(د حزب التحریر امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فیسبوک پاڼې "فقهي" مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)
د پوښتنې ځواب
د حکم علت
ابو نزار الشامي ته
پوښتنه:
السلام علیکم، بارک الله بیک، زموږ د شیخ صاحب څخه پوښتنه دا ده: ایا له لاندې مبارک آیت څخه د حکم لپاره "علت" استنباط کېدای شي؟
ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ
"دا (کار) د دې لپاره ډېر نږدې دی چې دوی وپېژندل شي او ونه ځورول شي." (الأحزاب: ۵۹)
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
دا مبارک آیت د جلباب د فرضیت "حکمت" بیانوي، نه د حکم "علت"، او تفصیل یې په لاندې ډول دی:
۱- لکه څنګه چې موږ د ۲۰۱۸/۷/۱۰ په ځواب کې یادونه کړې وه، د دغه آیت د نزول سبب دا و چې آزادې ښځې له وینځو (اماء) څخه جلا وپېژندل شي؛ ځکه پر وینځو جلباب نه و فرض شوی. ځینو منافقانو به د وینځو مخې ته نامناسبې خبرې کولې او د هغوی ځورول به ورته اسانه ښکارېدل، ځکه د وینځو د ځورولو سزا د آزادو ښځو په څېر سخته نه وه. کله به چې یو منافق کومه آزاده ښځه وځوروله او قاضي ته به شکایت وشو، نو هغه به عذر وړاندې کاوه چې "ما ګومان کاوه چې دا وینځه ده" ترڅو یې سزا کمه شي. نو دا مبارک آیت نازل شو ترڅو د هغوی دا عذر ختم کړي. پر مومنو آزادو ښځو فرض شول چې د جلباب په اغوستلو سره ځانونه له وینځو څخه جلا کړي او هغه تر خپلو پښو پورې راخواره کړي، ترڅو هغوی (منافقان) بیا ونه شي ویلی چې "موږ ګومان کاوه دا وینځه ده" او په دې توګه د هغوی حجت ختم شي. ابن سعد په الطبقات کې له ابي مالک څخه روایت کوي چې: د رسول الله ﷺ میرمنې به د شپې د خپلو اړتیاو لپاره وتلې، نو ځینو منافقانو به هغوی ځورولې. کله چې منافقانو ته په دې اړه وویل شول، هغوی وویل: "موږ دا کار یوازې له وینځو سره کوو." نو دا آیت نازل شو:
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْواجِكَ وَبَناتِكَ وَنِساءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلابِيبِهِنَّ ذلِكَ أَدْنى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلا يُؤْذَيْنَ
"اې نبي! خپلو میرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې پر ځانونو باندې خپل جلبابونه (څادرونه) راخواره کړي؛ دا (کار) د دې لپاره ډېر نږدې دی چې دوی وپېژندل شي او ونه ځورول شي." (الأحزاب: ۵۹)
له همدې امله، د آیت مانا دا ده چې آزاده ښځه له وینځې څخه وپېژندل شي، او د جلباب راځړول د همدې پېژندنې لپاره دي: ﴿ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ﴾... یعنې دا مانا نه لري چې هغه په شخصي ډول وپېژندل شي چې دا څوک ده. په تفسیر قرطبي (۱۴/ ۲۴۴) کې راغلي: (د الله تعالی قول ﴿ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ﴾ یعنې آزادې ښځې، ترڅو له وینځو سره ګډې وډې نه شي... او په دې توګه د هغوی په اړه د (بدنیته خلکو) هیلې پرې شي. مانا دا نه ده چې ښځه وپېژندل شي چې هغه په مشخص ډول څوک ده.)
