د پوښتنې ځواب
د هغې برخې لیدلو ته چې عورت نه وي
پوښتنه: په النظام الاجتماعي (اجتماعي نظام) کتاب، ۴۱ مخ کې راغلي دي:
إِذَا زَوَّجَ أَحَدُكُمْ خَادِمَهُ عَبْدَهُ أَوْ أَجِيرَهُ فَلَا يَنْظُرُ إِلَى مَا دُونَ السُّرَّةِ وَفَوْقَ الرُّكْبَةِ فَإِنَّهُ عَوْرَةٌ
"کله چې له تاسو څخه یو څوک خپله وینځه خپل غلام یا مزدور ته په نکاح ورکړي، نو د نامه لاندې او د زنګون څخه پورته برخې ته دې نه ګوري، ځکه چې دا عورت دی."
دغه حدیث د دې استدلال په ترڅ کې راغلی چې سړی کولی شي د ښځې هغو برخو ته وګوري چې عورت نه وي او ښځه هم د سړي هغو برخو ته کتلای شي چې عورت نه وي. نو د یوې وینځې د نکاح څخه مخکې او وروسته، د هغې د نامه لاندې او زنګون څخه پورته برخو ته په لیدلو کې څه توپیر دی؟
ځواب: داسې ښکاري چې د پوښتنې په پوهیدو کې یو ډول ابهام رامنځته شوی دی. د حدیث معنی دا ده: کله چې له تاسو څخه یو څوک خپله وینځه په نکاح ورکړي، ځکه چې د «الخادم» لفظ د مذکر او مؤنث دواړو لپاره کارول کیږي. نو یوه وینځه مخکې له دې چې بادار یې بل چا ته په نکاح ورکړي، هغه ورته حلاله ده (ملك يمين) او د هغې د عورت لیدل ورته جایز دي. خو کله چې هغې نکاح وکړه، نو پر بادار (چې نکاح یې ورته کړې) د هغې د عورت لیدل حرام شول، او ورته جایز ده چې د وینځې هغو برخو ته وګوري چې عورت نه وي، یعنې د زنګون لاندې او له نامه څخه پورته برخې، تر هغه وخته پورې چې هغه یې وینځه وي او ازاده کړې یې نه وي. هغې ته یې یوازې خپل غلام یا مزدور په نکاح کړی او هغه لا هم وینځه ده، یعنې حرّه (حرّة) شوې نه ده، که نه نو د هغې ټول بدن ته کتل پرې حرام وو، پرته له مخ او دواړو لاسونو (بندونو) څخه.
له همدې امله، متن داسې دی:
«إذا زوَّج أحدُكم خادَمَه عبدَه أو أجيرَه ...»
دلته «أحدُكم» فاعل دی، «خادَمَه» د «زوّج» فعل لپاره لومړی مفعول به دی، او «عبدَه أو أجيره» د «زوّج» لپاره دویم مفعول به دی، نه دا چې د «خادمه» لپاره عطف بیان وي. نو دا حدیث پر دې دلیل دی چې د خپلې ټولې وینځې بدن ته د بادار د لیدلو اباحت (ځکه چې هغه ملك يمين ده)، دا اباحت د نکاح څخه وروسته د هغې د عورت په برخه کې له منځه ځي؛ ځکه چې هغه بیا ورته حلاله نه وي، نو د هغې عورت ته کتل پرې حرام دي، یعنې د نامه لاندې او له زنګون څخه پورته برخې ته، ځکه چې هغه لا هم وینځه ده چې نکاح یې ورته کړې خو ازاده کړې یې نه ده.
نو د حدیث منطوق د ښځې عورت ته د سړي د لیدلو پر حرمت دلالت کوي. او د دې منطوق مفهوم دا دی چې سړی کولی شي د ښځې هغو برخو ته وګوري چې عورت نه وي، که هغه ازاده وي او که وینځه. په دې کې سړی او ښځه دواړه یو شان دي، سړی د ښځې هغو برخو ته کتلای شي چې عورت نه وي او ښځه هم د سړي هغو برخو ته کتلای شي چې عورت نه وي.
۱۹ جمادى الأولى ۱۴۲۵هـ ۰۶/۰۷/۲۰۰۴م