Home About Articles Ask the Sheikh
null

د يهودي بنسټ د له منځه وړلو لپاره د دعا په اړه د پوښتنې ځواب

October 08, 2024
100
د حزب التحریر امیر، جلیل القدر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فېسبوک پاڼې "فقهي" برخې مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ
د پوښتنې ځواب

اګوس تریسا (Agus Trisa) ته

پوښتنه:

assalamu alaikum wa rahmatullahi wa barakatuhu May Allah protect you wherever you are I want to ask you about this noble verse Allah Subhanahu Wa Ta'ala says: وَاِذَا سَاَلَكَ عِبَادِيْ عَنِّيْ فَاِنِّيْ قَرِيْبٌ ۗ اُجِيْبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِيْ وَلْيُؤْمِنُوْا بِيْ لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُوْنَ

Is it true that God answers all human prayers?

Is there a prayer that God does not answer?

Some people ask, we have prayed for Israel to be destroyed by Allah, but why are they still strong and continuing to attack Gaza?

Thank you for your answer, may Allah reward you with the best reply wassalamu alaikum wa rahmatullahi wa barakatuhu

د پوښتنې ژباړه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، الله دې په هر ځای کې ستا ساتنه وکړي.

زه غواړم له تاسو څخه د دغه مبارک ایت په اړه پوښتنه وکړم، الله سبحانه وتعالی فرمایي:

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ

"او کله چې زما بندګان زما په اړه له تا څخه پوښتنه وکړي، نو (ورته ووایه چې) زه نږدې یم، د دعا کوونکي دعا قبلوم کله چې ما وبولي، نو دوی باید زما حکم ومني او پر ما ایمان ولري ترڅو سمه لاره ومومي." (سورة البقرة: ۱۸۶)

ایا دا سمه ده چې الله سبحانه وتعالی د انسان هره دعا قبلوي؟

ایا داسې کومه دعا شته چې الله سبحانه وتعالی یې نه قبلوي؟

ځینې خلک پوښتنه کوي چې موږ دعا وکړه چې الله دې یهودي بنسټ (اسرائیل) له منځه یوسي، خو ولې دغه بنسټ لا هم قوي دی او پر غزه خپلو بریدونو ته دوام ورکوي؟

ستاسو له ځواب څخه مننه کوم، له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې ستاسو د ښه ځواب په بدل کې درته غوره جزا درکړي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.

د دعا په اړه ځینې داسې مسایل شته چې پوهېدل پرې اړین دي:

۱- که چیرې یو مؤمن په صادقانه زړه داسې دعا وکړي چې په هغې کې د ګناه او د خپلولۍ د پرېکولو خبره نه وي، نو الله سبحانه وتعالی دغه دعا په دریو بڼو قبلوي، لکه څنګه چې د الله سبحانه وتعالی په کتاب او د رسول الله ﷺ په سنتو کې راغلي دي:

الله سبحانه وتعالی د دعا کوونکي دعا قبلوي کله چې هغه ورته غږ وکړي، او د مجبور او بېوسه دعا قبلوي:

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ "او ستاسو رب ویلي دي: ما وبولئ، چې ستاسو دعا قبله کړم." (سورة غافر: ۶۰)

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ "او کله چې زما بندګان زما په اړه له تا څخه پوښتنه وکړي، نو (ورته ووایه چې) زه نږدې یم، د دعا کوونکي دعا قبلوم کله چې ما وبولي." (سورة البقرة: ۱۸۶)

أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ "بلکې هغه څوک دی چې د بېوسه (مجبور) دعا قبلوي کله چې هغه ورته غږ وکړي او بدبختي لیرې کوي." (سورة النمل: ۶۲)

خو د دعا د قبلېدو یو شرعي حقیقت شته چې رسول الله ﷺ بیان کړی دی:

مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَدْعُو اللهَ عَزَّ وَجَلَّ بِدَعْوَةٍ لَيْسَ فِيهَا إِثْمٌ وَلَا قَطِيعَةُ رَحِمٍ، إِلَّا أَعْطَاهُ اللَّهُ بِهَا إِحْدَى ثَلَاثِ خِصَالٍ: إِمَّا أَنْ يُعَجِّلَ لَهُ دَعْوَتَهُ، وَإِمَّا أَنْ يَدَّخِرَهَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ، وَإِمَّا أَنْ يَصْرِفَ عَنْهُ مِنَ السُّوءِ مِثْلَهَا. قَالُوا: إِذًا نُكْثِرُ. قَالَ: اللهُ أَكْثَرُ "هیڅ یو مسلمان داسې دعا نه کوي چې په هغې کې ګناه او د خپلولۍ پرېکول نه وي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی به ورته له دریو شیانو څخه یو ورکوي: یا به یې دعا ژر قبله کړي، یا به یې ورته د اخرت لپاره ذخیره کړي، او یا به ترې د هغې په څېر یو بدبختي (بدي) لیرې کړي. هغوی وویل: نو موږ به ډېره دعا کوو. ده (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: الله (د ورکړې له مخې) تر هغه هم زیات دی." (احمد ۳/۱۸)

همدارنګه فرمايي:

لَا يَزَالُ يُسْتَجَابُ لِلْعَبْدِ مَا لَمْ يَدْعُ بِإِثْمٍ أَوْ قَطِيعَةُ رَحِمٍ مَا لَمْ يَسْتَعْجِلْ. قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، مَا الِاسْتِعْجَالُ؟ قَالَ: يَقُولُ قَدْ دَعَوْتُ وَقَدْ دَعَوْتُ فَلَمْ أَرَ يَسْتَجِيبُ لِي فَيَسْتَحْسِرُ عِنْدَ ذَلِكَ وَيَدَعُ الدُّعَاءَ "د بنده دعا تر هغه وخته قبلیږي ترڅو چې د ګناه یا د خپلولۍ پرېکولو دعا یې نه وي کړې او بیړه یې نه وي کړې. وپوښتتل شول: اې د الله رسوله، بیړه څه شی ده؟ ویې فرمایل: دا چې ووایي: ما دعا وکړه، بیا مې دعا وکړه خو ومې نه لیدل چې قبله شوې وي، نو په هغه وخت کې ستړی (ناامیده) شي او دعا پرېږدي." (مسلم ۴۹۱۸)

نو موږ الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو، که صادق، مخلص او اطاعت کوونکي اوسو، نو په هغه معنا چې رسول الله ﷺ بیان کړې، د هغې پر قبلېدو باوري یو.

۲- دعا په ټولو حالتونو کې د هدف ترلاسه کولو یوازینۍ شرعي طریقه نه ده. دعا یو مستحب عمل دی، خو په جګړو کې د نصرت یا د دولت د تاسیس لپاره "طریقه" نه ده. رسول الله ﷺ د بدر په جګړه کې پوځ چمتو کړ، سرتېري یې په خپلو ځایونو کې ځای پر ځای کړل او د جګړې لپاره یې پوره چمتووالی ونیو، بیا عریش (هغه ځای چې د رسول الله ﷺ لپاره جوړ شوی و) ته ننوت او له الله سبحانه وتعالی څخه یې د نصرت دعا وکړه، دومره ډېره دعا یې وکړه چې ابوبکر رضي الله عنه ورته وویل: "اې د الله رسوله، دا دعا بس ده." (سيرة ابن هشام ۲/۶۲۶). نو دعا د مادي اسبابو د نه کارولو په مانا نه ده، بلکې دعا له مادي اسبابو سره مل وي.

همدارنګه څوک چې غواړي خلافت بیا تاسیس شي، نو یوازې پر دعا باید بسنه ونه کړي، بلکې د هغو کسانو سره یوځای کار وکړي چې د خلافت لپاره کار کوي، او له الله سبحانه وتعالی څخه په دې لاره کې مرسته او د خلافت د ژر راتلو دعا وغواړي. په داسې حال کې چې مادي اسباب کاروي، باید په پوره اخلاص دعا وکړي.

په ټولو کارونو کې همدا اصل دی؛ انسان باید خپل عمل د الله سبحانه وتعالی لپاره مخلص کړي، له رسول الله ﷺ سره په پیروۍ کې صادق وي او په زارۍ سره دعا وکړي، الله سبحانه وتعالی اورېدونکی او قبلوونکی دی.

۳- موږ مخکې هم د دغې پوښتنې په څېر یوې پوښتنې ته د ۱۴۳۲ هجري کال د ذي القعدې پر ۴مه (۲۰۱۱/۱۰/۱) ځواب ویلی و، چې په کې راغلي وو:

[... اما د اسبابو له نیولو سره دعا، نو دا پر پایلو اغېز لري. دا هغه څه وو چې رسول الله ﷺ او صحابه کرامو رضي الله عنهم پرې عمل کاوه؛ رسول الله ﷺ به پوځ تیار کړ او بیا به عریش ته ننوت او دعا به یې کوله. مسلمانانو په قادسیه کې د سیند د تېرېدو لپاره چمتووالی نیولی و او سعد رضي الله عنه الله ته مخ کړ او دعا یې کوله... په همدې ډول رښتیني مؤمنان مادي چمتووالی نیسي او دعا هم کوي. څوک چې د رزق په لټه کې وي، هغه هڅه او زیار باسي او دعا هم کوي؛ یو زده کوونکی درس لولي، خواري کوي او له الله سبحانه وتعالی څخه د بریالیتوب دعا کوي؛ نو دا کار د الله په اجازه پر پایلو اغېز لري.

په "المفاهیم" کتاب کې په ۵۸ مخ کې راغلي: (خو باید وپوهېږو چې که څه هم هغه عمل چې "طریقې" پرې دلالت کړی یو مادي عمل دی او محسوسې پایلې لري، خو دا عمل باید د الله د اوامرو او نواهیو مطابق وي او موخه یې باید د الله رضا وي. همدارنګه پر مسلمان باید له الله سبحانه وتعالی سره د اړیکې احساس غالب وي، نو د لمانځه، دعا، د قرآن تلاوت او داسې نورو له لارې هغه ته نږدېوالی لټوي. مسلمان باید دا عقیده ولري چې نصرت یوازې د الله له لوري دی. له همدې امله د الله د احکامو د پلي کولو لپاره باید په زړونو کې تقوا وي، دعا باید وي، د الله ذکر باید وي او د ټولو کارونو د ترسره کولو پر مهال باید له الله سبحانه وتعالی سره دوامداره اړیکه موجوده وي). له دې څخه څرګندیږي چې په ټولو کارونو کې د اسبابو له نیولو سره د دعا ملګرتیا څومره مهمه ده، او د "لا بد" (اړین دی) کلمې تکرار د دې اهمیت نور هم زیاتوي چې ټول اعمال باید له دعا او له الله سره له دوامداره اړیکې سره مل وي...

  • له اسبابو سره د دعا کارول، لکه څنګه چې مو وویل، د رسول الله ﷺ، صحابه کرامو او مؤمنانو لاره وه. کله چې دا دواړه سره یوځای شي، د الله په اجازه پر پایلو اغېز لري. د دې دواړو یوځای کارول د اسلام له طریقې سره مخالفت نه لري، بلکې هغه څه چې له اسلامي طریقې سره مخالفت لري، یوازې پر دعا بسنه کول دي او د هغې طریقې نه کارول دي چې نصوصو د اسلامي فکر د پلي کولو لپاره بیان کړې ده...].

نو ځکه ستا په پوښتنه کې چې د یهودي بنسټ د له منځه وړلو لپاره د دعا په اړه کوم څه راغلي، په دې کې یوازې دعا کافي نه ده، بلکې د هغه دولت د پوځ شتون اړین دی چې له یهودو سره جګړه کوي، او له دې سره باید دعا مل وي، لکه څنګه چې د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو رضي الله عنهم لاره وه. الله دې مرسته وکړي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الآخر ۴مه د ۲۰۲۴ میلادي کال د اکتوبر ۷مه

د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: https://www.facebook.com/AtaabuAlrashtah.A.HT/posts/122125130186447297

Share Article

Share this article with your network