Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب - په سوريه کې د نړيوالو رول!

October 20, 2016
5024

د پوښتنې ځواب

پوښتنه:

(هولاند په حلب باندې د روسيې هوايي بریدونه "جنګي جنایت" وبلل) (بي بي سي عربي، ۲۰۱۶/۱۰/۲۰)، دا له هغه وروسته و چې په پاریس کې د پوتین له ګډون پرته د روسیې د اورتودوکس مذهبي کلتوري مرکز د پرانیستلو مراسم ترسره شول. دا په ۲۰۱۶/۱۰/۱۹ نېټه و، ځکه چې د کرملین ویاند ډیمیتري پیسکوف د ۲۰۱۶/۱۰/۱۱ نېټه اعلان کړی و چې ولسمشر پوتین پریکړه کړې چې پاریس ته خپل رسمي سفر چې د روانې میاشتې په ۱۹مه پلان شوی و، لغوه کړي. دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د فرانسې ولسمشر په پاریس کې د پوتین په هرکلي کې شک څرګند کړ، او دا شک د سوریې په اړه د فرانسې د طرحې په وړاندې د روسیې لخوا د ویټو کارولو وروسته رامینځته شو چې په اړیکو کې یې کړکیچ رامینځته کړ... نو د دې لامل څه دی؟ او پر روسي - اروپايي اړیکو یې اغېز څه دی؟ ایا دا پیښې به د سوریې په کړکیچ کې د فعالو نړیوالو لورو د بدلون لامل شي؟ په بل عبارت، ایا اروپایي ټولنه به کوم رول ولري او د روسیې رول به پیکه شي؟ الله دې تاسو ته خیر درکړي...

ځواب:

د دې لپاره چې د دې مسلې لامل، اغېز او دا چې ایا دا به په فعالو نړیوالو اړخونو کې د بدلون لامل شي که نه، روښانه شي... لاندې ټکي څېړو:

لومړی: د نړیوال شراکت هغه نظر چې د اوباما ادارې فعال کړی و، پایله یې دا شوه چې روسیې ته په سوریه کې یوه نړیواله دنده وسپارل شي؛ دا په واشنګټن کې یو حقیقت دی. ځینو روسي سیاستوالو به هم دا خبره کوله کله چې به یې له روسانو سره د سوریې د مسلې په بحث کې د امریکا د بره توب (تکبر) په اړه خبرې کولې. امریکا په سوریه کې د وژنې او ویجاړولو د دندې تر شا ولاړه وه... او همدارنګه د سوریې د کړکیچ په حل کې د لاسوهنې څخه د اروپایي هیوادونو په ځانګړي ډول د انګلستان او فرانسې د لیرې ساتلو تر شا هم وه. په عین وخت کې، روسیه باوري وه چې دا نړیواله دنده به په اتوماتیک ډول روسیه په نړیواله کچه په یو فعال دولت بدله کړي، مګر هغه به هر وخت حیرانه پاتې کېده کله چې امریکا په نورو مسلو کې د هغې د شریکولو څخه انکار کاوه. حتی د اوکراین کړکیچ چې د روسیې لپاره خورا حساس دی، امریکا په دې نظر ده چې په سوریه کې له روسیې سره د هغې همکاري په اوکراین کې د روسیې د ګټو د رسمیت پیژندلو لامل نه کیږي؛ ځکه سوریه یوه مسله ده او اوکراین بله مسله.

په دې توګه، روسیه په سوریه کې د مداخلې له امله په نړیواله کچه راڅرګنده شوه او خپل نظامي ځواک یې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړ. که څه هم په واشنګټن کې ځینو سیاستوالو د دې نړیوال شراکت پر پالیسۍ نیوکه کوله -لکه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ۵۰ ډیپلوماتانو هغه سند چې له ادارې څخه یې د سوریې د کړکیچ د یواړخیز حل غوښتنه کړې وه، یعنې پرته له روسیې- خو له روسیې څخه ګټه اخیستنه په واشنګټن کې یوه عملي پالیسي وه. دا امریکایي پالیسي او په نړیواله ډګر کې د روسیې د راڅرګندیدو پایله په لویدیځه اروپا کې د سختې غوسې لامل شوې وه...

