(د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ، چې د خپلې Facebook پاڼې «فقهي» برخې پوښتونکو ته یې ورکړي دي)
د پوښتنې ځواب: په خطا سره قتل کې دیت
ته: Hamzeh Shihadeh
پوښتنه:
السلام علیکم، یوه پوښتنه لرم: د «جزاګانو نظام» (نظام العقوبات) په کتاب کې راغلي چې قتل څلور ډوله دی، او څلورم ډول یې هغه دی چې د «خطا په څېر» (ما أجري مجرى الخطأ) بلل کېږي؛ او داسې تعریف شوی چې دا د فاعل (کوونکي) له ارادې پرته قتل دی. که دا قتل د هغه له ارادې پرته وي، نو هغه څنګه دیت ورکوي؟ په داسې حال کې چې په شريف حدیث کې راغلي چې زما له امت څخه خطا بښل شوې ده؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
کومه پوښتنه چې تا کړې، د هغې په اړه د «جزاګانو نظام» په کتاب کې داسې نصوص راغلي دي:
(قتل پر څلورو ډولونو دی: عمد (قصدي)، شبه عمد (نیم قصدي)، خطا، او هغه څه چې د خطا په څېر ګڼل کېږي. د «عمد» قتل حکم د الله سبحانه وتعالی له دې قول څخه څرګند دی:
وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا
"او څوک چې یو مومن په قصدي توګه ووژني..." (سورة النساء: ۹۳)
او د «شبه عمد» په اړه بیا د هغه حدیث څخه څرګند دی چې عبدالله بن عمرو بن العاص روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
أَلَا إِنَّ دِيَةَ الْخَطَأِ شِبْهَ الْعَمْدِ مَا كَانَ بِالسَّوْطِ مِائَةٌ مِنَ الْإِبِلِ مِنْهَا أَرْبَعُونَ فِي بُطُونِهَا أَوْلَادُهَا
"خبر اوسئ، د شبه عمد خطا دیت –چې په قمچینه (وهلو) سره وي– سل اوښان دي، چې څلوېښت یې باید په خېټو کې بچي ولري (امیندواره وي)." (سنن ابي داود)
او د «خطا» قتل په اړه حکم د الله سبحانه وتعالی له دې قول څخه څرګند دی:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً
"او د هیڅ مومن لپاره دا جایز نه ده چې بل مومن ووژني، مګر په خطا سره." (سورة النساء: ۹۲)
او هغه قتل چې «د خطا په څېر» (ما أجري مجرى الخطأ) بلل کېږي، دا په اصل کې د خطا یو ډول دی، خو د خطا قتل تعریف ورباندې نه صادقېږي، ځکه واقعیت یې له خطا سره توپیر لري. په خطا کې د فعل اراده شتون لري (مثلاً د نښې ویشتل)، خو په هدف کې خطا کېږي؛ مګر هغه څه چې د خطا په څېر ګڼل کېږي، هلته په مطلق ډول د فعل اراده هم نه وي، بلکې فعل د انسان له ارادې پرته واقع کېږي... لکه یو څوک چې په خوب کې پر بل چا واوړي او هغه ووژني، یا له کومې لوړې ځایه پر چا راولوېږي او هغه ووژني، یا یې پښه وښويېږي او پر بل چا ولګېږي او هغه ووژل شي... له همدې امله، د داسې وژنې حکم د لومړي ډول خطا په څېر دی، یانې سل اوښان دیت ورباندې واجب دی، او کفاره هم ورباندې لازمه ده چې هغه د یوه مريي ازادول دي، او که یې وس نه وي، نو دوه میاشتې پرله پسې روژې نیول دي.) پای.
اوس ستا د پوښتنې ځواب ته راځو:
هغه حدیث چې ابن حبان له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي الْخَطَأَ وَالنِّسْيَانَ وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ
"بېشکه الله سبحانه زما له امت څخه خطا، هېر او هغه څه چې ورباندې مجبور کړل شوي وي، بښلي دي." (ابن ماجه)
دا حدیث ستا پر استدلال دلالت نه کوي؛ ځکه د حدیث مانا دا ده چې الله سبحانه وتعالی خطا کوونکی، هېروونکی او مجبور شوی کس نه نیسي، یانې پر فعل یې ګناه نه مرتب کېږي ځکه الله سبحانه هغه بښلي دي. نو هغه څوک چې په خطا سره بل څوک وژني، مثلاً پر مرغۍ ډز کوي خو پر انسان لګېږي، هغه شرعاً ګناهکار نه دی. همدا راز هغه څوک چې په داسې فعل سره بل څو وژني چې «د خطا په څېر» وي، مثلاً له لوړ ځای څخه راغورځېږي او بل څوک وژني، هغه هم شرعاً ګناهکار نه دی؛ ځکه په دواړو حالتونو کې دا شریف حدیث ورباندې صادقېږي او ګناه ترې پورته شوې ده... داسې ښکاري چې دا پوښتنه تاته ځکه پیدا شوې چې تا فکر کړی د دیت ورکول د قتل د فعل سزا ده، په داسې حال کې چې فعل د فاعل په اراده نه دی شوی، نو تا ځان سره ویلي چې هغه څنګه سزا کېږي؟
خو سمه خبره دا ده چې په خطا او «د خطا په څېر» قتل کې دیت د وژنې د فعل «سزا» (عقوبه) نه ده. د دې خبرې ثبوت دا دی چې دا دیت د «عاقله» په مال کې واجب دی، چې هغوی د سړي عصبې (خپلوان) دي: لکه وروڼه، اکاګان او د هغوی اولادونه که هر څومره ښکته لاړ شي... که څه هم هغوی اصلاً هیڅ نه دي کړي. او دا دیت د هغه قاتل په خپل مال کې واجب نه دی چې په خطا یې وژنه کړې ده... که دا د هغه د فعل سزا وای، نو دیت به د هغه په خپل مال کې واجب وای، لکه څنګه چې په قصدي (عمد) قتل کې د قاتل په مال کې واجب وي.
د دې لپاره چې په خطا سره قتل کې دیت د قاتل په مال کې نه بلکې د عاقله په مال کې وي، شرعي دلیل دا دی:
ابن ماجه په خپل سنن کې له مغیرة بن شعبه څخه روایت کړی چې ویې فرمایل:
قَضَى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم بِالدِّيَةِ عَلَى الْعَاقِلَةِ
"رسول الله صلی الله علیه وسلم دیت پر عاقله (د پلار لوري خپلوانو) واجب کړی دی." (ابن ماجه)
دلته درته د هغو فقهاوو نظرونه هم راخلم چې پر همدې استدلال یې کړی:
د ابو حنیفه رحمه الله ملګری، ابو یوسف په خپل کتاب «الآثار» کې وايي: (...او په خطا سره وژنه دا ده چې ته د یو شي اراده وکړې خو په وسله بل څوک ووژل شي، نو په دې کې دیت پر عاقله دی...)
په «السنن الکبری» کې بیهقي وايي: (شافعي رحمه الله وویل: زه داسې څوک نه پېژنم چې په دې کې یې مخالفت کړی وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دیت پر عاقله واجب کړی دی، او دا د «حدیث الخاصه» څخه هم زیات مشهور دی). همدا راز په «الأم» کې شافعي وايي: (عقل یا دیت دوه ډوله دی: د عمد (قصدي) قتل دیت د جنایتکار په خپل مال کې دی، که کم وي او که زیات؛ او د خطا قتل دیت د جنایتکار پر عاقله دی، که کم وي او که زیات).
ابن قدامه په «المغني» کې وایي: (ابن المنذر وویل: ټول هغه اهل علم چې موږ ترې علم اخیستی، په دې متفق دي چې د خطا قتل دا دی چې یو څوک نښه ولي خو پر بل چا ولګېږي؛ زه نه پوهېږم چې هغوی دې په دې کې اختلاف ولري. دا د عمر بن عبدالعزیز، قتاده، نخعي، زهري، ابن شبرمه، ثوري، مالک، شافعي او اصحاب الرأی قول دی. نو د خطا په دې ډول کې دیت پر عاقله واجب دی او کفاره د قاتل په مال کې ده، پرته له کوم اختلافه چې موږ پرې پوهېږم).
خلاصه دا چې په خطا سره قتل کې دیت د قاتل لپاره سزا نه ده چې ګواکې هغه د خطا قتل له امله ګناهکار شو، که داسې وای نو دیت به د هغه له خپل مال څخه وای، نه د عاقله له مال څخه چې هغوی قتل نه دی کړی. نو خطا کوونکی قاتل په خطا یا د خطا په څېر قتل کې ګناهکار نه دی او دا شریف حدیث ورباندې صادقېږي.
خو دا چې ولې شارع (الله سبحانه وتعالی) په خطا او د خطا په څېر قتل کې دیت د عاقله پر مال فرض کړی، دا یو حکمت دی چې شارع موږ ته نه دی بیان کړی، او الله ښه پوهېدونکی او حکیم دی.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د Facebook پاڼې څخه د ځواب لېنک:
![]()
د امیر د Google Plus پاڼې څخه د ځواب لېنک:
![]()
د امیر د Twitter پاڼې څخه د ځواب لېنک:
![]()
د امیر له وېبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر