Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: هند، پاکستان او د اوربند اعلان

May 20, 2025
3499

د پوښتنې ځواب

هند، پاکستان او د اوربند اعلان

پوښتنه:

ټرمپ پرون د شنبې په ورځ په ناڅاپي ډول په خپله "تروت سوشل" پاڼه کې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ چې ("له هغې اوږدې شپې وروسته چې متحده ایالاتو پکې منځګړتوب کاوه، زه خوښ یم چې اعلان وکړم چې هند او پاکستان پر یوه هراړخیز او سمدستي اوربند هوکړه کړې ده." هغه دواړه هېوادونه د "سلیم عقل او لوړ ذکاوت" کارولو له امله وستایل... الجزیره، ۲۰۲۵/۵/۱۱). د هند تر ادارې لاندې جامو او کشمیر په باهالګام سیمه کې پر سیلانیانو له برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی و. دغه برید د ۲۰۲۵ د اپریل پر ۲۲مه شوی و، چې په پایله کې یې ۲۵ هندیان او یو نیپالی ووژل شول. د ۲۰۲۵ د اپریل پر ۲۳مه هند د پاکستان په وړاندې د یو لړ مجازاتي اقداماتو په توګه د سیند د اوبو د ۱۹۶۰ کال تړون لغوه کړ. په ځواب کې پاکستان د ۱۹۷۲ کال د شمله تړون چې دوه اړخیزې اړیکې تنظیموي، وځنډاوه. د مې په ۷مه هند د "سینډور عملیاتو" په نوم نظامي عملیات پیل کړل او پاکستان یې هم ځواب ورکړ. اوس لکه څنګه چې ټرمپ اعلان وکړ چې د ده منځګړیتوب په اوربند کې بریالی شو؛ نو د دې کړکېچ او جګړې حقیقت څه دی؟ په دقیقه توګه د سیند د اوبو تړون څه دی چې هند په لنډمهاله توګه وځنډاوه؟ ایا امریکا د برید په پیلولو کې لاس درلود لکه څنګه چې یې په بندولو کې لاس درلود؟

ځواب:

د دې پوښتنو د ځواب د روښانه کولو لپاره باید لاندې حقایق وڅېړل شي:

۱- د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) چې په هند کې د اتل بهاري واجپایي په مشرۍ له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۴ پورې واک ته ورسېد او بیا په ۲۰۱۴ کې د نریندرا مودي په مشرۍ د بریتانیا پلوي کانګریس ګوند له ۱۰ کلنې واکمنۍ وروسته واک ته راستون شو، د امریکا پلوی ګوند دی. دا د امریکا د "یوراسیا" ستراتیژۍ برخه ده، ترڅو د چین مخه ونیسي او هغه محاصره کړي. دا څرګنده ده چې په لیرې ختیځ کې د امریکا سمدستي ګټې په ۲۰۱۴ کې د متعصب هندو "مودي" د بریا لامل شوې او لا هم د هغه ملاتړ کوي. نریندرا مودي تل د امریکا ګټې خوندي کړې دي، که هغه په ۲۰۱۹ کې د کشمیر ضمیمه کول وي، که په ۲۰۱۴، ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو کې له چین سره سرحدي نښتې وي، که په افغانستان کې وي او که د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) په ناکامولو کې وي.

۲- په ۲۰۱۴ کې د مودي له واکمنۍ وروسته، امریکا په مؤثره توګه له هند څخه کار واخیست ترڅو پر چین فشار زیات کړي، هغه محاصره کړي او په خپله خاوره کې یې محدود کړي. په ځانګړې توګه کله چې امریکا د چین په وړاندې اقتصادي جګړه اعلان کړه او ټرمپ پر چینايي توکو درانه ګمرکي محصولونه ولګول. ټرمپ د دې اضافي محصولونو له لارې د چین د اقتصاد کمزوري کول غواړي. داسې خبرونه خپاره شول چې د ټیکنالوژۍ لوی شرکتونه لکه آیفون غواړي د لوړو محصولونو له امله خپلې فابریکې هند ته انتقال کړي. (ایپل شرکت څرګنده کړه چې دوی پلان لري په متحده ایالاتو کې د پلورل کېدونکو ټولو آیفونونو د اسمبلۍ چارې هند ته انتقال کړي، لکه څنګه چې "ذا فایننشال ټایمز" راپور ورکړی... یورو نیوز، ۲۰۲۵/۴/۲۶). په دې توګه د چین په وړاندې د خپلې ستراتیژۍ په چوکاټ کې، متحده ایالات هڅه کوي چې په سیمه کې د هند اقتصادي او نظامي موقف پیاوړی کړي.

۳- د دې لپاره له یوې خوا د نظامي او اقتصادي ځواک له لارې د هند ملاتړ ته اړتیا وه او له بلې خوا له پاکستان سره د هند د ستونزو حل کول مهم وو (ځکه دواړه رژیمونه د امریکا ګوډاګیان دي)، ترڅو هند په بشپړ ډول د چین لور ته وزګار شي:

لومړی اړخ: امریکا د هند د پوځ هر اړخیز ملاتړ وکړ، لکه هند ته د امریکا د هستوي ټیکنالوژۍ انتقال. په واشنګټن کې د هند له لومړي وزیر سره د ټرمپ په لیدنه کې د چین د مقابلې موضوع په کلکه مطرح وه: (دواړو مشرانو په آسیا-بحرالکاهل سیمه کې د "کواډ" امنیتي اتحاد پر پیاوړتیا هم خبرې وکړې چې جاپان او اسټرالیا هم پکې شامل دي. تمه ده هند په روان کال کې د دې ډلې د مشرانو کوربه توب وکړي، چې د چین د مخ پر ودې نظامي فعالیتونو په وړاندې د یو توازن په توګه ورته کتل کېږي. رویټرز، ۲۰۲۵/۲/۱۴).

دویم اړخ چې تر ټولو مهمې ستونزې پکې وې:

الف- په سرحدونو کې د پاکستان پوځونه د چین سرحد ته د هندي ځواکونو د لېږد مخه نیسي؛ له همدې امله امریکا پاکستان مجبور کړ چې خپل پوځونه د هند له سرحد څخه وزیرستان ته انتقال کړي ترڅو له "تحریک طالبان پاکستان" سره جګړه وکړي، بلوچستان ته یې واستوي ترڅو له "بلوچستان لیبریشن آرمي" سره وجنګېږي او د افغانستان سرحد ته یې بوځي. دا ځکه چې هند وکولی شي د چین په وړاندې په آزاده توګه حرکت وکړي او خپل پوځونه د پاکستان د سرحد پر ځای د چین سرحد ته ولېږدوي. بیا امریکا له پاکستان څخه غوښتنه پیل کړه چې هند ته پرله پسې امتیازات ورکړي. پاکستان د هند له سرحد څخه خپل ډېر قطعات وویستل او په داخل کې یې په جنګونو کې بوخت کړل... او له افغان طالبانو سره په نښتو بوخت شو.

ب- د کشمیر پر سر لانجه، چې هند په ۲۰۱۹/۸/۵ کې په خپلې پرېکړې سره ضمیمه کړه. موږ د ۲۰۱۹/۸/۱۸ په ځواب کې ویلي وو:

(- د ۲۰۰۱ د سپټمبر له پېښو لږ وروسته، د بوش ادارې پر هند تمرکز وکړ او د امریکا ډېر اقدامات د امریکا د پروګرامونو سره سم د هند او چین ترمنځ د نظامي واټن کمولو ته متوجه وو، چې یو یې له هند سره د امریکا هستوي تړون و...

  • امریکا ولیدل چې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ د چین په وړاندې د هند د مقابلې د کمزورتیا لامل کېږي... د دې کړکېچ د هوارولو لپاره متحده ایالاتو د هند او پاکستان ترمنځ د "نورمال سازۍ" پروسه پیل کړه. د دې هدف دا و چې هندي او پاکستاني ځواکونه د کشمیر پر سر له جګړې وزګار شي او خپلې هڅې د چین د ودې د مخنیوي لپاره له امریکا سره په همکارۍ کې مصرف کړي. امریکا داسې انګېرله چې له هند سره د کشمیر یوځای کول او پر پاکستان فشار چې د نظامي لارې د هغې د بېرته اخیستلو مخه ونیسي، دا قضیه به مړه کړي؛ کټ مټ لکه په فلسطین کې د عباس واکمني او شاوخوا عربي هېوادونه چې له یهودي دولت سره نظامي جګړه نه کوي په داسې حال کې چې هغوی فلسطین لاندې کوي! په دې توګه مودي د جامو او کشمیر د ضمیمه کولو او هلته د نفوسو د بدلون پلان پیل کړ او د ۲۰۱۹/۸/۵ پرېکړه یې وکړه...) امریکا داسې ګڼله چې په دې کار سره به مسلمانان کشمیر هېر کړي، خو امریکا او هند هېره کړې ده چې کشمیر د مسلمانانو په زړونو کې دی او ان شاء الله بېرته به راګرځي.

ج- له پاکستان سره د اوبو د وېش ستونزه، هند غوښتل د سیند د اوبو پر تړون بیا کتنه وکړي. هند له ډېر وخت راهیسې د سیند د اوبو د هغې معاهدې د بیاکتنې هڅه کوي چې په ۱۹۶۰ کال کې د نړیوال بانک په منځګړتوب لاسلیک شوې وه. هندوستان د نفوسو ډېرښت پلمه کوي، په داسې حال کې چې پاکستان د هغې په اړه له هر ډول بیا خبرو اترو ډډه کوي. "انډیا ټوډې" (India Today) د باوري سرچینو په حواله ویلي چې هند پر چیناب سیند باندې د "باګلیهار" بند اوبه پر پاکستان بندې کړې دي. همدارنګه هند پلان لري چې د جلم پر سیند د "کشن ګنګا" بند اوبه هم بندې کړي (انادولو، ۲۰۲۵/۵/۵). د مودي حکومت لخوا د تړون دا یو اړخیز ځنډول پر پاکستان د فشار یوه وسیله ده ترڅو بیا خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

د یادولو وړ ده چې د سیند د اوبو تړون (ISA) د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو د وېش یو تړون دی چې د نړیوال بانک تر څارنې لاندې چمتو شوی و. دا تړون د ۱۹۶۰ کال د سپټمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې لاسلیک شو. پاکستان ته د سیند د حوزې د دریو لوېدیځو سیندونو (جلم، چیناب او پخپله سیند) د اوبو حق ورکړل شو، په داسې حال کې چې هند د دریو ختیځو سیندونو (ستلج، بیاس او راوي) بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.

د- په کشمیر کې جهادي حرکتونه، دغه حرکتونه هند ته د اندېښنې لامل وو؛ نو امریکا غوښتل هلته یوه جګړه رامنځته کړي ترڅو په کشمیر کې د هغې په پلمه د هند برید ته لاره هواره شي او د پاکستان رژیم هم د دغو حرکتونو په ځپلو کې ورسره شریک کړي. دا کار په دوو پړاوونو کې وشو:

لومړی: په کشمیر کې یو مصنوعي برید رامنځته کول او هغه دغو حرکتونو ته منسوبول، ترڅو په پاکستان کې د دغو ډلو پر مرکزونو د لوی نظامي عملیات لپاره پلمه شي... او په کشمیر کې د مسلمانانو د وژلو یا بېځایه کولو لپاره لاره هواره شي، کټ مټ لکه یهود چې په غزه کې د مقاومت د ملاتړ په پلمه عام وژنه کوي.

هند د امریکا په امر دا مصنوعي برید په کشمیر کې پیل کړ، چې دلیل یې دا دی:

  • په باهالګام کې پر سیلانیانو برید د ۲۰۲۵ د اپریل پر ۲۲مه وشو، په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر مرستیال "جي ډي وانس" په نوي ډهلي کې و. هند خپل ټول لومړني اقدامات د امریکا د دغه چارواکي په شتون کې ترسره کړل، چې دا د امریکا او هند ترمنځ پر بشپړې همغږۍ دلالت کوي.
  • د هند حکومت سمدستي او له کومې څېړنې پرته پاکستان ملامت کړ. سره له دې چې پاکستان د نړیوالو څېړنو غوښتنه وکړه، خو هندي رسنیو سمدستي د "مقاومت جبهه" (TRF) پړه وبلله. دا هر څه ښيي چې دا یو "مصنوعي" عملیات و.

دویم پړاو: هند د ۲۰۲۵ د مې پر ۶مه پر پاکستان توغندیز بریدونه پیل کړل. دا بریدونه یوازې پر ازاد کشمیر محدود نه وو، بلکې په پنجاب کې یې هم اهداف وویشتل. پاکستان د هند په داخل کې بریدونه ونه کړل او یوازې سرحدي نښتو او د الوتکو راغورځولو ته یې بسنه وکړه. هند هڅه کوله د برید شدت کم وښيي او ویې ویل چې دوی یوازې "ترهګر" ویشتلي دي. په نښتو کې پاکستان وکولی شول ۵ هندي الوتکې (چې ۳ یې فرانسوي رافال وې) او ۲۵ بې پیلوټه الوتکې راوغورځوي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل چې دوی د ۱۰ الوتکو د راغورځولو وړتیا لرله، خو پوځ "صبر" وکړ.

دا هر څه ښيي چې پاکستان د دې وړتیا لرله چې پر هند لوی برید وکړي او هغه ته سخته ماتې ورکړي، خو دا هېواد له امریکا سره تړلی دی چې اجازه نه ورکوي مودي ته سخته ماتې ورکړي. سره له دې چې د پاکستان رژیم محدود ځواب ورکړ، خو د مسلمانو سرتېرو مېړانې ثابته کړه چې که اجازه ورکړل شي، دوی دښمن ته سخت زیان رسولی شي. دا هر څه د دې لامل شول چې امریکا جګړه ودروي او بېرته سیاسي خباثت او مذاکراتو ته مخه کړي.

۴- له همدې امله، د هند د برید له پیل څخه څلور ورځې وروسته د ۲۰۲۵/۵/۱۰ نېټې لپاره د امریکا په امر اوربند اعلان شو. ټرمپ په خپله پاڼه کې ولیکل چې دواړه هېوادونه پر اوربند سلا شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم وویل چې دوی له مودي، شهباز شریف، عاصم منیر او نورو سره په ګډه پر دې هوکړه کار کړی دی. امریکا په حقیقت کې د مودي د حکومت له پرځېدو وېرېده، ځکه که جګړه دوام موندلی وای، د پاکستان د مسلمان پوځ د قوي ضربو له امله ممکن مودي خپل واک له لاسه ورکړی وای. نو امریکا د جګړې د درولو امر وکړ ترڅو خپلې موخې د مذاکراتو له لارې ترلاسه کړي.

۵- په پای کې حزب التحریر عامو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د پاکستان خلکو ته خبرداری ورکوي چې دا ډول سیاسي خباثتونه او مذاکرات چې د اسلام له دښمنانو په ځانګړې توګه له هندو مشرکانو او یهودو سره کېږي، هېڅکله خیر نه لري. په ځانګړې توګه کله چې کفري استعمارګره امریکا یې مدیریت کوي. رسول الله ﷺ موږ ته د هغوی د وژلو او پر هغوی د بریا زیري راکړي دي. مسلم په خپل صحیح کې له ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت کوي چې نبي ﷺ وفرمایل:

لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ...

"تاسو به خامخا له یهودو سره جګړه کوئ او هغوی به وژنئ..."

او احمد او نسایي له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللهُ مِنَ النَّارِ؛ عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ، وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَام

"زما د امت دوه ډلې دي چې الله سبحانه وتعالی له اور څخه ژغورلې دي؛ یوه هغه ډله چې پر هند به برید کوي (غزا به کوي) او بله هغه ډله چې له عیسی بن مریم علیهما السلام سره به وي."

نو له یهودو سره جګړه او د هند فتحه د الله په اذن سره کېدونکې ده. دا د رښتیني پیغمبر ﷺ قول دی. خو الله سبحانه وتعالی داسې فیصله کړې چې نصرت به هغه وخت راځي چې موږ کار او هڅه وکړو. موږ د پاکستان له خلکو څخه د خیر هیله لرو، ځکه دا یو پیاوړی اسلامي هېواد دی، پوځ یې له جهاد سره مینه لري او هلته د خلافت د تاسیس هیلې مخ په زیاتېدو دي. ان شاء الله هغه وخت لرې نه دی چې د نبوت پر تګلاره خلافت تاسیس شي؛ لکه څنګه چې احمد په خپل مسند کې له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

..ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ

"...بیا به زورواکې پاچاهي وي او تر هغه وخته به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي، بیا به د نبوت پر تګلاره خلافت وي. بیا هغه مبارک ﷺ چوپ شو."

په هغه ورځ به مومنان د الله په نصرت سره خوشحاله شي.

وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ

"او په هغه ورځ به مومنان خوشحاله شي. د الله په مرسته؛ هغه له هر چا سره چې وغواړي مرسته کوي او هغه برلاسی او مهربان دی." (الروم: ۴-۵)

۱۷ ذي القعده ۱۴۴۶هـ ۲۰۲۵/۵/۱۵م

Share Article

Share this article with your network