Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د هغه حق غوښتنه چې په وضعي قانون کې راغلی وي

April 05, 2020
2135

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د پوښتنو او ځوابونو لړۍ د خپلې فېسبوک پاڼې "فقهي" د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه

د پوښتنې ځواب

ربحي ابو معاذ ته

پوښتنه:

قانون د کار خاوند (مالک) د کارګرانو اړوندو قوانینو او د هغوی د حقوقو رعایت ته اړ باسي، خو مالک له دغه قانون څخه ځان غړوي. د کار د کمښت په بحران او د مالکانو د حرص له امله د کارګر حق ضایع کېږي او هغه نشي کولی خپل حق ترلاسه کړي مګر د هغه قانون له لارې چې مالک د کارګر د حقوقو ورکولو ته اړ باسي. نو که کارګر د ظلم احساس وکړي او قانون ته مراجعه وکړي، ایا دا کار حرام دی؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

تاسو د هغه حق د ترلاسه کولو لپاره د کارګر د غوښتنې د حکم په اړه پوښتنه کوئ چې په قانون کې پرې نص شوی دی...

ددې ځواب دا دی چې دا کار د شرعې سره سم د حق د ترلاسه کولو یا د ظلم د مخنیوي په صورت کې جایز دی؛ یعنې دا چې حق باید له شرعي پلوه ثابت وي او ظلم هم باید له شرعي پلوه ثابت وي. نو د داسې حق غوښتنه نه ده پکار چې له شرعي پلوه حق نه ګڼل کېږي... که کارګر د قانون له مخې د داسې حق غوښتنه کوي چې له شرعي پلوه حق نه وي، نو غوښتنه یې ورته جایزه نه ده... او که کارګر د قانون مطابق د داسې حق غوښتنه کوي چې له شرعي پلوه هم حق وي، نو غوښتنه یې ورته جایزه ده...

د بېلګې په توګه: څوک چې مظلوم واقع شي او د رښتینې خبرې په ویلو سره زندان ته واچول شي... اسلام د هغه دفاع کوي او له زندان څخه یې باسي، نو ځکه ورته جایزه ده چې د ظلم د لیرې کولو او له زندان څخه د ځان ژغورلو لپاره هغه چا ته پناه یوسي (مراجعه وکړي) چې دفاع یې کولی شي.

بله بېلګه: هغه څوک چې غلا ترې شوې وي، اسلام د هغه غلا شوی مال بېرته ورګرځوي، نو ورته جایزه ده چې د خپل غلا شوي مال د ترلاسه کولو لپاره هغه چا ته رجوع وکړي چې دفاع یې وکړي.

او بله بېلګه: هغه څوک چې خپل کور پر بل چا وپلوري چې یو څه پیسې نغدې ورکړي او پاتې په قسطونو کې، بیا پیرودونکی (اخېستونکی) د پيسو یوه برخه ورکړي او له نورو انکار وکړي، په داسې حال کې چې هغه کور اخیستی او پکې اوسېږي... اسلام د پلورونکي حق له پیرودونکي څخه اخلي، نو ځکه ورته جایزه ده چې د خپل کور د بیې د ترلاسه کولو لپاره هغه چا ته رجوع وکړي چې دفاع یې وکړي.

همدا ډول هغه کارمند چې له مالک سره د کار د عقد (تړون) له مخې په ټاکلې معاش کار کوي، خو مالک یې له معاش څخه کموي؛ نو اسلام پر مالک واجبوي چې د هغه پوره معاش ورکړي، نو کارمند ته جایزه ده چې د پوره معاش د ترلاسه کولو لپاره دفاع کوونکي ته رجوع وکړي.

يعنې که حق له شرعي پلوه ورته ثابت وي او دی ترې منعه شوی وي، نو ورته جایزه ده چې د خپل شرعي حق د ترلاسه کولو لپاره قضا (محکمې) ته د مراجعې لپاره هغه چا ته پناه یوسي چې دفاع ترې وکړي... خو که حق ورته په وضعي قانون کې ثابت وي خو له شریعت سره په ټکر کې وي، نو ورته جایزه نه ده چې د هغه د ترلاسه کولو لپاره قضا ته دفاع کوونکي ته رجوع وکړي.

د بېلګې په توګه: یو څوک په داسې تساهمي شرکت (Joint Stock Company) کې شریک وي چې عقد یې باطل وي، او کله چې پر شریکانو ګټه ویشل کېږي، دی ویني چې د هغه د حصو (اسهامو) په نسبت ورکړل شوې ګټه له هغه څه کمه ده چې دی یې حقدار دی، نو ورته جایزه نه ده چې د دغه حق د ترلاسه کولو لپاره قضا ته رجوع وکړي، تر څو چې دا حق په وضعي قانون کې ثابت وي خو له شریعت سره په ټکر کې وي؛ ځکه دا یو باطل شرکت دی او هغه ګټه چې ترې ترلاسه کېږي شریعت یې نه مني، او پر مسلمان واجبه ده چې له داسې شرکت څخه ووځي.

بله بېلګه: یو څوک خپلې پیسې په بانک کې په سود (ربا) او په ټاکلې ګټه ایښې وي، خو کله چې بانک ورته خپله برخه ورکوي، نو ورته ګټه له هغه څه کمه حسابوي چې له بانک سره یې پرې هوکړه کړې وه، نو ورته جایزه نه ده چې د دغه سود د ترلاسه کولو لپاره قضا ته رجوع وکړي، تر څو چې دا حق په وضعي قانون کې ثابت وي خو له شریعت سره په ټکر کې وي؛ ځکه دا حق ورته د وضعي قانون له مخې ثابت دی چې سودي بانکونه تاییدوي، خو له شرعي پلوه ورته ثابت نه دی، او پر مسلمان واجبه ده چې له بانک سره دا سودي معامله لغوه کړي.

خلاصه دا چې که هغه حقوق چې کارګر یې د قانون مطابق غوښتنه کوي، له شرعي پلوه هم حقوق وي (لکه شریعت ورته لارښوونه کړې وي او یا په کاري تړونونو کې داسې شرطونه وي چې له شریعت سره په ټکر کې نه وي... او داسې نور)، نو کارګر ته یې غوښتنه جایزه ده... خو که هغه حقوق چې کارګر یې غوښتنه کوي یوازې د وضعي قانون له مخې حقوق وي او شرعي حقوق نه وي، نو کارګر ته نه ښایي چې په قضا کې یې غوښتنه وکړي.

امید لرم چې دا ځواب بسنه وکړي، الله سبحانه وتعالی په هر څه پوه او د حکمت خاوند دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۰ شعبان ۱۴۴۱هـ د ۲۰۲۰/۰۴/۰۳م سره سم

د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: ویب

Share Article

Share this article with your network