Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د زکات د مستحق لپاره د زکات تر ټولو زیاته اندازه چې اخیستلی یې شي

April 10, 2020
3908

د حزب التحرير د امیر، جلیل القدر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ د خپلې فېسبوک پاڼې "فقهي" د مینه والو پوښتنو ته

د پوښتنې ځواب

د زکات د مستحق لپاره د زکات تر ټولو زیاته اندازه چې اخیستلی یې شي Shani Ayaz ته

پوښتنه:

Aslamalaikum shaykh, I have a question if you can answer if you have time. How much money can a person receive a zakat. Eg Can a person get enough money to build a house if he has no house... Or is there a limit to how much a person can receive. JazakAllah

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته، ستاسو پوښتنه د زکات د هغې اعظمي اندازې په اړه ده چې یو مستحق یې له زکاته اخیستلی شي...

ددې ځواب دا دی چې په شرع کې داسې کوم مستقیم نص نشته چې د زکات د مستحق لپاره تر ټولو زیاته ټاکلې اندازه بیان کړي... مګر د صدقاتو ایت چې د الله سبحانه وتعالی دا قول دی:

إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

"بېشکه چې زکاتونه یوازې د فقیرانو، مسکینانو، د هغه د ټولولو د کارکوونکو، د هغو کسانو لپاره دي چې زړونه یې (اسلام ته) مایل کیږي، د مریانو د ازادولو، پوروړو، د الله په لاره کې (جهاد) او د مسافرو لپاره دي. دا د الله له لوري فرض شوي دي او الله په هر څه پوه او د حکمت خاوند دی." (سورت التوبه [9]: 60)

له دغه ایت څخه د زکات د هغې اعظمي اندازې استنباط کېدی شي چې یو مستحق ته ورکول کېږي. دا ځکه چې په ایت کې د زکات مستحقین په داسې صفتونو یاد شوي چې د زکات ورکولو لامل (علت) ښیي. دا پدې معنی ده چې هغوی ته د زکات ورکول د هغوی د هغه حالت له امله دي چې له مخې یې د زکات مستحق شوي دي. تر څو چې دغه صنف په هماغه صفت کې وي، زکات ورکول کېږي، خو کله چې له دغه صفته ووځي، نو بیا نه ورکول کېږي:

  • د بېلګې په توګه: فقیران او مسکینان د فقر او مسکنې (بېوزلۍ) د صفت له امله د زکات مستحق دي... نو د هغوی لپاره د زکات اعظمي اندازه دا ده چې هغوی له زکاته بې نیازه (غني) کړي، یعني دومره ورکړل شي چې نور د زکات مستحق پاتې نشي او د زکات په ترلاسه کولو سره د فقر او مسکنې له صفته ووځي... له دې څخه زیات ورکول ورته جواز نلري... دا اندازه طبعاً له یوه شخص څخه بل ته او له یوه حالته بل ته توپیر کوي...

  • بله بېلګه د زکات کارکوونکي (العاملون عليها) دي، هغوی ته زکات ځکه ورکول کېږي چې د زکات په راټولولو بوخت دي... دوی ته د زکات ورکولو لامل د هغوی کار دی، یعني د هغې خوارۍ په بدل کې چې د زکات په راټولولو کې یې ګالي. دولت هغوی ته د هغوی د هڅو مطابق اجره ټاکي، که دولت ورته اجره نه وي ټاکلې، نو د ورته کار اجره (أجر المثل) ورکول کېږي... له دې نه زیات نه ورکول کېږي ځکه زکات هغوی ته کومه تبرع (ډالۍ) نه ده، بلکې یوازې د هغوی د کار بدله ده...

  • بله بېلګه پوروړي (الغارمون) دي، هغوی ته له زکات څخه دومره ورکول کېږي چې د هغوی ټول پور پرې خلاص شي او له هغې پورته نه ورکول کېږي. ځکه هغوی د پور له امله د زکات مستحق شوي دي، کله چې دغه صفت (پور) ختم شي، نو هغوی نور د زکات مستحق نه وي...

