پوښتنه: د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو، ټرمپ او کیم ترمنځ د ۲۰۱۸/۶/۱۲ نېټه په سنګاپور کې سرمشریزه غونډه ترسره شوه او د غونډې په پای کې یې یو ګډ سند لاسلیک کړ. دا هوکړه په داسې حال کې په ډېرې چټکۍ سره وشوه چې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی و او دواړو یو بل په اټومي وسلو په نښه کولو ګواښلی و. نو دغه هوکړه څنګه دومره په چټکۍ سره وشوه؟ او منځپانګه او پایلې یې څه دي؟
ځواب: د دې موضوع د حقیقت روښانولو لپاره لاندې ټکي څېړو:
۱- امریکا په پرله پسې او مخ په زیاتیدونکو ګواښونو هڅه وکړه چې شمالي کوریا د خپلو اټومي وسلو پرېښودو ته وهڅوي، خو دغه ګواښونه ګټور نه وو او شمالي کوریا ورته غاړه کېنښوده او خپل اټومي پروګرام او وسلې یې پرېنښودې... له هغه وروسته امریکا نورو لارو چارو یعنې ډیپلوماتیکو، سیاسي لارو او اقتصادي فشارونو ته مخه کړه. له دې لارو څخه یوه دا وه چې امریکا پوره هڅه وکړه ترڅو چین پر شمالي کوریا فشار راوړي. موږ د ۲۰۱۷/۴/۲۳ نېټې په ځواب کې ویلي وو: (د دې ټولو له امله، امریکا اوس په شمالي کوریا کې جګړې ته چمتو نه ده او نورې مناسبې حل لارې هم نه لري، نو په تمه ده چې چین فشار راوړي او هڅه کوي دا پروسه چټکه کړي، داسې ښکاري چې چین ته ګواښ کوي چې باید د امریکا اطاعت وکړي او د پیونګ یانګ د اټومي بې وسلې کولو لپاره په فشارونو کې برخه واخلي.)... هغه مهال امریکا د ختیځې اسیا او ارام سمندر په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې سوزان تورنټون له قوله په ښکاره اعلان وکړ چې دوی (غواړي دا ستونزه له شمالي کوریا سره د کوریا په ټاپوزوزمه کې د اټومي بې وسلې کولو له لارې په سوله ییز ډول حل کړي). (Russia Today، ۲۰۱۷/۰۴/۱۷م). نو د چین له لارې او د هغوی تر فشار لاندې د دواړو لورو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې پیل شوې. فشارونه د اقتصادي بندیزونو او سیاسي کلابندۍ له لارې، د نړیوالې انزوا او د هغوی پر ضد د تبلیغاتو په واسطه پلي شول ترڅو هغوی تسلیمېدو او د اټومي وسلو له منځه وړلو ته چمتو کړي. پر دې سربېره، د سوکاله اقتصاد ژمنې او د سویلي کوریا له لارې د نږدېوالي او نړیوالې پرانیستې لارې هم د هڅونې په توګه وکارول شوې.
۲- پټې ډیپلوماتیکې اړیکې د چین له لارې پیل شوې؛ د امریکا پخواني د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د چین له لارې له شمالي کوریایانو سره اړیکه ونیوله او د ټرمپ له بې باکه چلند سره یې مخالفت وښود، ځکه ټرمپ د شمالي کوریا د له منځه وړلو ګواښ کاوه، په داسې حال کې چې ټیلرسن په چین کې له هغوی سره په پټه خبرې کولې! کله چې شمالي کوریایانو د ټرمپ ګواښونه واورېدل، خبرې یې پرېښودې او له چین څخه خپل هېواد ته لاړل... له همدې امله ټیلرسن په غوسه شو او د ۲۰۱۷/۷/۲۰ نېټه یې خپل ولسمشر "احمق" وباله، لکه څنګه چې وروسته د امریکا NBC تلوېزیون د ۲۰۱۷/۱۰/۴ نېټه د دریو امریکايي چارواکو له قوله دا خبر افشا کړ. ټرمپ په ټویټر کې د ټیلرسن له هغه اعلان وروسته چې امریکا له شمالي کوریا سره مستقیمې اړیکې لري، لیکلي وو: "ما ریکس ټیلرسن، زموږ د بهرنیو چارو غوره وزیر ته وویل چې هغه د توغندیو له کوچني سړي (Little Rocket Man) سره د مذاکراتو په هڅه کې خپل وخت ضایع کوي". داسې پېښه هغه وخت هم وشوه کله چې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس هڅه وکړه په سویلي کوریا کې د ژمنیو المپیک لوبو پر مهال له شمالي کوریایانو سره وګوري. هغه د ۲۰۱۸/۲/۷ نېټه په جاپان کې د یوکوټا په هوايي اډه کې خپلو ځواکونو ته وویل: "هېواد به یې تل د سولې په لټه کې وي او موږ به د یو ښه راتلونکي لپاره تر هر وخت ډېر کار وکړو..." (Reuters ۲۰۱۸/۲/۷). هغه دا خبرې په داسې حال کې کولې چې سویلي کوریا ته د تلو په حال کې و، ترڅو د المپیک لوبو تر پوښښ لاندې د شمالي کوریا له چارواکو سره وګوري... خو پنس درې ورځې وروسته د ۲۰۱۸/۲/۱۰ نېټه وویل: (دا اړینه ده چې شمالي کوریا په اقتصادي او ډیپلوماتیک ډول تر هغې منزوي پاتې شي ترڅو خپل اټومي او بالستیک پروګرامونه پرېږدي). (Al Arabiya، ۲۰۱۸/۲/۱۰). دې چارې شمالي کوریا دې ته اړ کړه چې له پنس سره لیدنه لغوه کړي. دا ټول ښيي چې د ټرمپ سیاسي تګلاره دا وه چې د مذاکراتو پر مهال له ګواښونو څخه کار واخلي ترڅو مقابل لوری د امریکا غوښتنو ته تسلیم کړي. د دې پخلی مایک پومپیو هم وکړ کله چې د سي آی اې مشر و: (ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا له بحران سره پر ډیپلوماتیک حل تمرکز کوي، خو سي آی اې ورته د نورو انتخابونو پر برابرولو کار کوي). (Reuters، ۲۰۱۸/۱/۲۳). په دې توګه، له ډیپلوماتیک حل سره د ګواښ نور انتخابونه هم یوځای شول. داسې ښکاري چې دا ډول چلند ټیلرسن ته خوند نه ورکاوه ځکه چې دا د هغه لپاره د بهرنیو چارو وزیر په توګه د شرم خبره وه، نو ټرمپ هغه له دندې ګوښه کړ...
۳- په دې توګه، دغه تګلارې پر شمالي کوریا اغېزه ونکړه او کله به چې کوم ګواښ وشو، هغوی به مذاکرات پرې کړل. که د چین مداخله نه وی، دا سرمشریزه به نه وای شوې. له همدې امله ټرمپ په سنګاپور کې له کیم سره له کتنې وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کې "د چین له ولسمشر شي جین پینګ څخه مننه وکړه چې په تېرو میاشتو کې یې د دې تاریخي سرمشریزې د اسانتیا لپاره هڅې کړې وې" (AFP، ۲۰۱۸/۶/۱۲). چین پر شمالي کوریا فشار راوړی و چې امتیازات ورکړي. د چین دولتي خبري اژانس "شینهوا" د ۲۰۱۸/۳/۲۸ نېټه ویلي وو چې "د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له یکشنبې (۲۰۱۸/۳/۲۵) څخه تر چهارشنبې (۲۰۱۸/۳/۲۸) پورې چین ته غیر رسمي سفر وکړ، چې هلته یې د نړۍ او کوریا د ټاپوزوزمې په اړه خبرې وکړې او د چین ولسمشر خپل کوریايي سیال ته وویل چې چین په ټاپوزوزمه کې د اټومي بې وسلې کولو، سولې او ثبات ته ژمن دی او غواړي دا ستونزه د خبرو اترو له لارې حل شي". د شمالي کوریا خبري اژانس هم راپور ورکړ چې کیم جونګ اون چین ته لاړ ترڅو د چین د ولسمشر په توګه د شي جین پینګ بیا ټاکل کېدو مبارکي ورکړي او هیله یې وښوده چې دا سفر به د کوریا په ټاپوزوزمه کې له ثبات سره مرسته وکړي او چمتو دی له امریکا او سویلي کوریا سره خبرې وکړي. هغه زیاته کړه: "د کوریا اټومي بې وسلې کول هغه وخت ممکن دي چې واشنګټن او سیول د سولې لپاره همغږي ګامونه پورته کړي". له همدې امله ټرمپ په خپل ټویټر کې د ۲۰۱۸/۳/۲۸ نېټه په خوښۍ سره ولیکل: "پرون مې د چین له ولسمشر څخه یو پیغام ترلاسه کړ چې له کیم سره د هغه لیدنه ډېره ښه وه او کیم له ما سره لیدو ته سترګې په لار دی". چین شمالي کوریا د خپلو ګټو لپاره امریکا ته د قربانۍ په توګه وړاندې کړه او پر هغې یې دومره فشار راوړ چې مشر یې امتیازاتو ورکولو او له کبرجن ټرمپ سره لیدو ته چمتو شو. په ځانګړي ډول چې چین په رښتیا په سیاسي فشارونو او د امنیت شورا د پرېکړو او بندیزونو په پلي کولو کې برخه اخیستې وه. شمالي کوریا پوهېده چې که د چین ملاتړ له لاسه ورکړي او چین پرې کلابندي نوره هم تنګ کړه، نو له ډېرو سختو ستونزو سره به مخ شي. چین وښوده چې هغوی د خپل متحد په پرتله له امریکا سره خپلو سوداګریزو ګټو ته ډېر پام کوي. داسې ښکاري چې چین په دې نه پوهیږي چې امریکا د شمالي کوریا د بې وسلې کولو له لارې په اصل کې د چین د محاصره کولو او په ختیځ او جنوبي چین سمندرونو کې د هغوی د کنټرول د مخنیوي هڅه کوي!
۴- د دې خبرې پخلی د چین هغه هرکلی کوي چې د شمالي کوریا له خوا د اټومي وسلو د پرېښودو په اړه یې وکړ. د چین لوړپوړي ډیپلومات وانګ یي وویل: "بیکینګ د ټرمپ او کیم ترمنځ د سرمشریزې هرکلی او ملاتړ کوي او هیله لري چې دواړه هېوادونه اټومي بې وسلې کولو ته ورسیږي". (Reuters ۲۰۱۸/۶/۱۲). که چین پوره سیاسي شعور او پیاوړې اراده لرلای، نو پر خپل متحد به یې داسې فشار نه راوړای! خو ثابته شوه چې د هغوی سیاسي لید لا هم محدود دی او یوازې له امریکا سره د سوداګریزو اړیکو په غم کې دي. دا لیرې نه ده چې امریکا شمالي کوریا خپلو ګټو ته راکش کړي او هغه له چین څخه امریکا ته نږدې شي، یا د دواړو کوریاګانو ترمنځ یو داسې اتحاد رامنځته کړي چې د چین له اغېز څخه وتلی وي، لکه څنګه چې د ویتنام مثال زموږ مخې ته دی چې د ۱۹۷۵ کال د پاریس له هوکړې وروسته د چین ضد وګرځېد!
۵- چین په دې کې اساسي رول درلود چې شمالي کوریا سرمشریزې ته حاضره کړي او اټومي بې وسلې کول د بحث پر مېز کېږدي، پرته له دې چې د امریکا اټومي بې وسلې کول مطرح شي. سرمشریزه په یوه ورځ کې پای ته ورسېده او یو چوکاټي بیان لاسلیک شو چې د شمالي کوریا چټک تسلیمېدل ښيي. شمالي کوریا د خپلې چمتووالي ښودلو لپاره د اټومي تجربو یو سایټ ویجاړ کړ او درې امریکايي بندیان یې خوشې کړل. ټرمپ په دې اړه خوښي وښوده او ویې ویل چې دا یو لوی پرمختګ دی، په داسې حال کې چې کیم دا یو تاریخي پېښه وبلله. دغه ګډ بیان څلور مادې لرلې: لومړی، د ښو اړیکو جوړول؛ دویم، په ټاپوزوزمه کې د دایمي سولې لپاره هڅې؛ درېیم، د بشپړ اټومي بې وسلې کولو لپاره د شمالي کوریا ژمنه؛ او څلورم، د امریکايي سرتېرو د پاتې شونو بېرته ورکول. دا یوازې یو چوکاټي بیان و، نه یو داسې تړون چې جزئیات، د پلي کېدو مهال وېش او څارنه پکې روښانه وي، لکه څنګه چې د ایران په اټومي تړون کې وو.
