(د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د هغه د فېسبوک پاڼې "فقهي" برخې ته راځي)
د پوښتنې ځواب
نسرین بوظافري ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
زموږ جلیل شیخ، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت درکړي او ستاسو په علم کې دې ډېروالی او په بدن کې درته عافیت نصیب کړي. زه غواړم په سورت النور کې د الله سبحانه وتعالی د دې قول د تفسیر په اړه پوښتنه وکړم:
وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ
"او هغه بوډاګۍ ښځې چې د نکاح هيله نه لري، پر هغوی کومه ګناه نشته چې خپل (باندني) کالي لرې کړي، خو په دې شرط چې سينګار يې نه وي ښکاره کړی." (النور [۲۴]: ۶۰)
په کره ډول «القواعد من النساء» څوک دي؟ او د دوی ځانګړي احکام څه دي؟ ایا د "لا یرجون نکاحا" (نکاح ته هیله نه لري) څخه هدف د عمر معیار دی؟ که داسې وي، نو د عمر کچه یې څومره ده؟ او که دا د هغه فزیولوژیکي بدلون سره تړاو لري چې په ښځه کې راځي او د "سن یأس" (د نه هیلۍ عمر/ناامیدۍ عمر) په نوم یادېږي، چې هغه هم دقیقه نه ده معلومه. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي او ستاسو په واسطه دې بریا په برخه کړي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
په مبارک ایت کې د ﴿وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ﴾ په اړه ستاسو د پوښتنې ځواب په لاندې ډول دی:
۱- لکه څنګه چې پوهېږئ، د تفسیر لاره دا ده چې لومړی حقیقت شرعي ته مخه شي؛ موږ ګورو چې ایا په کوم شرعي نص کې د دې تفسیر راغلی که نه. که مو وموند، هغه اخلو، او که مو ونه موند، نو بیا لغت (ژبې) ته رجوع کوو؛ ځکه چې قرآن کریم په عربي ژبه نازل شوی دی:
وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ * نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ * عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ * بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ
"او بېشکه دا (قرآن) د رب العلمین نازل کړی دی. امانتدار روح (جبرائیل) دا ستا پر زړه نازل کړی دی، ترڅو ته له وېروونکو څخه واوسې. په ښکاره عربي ژبه." (الشعراء [۲۶]: ۱۹۲-۱۹۵)
إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
"بېشکه موږ دا په عربي ژبه د قرآن په توګه نازل کړی دی، ترڅو تاسو وپوهېږئ." (یوسف [۱۲]: ۲)
او تر کومه چې زه پوهېږم، د "القواعد من النساء" په اړه کوم داسې شرعي نص نشته چې تفسیر یې کړي وي، نو ځکه موږ د "القواعد" کلمې په تفسیر کې لغت ته رجوع کوو.
د لغت له مخې "القواعد" د ښځو لپاره کارول کېږي او دا د "قاعد" جمع ده. موږ وایو "امرأة قاعد" (ناسته ښځه) او "نساء قواعد". دلته یې مانا د بوډاتوب له امله "قعود" (ناسته/له کاره لوېدل) ده؛ یعنې کله چې یوه ښځه د ډېر عمر له امله درنه او بې وسه شي، هغې ته "قاعد" ویل کېږي. مګر که زموږ هدف دا وي چې ښځه په فزیکي ډول ناسته ده، نو بیا په عربي لغت کې ورته "قاعدة" ویل کېږي نه "قاعد". له همدې امله د "القواعد من النساء" مانا دا ده: هغه ښځې چې د بوډاتوب له امله درنې شوې وي. په بل عبارت، هغه بوډاګۍ ښځې چې د ژوند له خوندونو لکه حیض، اولاد او مېړه څخه ناستې وي (بې برخې شوې وي). په دې مانا چې نه خپله د نکاح تمایل لري او نه د بل چا لخوا د نکاح لپاره ورته رغبت کېږي. په دې شرط چې له حیض او اولاد څخه بې برخې شوې وي. دا د هغې ځوانې ښځې په مانا نه ده چې نکاح نه غواړي، او نه هم یوازې د "سن یأس" (مینوپوز) په مانا ده؛ ځکه سن یأس ښايي له څلوېښت یا پنځوس کلنۍ وروسته پیل شي، خو ښځه بیا هم د نکاح هيله لري او یا د نکاح لپاره غوښتل کېږي. نو په مبارک ایت کې د ﴿وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ﴾ مانا دا ده:
هغه بوډاګۍ ښځې چې له حیض او اولاد څخه "ناستې" شوې وي او د نکاح هيله نه لري؛ نه خپله د نکاح شوق لري او نه د نکاح لپاره بل چا ته په زړه پورې وي... همدا ښځې "القواعد" دي.
په لغت او تفاسیرو کې د "القواعد" د مانا د لا وضاحت لپاره لاندې ټکي یادوم:
لومړی: په لغت کې د "القواعد" مانا کله چې له ښځو سره تړاو ولري:
په لسان العرب کې راغلي: (وقَعَدَتِ المرأَةُ عَنِ الْحَيْضِ والولدِ تَقْعُدُ قُعوداً، وَهِيَ قَاعِدٌ: انْقَطَعَ عَنْهَا، وَالْجَمْعُ قَواعِدُ. وَفِي التَّنْزِيلِ: وَالْقَواعِدُ مِنَ النِّساءِ؛ وَقَالَ الزَّجَّاجُ فِي تَفْسِيرِ الْآيَةِ: هُنَّ اللَّوَاتِي قَعَدْنَ عَنِ الأَزواج. ابْنُ السِّكِّيتِ: امرأَة قاعِدٌ إِذا قَعَدَتْ عَنِ الْمَحِيضِ، فإِذا أَردت القُعود قُلْتَ: قَاعِدَةٌ. قَالَ أَبو الْهَيْثَمِ: الْقَوَاعِدُ مِنْ صِفَاتِ الإِناث لَا يُقَالُ رِجَالٌ قواعِدُ؛ الْقَوَاعِدُ: جَمْعُ قاعِدٍ وَهِيَ المرأَة الْكَبِيرَةُ الْمُسِنَّةُ، هَكَذَا يُقَالُ بِغَيْرِ هَاءٍ أَي أَنها ذَاتُ قُعُودٍ، فأَما قَاعِدَةٌ فَهِيَ فَاعِلَةٌ مِنْ قَعَدَتْ قُعُودًا، وَيُجْمَعُ عَلَى قَوَاعِدَ أَيضاً.) پای.
په تاج العروس (۹/ ۴۹) کې راغلي: ((و) من الْمجَاز: القَاعِدُ من النساءِ (الَّتِي قَعَدَتْ عَنِ الوَلَدِ و(عَن) الحَيض و(عَن) الزَّوْجِ)، والجمْعُ قَوَاعِدُ. قَالَ ابْن الأَثير: القواعدُ: جمع قاعِدٍ، وَهِي المرأَةُ الكبيرةُ المُسِنَّةُ، هكذا يُقَال بِغَيْر هاءٍ، أَي أَنها ذاتُ قُعُودٍ، فأَمَّا قاعِدةٌ فَهِيَ فاعِلَة من قولِك (قَدْ قَعَدَتْ قُعُوداً)، وَيجمع على قواعِدَ أَيضاً.) پای.
دویم: په تفاسیرو کې د "القواعد" مانا:
د قرطبي په تفسیر کې راغلي: (سورت النور (۲۴): ایت ۶۰] قَوْلُهُ تَعَالَى: (وَالْقَواعِدُ مِنَ النِّساءِ) الْقَوَاعِدُ وَاحِدَتُهَا قَاعِدٌ، بِلَا هَاءٍ، لِيَدُلَّ حَذْفُهَا عَلَى أَنَّهُ قُعُودُ الْكِبَرِ... الْقَوَاعِدُ: الْعُجَّزُ اللَّوَاتِي قَعَدْنَ عَنِ التَّصَرُّفِ مِنَ السِّنِّ، وَقَعَدْنَ عَنِ الْوَلَدِ وَالْمَحِيضِ، هَذَا قَوْلُ أَكْثَرِ الْعُلَمَاءِ.)
د نسفي په تفسیر کې راغلي: (مدارک التنزیل وحقائق التأویل (۲/ ۵۱۹) {والقواعد} جمع قاعد لأنها من الصفات المختصة بالنساء كالطالق والحائض أي اللاتي قعدن عن الحيض والولد لكبرهن {مّنَ النساء} حال {اللاتي لاَ يَرْجُونَ نِكاَحاً} يطمعن فيه...)
درېیم: خلاصه دا ده چې "القواعد من النساء" هغه بوډاګۍ ښځې دي چې د ډېر عمر له امله یې حیض بند شوی وي، اولاد نه شي راوړی او همدارنګه له مېړه څخه هم "ناستې" شوې وي؛ یعنې د نکاح هيله نه لري، نه خپله د نکاح شوق لري او نه د نکاح لپاره ورته رغبت کېږي... یعنې له دې ټولو چارو څخه ناستې (بې برخې) وي.
هیله لرم چې موضوع روښانه شوې وي، الله سبحانه وتعالی دې مل شه.
ستاسو ورور،
عطاء بن خلیل ابو الرشته
۰۵ ربیع الاول ۱۴۳۸هـ
د ۲۰۱۶/۱۲/۰۴م سره سمون خوري
د امیر د فېسبوک له پاڼې څخه د ځواب لینک:
فېسبوک
د امیر د ګوګل پلس له پاڼې څخه د ځواب لینک:
ګوګل پلس
د امیر د ټویټر له پاڼې څخه د ځواب لینک:
ټویټر
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک:
امیر ویبپاڼه