همدا ډول د ټولو اصنافو لپاره قاعده دا ده چې له زکاته دومره ورکړل شي چې هغه لامل (صفت) ختم شي چې له امله یې دوی ته زکات ورکول کېده.

موږ د خلافت په دولت کې د مالونو په کتاب (کتاب الأموال) کې د زکات د مصرفونو په باب کې دغه ځینې معنیګانې داسې بیان کړې دي:

(۱- فقیران: دا هغه کسان دي چې د خپلو بنسټیزو اړتیاو لکه خوراک، جامو او استوګنې (مسکن) د پوره کولو لپاره کافي مال نلري. نو هر څوک چې د خپلو بنسټیزو اړتیاو له پوره کولو څخه لږ مال ترلاسه کوي، فقیر ګڼل کېږي، صدقه ورته حلاله ده او کولی شي ترې واخلي. فقیر ته جایزه ده چې له صدقې څخه تر هغه حده ورکړل شي چې حاجت او فقر یې رفع کړي.

الله سبحانه وتعالی پر غنیانو (شتمنو) باندې د صدقې اخیستل حرام کړي دي. احمد او د سننو خاوندانو له عبدالله بن عمرو څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

لا تحل الصدقة لغنيّ، ولا لذي مِرَّةٍ سَوِيّ

"صدقه (زکات) نه د شتمن لپاره حلاله ده او نه د هغه چا لپاره چې بدن یې روغ او د ګټې وټې توان لري."

"ذو المرة" هغه څوک دی چې قوت او وړتیا لري او ګټه کولی شي، خو که د ګټې لاره ونه مومي نو فقیر ګڼل کېږي. او "غني" هغه څوک دی چې له نورو بې نیازه وي او د خپلو اړتیاو له پوره کولو وروسته ورسره زیاتی مال وي. په ځینو احادیثو کې دا هم بیان شوي چې غني څوک دی. له عبدالله بن مسعود څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

ما من أحد يسأل مسألة، وهو عنها غني، إلاّ جاءت يوم القيامة كدوحاً، أو خدوشاً، أو خموشاً في وجهه. قيل: يا رسول الله، وما غناه، أو ما يغنيه؟ قال: خمسون درهماً، أو حسابها من الذهب

"که څوک له اړتیا پرته له خلکو څه وغواړي، نو د قیامت په ورځ به دا سوال د هغه په مخ کې د ټپونو، خراشونو یا داغونو په بڼه راښکاره شي. وپوښتل شول: اې د الله رسوله! شتمني (غنا) څه ده؟ هغه وویل: پنځوس درهمه یا د هغو په اندازه سره زر." (پنځه واړو روایت کړی).

نو هر څوک چې پنځوس درهمه سپین زر ولري چې ۱۴۸.۷۵ ګرامه کېږي، او یا یې په اندازه سره زر ولري چې د هغه له خوراک، جامو، مسکن او د هغه د اهل او عیال، اولاد او خادم له نفقې څخه زیات وي، نو هغه غني ګڼل کېږي او د صدقې اخیستل ورته جواز نلري.

۲- مسکینان: دا هغه کسان دي چې هیڅ نلري او بېوزلۍ کښېنولي دي، مګر له خلکو سوال نه کوي. له ابو هریره څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

ليس المسكين الذي يطوف على النّاس، تَرُدُّه اللقمة واللقمتان، والتمرة والتمرتان، ولكن المسكين الذي لا يجد غنى يغنيه، ولا يفطن به فيتصدق عليه، ولا يقوم فيسأل النّاس

"مسکین هغه څوک نه دی چې په خلکو ګرځي او یوه یا دوې مړۍ یا یوه یا دوې خرماوې یې بېرته راګرځوي؛ بلکې مسکین هغه څوک دی چې دومره شتمني نه لري چې هغه بسنه ورته وکړي، نه یې څوک په حال پوهېږي چې صدقه ورسره وکړي او نه پخپله پاڅېږي چې له خلکو سوال وکړي." (متفق عليه).

مسکین له فقیر څخه ډېر په تنګسه کې وي، ځکه الله تعالی فرمایي:

أَوْ مِسْكِيناً ذَا مَتْرَبَةٍ

"یا هغه مسکین چې په خاورو پروت وي." (سورت البلد [90]: 16)

یعني د لوڅ والي او لوږې له امله له خاورو سره لګېدلی وي. مسکین ته صدقه حلاله ده او کولی شي ترې واخلي، او تر هغه حده ترې ورکول کېدی شي چې د هغه مسکنت رفع کړي او د خپلو بنسټیزو اړتیاو د پوره کولو لپاره بسیا شي.

۳- د زکات کارکوونکي (العاملون عليها): دوی هغه کسان دي چې د زکات د راټولولو یا پر مستحقینو د هغې د وېشلو لپاره ټاکل کېږي. دوی ته له زکاته ورکول کېږي اګر که دوی شتمن هم وي، ځکه دا د هغوی د کار بدله ده. ابو عبید له عطاء بن یسار څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

لا تحل الصدقة لغني إلاّ لخمسة: عامل عليها، أو رجل اشتراها بماله، أو رجل له جار فقير تصدّق عليه بصدقة فأهداها إليه، أو غازٍ، أو مغرمٍ

"صدقه د غني لپاره حلاله نه ده مګر پنځو کسانو ته: د زکات کارکوونکی، هغه سړی چې په خپل مال یې (له مستحق څخه) اخیستې وي، هغه سړی چې فقیر ګاونډي ته یې صدقه ورکړل شوې وي او هغه یې ده ته ډالۍ کړي، غازي (مجاهد) او پوروړی."

او له بسر بن سعید څخه روایت دی چې ابن السعدي المالکي وویل: عمر زه د زکات په ټولولو وګمارلم، کله چې مې کار پای ته ورساوه او زکات مې ور وسپاره، هغه ماته د کار اجره راکړه، ما وویل: ما دا کار د الله لپاره کړی دی. هغه وویل: څه چې درکول کېږي هغه واخله، ځکه ما هم د رسول الله ﷺ په وخت کې کار کړی و او هغه ماته اجره راکړه، ما هم ستا په څېر خبره وکړه، نو رسول الله ﷺ راته وفرمایل: کله چې تاته پرته له غوښتلو څه درکړل شي، نو هغه خوره او صدقه یې کړه. (متفق علیه).

۴- المؤلفة قلوبهم: دا یوه ډله مشران، مخور یا داسې اتلان دي چې ایمان یې لا نه وي کلک شوی، او خلیفه یا د هغه والیان دا مصلحت ویني چې هغوی ته له زکاته ورکړي ترڅو زړونه یې مایل شي، یا یې ایمان کلک شي، یا د اسلام او مسلمانانو په ګټه ترې کار واخیستل شي، او یا یې پر خپلو ډلو اغېز وشي. لکه رسول الله ﷺ چې ځینو ته ورکړل، لکه ابو سفیان، عیینه بن حصن، اقرع بن حابس، عباس بن مرداس او نور. له عمرو بن تغلب څخه روایت دی:

رسول الله ﷺ ته یو مقدار مال یا بندیان راوړل شول او هغه ووېشل، ځینو کسانو ته یې ورکړل او ځینې یې پرېښودل. هغه ته خبر ورسېد چې هغو کسانو چې څه نه دي ورته رسېدلي، خوابدي شوي دي. نو هغه د الله حمد او ثنا وویله او بیا یې وفرمایل: اما بعد، په الله قسم چې زه یوه ته ورکوم او بل ته نه ورکوم، او هغه څوک چې څه نه ورته ورکوم هغه ماته تر هغه ډېر ګران دی چې ورته ورکوم یې، مګر زه هغو قومونو ته د هغوی په زړونو کې د وېرې او تېښتې (له اسلام څخه) له امله ورکوم، او نور کسان هغې شتمنۍ او خیر ته سپارم چې الله یې په زړونو کې پیدا کړی دی. (بخاري روایت کړی).

دغو (المؤلفة قلوبهم) ته یوازې هغه وخت له زکاته ورکول کېږي چې مسلمانان وي، که کافران وي نو له صدقې څخه نه ورکول کېږي، ځکه زکات کافر ته نه ورکول کېږي. دا د رسول الله ﷺ د هغه فرمان له امله دی چې معاذ ته یې وفرمایل کله چې هغه یې یمن ته لېږه:

فأعلمهم أن الله افترض عليهم صدقة في أموالهم، تؤخذ من أغنيائهم، وترد على فقرائهم

"هغوی پوه کړه چې الله سبحانه وتعالی د هغوی په مالونو کې صدقه (زکات) فرض کړې ده، چې له شتمنو څخه یې اخیستل کېږي او پر فقیرانو یې وېشل کېږي." (بخاري د ابن عباس له لارې روایت کړی).

همدا راز هغوی ته یوازې هغه وخت ورکول کېږي چې هغه لامل (علت) موجود وي چې له مخې یې زکات ورته ورکول کېږي. که علت ختم شي نو نه ورکول کېږي، لکه څنګه چې ابوبکر او عمر رضي الله عنهما د اسلام له قوي کېدو او خپرېدو وروسته د هغوی له ورکړې ډډه وکړه.

۵- په مریانو کې (الرقاب): دوی هغه مریان دي چې د خپلې ازادۍ لپاره یې له خپلو بادارانو سره تړون کړی وي (مکاتبین)، نو هغوی ته له زکاته د ځان ازادولو لپاره ورکول کېږي. او که مکاتبین نه وي، نو له زکات څخه پېرل کېږي او ازادېږي. نن سبا مریان نشته.

۶- پوروړي (الغارمون): دا هغه کسان دي چې د خلکو ترمنځ د روغې جوړې لپاره یې پور پر غاړه اخیستی وي، یا یې د دیتونو (خونبها) د ورکړې لپاره اخیستی وي، او یا یې د خپلو شخصي ضرورتونو لپاره اخیستی وي.

هغه کسان چې د خلکو ترمنځ د اصلاح یا د دیتونو لپاره یې پور اخیستی وي، هغوی ته له زکات څخه ورکول کېږي، که فقیر وي او که شتمن، مګر یوازې هغومره ورکول کېږي چې پور یې پرې خلاص شي. له انس څخه روایت دی چې نبي ﷺ وفرمایل:

إن المسألة لا تحل إلاّ لثلاثة، لذي فقر مدقع، أو لذي غرم مفظع، أو لذي دم موجع

"سوال کول یوازې دریو کسانو ته روا دي: د داسې فقر خاوند چې خاورو ته یې کښېنولی وي، د داسې دروند پور خاوند چې ملا یې ماته کړې وي، یا د داسې قتل خاوند چې درد یې ډېر وي."

او مسلم، ابو داود او نسائي له قبیصه بن مخارق الهلالي څخه روایت کړی چې هغه وویل: ما یو پور (حماله) پر غاړه اخیستی و، رسول الله ﷺ ته ورغلم چې مرسته راسره وکړي. هغه وفرمایل: صبر وکړه ترڅو صدقه (زکات) راشي، نو ستا لپاره د هغې امر وکړم. بیا یې وفرمایل: اې قبیصه، سوال کول یوازې دریو کسانو ته حلال دي: یو هغه سړی چې د خلکو ترمنځ د روغې جوړې لپاره یې پور پر غاړه اخیستی وي، نو هغه ته سوال روا دی ترڅو پور یې ادا شي، بیا دې له سواله ډډه وکړي. دویم هغه سړی چې کومه ناڅاپي پېښه ورته پېښه شي او مال یې له منځه یوسي، نو ده ته سوال روا دی ترڅو د ژوند د تېرولو لپاره څه ترلاسه کړي. او درېیم هغه سړی چې داسې فقر ورته ورسېږي چې د هغه د قوم درې عقلمند کسان شاهدي ورکړي چې پلانکی په رښتیا بېوزلی شوی، نو ده ته سوال روا دی ترڅو د ژوند تېرولو وسیله ومومي. له دې پرته نور هر ډول سوال، اې قبیصه، حرام (سحت) دی او خاوند یې حرام خوري.

خو هغه کسان چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې پور اخیستی وي، هغوی ته له زکات څخه یوازې هغه وخت د پور ادا کولو لپاره ورکول کېږي چې فقیر وي، یا که فقیر نه وي خو د پور په ادا کولو قادر نه وي. خو که شتمن وي او د خپل پور د ادا کولو توان ولري، نو نه ورکول کېږي ځکه زکات ورته حلال نه دی.

۷- د الله په لاره کې (في سبيل الله): یعني په جهاد کې، او هر هغه څه چې جهاد ورته اړتیا لري لکه د پوځ جوړول، د وسلو کارخونې او د وسلو جوړول. په قرآن کریم کې چې هر ځای "في سبيل الله" راغلي، مطلب ترې یوازې جهاد دی. نو له زکات څخه د جهاد او د هغې د ضرورتونو لپاره ورکول کېږي. دا په کومه اندازه نه ده محدود، خلیفه کولی شي ټول زکات یا یې یوه برخه د مصلحت له مخې په جهاد مصرف کړي. ابو داود له ابو سعید څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

لا تحل الصدقة لغني إلاّ في سبيل الله...

"صدقه د غني لپاره حلاله نه ده مګر د الله په لاره (جهاد) کې..." او په بل روایت کې: "... یا په سبیل الله کې غازي ته...".

۸- مسافر (ابن السبيل): دا هغه څوک دی چې په سفر کې بند پاتې وي او د خپل هېواد تر کوره د رسېدو لپاره مال ونلري. ده ته له زکات څخه هومره ورکول کېږي چې خپل هېواد ته پرې ورسېږي، که لږ وي او که ډېر. همدا راز د لارې خرڅ هم ورکول کېږي. که څه هم په خپل کور کې شتمن وي، بیا هم ورته ورکول کېږي، ځکه رسول الله ﷺ فرمایلي:

لا تحل الصدقة لغني إلاّ في سبيل الله، أو ابن السبيل، أو...

"صدقه د غني لپاره حلاله نه ده مګر د الله په لاره کې، یا مسافر ته، یا..." (ابو داود روایت کړی).

له دغو اتو ډلو پرته چې په ایت کې ذکر شوي، بل چا ته زکات ورکول جواز نلري. نو د جوماتونو په جوړولو، روغتونونو، خیریه بنسټونو او یا د دولت او امت په نورو ګټو کې نه مصرفېږي؛ ځکه زکات د دغو اتو ډلو ځانګړی حق دی او بل څوک ورسره په کې شریک نه دي.

خلیفه دا واک لري چې دغو ډلو ته د هغوی د مصلحت له مخې زکات ورکړي، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ او له هغه وروسته خلفاوو دا کار کاوه. خلیفه کولی شي زکات پر اتو واړو ډلو ووېشي او یا یې یوازې ځینو ته د هغوی د اړتیا او مصلحت له مخې ورکړي. که دغه ډلې موجودې نه وي، نو زکات په بیت المال کې د صدقاتو په څانګه کې ساتل کېږي ترڅو د اړتیا په وخت کې په خپلو ځایونو کې مصرف شي. ابو عبید له ابن عباس څخه روایت کړی چې د صدقې په اړه یې وویل: که دې د اتو ډلو څخه یوازې یوې ته هم ورکړه، بسنه کوي. همدا راز عطاء او حسن هم ویلي دي. له مالک څخه روایت دی: زموږ په نزد د صدقاتو د وېش چاره د والي په اجتهاد پورې تړلې ده، په کومه ډله کې چې اړتیا او شمېر زیات وي، هغې ته د والي د نظر مطابق لومړیتوب ورکول کېږي.) د خلافت په دولت کې د مالونو له کتاب څخه اقتباس پای ته ورسېد.

هیله لرم چې دا ځواب کافي وي. الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه پوه او حکیم دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د ۱۴۴۱ هـ ق کال د شعبان ۱۷مه د ۲۰۲۰ م کال د اپریل ۱۰مه

د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: https://web.facebook.com/HT.AtaabuAlrashtah/photos/a.1705088409737176/2604964059749602/

Share Article

Share this article with your network