون یې حتمي دی، معلومات دي نه نظر...)
۶- دلته د پورته ذکر شویو خبرو د روښانولو لپاره دوه بېلګې وړاندې کوو:
الف- که تاسو یو چا ته، هر څوک چې وي، یو سریاني (سرياني) کتاب ورکړئ، او هغه د سریاني ژبې په اړه هیڅ معلومات ونه لري؛ که څه هم موږ د هغه حواس (لیدل او لمس کول) پر لیکنه واقع کړو او دا احساس یو میلیون ځله تکرار کړو، هغه نشي کولای په یوه کلمه هم پوه شي ترڅو چې ورته د سریاني ژبې په اړه معلومات ورنه کړل شي. کله چې معلومات ورکړل شي، بیا پرې فکر کول او درکول پیلوي. دلته باید ونه ویل شي چې دا یوازې په ژبو پورې ځانګړې ده ځکه ژبې د انسانانو وضعي چارې دي؛ ځکه چې موضوع یوه "عقلي عملیه" ده، او عقلي عملیه په هر څه کې یوه ده، که هغه د حکم په اېښودلو کې وي، که د دلالت په پوهیدو کې او که د حقیقت په درک کې...
ب- که تاسو وغواړئ د یوې سیاسي مسلې په اړه څېړنه وکړئ ترڅو یو سم نظر ته ورسېږئ؛ د بېلګې په توګه په لیبیا کې د ترکیې د مداخلې مسله، د جنګیالیو لېږل او د وسلو او معلوماتو له لارې د سراج او وفاق حکومت ملاتړ... که چېرې دلته یو پخوانی نظر شتون ولري چې د اردوغان لخوا د وفاق حکومت د ځواکونو ملاتړ د مسلمانانو سره د هغه د مینې او د لیبیا د خلکو په اړه د هغه د حرص له امله دی او دا چې هغه د وسله والو اسلامي حرکتونو تائید او ملاتړ کوي... نو دا نظر د هغې مسلې په اړه یو "حکم" دی چې تاسو یې څېړل غواړئ، نه یوازې پخواني معلومات. د څېړنې سموالی له تاسو څخه غوښتنه کوي چې له دغه پخواني نظر څخه تېر شئ او مسله د شته سیاسي شواهدو په رڼا کې په موضوعي ډول وڅېړئ... او بیا په مسله کې سم نظر ته ورسېږئ.
هیله ده چې په دې تشرېح کې کفایت وي، والله أعلم وأحکم.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۲ هـ ق کال د روژې ۴مه د ۲۰۲۱/۰۴/۱۶ م کال سره سم
د امیر (حفظه الله) د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک د امیر (حفظه الله) له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک