Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: قضاء او قدر

August 22, 2022
2805

د حزب التحریر امیر، جلیل عالم شیخ عطاء بن خليل ابو الرشته د خپلې فیسبوک پاڼې "فکري" د لیدونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

د پوښتنې ځواب

قضاء او قدر

محمد طاهر حمیدي ته

پوښتنه:

بسم الله الرحمن الرحیم

له افغانستان څخه زموږ درانه امیر ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

له سبحانه وتعالی څخه هیله لرم چې په عافیت او سلامتیا کې اوسئ، او له هغه سبحانه غواړو چې موږ ته په فتحه، بریا او تمکین کې بیړه وکړي. زموږ درانه امیره! ما په دې ورځو کې د الشخصية الإسلامية کتاب لوست، نو د قدر په مسله کې له داسې یو نظر سره مخ شوم چې له هغه څه سره یې توپیر درلود چې په نظام الإسلام کتاب کې مې لوستي وو. زه دا دواړه عبارتونه له دغو دوو کتابونو څخه رانقلوم، ترڅو د دغه اختلاف سبب راته بیان کړئ، که چېرې دا زما د فهم مطابق اختلاف وي.

شیخ تقي الدین النبهاني - رحمه الله - په نظام الإسلام کتاب، ۱۹ مخ، شپږم چاپ کې د انسان د ځانګړتیاوو له یادولو وروسته فرمایي: «نو دا ټاکلي خاصیتونه چې الله سبحانه وتعالی په شیانو، غریزواو عضوي حاجتونو کې پیدا کړي دي چې په انسان کې دي، همدا "قدر" بلل کیږي؛ ځکه یوازې الله دی چې شیان، غریزې او عضوي حاجتونه یې پیدا کړي دي، او په هغو کې یې خپل خاصیتونه اندازه کړي (ټاکلي) دي، دا خاصیتونه له هغوی څخه نه دي او بنده په هغو کې هېڅ اختیار او اغېزه نه لري.»

بیا یې په الشخصية الإسلامية کتاب، لومړي ټوک، ۳۱ مخ، شپږم چاپ کې د قدر تعریف داسې کړی، چې وایي: «او قدر هغه خاصیت دی چې انسان یې په شي کې رامنځته کوي، لکه سوځول چې په اور کې دي، او پرې کول چې په چاقو کې دي.»

آیا د دغو دواړو عبارتونو ترمنځ په دې کې توپیر نشته چې چا دا خواص په شیانو او انسان کې پیدا او رامنځته کړي دي؟ په الشخصية الإسلامية کتاب کې له راغلي عبارت څخه مقصد څه دی؟ آیا له (يحدث/رامنځته کوي) فعل څخه مقصد له خلق (پیدا کولو) او ایجاد څخه پرته بل څه دي؟ که چېرې په هغه څه رڼا واچوئ چې موږ ته متضاد او متناقض ښکاري؛ نو زموږ له زړونو به دا اندېښنه لرې کړئ.

جزاکم الله عنا خیر الجزاء او الله مو له هر ډول بدۍ او ناخوالو وساته.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

لومړی: په نظام الإسلام کتاب - د قضاء او قدر باب، ۱۸-۱۹ مخونو کې راغلي:

[خو قدر بیا دا دی چې هغه افعال چې ترسره کیږي، که هغه په هغه دائره کې وي چې پر انسان مسلطه ده، او که په هغه دائره کې وي چې انسان پرې مسلط دی، دا افعال له شیانو څخه او پر شیانو باندې چې د کائنايتو، انسان او ژوند له مادې څخه دي، واقع کیږي. الله سبحانه وتعالی د دغو شیانو لپاره ځانګړي خواص پیدا کړي دي، په اور کې یې د سوځولو خاصیت، په لرګي کې د سوځېدلو خاصیت او په چاقو کې یې د پرې کولو خاصیت پیدا کړی او دا خاصیتونه یې د وجود د نظام له مخې لازمي ګرځولي چې نه ترې بېلیږي. کله چې داسې ښکاري چې دا خاصیت ترې بېل شوی، نو هلته الله سبحانه وتعالی ترې هغه خاصیت اخیستی وي، او دا یو خلاف العاده (معجزه) کار وي. دا کار د پیغمبرانو لپاره کیږي او د هغوی لپاره معجزه وي. لکه څنګه چې یې په شیانو کې خاصیتونه پیدا کړي، همدارنګه یې په انسان کې غریزې او عضوي حاجتونه هم پیدا کړي دي او په هغو کې یې د شیانو د خواصو په څېر ځانګړي خاصیتونه ایښي دي. د نوع په غریزه کې یې د جنسي میلان خاصیت، او په عضوي حاجتونو کې یې د لوږې او تندې په څېر خاصیتونه پیدا کړي او د وجود د سنتو له مخې یې ورته لازمي کړي دي. نو دا ټاکلي خاصیتونه چې الله سبحانه وتعالی په شیانو او په غریزو او عضوي حاجتونو کې چې په انسان کې دي پیدا کړي دي، همدا "قدر" بلل کیږي؛ ځکه یوازې الله دی چې شیان، غریزې او عضوي حاجتونه یې پیدا کړي دي او په هغو کې یې خپل خاصیتونه ټاکلي (قدر کړي) دي، دا نه له دوی څخه دي او نه بنده په هغو کې کوم کار او اغېزه لري. پر انسان لازمه ده چې ایمان ولري چې په دغو شیانو کې د خاصیتونو ټاکونکی الله سبحانه وتعالی دی. دا خاصیتونه په خپل ځان کې دا وړتیا لري چې انسان د هغو په واسطه د الله د اوامرو مطابق کار وکړي چې "خیر" شي، او یا د الله له اوامرو سره مخالفت وکړي چې "شر" شي، که دا د شیانو په کارولو کې وي او که د غریزو او عضوي حاجتونو په ځوابولو کې وي؛ که د الله د اوامرو او نواهیو مطابق وي خیر دی، او که د الله د اوامرو او نواهیو خلاف وي نو شر دی.

