Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د یوې پوښتنې ځواب: د ایران او لویدیځ ترمنځ اټومي هوکړه

July 22, 2015
2151

پوښتنه:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ ۲۰۱۵/۷/۲۰ نېټه هغه اټومي هوکړه تایید کړه چې د ۲۰۱۵/۷/۱۴ نېټه په ویانا کې د ایران او ۵+۱ ډلې ترمنځ په وروستي ډول لاسلیک شوه. دا هوکړه د ۲۰۱۵/۴/۲ نېټې د لوزان د چوکاټي هوکړې پر بنسټ له دوه ځله ځنډ وروسته لاسلیک شوه. د دې هوکړې اصل څه دی؟ پایلې او په سیمه کې یې اغېزې څه دي؟ او دا هوکړه د چا په ګټه ده؟ الله سبحانه و تعالی دې تاسو ته خیر درکړي.

ځواب:

د ځواب د روښانه کولو لپاره باید د اغېزمنو هېوادونو څرګندونې او دریځونه وڅېړل شي:

۱- د امریکا ولسمشر په ویانا کې د هوکړې له لاسلیک وروسته په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "دا هوکړه ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو ټولې لارې بندوي... هوکړه حکم کوي چې په ایران کې د نصب شویو سنټرفیوژونو دوه پر درې برخه لرې او تر نړیوال څار لاندې وساتل شي، د ۹۸٪ غني شویو یورانیمو څخه ځان خلاص کړي، او که هوکړه نقض شي، بندیزونه به سمدستي بېرته راګرځي. همدارنګه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته اجازه ورکوي چې هر وخت او هر ځای چې اړتیا وي، له اټومي سایټونو څخه لیدنه وکړي." (بي بي سي ۲۰۱۵/۷/۱۴)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل: "له ایران سره د اټومي هوکړې پلي کېدل به په څو پړاوونو کې وي او د امنیت شورا د پریکړه لیک له صادریدو ۹۰ ورځې وروسته به پیل شي. ځینې مادې به یې تر ۱۵ کلونو پورې او ځینې نورې به تر ۲۵ کلونو پورې نافذې وي." (روسیا الیوم ۲۰۱۵/۷/۱۴)

د ملګرو ملتونو عمومي منشي - چې د امریکا نظر څرګندوي - په یوه بیان کې وویل: "زه هیله من یم او باور لرم چې دا هوکړه به په منځني ختیځ کې د ډېرو امنیتي ننګونو په اړه د لا زیات تفاهم او همکارۍ لامل شي." هغه زیاته کړه: "دا هوکړه په ټوله سیمه او له هغې بهر د سولې او ثبات لپاره یو حیاتي ګام دی." (ایلاف ۲۰۱۵/۷/۱۴)

۲- اروپا په خپلو درېیو برخو (فرانسه، برتانیا او جرمني) او نورو ټولو اروپایانو سره د دې هوکړې ملاتړ وکړ. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسؤلې موګریني وویل: "دا هوکړه یوه تاریخي پېښه او ښه معامله ده. دا د ایران د اټومي پروګرام پر سوله ییز توب ټینګار کوي او داسې تدابیر لري چې ډاډ ورکوي ایران به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره څېړنې نه کوي. دا د کار پای نه، بلکې د ایران او نړیوالو لوریو ترمنځ د ګډې همکارۍ پیل دی." (روسیا الیوم ۲۰۱۵/۷/۱۴)

د فرانسې ولسمشر د اټومي هوکړې هرکلی وکړ او د ملي ورځې په مناسبت یې وویل: "هغه هوکړه چې موږ لاسلیک کړه خورا مهمه ده او نړۍ مخ په وړاندې ځي." د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ دا هوکړه تاریخي وبلله او ویې ویل: "دا د ایران، ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ په اړیکو کې یو مهم بدلون دی." (ایلاف ۲۰۱۵/۷/۱۴). د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانګ والټر شټاین مایر وویل: "دا هوکړه به په منځني ختیځ کې د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي... دا یو مسؤلانه هوکړه ده او اسرائیل باید ورته په دقت وګوري او نیوکه پرې ونه کړي." (ARD ټلویزیون ۲۰۱۵/۷/۱۴)

۳- روسیه او چین د لویدیځو شرطونو په وړاندې ونه درېدل او له هر څه سره یې موافقه وکړه:

د روسیې ولسمشر پوتین د اوباما له ټیلیفون وروسته "خوښي" څرګنده کړه، ځکه اوباما د روسیې د ملاتړ په بدل کې هغوی ته یو ډول اهمیت ورکړ. په حقیقت کې امریکا لا دمخه د ایران په اړه د روسیې موافقه ترلاسه کړې وه. جان کري په سوچي کې له پوتین او لاوروف سره د کتنې پر مهال (۲۰۱۵/۵/۱۲) وویل: "په دې موضوع کې د مسکو او واشنګټن یووالی د وروستۍ هوکړې کیلي ده." نو ځکه پوتین د هوکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې نړیوالې ټولنې دا هوکړه له ډېرو کلونو وروسته په "لویه خوښۍ" ومنله. سرګي لاوروف هم ژمنه وکړه چې روسیه به د هوکړې په پلي کولو کې عملي مرسته وکړي. (ایلاف ۲۰۱۵/۷/۱۴)

د چین استازي وویل: "ټول باید د اټومي هوکړې په پلي کولو کې مثبت روحیه ولري." (الوفاق سایټ ۲۰۱۵/۷/۲۰). اوباما هم د چین له ولسمشر څخه د ایران په خبرو اترو کې د هغه د رول له امله مننه وکړه. (العربیه ۲۰۱۵/۷/۲۱)

۴- د ایران خوښي بیا له حده زیاته وه! هغوی لوی او کوچنی شیطان هېر کړ. د ایران ټلویزیون د اوباما وینا په ژوندۍ بڼه خپره کړه، دا په تېرو ۳۶ کلونو کې دویم ځل و چې د امریکا د ولسمشر وینا خپرېږي، په داسې حال کې چې له ۱۹۸۰ راهیسې دیپلوماتیکې اړیکې پرې دي! د ایران ولسمشر روحاني دا هوکړه د اعتماد جوړونې لپاره "د پیل ټکی" وباله. (ایلاف ۲۰۱۵/۷/۱۴)

۵- پدې توګه ټولو قدرتونو (۵+۱) دا هوکړه "تاریخي" وبلله او له امریکا سره ملګري شول. خو دوو لوریو ورسره مخالفت وکړ، نه د دې لپاره چې دا د امریکا په ګټه نه وه، بلکې د نورو موخو لپاره: په امریکا کې جمهوري غوښتونکي ګوند او د یهودو کیان.

  • جمهوري غوښتونکي پوهېږي چې دا هوکړه د امریکا په ګټه ده، خو هغوی تل هڅه کوي چې د ډیموکراتانو بریاوې پیکه کړي، په ځانګړي ډول کله چې ټاکنې نږدې وي. دا کومه نوې خبره نه ده؛ موږ ته د ۱۹۷۹ کال د یرغمل نیونې کړکېچ په یاد دی چې جمهوري غوښتونکو څنګه د کارټر هڅې ناکامه کړې ترڅو بریا د ریګن په نوم شي. اوس هم کیسه همداسې ده؛ دا یو ګوندي او انتخاباتي رقابت دی، نه د امریکا د ګټو پر سر اختلاف. اوباما پدې پوهېږي، نو ځکه یې د ویټو ګواښ وکړ.

  • د یهودو کیان هم پوهېږي چې داسې هوکړه یې په خوب کې هم نه وه لیدلې، ځکه په سیمه کې یوازې هغوی د اټومي وسلو څښتن پاتې شول. خو مخالفت یې د دریو لاملونو له امله و: لومړی: د جمهوري غوښتونکو ملاتړ ترڅو په راتلونکي کې ترې ګټه پورته کړي. دویم: له اوباما څخه د امتیازاتو ترلاسه کول، ځکه ډیموکراتان د یهودي لوبي رایو ته اړتیا لري. درېیم او تر ټولو مهم: هغوی پوهېږي چې په ایران او نورو اسلامي هېوادونو کې دا حاکمان چې د امت حقونه او وسلې پلوري، تلپاتې نه دي او یوه ورځ به دا امت بېرته خپل دین ته راګرځي. د یهودو کیان غواړي چې د اټومي وسلو له منځه وړلو وروسته، د مسلمانانو د اټومي ساینس پوهانو تعقیب ته لاره هواره کړي. د هغوی مخالفت حقیقي نه دی، ځکه د دوی امنیت د امریکا په لاس کې دی.

