د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ
د هغه د فېسبوک پاڼې د لیدونکو پوښتنو ته (فقهي برخه)
د پوښتنې ځواب
حول (کال)
Kareim Siam ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
حول (کال) سنه یا عام نه دی، بلکې له هغو سره توپیر لري او موده یې ۱۰ میاشتې او پنځلس ورځې ده؛ دا ځکه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا
"او د هغه (ماشوم) د حمل او له شیدو د جلا کولو موده دېرش میاشتې ده." (الاحقاف: ۱۵)
که چېرې موږ ۹ میاشتې د حمل (امیندوارۍ) موده ورڅخه کمه کړو، نو ۲۱ میاشتې پاتې کېږي، یعنې دا چې هر حول ۱۰ میاشتې او پنځلس ورځې کېږي. همدارنګه د الله سبحانه وتعالی دا قول چې فرمایلي یې دي:
يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ
"او میندې دې خپلو اولادونو ته پوره دوه کاله (حولین) شیدې ورکړي." (البقره: ۲۳۳)
یعنې له زېږون وروسته ۲۱ میاشتې... نو زکات باید هره ۱۰ میاشتې او پنځلس ورځې وروسته ورکړل شي، چې دا په هرو ۷ کلونو کې ۸ ځله زکات ورکول کېږي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته...
داسې ښکاري چې تاسو سره د خپلې پوښتنې د پیل لپاره د اسلامي تحیې (سلام) ویلو لپاره پوره وخت نه و! په هر صورت، کومه خبره نه ده، موږ ستاسو په نیابت په پوښتنه او ځواب دواړو کې سلام پیل کړ! ایا دا به غوره نه وه چې اې کریمه! په سلام اچولو کې دې بخلي نه وی کړې؟!
زما په ذهن کې دا راغلل چې ځواب درنه کړم، د دوو لاملونو له امله: لومړی دا چې "حول" د کال په مانا په ژبه او شرع کې یو ثابت امر دی، او دویم دا چې تاسو د ځواب پوهېدو لپاره پوښتنه نه ده کړې، بلکې خپله مو پرېکړه کړې چې حول لس نیمې میاشتې دی او بیا مو ورباندې د زکات په څېر یو عبادت بنا کړی، لکه څنګه چې په پوښتنه کې راغلي دي!
خو په موضوع کې له سوچ کولو وروسته مې وغوښتل چې ځواب درکړم، ترڅو ستاسو پوښتنه د ځینو خلکو ترمنځ د مغشوشۍ لامل نه شي؛ نو د الله په توفیق سره وایم:
لومړی: حول په ژبه (لغت) کې د "سنة" یا "عام" (کال) په مانا دی، او د دې مانا د شهرت له امله ځینې قاموسونه هغه بې له تفسیره د کال په مانا کاروي، لکه دا چې یو منل شوی حقیقت وي! دلته د ځینو ژبنیو قاموسونو هغه برخې درته راخلم چې مانا یې پکې ذکر شوې ده:
لسان العرب: (العامُ: الحَوْلُ يأْتي عَلَى شَتْوَة وصَيْفَة، وَالْجَمْعُ أَعْوامٌ)
الصحاح تاج اللغة وصحاح العربية: (والحَوْلُ: السنةُ...)
القاموس المحيط: (الحَوْلُ: السَّنَةُ، ج: أحْوالٌ وحُؤولٌ وحُوُولٌ).
تاج العروس: (حَوْلُ: السَّنَةُ اعتِباراً بانقلابِها ودَوَرانِ الشَّمس فِي مَطالِعها ومَغارِبها)
القاموس الفقهي: (الحول: السنة).
دویم: څرنګه چې قرآن کریم په ښکاره عربي ژبه دی، نو ځکه یې تفسیر هم په عربي ژبه کېږي او په تفاسیرو کې داسې راغلي:
د طبری تفسیر - جامع البیان (۵/ ۳۱): ابو جعفر وایي: د الله سبحانه وتعالی دا قول ﴿حَوْلَيْنِ﴾، مانا یې دوه کاله دي: محمد بن عمرو راته وویل، هغه ته ابو عاصم وویل، هغه ته عیسی له ابن ابي نجیح څخه او هغه له مجاهد څخه د دې ایت په اړه روایت کړی: ﴿وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ﴾، یعنې دوه کاله.
د زجاج له خوا د قرآن ماناوې او اعراب (۱/ ۳۱۲): د ﴿حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ﴾ مانا ۲۴ میاشتې ده، د زېږون له ورځې څخه تر هغې ورځې چې له شیدو جلا کېږي...
د بغوي تفسیر - طیبه (۱/ ۲۷۷): د الله سبحانه وتعالی قول: ﴿حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ﴾ یعنې دوه کاله، او د "کاملین" لفظ یې د تاکید لپاره یاد کړی دی.
دریم: مګر هغه څه چې تاسو د دغه ایت په اړه ذکر کړل: ﴿وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا﴾، بیا مو وویل چې حمل (۹) میاشتې دی نو فصال (له شیدو جلا کول) (۲۱) میاشتې پاتې کېږي او دا ۲۱ میاشتې مو دوه حوله وګڼل لکه په دغه مبارک ایت کې چې راغلي: ﴿وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ﴾، نو تاسو په فهم او اندازه کولو کې تېروتنه کړې ده! تاسو د حمل موده ثابته ۹ میاشتې فرض کړې او دا غلطه ده؛ ځکه د حمل موده کیدای شي ۹، ۸، ۷، ۶ میاشتې وي... خو هغه څه چې ثابت دي، هغه "حول" دی چې ۱۲ میاشتې کېږي. له همدې امله د دغو دوو ایتونو تفسیر داسې دی: ﴿وَالوالداتُ يُرضِعنَ أَولادَهُنَّ حَولَينِ كامِلَينِ﴾، یعنې میندې دوه پوره کاله (۲۴ میاشتې) شیدې ورکوي... او ایت ﴿وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا﴾ مانا یې دا ده چې د حمل تر ټولو کمه موده شپږ میاشتې ده؛ ځکه د شیدو ورکولو پوره موده (۲۴ میاشتې) ده، نو د حمل د کمې مودې لپاره (۳۰-۲۴=۶ شپږ میاشتې) پاتې کېږي... او دا د فقهاوو ترمنځ یو مشهور امر دی چې اختلاف پکې نه لري.
څلورم: په همدې اساس، تاسو په فهم او اندازه کولو کې سم کار نه دی کړی؛ ثابت شی (حول) مو تغیر منونکی کړ او تغیر منونکی شی (حمل) مو ثابت کړ! نو د ایت مفهوم مو سرچپه کړ او دا پایله مو ترې واخیسته چې حول لس نیمې میاشتې دی، دا خبره نه یوازې خطا ده، بلکې یو "غلط" دی.
هیله ده چې موضوع روښانه شوې وي... الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته د سمې لارې هدایت وکړي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۳۸ هـ.ق کال د جمادي الثاني ۱۰مه د ۲۰۱۷/۰۳/۰۹م کال سره سمون خوري
د امیر له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: الفيسبوك
د امیر له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: غوغل بلس
د امیر له ټویټر پاڼې څخه د ځواب لینک: تويتر
د امیر ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: الأمير ويب