(د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته لخوا د خپلې فیسبوک پاڼې "فقهي" مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)
عبدالله ابو مفید ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
په نظام الإسلام کتاب کې د فرض تعریف داسې شوی چې د هغه پر کوونکي ثواب دی او پر پرېښودونکي یې عقاب (عذاب) دی. خو په الشخصية الإسلامية (۳ ټوک) کې د فرض په تعریف کې یوازې د پرېښودونکي پر عقاب ټینګار شوی او د کوونکي د ثواب یادونه نه ده شوې... نو کوم تعریف غوره شوی (متبنی) دی؟
الله تعالی مو په کار کې برکت واچوه.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
د هغه څه ترمنځ چې په نظام الإسلام او الشخصية کې ذکر شوي، د بحث د سیاق (بستر) له اړخه هیڅ توپیر نشته. هغه څه چې په نظام الإسلام کې راغلي، یو عام تعریف ته نږدې وو پرته له دې چې یوازې په طلب یا ترک کې د "جزم" (پرېکنده والي) پر قرینې باندې بسنه وشي، او دا په نظام الإسلام کې له راغلي متن څخه په ښکاره څرګندیږي:
"... پر همدې بنسټ، فرض او واجب هغه څه دي چې پر کوونکي یې ستاینه کېږي او پر پرېښودونکي یې غندنه، یا هغه څه دي چې پرېښودونکی یې د پرېښودلو په بدل کې د عقاب مستحق ګرځي. او حرام هغه څه دي چې کوونکی یې غندل کېږي او پرېښودونکی یې ستایل کېږي، یا هغه څه دي چې کوونکی یې د ترسره کولو له امله د عقاب مستحق ګرځي..."
دلته عام تعریف "غندنه او ستاینه" ذکر شوی او په عین وخت کې یې په فرض کې د جزم قرینه هم ذکر کړې او ویلي یې دي: "هغه څه دي چې پرېښودونکی یې د پرېښودلو په بدل کې د عقاب مستحق ګرځي". د کوونکي ستاینه یې ځکه ذکر نه کړه، چې د کوونکي ستاینه بالضروره د دې معنی نه ورکوي چې دا فعل فرض دی، بلکې کېدای شي مندوب (سنت) وي. مګر پر ترک باندې عقاب هغه څه دي چې حتمي جزم افاده کوي... او همدا رنګه کله چې یې د حرام لپاره د جزم قرینه ذکر کړه، ومې ویل: "هغه څه دي چې کوونکی یې د ترسره کولو له امله د عقاب مستحق ګرځي".
خو په الشخصية الإسلامية (۳ ټوک) کې تعریف یو اصولي بحث دی، نو ځکه یې د عام تعریف پر ځای د جزم پر قرینې تمرکز کړی او ویلي یې دي:
"واجب هغه دی چې په شرعي ډول د هغه پر قصدي پرېښودونکي په مطلق ډول غندنه وشي. د پرېښودونکي د شرعي غندنې معنی دا ده چې د الله سبحانه وتعالی په کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو او یا د صحابهوو په اجماع کې داسې څه راغلي وي چې که چا دا کار پرېښود، نو هغه به ملامت او ملامتیا ته نږدې وي. په دې کې د خلکو غندنه اعتبار نه لري، بلکې اعتبار په شرع کې غندنې ته دی... او که چېرې د شارع خطاب د یو فعل د پرېښودلو په اړه په پرېکنده (جازم) ډول وي، نو هغه حرام دی چې مترادف یې محظور دی. او حرام هغه دی چې کوونکی یې په شرعي ډول غندل کېږي..."
دلته پر جزم باندې د قرینې لپاره پر "غندنې" تمرکز شوی او پر "ستاینې" تمرکز نه دی شوی؛ ځکه چې د یو فعل لپاره د کوونکي غندل پر دې دلالت کوي چې دا فعل حرام دی، یعنې غندنه د جزم افاده کوي. په همدې ترتیب، د یو فعل د پرېښودلو غندنه پر دې دلالت کوي چې دا فعل فرض دی. لکه څنګه چې وینئ، ستاینه یې ځکه ذکر نه کړه چې ستاینه دلته د جزم افاده نه کوي؛ ځکه نه یوازې د فرض کوونکی ستایل کېږي، بلکې د مندوب کوونکی هم ستایل کېږي.
خلاصه دا چې په نظام الإسلام کې راغلی تعریف ډېر جامع او عام دی، لکه څنګه چې راغلي: "... پر همدې بنسټ، فرض او واجب هغه څه دي چې پر کوونکي یې ستاینه کېږي او پر پرېښودونکي یې غندنه، یا هغه څه دي چې پرېښودونکی یې د پرېښودلو په بدل کې د عقاب مستحق ګرځي..." او په الشخصية الإسلامية دریم ټوک کې راغلی تعریف د جزم پر قرینې تمرکز کوي: "واجب هغه دی چې په شرعي ډول د هغه پر قصدي پرېښودونکي په مطلق ډول غندنه وشي..." تر پایه.
امید دی چې دا ځواب به بسنه وکړي.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۲۷ ذوالقعدې ۱۴۳۹ هـ ق د ۲۰۱۸/۰۸/۰۹ م کال سره سم
د امیر (حفظه الله) د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر (حفظه الله) د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس
د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: ویب پاڼه