له همدې ځایه، هغه افعال چې په هغه دائره کې واقع کیږي چې پر انسان مسلطه ده، که خیر وي که شر، له الله څخه دي. او هغه خاصیتونه چې په شیانو، غریزو او عضوي حاجتونو کې دي، له الله څخه دي، که خیر ترې تولید شي او که شر. له همدې امله پر مسلمان لازمه ده چې پر قضاء، د هغې پر خیر او شر له الله تعالی څخه ایمان ولري؛ یعنې دا عقیده ولري چې له ده څخه بهر افعال له الله تعالی څخه دي. او پر قدر، د هغه پر خیر او شر له الله تعالی څخه ایمان ولري؛ یعنې دا عقیده ولري چې د شیانو په طبیعت کې موجود خواص له الله تعالی څخه دي، که خیر ترې پیدا شي او که شر، او مخلوق انسان په هغو کې هېڅ اغېزه نه لري. نو د انسان اجل، رزق او روح، دا ټول له الله څخه دي؛ لکه څنګه چې جنسي میلان او د ملکیت میلان چې د نوع او بقا په غریزو کې دي، او لوږه او تنده چې په عضوي حاجتونو کې دي، دا ټول له الله تعالی څخه دي...]

یعنې د (قضاء او قدر) په اصطلاح کې "قدر" د هغو شیانو خواص دي چې الله په هغو کې پیدا کړي دي...

دویم: او د الشخصية الإسلامية په لومړي ټوک - د اسلامي عقیدې په باب، ۳۲-۳۳ مخونو کې راغلي:

[...خو د قضاء او قدر دلیل عقلي دی، ځکه قضاء په دوو چارو پورې اړه لري: لومړی هغه څه چې د وجود نظام یې غوښتنه کوي، او د دې دلیل عقلي دی ځکه چې دا په خالق پورې اړه لري. دویمه چاره د انسان هغه فعل دی چې له ده څخه صادریږي او یا پر ده باندې په جبري توګه واقع کیږي، او دا یو محسوس شی دی چې حس یې درک کوي، نو دلیل یې عقلي دی. او قدر هغه خاصیت دی چې انسان یې په شي کې رامنځته کوي، لکه سوځول چې په اور کې دي، او پرې کول چې په چاقو کې دي. دا خاصیت یو محسوس شی دی چې حس یې درک کوي، نو د قدر دلیل عقلي دی...]

یعنې د (قضاء او قدر) په اصطلاح کې "قدر" د شیانو هغه خواص دي چې انسان یې په هغو کې رامنځته (ښکاره) کوي...

دریم: او همدارنګه په همدې کتاب الشخصية الإسلامية لومړي ټوک - د قضاء او قدر په باب، ۹۴-۹۹ مخونو کې راغلي:

[د قضاء او قدر مفهوم یا په بل عبارت د قضاء او قدر مسله د بندګانو افعال او د شیانو خاصیتونه دي. ځکه چې مطرح شوې مسله د بنده افعال او له دغو افعالو څخه تولید شوي شیان دي، یعنې هغه خاصیتونه چې بنده یې په شیانو کې رامنځته کوي؛ آیا دا د الله له لوري پیدا شوي چې هغه پیدا کړي او ایجاد کړي دي؟ که د بنده له لوري دي؟ یعنې بنده هغه پیدا کړي او ایجاد کړي دي؟...

خو قدر بیا دا دی چې هغه افعال چې واقع کیږي، که په هغه دائره کې وي چې انسان پرې مسلط دی او که په هغه دائره کې چې پر انسان مسلطه ده، له شیانو څخه او پر شیانو باندې چې د کایناتو، انسان او ژوند له مادې څخه دي واقع کیږي، نو دا فعل یو اثر رامنځته کوي، یعنې پر دغه فعل باندې د یوې چارې شتون مرتب کیږي.

نو آیا دا اثر چې انسان یې په شیانو کې له خاصیتونو څخه رامنځته کوي، انسان په هغو کې پیدا کړی که الله سبحانه وتعالی په دغو شیانو کې پیدا کړی لکه څنګه چې خپله شیان یې پیدا کړي دي؟

دقیق کتونکی دا مومي چې دا چارې چې په شیانو کې رامنځته کیږي، دا د شیانو له خواصو څخه دي نه د انسان له فعل څخه؛ په دې دلیل چې انسان نشي کولی هغه یوازې په هغو شیانو کې رامنځته کړي چې دا یې یو خاصیت وي، خو هغه شیان چې دا یې خاصیت نه وي، نو انسان نشي کولی په هغو کې هغه څه رامنځته کړي چې غواړي یې. له همدې امله دا چارې د انسان له افعالو څخه نه دي، بلکې د شیانو له خواصو څخه دي. نو الله تعالی شیان پیدا کړي او په هغو کې یې خپل خواص په داسې توګه اندازه کړي (ټاکلي) دي چې له هغه څه پرته چې ده ورته ټاکلي بل څه ترې نه صادریږي...

لکه څنګه چې یې په شیانو کې خاصیتونه پیدا کړي، همدارنګه یې په انسان کې غریزې او عضوي حاجتونه هم پیدا کړي دي او په هغو کې یې د شیانو د خواصو په څېر ځانګړي خاصیتونه ایښي دي. د مثال په توګه په غریزه نوع کې یې د جنسي میلان خاصیت، په غریزه بقا کې یې د ملکیت خاصیت او په عضوي حاجتونو کې یې د لوږې خاصیت پیدا کړی او دا خاصیتونه یې د وجود د قانون له مخې ورته لازمي کړي دي. نو دا ځانګړي خاصیتونه چې الله سبحانه وتعالی په شیانو، غریزو او په هغه عضوي حاجتونو کې چې په انسان کې دي پیدا کړي دي، همدا "قدر" بلل کیږي؛ ځکه یوازې الله دی چې شیان، غریزې او عضوي حاجتونه یې پیدا کړي دي او په هغو کې یې خواص اندازه کړي دي...

یعنې هغه (الله) پیدا کړي او په هغو کې یې ځانګړي خواص پیدا کړي دي، نو دا له الله تعالی څخه دي او له بنده څخه نه دي او بنده په هغو کې هېڅ کار او اغېزه نه لري، نو همدا قدر دی. او په دغه وخت کې ویل کیږي چې د (قضاء او قدر) په بحث کې "قدر" د شیانو هغه خواص دي چې انسان یې په هغو کې رامنځته کوي، او پر انسان لازمه ده چې ایمان ولري چې په دغو شیانو کې د خواصو اندازه کوونکی (ټاکونکی) الله سبحانه وتعالی دی...]

لکه څنګه چې وینئ، په همدې کتاب کې ذکر شوي چې د (قضاء او قدر) په بحث کې قدر (د شیانو هغه خواص دي چې انسان یې په هغو کې رامنځته کوي...) بیا یې د انسان له خوا د هغو د رامنځته کولو او د الله له خوا د هغو د پیدا کولو ترمنځ فرق داسې واضح کړی چې ویلي یې دي: (هغه خاصیتونه چې بنده یې په شیانو کې رامنځته کوي؛ آیا دا د الله له لوري پیدا شوي چې هغه پیدا کړي او ایجاد کړي دي؟ که د بنده له لوري دي؟ یعنې بنده هغه پیدا کړي او ایجاد کړي دي؟) بیا یې نور هم واضح کړي او فرمایي: (یعنې هغه پیدا کړي او په هغو کې یې ځانګړي خواص پیدا کړي دي، نو دا له الله تعالی څخه دي او له بنده څخه نه دي او بنده په هغو کې هېڅ کار او اغېزه نه لري، نو همدا قدر دی. او په دغه وخت کې ویل کیږي چې د "قضاء او قدر" په بحث کې قدر د شیانو هغه خواص دي چې انسان یې په هغو کې رامنځته کوي، او پر انسان لازمه ده چې ایمان ولري چې په دغو شیانو کې د خواصو اندازه کوونکی الله سبحانه وتعالی دی...)

نو انسان په شیانو باندې د خپلو تجربو او افعالو په واسطه د هغو شیانو صفات او ځانګړتیاوې ښکاره کوي کوم چې الله په هغو کې پیدا کړي دي، یعنې دی هغه کشفوي که چېرې هغه خاصیتونه الله په هغه شي کې پیدا کړي وي. خو که چېرې هغه خاصیت په هغه شي کې نه وي پیدا شوی، نو انسان نشي کولی هغه رامنځته، ښکاره یا کشف کړي. او هغه څه چې موږ پورته له کتاب څخه نقل کړل دا په روښانه توګه بیانوي، یعنې دا چې د (انسان یې رامنځته کوي) معنی دا ده چې هغه یې کشفوي یا یې ښکاره کوي که چېرې په هغه شي کې پیدا شوي وي.

هیله ده چې دا وضاحت به بسنه وکړي، او الله ډېر پوه او حکیم دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۲۴ محرم الحرام ۱۴۴۴هـ د ۲۰۲۲/۰۸/۲۲م مطابق

د امیر (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک:

د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: ویب

Share Article

Share this article with your network