۶- له دې څرګندونو څخه لاندې حقایق روښانه کېږي:

الف- د امریکا اداره د دې هوکړې لاسلیک ته ډېره تږې وه، لکه دا چې د دوی لپاره د مرګ او ژوند مسئله وي. اوباما خپله دا خبرې اترې مدیریت کولې. دا هوکړه ایران د لسګونو کلونو لپاره وتړل او له اټومي وسلو یې بې برخې کړ. دا له هغو څرګندونو سره سمون خوري چې ایران په سیمه کې د امریکا لپاره یو ستراتیژیک رول لوبوي (لکه په عراق، افغانستان، سوریه او یمن کې). امریکا غواړي له ایران څخه بندیزونه لرې کړي ترڅو په ښکاره ډول د امریکا رول ولوبوي او د امریکا بار سپک کړي.

ب- اروپایي هېوادونه د خبرو اترو په حاشیه کې وو. اصلي معاملې د امریکا او ایران ترمنځ وې. کله چې اروپا پوه شوه چې امریکا خپله پرېکړه کړې، هغوی هم د اقتصادي ګټو لپاره ور ودانګل. برتانیا د سفارت پرانیستلو، فرانسه د وزیر لېږلو او جرمني د خپلو شرکتونو د استولو خبره وکړه. هغوی یوازې د پانګونې او مالي ګټو په فکر کې دي.

ج- روسیه او چین په ایران کې د نفوذ تمه نه لري؛ یوازې دا چې امریکا ورته د سوداګرۍ لاره خلاصه کړه او اوباما ورته یو ټلیفون وکړ، دوی ته بسنه کوي.

د- د ایران لپاره یوازې د بندیزونو لرې کول مهم وو، که څه هم په بدل کې یې خپل عزت او وسله له لاسه ورکړه. هغوی دا یوه بریا بولي، په داسې حال کې چې امتیازات یې ډېر ذلیلانه وو: د یورانیمو غني کول یوازې تر ۳.۶۷٪ پورې محدودول، د سنټرفیوژونو کمول، د غني شویو یورانیمو ۹۸٪ له منځه وړل، د پوځي سایټونو تفتیش منل او نور...

دا د حیرانتیا ځای دی چې یو نظام دا ډول ذلیلانه امتیازات "بریا" بولي! ځینې خلک خطا کوي او اعتراف پرې کوي، خو دا چې په لوی لاس د امت برخلیک تباه کړې او بیا ورته د بریا جشن ونیسې، دا یوه لویه توره تیاره ده. که څه هم په ایران کې ځینې بیداره خلک پوه شول چې دا یوه ماته ده. خپله خامنه يي هم وروسته هڅه وکړه چې امریکا ته په بد ویلو سره دا ماته پټه کړي، خو دا هر څه له وخته تېر وو. د بندیزونو حل د ذلیلانه امتیازاتو په ورکولو کې نه دی، بلکې د اسلام د اقتصادي نظام په پلي کولو او د عامه شتمنیو په سمه اداره کولو کې دی. که صادق نارینه وي، د ایران تر ځمکې لاندې او باندې شتمنۍ د خلکو د هوساینې لپاره بس دي.

د بندیزونو اغېز باید پر جوړوونکي یې (امریکا) بېرته ور وګرځول شي، نه دا چې د بندیزونو له وېرې خپله وسله او عزت تسلیم شي.

إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغًا لِقَوْمٍ عَابِدِينَ

"بېشکه په دې کې د عبادت کوونکي قوم لپاره (د حق) رسول دي." (سورت الانبیاء [۲۱]: ۱۰۶)

Share Article

Share this article with your network