Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د عراق په سياسي ډګر کې نوي بدلونونه

August 11, 2014
4170

د پوښتنې ځواب

پوښتنه:

په وروستيو ورځو کې داسې خبرونه خپاره شول چې امريکايي الوتکو په شمالي عراق کې د "تنظيم الدولة" (دولت اسلامي) پر ځينو مرکزونو هوايي بريدونه کړي دي... اوباما او ځينو نورو امريکايي چارواکو ويلي چې دا کار يې د انساني لاملونو او د ډله ييزې وژنې د مخنيوي په موخه کړی دی. حال دا چې په سوريه کې له دې ډېرې سختې او بوږنوونکې وژنې وشوې خو امريکا پکې لاسوهنه ونه کړه، حتی په عراق کې د انبار او فلوجې په څېر سيمو کې هم عامه وژنې وشوې خو امريکا مداخله ونه کړه. دا په دې مانا ده چې "انساني لاملونه" په شمالي عراق کې د امريکايي بريدونو لپاره د قناعت وړ دليل نه شي کېدای. که دا پوهه سمه وي او دا د بريدونو اصلي لامل نه وي، نو هيله ده ستاسو د سياسي تحليل له مخې د دغو پېښو اصلي لامل بيان کړئ. الله سبحانه و تعالی دې تاسو ته خير درکړي.

ځواب:

۱- هو، دا خبره سمه ده چې انساني لاملونه د دې بريدونو اصلي سبب نه دي. څوک چې د امريکا کړنې او مداخلې څاري، نو ورته څرګنده ده چې انساني ارزښتونه له امريکا څخه دومره لرې دي لکه ختيځ چې له لويديځ څخه لرې دی. په عراق او افغانستان کې د دوی جرمونه، په ابو غريب او ګوانتانامو زندانونو کې شکنجه، او د ميانمار له حکومت سره د دوی اړيکې د دې خبرې ثبوت دی؛ په ميانمار کې پر مسلمانانو د ډله ييزو وژنو او ناورينونو سربېره، امريکا نه یوازې دا چې د دغه رژیم پر وړاندې کوم اقدام ونه کړ، بلکې خپلې اقتصادي اړيکې يې ورسره لا زياتې کړې. په دې برخه کې د امريکا د جرمونو لړۍ ډېره اوږده ده.

۲- امريکا په ۲۰۰۳م کال کې د عراق له اشغال راهيسې، د دغه هېواد د ټوټې کولو لپاره زمينه سازي کوي. هغه اساسي قانون چې بريمر جوړ کړی و، پر طایفوي او مذهبي بنسټونو ولاړ و چې د ولسمشر، پارلمان رئيس او لومړي وزير څوکۍ يې پرې ووېشلې. څرنګه چې اجرايوي واک د لومړي وزير په لاس کې و او بريمر دا منصب مذهبي کړی و، نو دا د نورو ډلو د پارولو او تحريک وسيله شوه. اوس حال داسې دی چې عراق په عملي ډول وېشل شوی: په شمال ختيځ کې کردان، په لويديځ او شمال کې سنيان او په سوېل کې شيعه ګان مېشت دي او بغداد د دې برخو تر منځ واقع دی.

۳- په ليکل شوي اساسي قانون کې د اقليمونو (سيمو) پر بنسټ د اتحادي (فدرالي) حکومت خبره شوې چې دغو سيمو ته يې پراخ واکونه ورکړي دي. امريکا بريالۍ شوه چې عراق د دريو اقليمونو وېشلو ته چمتو کړي، ترڅو هر اقليم خپلې ستونزې په خپله حل کړي او که په منځ کې يې شخړه هم وي، نو په خپل منځ کې به وي او بل اقليم ته به نه وځي. که څه هم امريکا په ۲۰۱۱م کال کې له عراق څخه تر نظامي وتلو وروسته يو امنيتي تړون وکړ، خو امنيت يې داسې تعريف کړی چې له مرکز سره د يوې ضعيفې اړيکې په لرلو سره د عراق تجزيه خوندي کړي. د دوی په نظر امنيت دا مانا لري چې يو اقليم پر بل اقليم تېری ونه کړي، نه دا چې په خپله د اقليم دننه څه پېښېږي.

۴- له همدې امله، امريکا ته دا د امنيت ګډوډي نه ښکاري که د سنيانو، کردانو يا شيعه ګانو ستونزې په خپلو سيمو کې وي، په دې شرط چې بغداد د درېواړو سيمو لپاره پرانيستې لاره وي. خو که يو اقليم پر بل اقليم يا پر مرکز (بغداد) تېری وکړي، نو بيا يې د امنيتي تړون له مخې د امنيت ګډوډي بولي او مداخله کوي. امريکا په تېرو کلونو کې په عملي ډول د سني او شيعه اقليمونو لپاره زمينه سازي پيل کړه. د دې کار لپاره يې د سني او شيعه تر منځ د دښمنۍ پيدا کولو خبيثانه پلان جوړ کړ. ماليکي د امريکا داسې یو لاسپوڅی و چې مذهبي تعصب يې تر حده زيات و او نور يې وپارول، ترڅو د وېش او اقليمونو لپاره فضا برابره شي. ماليکي په دې کار کې بريالی شو او له سنيانو او کردانو سره يې دښمني دومره زياته کړه چې د عراق وېشل د ډېرو خلکو غوښتنه شوه. دا د ماليکي اصلي دنده وه چې امريکا ورته سپارلې وه. نن چې دا موخه تر ډېره ترلاسه شوې، د ماليکي رول پای ته ورسېد او امريکا هغه د يو "شړل شوي" په څېر پرېښود. حتی ايران هم ترې لاس واخيست. ماليکي چې د امريکا او ايران لپاره يې دومره خدمتونه وکړل، د خپل بادار له خوا پر دې شړلو ډېر غوسه شو؛ خو که هغه عاقل وای، نو نه به هک پک کېده، ځکه ټول اجنټان چې کله يې تاريخ تېر شي، نو باداران يې په کثافت دانۍ کې غورځوي.

۵- د پورته ياد شوو حقايقو پر بنسټ، امريکا په سني سيمو کې د عشايرو، ISIS، بعثيانو او نقشبنديانو تر منځ خونړۍ پېښې د امنيت ګډوډي ونه بلله، که څه هم عامه وژنې پکې وشوې. همدارنګه د ۲۰۱۴/۶/۱۰ نېټې پر مهال موصل، تکريت او نورو سيمو ته د تنظیم الدولة رسېدل هم هغوی ته نه د انساني حقونو تر پښو لاندې کول ښکارېدل او نه هم امنيتي ګډوډي، ځکه دا جګړه په يوه اقليم کې دننه وه. خو کله چې دغو ډلو بغداد ته ګواښ پېښ کړ، نو امريکا ورته امنيتي ګډوډي وويله او د ۲۰۱۴/۶/۱۶ نېټه يې خپل امنيتي متخصصين په بغداد کې خپل سفارت ته ولېږل، چې په نړۍ کې تر ټولو لوی سفارت او د دسيسو ځاله ده. وروسته يې ۳۰۰ نور سرتېري او جنګي هليکوپټرې هم ولېږلې ترڅو د بغداد امنيت وساتي. دا د دې لپاره و چې دغو ډلو ته ګواښ وکړي چې بغداد ته نږدې نه شي، نو ځکه پر بغداد بريدونه ودرېدل، که څه هم د ماليکي ځواکونه هغه وخت ډېر کمزوري وو.

۶- نو د امريکا په قاموس کې د "بشري حقونو" او "ډله ييزې وژنې" اصطلاحات يوازې هغه وخت کارول کېږي چې د دوی سيمه ييز ترتيبات او سرې کرښې له ګواښ سره مخ شي. تر هغه چې وژنې او وينې توېدل د امريکا په ګټه وي، هېڅ پروا يې نه لري. کله چې تنظیم الدولة د کردستان اقليم ته نږدې شو، نو اوباما په خپله مرکه کې (۲۰۱۴/۸/۹) وويل: "کله چې د ډله ييزې وژنې وېره وي او يو دولت زموږ شتون غواړي، نو موږ بايد مداخله وکړو." دا خبره هغه په داسې حال کې کوي چې په سوريه کې د بشار الاسد د بشکې يي بمونو له امله تر دې بدترې وژنې کېږي، خو اوباما هلته نه د ډله ييزې وژنې وېره لري او نه مداخله کوي! خو په شمالي عراق کې يې د کردستان د اقليم د ساتلو لپاره هوايي بريدونه پيل کړل.

۷- د امريکا د مداخلې اصلي لامل د کردستان پر اقليم باندې د بريدونو مخنيوی دی، ترڅو د عراق د درې واړو اقليمونو پلان پر ځای پاتې شي. امريکا نه غواړي چې عراق بېرته يو موټی هېواد شي، بلکې غواړي دا هېواد د اقليمونو په بڼه ټوټې پاتې شي چې په پای کې په رسمي ډول په بشپړه توګه ووېشل شي. دوی ته په اقليمونو کې دننه خپلمنځي شخړې کومه امنيتي ګډوډي نه ښکاري.

دا اصلي لامل دی، نه بشري خواخوږي او نه د ډله ييزې وژنې وېره. د امريکا په مشرۍ کپيټليسټي دولتونه انساني او اخلاقي ارزښتونو ته هېڅ اهميت نه ورکوي، بلکې يوازې د خپلو دسيسو او پلانونو خپرول غواړي، که څه هم په دې لاره کې انساني نسل او کښتونه له منځه لاړ شي. استعمارګر کفار پر مؤمنانو هېڅ رحم نه کوي او لاسونه يې تل په وينو لړلي وي.

۸- په پای کې، دا ډېره دردونکې ده چې د اسلامي امت حالت داسې وينو چې پېړۍ پېړۍ يې پر نړۍ مشري کړې، خو نن د ظالمو او رويبيضه حکامو تر ولکې لاندې دی. دوی امت د استعمارګرو کفارو او د هغوی د اجنټانو لپاره په يوه داسې ډګر بدل کړی چې خپلې خبيثې دسيسې پکې پلي کړي. له هغه وخته چې خلافت ړنګ شوی (تر ۹۰ کلونو زيات وخت)، پر دې امت مصيبتونه راورېدلي دي، ځکه هغه سپر (خلافت) له منځه لاړ چې د دې امت ساتنه يې کوله. خو هغه څه چې دا درد کموي، په امت کې د بيدارۍ حرکتونه دي. هغه مخلص نارينه (د دعوت لېږدونکي) چې شپه او ورځ په يو پاک حزب کې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بيا تاسيس لپاره کار کوي، ان شاء الله دا درد به پای ته ورسوي او امت به بېرته خپل عزت او برم ترلاسه کړي. هغه وخت به دا امت په رښتیني مانا "خير امت" وي. او دا کار الله سبحانه و تعالی ته ګران نه دی.

وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ

"او خامخا به تاسو ته له يو څه وخت وروسته د هغه (قرآن) خبر معلوم شي." (ص: ۸۸)

Share Article

Share this article with your network