۲- د "علت" او "حکمت" ترمنځ توپیر شتون لري. علت هغه انګېزه یا محرک دی چې له امله یې حکم تشریع (قانوني) شوی وي، او دا له نص څخه اخیستل کېږي – لکه څنګه چې مو پخوا بیان کړي دي –. مګر ځینې نصوص د تعلیل (علت بیانولو) د ادواتو یا ترکیب له امله د "علیت" مانا ورکوي، خو نورې قرینې (نښې) که په نص کې وي او که ترې بهر، د علت مانا له منځه وړي او بله مانا ورکوي چې هغه د حکم په تشریع کې د شارع (قانون جوړونکي) هدف او پایله ده، نه د تشریع لامل. دغه پایلې یا هدف ته چې د حکم په اړه د شارع موخه روښانه کوي، په اصطلاح کې "حکمت" ویل کېږي، نه "علت"؛ ځکه چې دا د تشریع اصلي لامل نه وي.
علت د خپل معلول (حکم) سره په شتون او نشتون (وجوداً وعدماً) کې ملګری وي او نه ترې جلا کېږي، مګر حکمت داسې نه دی. د بېلګې په توګه:
لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ "ترڅو د خپلو ګټو شاهدان شي." (الحج: ۲۸)
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ "او ما پېریان او انسانان یوازې د دې لپاره پیدا کړي چې زما عبادت وکړي." (الذاريات: ۵۶)
إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنْ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ "بېشکه چې لمونځ له بې حیايۍ او بدو کارونو څخه منع کوي." (العنكبوت: ۴۵)
د پورتنیو نصوصو بڼې (صیغې) له خپلو قرینو سره، که په خپله نص کې وي یا ترې بهر، دا ښيي چې دا د "علت" په مانا نه دي چې د تشریع لامل وي؛ ځکه که دا علتونه وای، نو هیڅکله به له حکم څخه نه جلا کېدل. علت له حکم څخه نه جلا کېږي او حکم په وجود او نشتوالي کې په هغه پورې تړلی وي، ځکه حکم د همدې علت لپاره تشریع شوی وي. مګر حکمت په ځینو حالاتو کې پوره کېږي او په ځینو کې نه؛ یعنې کله ناکله له حکم څخه جلا کېدای شي:
- ﴿لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ﴾ (الحج: ۲۸)... په داسې حال کې چې ډېر خلک حج کوي خو ګټې یې نه ترلاسه کوي.
- ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾ (الذاريات: ۵۶)... په داسې حال کې چې ډېر خلک د الله عبادت نه کوي.
- ﴿إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنْ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ﴾ (العنكبوت: ۴۵)... په داسې حال کې چې داسې خلک شته چې لمونځ کوي خو له بدو کارونو نه منع کېږي.
له همدې امله د پورته یادو شویو مواردو په څېر شیانو ته "حکمت" ویل کېږي نه "علت"؛ ځکه چې کېدای شي کله ناکله دا پایله ترلاسه نه شي. د ټولو هغو شیانو حکم همدا دی چې حکمت ورته ویل کېږي.
۳- اوس د پوښتنې موضوع (آیت کریمه) ته پام کوو:
الف- شرعي حکم له دې برخې څخه اخیستل شوی: ﴿يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ﴾ (الاحزاب: ۵۹)، همدا دلیل دی.
ب- دا څرګنده ده چې ﴿ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ﴾ (الاحزاب: ۵۹) د تشریع لامل (باعث) نه دی، یعنې دا د جلباب د فرضیت لپاره دلیل نه دی، نو ځکه علت نه شي کېدای؛ بلکې دا یوه پایله ده چې پر جلباب مرتب کېږي، یعنې د شارع هغه هدف دی چې غواړي یې.
ج- دا پایله (حکمت) کېدای شي کله ناکله جلا شي؛ مثلاً آزاده ښځه جلباب اغوندي خو په ټولنه کې وینځې نه وي چې دا ترې جلا وپېژندل شي ترڅو ونه ځورول شي...
د- په همدې اساس، ﴿ذَلِكَ أَدْنَى﴾ (الاحزاب: ۵۹) په اصولي اصطلاح کې "حکمت" دی، نه "علت".
دا هغه څه دي چې زه یې سم بولم، او الله سبحانه وتعالی په هر څه پوه او باحکمته دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۰ هـ ق کال د جمادي الأولی ۷مه د ۲۰۱۹/۰۱/۱۳ م کال سره سمون خوري
د امیر صاحب (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر صاحب (حفظه الله) له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس
د امیر صاحب (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: ویب پاڼه