دویم: روسیې ولیدل چې د سوریې له امله یې نړیوال مقام پیاوړی کیږي، او د هغې د نظامي ځواک او د سوریې په اړه د کیري - لاوروف د غونډو له لارې ورته د لویوالي چپن بېرته ور په سر شوې ده. له همدې امله، هغې په بشپړ ډول له امریکا سره په دې کې ملګرتیا وکړه چې اروپا له سوریې څخه لیرې وساتي. روسیه له دې څخه خوښه وه چې امریکا دا کړکیچ یوازې د دوی دواړو ترمنځ محدود کړی و، په ځانګړې توګه کله چې دا د واشنګټن په خوښه د امریکا د نفوذ سیمې ته ننوتی یو لوری و... مګر په نړیواله کچه، روسیه داسې ښکاره شوه چې هغه هم د امریکا په څېر په اروپا کې لویو هیوادونو ته اهمیت نه ورکوي. ښايي اروپایي هیوادونو ترې تمه لرله چې د واشنګټن لاره تعقیب نه کړي، بلکې د نړیوال دریځ په اړه د امریکا د واکمنۍ په ماتولو کې ورسره مرسته وکړي... په دې توګه، له امریکا سره د روسیې بشپړې ملګرتیا اروپا ډیره غوسه کړه.

دریم: امریکا له سوریې څخه د اروپا په لیرې ساتلو کې بنسټیز دیوال و او موضوع یې یوازې د ځان او روسیې ترمنځ محدوده کړې وه، خو په دې وروستیو کې اروپا په دې دیوال کې یو درز ولید او هیله یې درلوده چې د هغې له لارې د سوریې کړکیچ ته په لاندې ډول ننوځي:

۱- په تیرو میاشتو کې، امریکا د سوریې د کړکیچ په حل کې د یوې لاسته راوړنې لپاره ګړندي ګامونه پورته کول، ترڅو یو بریالیتوب د ولسمشر اوباما په نوم ثبت کړي چې د واک موده یې پای ته نږدې وه، او همدارنګه د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دیموکراتې هیلري کلینټن د کمپاین ملاتړ وکړي. له همدې امله د امریکا او روسیې ترمنځ موافقې وشوې او روسیې په حلب ښار باندې خپل وحشي بریدونه سخت کړل، چې وروستۍ یې د ۲۰۱۶/۹/۹ نېټه په سوریه کې د جګړې د بندولو په اړه د امریکا او روسیې هوکړه وه.

۲- د سوریې خلکو دا هوکړه رد کړه، یعنې د امریکا پلان یې ونه مانه، او هر مخلص انقلابي د هغوی پیروي وکړه. حتی هغو کسانو چې لږ حیا یې هم درلوده، د دې هوکړې ذلت یې ونه شو زغملی او رد یې کړه. دا ردول هغه وخت اوج ته ورسیدل کله چې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره همکاري رد شوه چې اردوغان د "فرات ډال" عملیاتو په لړ کې داخل کړي وو. امریکا ولیدل چې پر حلب باندې بمبارۍ باید لا وحشي او سختې شي، په دې هیله چې د سوریې پر خلکو او مقاومت کوونکو اغیزه وکړي ترڅو د امریکا پلان یا د هغې یوه برخه ومني، ترڅو د اوباما د دورې له پای ته رسیدو دمخه یو بریالیتوب ثبت شي... ځکه چې امریکا ځان له اپوزیسیون (مخالفینو) سره ښيي، نو له روسیې سره یې تاوتریخوالی زیات کړ ترڅو امریکا د روسانو د وحشي بمباریو د مخالفې په توګه ښکاره شي... تر دې چې امریکا په سوریه کې له روسیې سره د همکارۍ پای ته رسولو اعلان وکړ...

۳- په دې توګه، د روسیې او امریکا ترمنځ لفظي شخړې پیل شوې چې د سپتمبر په ۲۰ او ۲۲ (۲۰۱۶) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال اوج ته ورسیدې... دا په سوریه کې د امریکا نوې ستونزه وه او امریکا د "جګړې د درېدو استراحت" ته مخه کړه، یعنې د کیري-لاوروف د جوړجاړي ناکامي او د امریکا اعلان چې هغه د نورو اختیارونو په لټه کې ده. دا هغه درز و چې اروپا د امریکا په دیوال کې ولید، نو اروپايي هیوادونو په نیویارک کې د عمومي غونډې پر مهال د سوریې د کړکېچ د حل لپاره د کیري-لاوروف د فارمولې په پای ته رسېدو خوشحالي څرګنده کړه، او د دې موقع څخه یې په کلکه ګټه پورته کړه ترڅو د سوریې په کړکېچ کې د امریکا ترڅنګ رول ولري... بیا یې د خپل ځان او روسیې ترمنځ واټن زیات کړ په دې هیله چې امریکا وهڅوي چې روسیه له سوریې څخه وباسي، او دا د اروپا او روسیې ترمنځ د نوي تاوتریخوالي سرچینه ده.

څلورم: د دې نوي فضا او د امریکا په دیوال کې د درز په لیدلو سره، دا طبیعي وه چې اروپایي څرګندونې او نوښتونه د سوریې کړکیچ ته د ننوتلو په موخه پیل شي، چې فرانسه یې په سر کې وه او په هغو کې لاندې ټکي شامل وو:

۱- له روسیې سره د امریکا د همکارۍ د رسمي پای ته رسیدو له اعلان سره سم، فرانسې چټک ګامونه پورته کړل او په امنیت شورا کې یې د فرانسې لخوا د جګړې د بندولو لپاره یوه طرحه وړاندې کړه، چې هدف یې روسیه وه. فرانسې د دې طرحې لپاره د خپلو بهرنیو چارو د وزیر ایرولټ په واسطه د اکتوبر په ۵ او ۶ (۲۰۱۶) نېټه مسکو ته په سفر سره لاره هواره کړه ترڅو روسي لوری د فرانسې طرحې ته قانع کړي... د فرانسې طرحې د حلب پر سر د الوتنې د ممنوعیت غوښتنه کوله، چې دا د امریکا او روسیې د پخوانیو تفاهماتو برعکس وه چې د انقلابیانو د تسلیمولو لپاره یې د بمباریو په دوام ټینګار کاوه. له همدې امله روسیه د فرانسې د وزیر د سفر پر مهال له ستونزې سره مخ وه؛ له یوې خوا یې ویل چې د فرانسې طرحه مسایل ساده کوي او له بلې خوا یې د هغې له ردولو ویره درلوده. د خپلې طرحې د بریا لپاره د فرانسې د هڅو په دوام، د هغې د بهرنیو چارو وزیر له مسکو وروسته واشنګټن ته هم سفر وکړ ترڅو په امنیت شورا کې د دې طرحې لپاره د امریکا ملاتړ خوندي کړي.

۲- روسیې د ۲۰۱۶/۱۰/۸ نېټه په امنیت شورا کې د ویټو په واسطه د فرانسې ټولې هڅې شنډې کړې... په دې توګه د روسیې او فرانسې او ورسره د هغو اروپایي هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو چې روسیه یې د سوریې کړکیچ ته د دوی د ننوتلو په وړاندې یو نوی دیوال ګاڼه. داسې ښکاریده چې امریکا په قصدي ډول په خپل دیوال کې درز رامینځته کړی و ترڅو د اروپایي هیوادونو طمعه راوپاروي، وروسته له هغه چې هغې ډاډ ترلاسه کړ چې روسیه به هغې دندې ته ژمنه پاتې شي چې امریکا ورته سپارلې ده.

۳- فرانسې ته د روسیې د ولسمشر پوتین پلان شوی سفر د ۲۰۱۶/۱۰/۱۹ نېټه د روسیې او فرانسې د اړیکو له دې تاوتریخوالي سره سمون وخوړ. که څه هم دا د یو روسي کلتوري مرکز او اورتودوکس کلیسا د پرانیستلو لپاره یو ځانګړی سفر و، خو د پرانیستلو په دغو مراسمو کې د پوتین ترڅنګ د فرانسې د ولسمشر پر ګډون هم هوکړه شوې وه. د دې تاوتریخوالي له امله، د فرانسې ولسمشر د ۲۰۱۶/۱۰/۱۰ نېټه اعلان وکړ چې په دغه ځانګړي سفر کې د پوتین په هرکلي کې شک لري، په داسې حال کې چې کرملین له مسکو څخه د روسي ولسمشر د سفر لپاره د معمول په څېر د ترتیباتو د دوام اعلان کاوه. په دې توګه روسیه په یو سخت حالت کې راغله، ځکه فرانسې اعلان وکړ چې د فرانسې ولسمشر به له پوتین سره د سفر پر مهال یوازې د سوریې د کړکیچ په اړه بحث وکړي او د اخلاقو له مخې به د پرانیستلو په مراسمو کې چې پلان شوي وو، ورسره ګډون ونه کړي. (فرانسوي مشر وویل چې هغه فرانسې ته د خپل روسي سیال د سفر امکان یوازې په دې شرط په پام کې نیسي چې هدف یې یوازې د سوریې د قضیې په اړه بحث وي، او ویې ویل: "زه د پرانیستلو په مراسمو کې د پوتین سره د ملګرتیا اراده نه لرم، بلکې زه چمتو یم چې یوازې د سوریې د ستونزو په اړه بحث ته دوام ورکړم، او دا هغه څه دي چې ما روسي ولسمشر ته تایید کړي دي") (روسیا الیوم، ۲۰۱۶/۱۰/۱۱). نو روسیه غوسه شوه او په مسکو کې د ۲۰۱۶/۱۰/۱۱ نېټه پاریس ته د روسي ولسمشر د سفر د لغوه کیدو اعلان وشو. په دې توګه د فرانسې او روسیې ترمنځ تاوتریخوالی خورا لوړې کچې ته ورسید.

۴- د فرانسې لخوا د فشارونو زیاتوالی دوام درلود: (پاریس: یوې سیمه ییزې فرانسوي ورځپاڼې راپور ورکړی چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ویلي چې هغه د سوریې له حکومت څخه د ملاتړ له امله پر روسیې د فشار کمولو اراده نه لري، خو لا هم چمتو دی چې د جګړې په اړه د بحث لپاره له ولسمشر پوتین سره وګوري.) (رویټرز عربي، ۲۰۱۶/۱۰/۱۶)

۵- (د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ او د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د پنجشنبې په ورځ ۲۰۱۶/۱۰/۲۰ نېټه په حلب ښار باندې د روسیې او سوري رژیم هوايي بریدونه په کلکه وغندل. دا په برلین کې د فرانسې-جرمني-روسیې د سرمشریزې په پای کې په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې و. هولانډ دا بریدونه "جنګي جنایت" وبلل... له خپلې خوا میرکل پر حلب باندې د روسیې او سوریې بریدونه "غیر انساني" وبلل...) (بي بي سي عربي، ۲۰۱۶/۱۰/۲۰).

  • دا د فرانسې او روسیې د اړیکو د ترخېدو لاملونه دي، چې اوس د پیښو په ځانګړي ډول د سوریې د کړکیچ په سر کې دي... په ځانګړي توګه له دې امله چې فرانسه د روسیې په څېر په سیاسي مانورونو کې ماهره نه ده، یعنې تاوتریخوالی د لا زیات تاوتریخوالي لامل کیږي او کیدای شي د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د یو ډول کړکیچ حالت ته ورسیږي...

پنځم: مګر په عمومي توګه په اروپایي اړیکو کې د روسیې او فرانسې د اړیکو د تاوتریخوالي اغیز او د دغو اړیکو پایلې په لاندې ډول دي:

۱- د روسیې او فرانسې ترمنځ تاوتریخوالی له ټولې اروپا سره د روسیې د اړیکو تاوتریخوالی دی، په ځانګړې توګه د اغیزمنو اروپایي هیوادونو، لکه انګلستان او تر یوې کچې جرمني... د فرانسې موقف او په امنیت شورا کې د هغې پریکړه د انګلستان په ګډون د اروپایي ټولنې استازیتوب کوي چې لا هم د هغې غړی دی. بلکې انګلستان خپله پالیسي تر ډیره حده له فرانسې سره همغږې کوي، او فرانسه په خپل معمول سرعت او له پوهاوي پرته زړورتیا سره په نړیوالو سیاستونو کې د اروپایي ټولنې او په ځانګړي ډول د انګلستان لپاره د سر د نېزې (حربې) حیثیت لري. تر ټولو ښکاره نښه یې د روسیې او فرانسې د تاوتریخوالي په چټکۍ سره د روسیې او انګلستان ترمنځ په تاوتریخوالي بدلیدل دي. "د امنیت شورا له رایې ورکولو لږ وروسته، د انګلستان استازي په خپله وینا کې په کلکه ټینګار وکړ چې د روسیې ویټو د هغه 'شرم' استازیتوب کوي چې موږ د روسیې د کړنو په اړه پوهیږو" (العربیه نیټ، ۲۰۱۶/۱۰/۸). همدارنګه میډل ایسټ اون لاین د ۲۰۱۶/۱۰/۱۱ نېټه لیکلي: (جانسن پارلمان ته وویل: "که روسیه خپل اوسني چلند ته دوام ورکړي، زما په اند دا لوی هیواد د دې خطر سره مخ دی چې یو 'سرکښه دولت' وګرځي"، او د جګړې ضد ډلو څخه یې وغوښتل چې د روسیې د سفارت مخې ته لاریون وکړي. هغه زیاته کړه: "ټول موجود شواهد د دې وحشتناک عمل مسؤلیت روسیې ته راجع کوي"، چې د بشري مرستو په کاروان باندې برید ته یې اشاره وه.) ترڅو روسیه بله ورځ د روسي سپوټنیک په وینا ۲۰۱۶/۱۰/۱۲ ځواب ورکړي: (د روسیې دفاع وزارت د جانسن ادعاګانې د هغې عصبي رواني ناروغۍ پایله وبلله چې هغه کسان پرې اخته کیږي چې له نورو سره کینه پالي. د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف وویل چې د جانسن ادعاګانې د "روسي ضد هسټریا" نښې دي چې د انګلستان د ځینو سیاسي مشرانو سره مل دي)... بیا هغه څرګندونې چې موږ مخکې یادې کړې: (هولانډ دا بریدونه "جنګي جنایت" وبلل... میرکل د حلب بریدونه "غیر انساني" وبلل..) (بي بي سي عربي، ۲۰۱۶/۱۰/۲۰).

یعنې له روسیې سره تاوتریخوالی پراخیږي ترڅو ټوله اروپایي ټولنه پکې شامله شي، او په اروپا کې دا غږونه پورته کیږي چې باید پر روسیې فشار راوړل شي او د سوریې له امله پرې نوي بندیزونه ولګول شي... په دې توګه، فرانسه، انګلستان او نور اروپایي هیوادونه له روسیې سره د خپلو اړیکو د لا زیات تاوتریخوالي په لور روان دي، او د روسیې او د هغې له پالیسیو سره خپل مخالفت څرګندوي. دا ټول په دې هیله دي چې دغه هیوادونه د سوریې په کړکیچ کې چې د لومړۍ درجې نړیواله مسله ده، ځای ولري. د دې هیوادونو په نیتونو کې د مسلمانانو لپاره هیڅ خیر نشته، ځکه د اروپایي هیوادونو لپاره مسله په سوریه کې د مسلمانانو په وړاندې د روسیې لخوا ترسره شوي قتل عام نه دی، ځکه د دغو هیوادونو دریځونه په تیرو شپږو کلونو کې په سوریه کې د روانو وینو په وړاندې په بې پروایۍ ولاړ وو، بلکې مسله دا ده چې دا هیوادونه د لویو قدرتونو په توګه د سوریې د مسلې په حل کې برخه واخلي...

۲- په اروپایي ټولنه کې پیښې د فرانسې او روسیې د اړیکو د تاوتریخوالي له مخې ګړندۍ شوې دي: (انګلستان او فرانسې له اروپایي ټولنې وغوښتل چې په سوریه کې د روسیې هوايي بریدونه وغندي او پر مسکو نور بندیزونه ولګوي... د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایرو وویل چې پر روسیې فشار باید قوي وي، او اشاره یې وکړه چې د اروپایي ټولنې لخوا د یو متحد موقف ښودل په حلب کې د خلکو د قتل عام د بندولو په برخه کې د پرمختګ لامل کیدی شي. انګلستان او فرانسه غواړي پر شلو نورو سوریایانو د سفر بندیز ولګوي، او همدارنګه ۱۲ نور روسان د بندیزونو په لیست کې شامل کړي چې دوه سوه نور کسان پکې شامل دي، په شمول د دریو ایرانیانو، په سوریه کې د روانې جګړې د رول له امله...) (الجزیره، ۲۰۱۶/۱۰/۱۷)... همدارنګه د مالي بندیزونو موضوع پرته له کوم رسمي پریکړې څخه تمرین کیږي: (د "روسیا الیوم" خبري شبکې اعلان وکړ چې یو بریتانوي بانک د هغې ټولې بانکي شتمنۍ کنګل کړې دي، پرته له دې چې د دې پریکړې لامل روښانه کړي... "روسیا الیوم" د خپلې مدیرې مارګریتا سیمیونیان له قوله په ټویټر کې لیکلي: "زموږ ټولې شتمنۍ یې په انګلستان کې وتړلې، ټولې شتمنۍ! او پریکړه د بیاکتنې وړ نه ده"...) (الجزیره، ۲۰۱۶/۱۰/۱۷)... (اروپایي مشران د پنجشنبې په ورځ ۲۰۱۶/۱۰/۲۰ په بروکسل کې له روسیې سره پر خپلو اړیکو بحث کوي او یو له مطرحو انتخابونو څخه په سوریه کې د هغې د کړنو له امله پر مسکو د بندیزونو لګول دي...) (رویټرز عربي، ۲۰۱۶/۱۰/۱۹).

۳- که چیرې د روسیې سره د فرانسې او اروپا په اړیکو کې تاوتریخوالی زیات شي، نو د روسیې او اروپا ترمنځ د شخړې دروازه به پراخه شي، او پایلې یې ښايي په اوکراین یا د ختیځې اروپا په هره بله سیمه کې راڅرګندې شي، او اروپایي هیوادونه ښايي پر روسیې بندیزونه ولګوي... له اروپا سره د روسیې د اړیکو د تاوتریخوالي د زیاتوالي لاملونه ډیر دي، او یوازې د سوریې په کړکیچ پورې محدود نه دي، که څه هم دا په نړیواله کچه خورا مهمه مسله ده. که روسیه له اروپا سره په چلند کې له هوښیارۍ کار وانخلي، نو د اروپا سره د اړیکو له خرابیدو څخه به تر ټولو لویه زیانمنونکې هغه وي. د سوریې په کړکیچ کې د هغې د راڅرګندیدو په سیوري کې، روسیه په خپلو نړیوالو اړیکو کې کافي هوښیاري نه ښیې؛ په داسې حال کې چې نړۍ په سوریه کې د جنګي جنایتونو په اړه خبرې کوي، روسیه بیرته راځي او پر حلب باندې د خپلو بمباریو کچه لوړوي. دا د روسانو د سیاسي لید د لنډوالي څخه رامینځته کیږي؛ دوی نن له امریکا سره پر خپلو اړیکو ډاډمن دي، او پوهیږي چې د سوریې په اړه له امریکا سره د دوی په اړیکو کې ښکاره تاوتریخوالی حقیقي نه دی. د همدې تاوتریخوالي په سیوري کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لوزان کې د کیري او لاوروف ترمنځ د غونډې اعلان وکړ، او دا غونډه په حقیقت کې د ۲۰۱۶/۱۰/۱۵ نېټه ترسره شوه، وروسته له هغه چې هغې ځینې پیروان او ملګري د خپل عزت ساتلو لپاره ورګډ کړل، ځکه هغې مخکې له روسیې سره د ناستو د بندولو اعلان کړی و او اوس ورسره ګوري! په داسې حال کې چې اروپا یې له ګډون څخه لیرې ساتلې ده!

۴- داسې ښکاري چې روسیې هغه ستونزه درک کړې چې پکې راګیره ده، ځکه امریکا هغه په وحشي بمباریو کې د سر نېزه ګرځولې، او اروپا له دې مصنوعي تاوتریخوالي څخه چې د امریکا او روسیې ترمنځ دی ګټه پورته کړه او د روسیې د وحشي بریدونو په وړاندې یې دریځ سخت کړ... نو روسیې وغوښتل چې د اروپا دغه فشار کم کړي، له همدې امله یې د اوربند په اړه خبرې پیل کړې: (روسیې د "بشري اوربند" اعلان وکړ چې په ترڅ کې به یې د سوريې پر حلب ښار بمبارۍ بندې کړي. روسیې وویل چې هغه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ۲۰۱۶/۱۰/۲۰ د اته ساعتونو لپاره پر حلب بمبارۍ بندې کړي، چې د ځايي وخت له مخې سهار اته بجې پیل او د مازدیګر تر څلورو بجو به دوام وکړي... دا ګام په داسې حال کې اخیستل کیږي چې د حلب په هوايي برید کې د یوې کورنۍ د ۱۴ غړو د وژل کیدو خبرونه ورکړل شوي دي...) (بي بي سي عربي، ۲۰۱۶/۱۰/۱۷)... همدارنګه پوتین ومنله چې د اروپایانو سره د سوریې په موضوع بحث وکړي، وروسته له هغه چې مخکې یې له هولانډ سره رد کړی و: (د فرانسې ولسمشرۍ پرون اعلان وکړ چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل به نن چهارشنبه په برلین کې د سوریې د کړکیچ په اړه یوه "کاري غونډه" وکړي...) (آژانسونه، د الخلیج ورځپاڼه، ۲۰۱۶/۱۰/۱۹)...

  • په دې توګه، د فرانسې او روسیې په اړیکو کې رامینځته شوی تاوتریخوالی د اروپایي ټولنې پر هیوادونو منعکس شوی او له همدې امله روسیه له اروپا سره په ستونزه کې راګیره شوې ده. هغه اوس هڅه کوي چې له دې ستونزې څخه د وتلو لاره ومومي، نو له اروپایي ټولنې سره ګوري او د سوریې پر کړکیچ بحث کوي، وروسته له هغه چې له هولانډ سره یې د دې بحث څخه انکار کړی و چې له امله یې د پوتین سفر لغوه شو او پیښې تر پخوا لا ګرمې شوې...

شپږم: مګر دا چې ایا د دې پیښو په پایله کې به په سوریې پورې اړوند سیمه ییزو یا نړیوالو اړخونو کې بدلون راشي... نو تمه نه کیږي چې کوم بدلون به راشي. فعال نړیوال اړخونه به همغه پاتې شي، یعنې امریکا او د هغې وکیلان روسیه، ایران، ترکیه او سعودي عربستان. مګر د اروپایي ټولنې برخه ډیره نه ده او د دې ثبوت دا دی چې د روسیې په وړاندې د اروپا د سختې لهجې او د سوریې په کړکیچ کې د رول درلودلو لپاره امریکا ته د نږدې کیدو د هڅو سره سره، امریکا د ۲۰۱۶/۱۰/۱۵ نېټه د لوزان غونډې ته بلنه ورکړه او اروپا یې له ګډون څخه لیرې وساتله. په کنفرانس کې روسیه د امریکا تر څنګ وه، سره له دې چې امریکا له روسیې سره د اړیکو د پرېکون او تاوتریخوالي ننداره کوله..! کله چې امریکا ولیدل چې اروپا له دې مسلې څخه ناراضه شوې، نو امریکا د ۲۰۱۶/۱۰/۱۶ نېټه له اروپا سره یوازې د هغوی د خوشاله کولو لپاره یوه ناسته وکړه، پرته له دې چې نور اړخونه پکې وي، او یوازې خبرې اترې وشوې او غونډه لکه څنګه چې پیل شوې وه هغسې پای ته ورسیده...

  • له همدې امله، ډیر احتمال شته چې د سوریې په کړکیچ کې نړیوال رول به یوازې په امریکا، د هغې په وکیلې روسیې او بیا په پیروانو پورې محدود پاتې شي.

دا د نړیوالو او سیمه ییزو اړخونو له نظره دي؛ دوی مکر او چلونه کوي، مګر په شام او له شام څخه بهر د الله سبحانه وتعالی لپاره مخلص او له رسول الله ﷺ سره صادق سړي شتون لري چې امریکا، روسیې او د هغوی پیروانو ته به اجازه ورنکړي چې په شام کې د ثبات لپاره خپل مکر او ناوړه پلانونه پلي کړي. بلکې د الله په خوښه به د دوی حال د دوی د پخوانیو ملګرو په څېر وي:

قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُمْ مِنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

"بېشکه هغو کسانو چې له دوی نه مخکې وو، مکر (او حيلې) وکړې، نو الله د هغوی د ودانۍ بنیادونه را ونړول، نو پر هغوی باندې چت له پاسه راوغورځېد او هغوی ته عذاب له هغه ځایه راغی چې دوی یې تصور هم نه کاوه." (نحل: ۲۶)

د ۱۴۳۸ هجري سپوږمیز کال د محرم الحرام ۱۹مه د ۲۰۱۶ میلادي کال د اکتوبر ۲۰مه

Share Article

Share this article with your network