۶- پر دې بنسټ، تمه کیږي چې امریکا به له شمالي کوریا سره اوږدمهاله مذاکرات پیل کړي چې ممکن کلونه دوام وکړي. داسې ښکاري چې ټرمپ غوښتل یوه چټکه لومړنۍ هوکړه ترلاسه کړي ترڅو وښيي چې هغه په خپلو ګواښونو کې بریالی شوی او شمالي کوریا یې تسلیم کړې ده. دا د ټرمپ لپاره یو تاریخي بریا ګڼل کیږي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ورسره مرسته کوي او د هغه پر ضد پورته شوي رسوایۍ او تورونه تر سیوري لاندې راولي. ټرمپ وویل: "موږ به بندیزونه هغه وخت لیرې کړو کله چې په بې وسلې کولو کې مهم ګامونه پورته شي... موږ په مذاکراتو کې هیڅ امتیاز نه دی ورکړی..." په دې توګه ټرمپ غوښتل وښيي چې هغه د کړکېچ په پای ته رسولو کې لویه برخه ترلاسه کړې ده.
۷- له شمالي کوریا سره د کړکېچ ارامول ټرمپ ته دا چانس ورکوي چې له خپلو متحدینو او دښمنانو سره سوداګریزې جګړې ته وزګار شي! د هغه اړیکې له متحدینو سره هغه وخت ترینګلې شوې کله چې یې د هغوی پر صادراتو لوړ محصول ولګاوه. هغه د ۲۰۱۸/۶/۸ نېټه په کاناډا کې د G7 سرمشریزې ته د تلو پر مهال په ټویټر کې ولیکل چې غواړي ناعادلانه سوداګریز تړونونه سم کړي. د کاناډا او فرانسې مشرانو د ټرمپ دا اقدامات رد کړل. ټرمپ د فرانسې او کاناډا پر مشرانو برید وکړ او حتی د فرانسې ولسمشر ماکرون وویل چې: "هیڅ مشر د تل لپاره نه پاتې کیږي". انګلیسي مکر هم دلته ښکاره شو کله چې تریزا مې وویل چې عکس العمل باید قانوني وي، ترڅو خپلې اړیکې له امریکا سره هم وساتي. د المان صدراعظمې هم دا پرېکړه ناهیلې کوونکې وبلله. ټرمپ د سرمشریزې له پای ته رسېدو مخکې هغه پرېښوده او خپله لاسلیک یې بېرته واخیست. دا ښيي چې یوه سوداګریزه جګړه پیل شوې ده او ټرمپ باور لري چې "سوداګریزې جګړې ښې دي او ګټل یې اسانه دي". دا ټول ښيي چې امریکا د خپلو اقتصادي ستونزو او پورونو له امله یوازې د خپلو ګټو په فکر کې ده او د America First شعار لاندې د نړیوال نظام د پاشل کېدو لامل کیږي.
۸- امریکا هیڅکله په خپلو تړونونو ولاړه نه ده او که ګټه یې پکې نه وي، سمدستي یې ماتوي. هغوی په ۲۰۰۳ کال کې هم له شمالي کوریا سره تړون مات کړی و، او همدارنګه یې د ایران اټومي تړون هم مات کړ. نو له شمالي کوریا سره دغه هوکړه هم تضمین نه لري او امریکا به د مذاکراتو پر مهال بیا هم له فشار او ګواښ څخه کار اخلي.
د عهدونو ماتول، تکبر او د نورو سپکاوی د امریکا نښه ګرځېدلې، چې دا ټول د زوال نښې دي. ان شاء الله ډېر ژر به راشده خلافت بیا تاسیس شي، چې لومړی مقام به ولري، عدالت به قایم کړي، پر عهدونو به وفا وکړي او بشریت ته به سوله او امنیت ډالۍ کړي. رسول الله ﷺ له دغه جبري پاچاهۍ وروسته د هغه زیری ورکړی دی:
ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ
"بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي." (احمد له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت کړی دی)، او دا کار الله سبحانه وتعالی ته هیڅ ګران نه دی.
د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د شوال ۲مه د ۲۰۱۸/۶/۱۶م کال