د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د هغه د فېسبوک پاڼې "فکري" د لیدونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ
د یوې پوښتنه ځواب
اسلامي فلسفه
اسد الظاهریه ته
پوښتنه:
د حزب التحریر په المفاهیم کتاب کې، په ۳۵ مخ، ۷ او ۹ کرښو کې "اسلامي فلسفه" یاد شوې ده، په داسې حال کې چې زموږ په نزد په حزب کې دا معلومه ده چې په اسلام کې نه فلسفه شته او نه هم فلاسفه.
الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي.
ځواب:
په المفاهیم کتاب کې، ۳۵ مخ کې داسې راغلي دي:
(پر دې بنسټ، انساني عمل یوه ماده ده چې انسان یې په مادي ډول ترسره کوي، خو کله چې یې ترسره کوي، له الله سبحانه وتعالی سره د خپلې اړیکې په درک کولو سره یې ترسره کوي چې آیا دا عمل حلال دی که حرام؛ نو پر همدې بنسټ یې ترسره کوي او یا ترې ډډه کوي. له الله سره د اړیکې په اړه د انسان دا درک "روح" دی. همدا روح دی چې انسان مجبوروي ترڅو د الله شرع وپېژني ترڅو خپل عملونه پرې متمایز کړي؛ نو کله چې پوه شي کوم عملونه الله خوشاله کوي او کوم یې ناراضه کوي، نو خیر له شر څخه بېلوي. همدارنګه د قبیح (بدو) او حسن (ښو) ترمنځ هغه وخت توپیر کولی شي چې شرع ورته حسن او قبیح فعلونه وټاکي، ترڅو هغه ارزښتونه وویني چې په اسلامي ټولنه کې د اسلامي ژوند لپاره د شرعي احکامو مطابق لازم دي. له همدې لارې انسان کولی شي چې د عمل د ترسره کولو پر مهال له الله سره خپله اړیکه درک کړي، او د همدې درک پر بنسټ یو عمل ته مخه کړي او یا ترې لاس واخلي؛ ځکه چې هغه د عمل په ډول، صفت او ارزښت پوهېږي. له همدې ځایه، د اسلام فلسفه د مادې او روح یو ځای کول دي، یعنې دا چې عملونه د الله په امرونو او ممانعتونو پورې وتړل شي. دا فلسفه د هر عمل لپاره، که لږ وي که ډېر، کوچنی وي که لوی، دایمي او لازمه ده. دا د ژوند انځورول وو، او څرنګه چې اسلامي عقیده د ژوند اساس، د فلسفې اساس او د نظامونو اساس دی، نو اسلامي تمدن - چې د اسلام له نظره د ژوند په اړه د مفاهیمو مجموعه ده - پر یوه روحي اساس ولاړ دی چې هغه "عقیده" ده. د ژوند په اړه د دغه تمدن تصویر د مادې او روح یو ځای کول دي، او د هغه په نظر د سعادت (نیکمرغۍ) مانا د الله رضا ده.)
هو، دا په اسلامي مفهوم فلسفه ده (د مادې او روح یو ځای کول)، یعنې له خالق سره د اړیکې درک کول، نو په دې مانا دا یوه سمه اصطلاح ده...
خو په یوناني اصطلاح او داسې نورو کې د هغې کارول، یعنې (د کائیناتو تر شا یا له مادې هاخوا حقایقو په اړه پلټنه - میټافزیک)، نو اسلام دا ردوي. پخپله په التفكير کتاب کې، په سریزه ۴ مخ کې، یعنې له پورته یاد شوي مطلب څخه مخکې، داسې راغلي دي:
(انسانیت د ژوند دا اوږده لاره او د وخت عمر په داسې حال کې تیر کړی چې د عقل او فکر پایلو ته یې تر بل هر څه زیاته پاملرنه کړې، پرته له دې چې د عقل او فکر واقعیت ته پام وکړي. دا سمه ده چې پخوانیو او اوسنیو ځینو مسلمانو او غیر مسلمانو عالمانو هڅه کړې چې د عقل واقعیت درک کړي، خو هغوی د دغه واقعیت په درک کولو کې پاتې راغلي دي. داسې کسان هم وو چې هڅه یې کوله د فکر کولو لپاره یوه طریقه وټاکي، که څه هم هغوی د دغې طریقې د میوو په ځینو برخو کې علمي لاسته راوړنې لرلې، خو د فکر کولو د حقیقت په پېژندلو کې ګمراه شول او نور هغه مریدان یې هم ګمراه کړل چې د دغو علمي بریاوو تر اغېز لاندې راغلي وو. له دې وړاندې، د یونانیانو له زمانې راهیسې او تر هغې وروسته، هغوی د فکر کولو لارې ته ودانګل او هغه څه ته ورسېدل چې "منطق" ورته ویل کېږي، او د ځینو افکارو په ترلاسه کولو کې بریالي شول، خو هغوی پوهه د پوهې په توګه فاسده کړه. منطق د دې پر ځای چې د پوهې د ترلاسه کولو لاره او د هغې د سموالي معیار وي - لکه څنګه چې ورته ټاکل شوی و - پر پوهې باندې په یو وبال بدل شو. همدارنګه، هغو کسانو چې د فکر کولو په لاره کې یې هڅې وکړې، هغه څه ته هم ورسېدل چې فلسفه ورته ویل کېږي، یا د حکمت سره مینه، او د هستۍ تر شا یا له مادې هاخوا حقایقو کې ژور تلل؛ نو هغوی داسې څېړنې رامنځته کړې چې په ظاهره خوندورې وې، خو له واقعیت او حقیقت څخه لرې وې. نو پایله دا شوه چې له حقیقت او واقعیت څخه لرې شول، ډېری خلک یې ګمراه کړل او فکر یې له سمې لارې څخه واړاوه.)
نو په التفكير کتاب کې د راغلو مطالبو ارامه، دقیقه او په تدبر سره مطالعه به ان شاء الله د فلسفې په موضوع کې حقیقت روښانه کړي...
هیله ده چې دا بسنه وکړي، او الله ډېر پوه او حکیم دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۳ هـ ق کال د جمادي الآخرې ۳مه د ۲۰۲۲/۰۱/۰۶ م کال سره سم
د امیر (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لینک په:
د امیر (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لینک په: