Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د ظلم د مخنیوي لپاره په دار الکفر کې محکمو ته رجوع کول

December 12, 2019
4989

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته لخوا د هغه د فېسبوک پاڼې "فقهي" د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

د پوښتنې ځواب

د ظلم د مخنیوي لپاره په دار الکفر کې محکمو ته رجوع کول

ابن الازرق ته

پوښتنه:

السلام علیکم زما ګران وروره، زه له تاسو څخه یوه مهمه پوښتنه لرم.

د نسا سورت په ۶۰ نمبر ایت کې، الله سبحانه وتعالی موږ د قضاوت لپاره طاغوت ته له ورتللو منع کړي یو:

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا

"ایا هغو کسانو ته دې نه دي کتلي چې دعوه کوي پر هغه څه یې ایمان راوړی چې تاته نازل شوي او پر هغه څه چې تر تا وړاندې نازل شوي؟ هغوی غواړي چې خپلې فیصلې طاغوت ته یوسي، په داسې حال کې چې ورته امر شوی و چې له هغه څخه منکر شي؛ او شیطان غواړي چې هغوی په لیرې ګمراهۍ کې واچوي." (سورت النساء [۴]: ۶۰)

مګر د خلافت په نشتوالي کې، د مسلمانانو ټولې ځمکې د طاغوتي مشرانو لخوا اداره کیږي؟ نو، که موږ وغواړو کومه شخړه حل کړو، ایا موږ کولی شو د دغو طاغوتي مشرانو محکمو ته لاړ شو؟

فرض کړئ، زما د کورنۍ یو غړی جنسي تېری شوی دی. ایا دا جواز لري چې د قضاوت لپاره داسې محکمې ته لاړ شو چیرې چې پریکړه د ډیموکراتیک طاغوت لخوا کیږي؟ هغوی د شریعت له مخې قضاوت نه کوي. او الله سبحانه وتعالی طاغوت ته له ورتللو منع کړي دي، هغه څوک چې د الله له قانون پرته په خپل قانون شخړې حلوي. جزاک الله خیرا وروره.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

موږ مخکې د ۲۰۰۹/۲/۱۸ په تاریخ کې د یوې پوښتنې ځواب خپور کړی و، چې متن یې دا دی:

(د هغه چا لپاره چې په دار الکفر کې ژوند کوي چیرې چې شرعي محکمې شتون نلري، جواز لري چې د ظلم د لرې کولو او د خپل حق د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره په دار الکفر کې محکمو ته رجوع وکړي، خو په دې شرط چې دا حق ورته په شرعي ډول ثابت وي، نه دا چې د هغوی د قانون له مخې وي چې له شریعت سره په ټکر کې وي:

د مثال په ډول، که څوک له غلا سره مخ شي، اسلام هغه ته خپل غلا شوی مال بېرته ورکوي، نو د هغه چا لپاره چې مال یې غلا شوی وي جواز لري چې د خپل مال د ترلاسه کولو لپاره محکمو ته رجوع وکړي.

بل مثال، که یو څوک خپل کور پر بل چا وپلوري، یو څه پیسې مخکې واخلي او پاتې یې په قسطونو کړي، بیا اخیستونکی یو څه پیسې ورکړي او د پاتې ورکولو څخه انکار وکړي، یا یې نفي کړي، په داسې حال کې چې هغه کور اخیستی او پکې اوسیږي... نو اسلام دلته پلورونکي ته له اخیستونکي څخه د هغه حق بېرته اخلي، له همدې امله پلورونکي ته جواز لري چې محکمو ته لاړ شي ترڅو د کور هغه بیه ترلاسه کړي چې اخیستونکي ترې انکار کړی دی.

همدا ډول، یعنې د هغه چا لپاره چې په دار الکفر کې ژوند کوي جواز لري چې د ظلم د مخنیوي او خپل حق د بېرته ترلاسه کولو لپاره محکمو ته لاړ شي، په دې شرط چې دا حق ورته په شریعت کې ثابت وي.

خو که یو حق ورته په وضعي قانون کې ثابت وي مګر له شریعت سره په ټکر کې وي، نو د داسې حق د ترلاسه کولو لپاره چې له شریعت سره مخالف وي، محکمو ته رجوع کول جواز نلري:

د مثال په ډول: هغه څوک چې په یو مساهمتي شرکت (شرکة المساهمة) کې شریک وي چې تړون یې په باطلو اساساتو وي، کله چې پر شریکانو ګټه ویشل کیږي او هغه وګوري چې د هغه د برخې (اسهمو) مطابق ورکړل شوې ګټه له هغه څه کمه ده چې دی یې مستحق بولي، نو هغه ته جواز نشته چې د دار الکفر محکمو ته لاړ شي ترڅو خپله پوره ګټه ترلاسه کړي؛ ځکه چې دا حق ورته په وضعي قانون کې ثابت دی مګر له شریعت سره په ټکر کې دی، ځکه دا شرکت باطل دی او له هغې څخه ترلاسه شوې ګټه شریعت نه مني، او پر مسلمان لازمه ده چې له داسې شرکت څخه ووځي.

بله بېلګه: هغه څوک چې خپلې پیسې په بانک کې په سود (ربا) اېښې وي، مګر کله چې بانک ورته خپله برخه ورکوي نو د هوکړې خلاف کمه ګټه ورته حسابوي، نو ده ته جواز نشته چې د دار الکفر محکمو ته د خپلې پوره سودي ګټې د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي او بانک مجبوره کړي؛ ځکه چې دا حق ورته په هغه وضعي قانون کې ثابت دی چې سودي بانکونه مني، مګر په شریعت کې دا حق ثابت نه دی، او پر مسلمان لازمه ده چې له بانک سره دا سودي معامله لغوه کړي.

په دې اساس، که پر چا ظلم شوی وي یا یې حق خوړل شوی وي او دا حق د شرعي حکمونو له مخې ثابت وي، نو کولی شي په دار الکفر کې هغو محکمو ته لاړ شي چې دی پکې ژوند کوي ترڅو ظلم ترې لرې او حق یې بېرته ورکړل شي. مګر که حق یوازې په وضعي قانون کې ثابت وي او په شرعي حکمونو کې نه وي، نو بیا دغو محکمو ته رجوع کول جواز نلري... سره له دې هم، غوره دا ده چې دغو محکمو ته له تګ وړاندې د خیرغوښتونکو خلکو او منځګړو له لارې د خپل حق د ترلاسه کولو هڅه وکړي.) زموږ پخوانی ځواب پای ته ورسېد.

هیله ده چې دا ځواب کافي وي، او الله سبحانه وتعالی ښه پوهېدونکی او حکیم دی.

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۴ ربیع الآخر ۱۴۴۱هـ د ۲۰۱۹/۱۲/۱۱م سره سمون خوري

د امیر (حفظه الله) د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فېسبوک

د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: ویب پاڼه

Share Article

Share this article with your network