Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: رزق هر هغه څه دي چې مال ترې جوړېږي

September 08, 2022
2255

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د هغه د فېسبوک پاڼې (فقهي) په دېوال مطرح شوې دي

د پوښتنې ځواب

Mohd Temiza ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته اې جلیل عالم او شیخ صاحب،

که مهرباني وکړئ د یوې داسې پوښتنې ځواب راکړئ چې تر اوسه مې ورته قناعت کوونکی ځواب نه دی موندلی، الله دې وکړي چې ستاسو په لاس یې ځواب ترلاسه کړم.

پوښتنه دا ده: ایا رزق یوازې په مال پورې منحصر دی، یعنې هر هغه څه چې په شرعي سبب یې ملکیت ترلاسه کېدای شي؟ که مال (نغدې پیسې، منقول او غیر منقول جایدادونه) د رزق یوه برخه ده او د رزق ټول ډولونه نه رانغاړي؟ د بېلګې په توګه: ایا صالحې مېرمنې ته رزق ویل کېږي؟ ایا روغتیا، بریا او نېک اولادونه هم د رزق له جملې څخه دي؟

جزاکم الله خیر الجزاء

محمد الحارثي

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

رزق هر هغه څه دي چې مال ترې جوړېږي (انسان یې د مال په توګه په لاس راوړي):

۱- په لسان العرب کې راغلي: [رزق د عطا او ورکړې په مانا دی او دا د "رزقه الله" (الله ورته رزق ورکړ) مصدر دی... کله کله باران ته هم رزق ویل کېږي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي:

وَمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاء مِن رِّزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا

"او هغه رزق (باران) چې الله له اسمانه راکوز کړ، بیا یې پرې ځمکه له مړینې وروسته را ژوندۍ کړه." (سورت الجاثیه: ۵)

او الله تعالی فرمايي:

وَفِي السَّمَاء رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ

"او په اسمان کې ستاسو رزق دی او هغه څه هم چې تاسو سره یې وعده شوې ده." (سورت الذاریات: ۲۲)

مجاهد وايي چې دلته مراد باران دی او دا په لغت کې پراختیا ده... د لښکر ارزاګ (أرزاق) د هغوی معاشونو ته ویل کېږي او "ارزقوا" یعنې معاش یې ترلاسه کړ. "رَزقة" د فتحې سره یو ځل ورکړې ته ویل کېږي او جمع یې "رَزقات" ده چې د لښکر معاشونه دي... او د الله سبحانه وتعالی دغه قول:

وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ

"او تاسو خپله برخه (د الله شکر) دا ګرځولې چې هغه دروغجن ګڼئ." (سورت الواقعة: ۸۲)

یعنې ستاسو د رزق شکر، لکه دا قول چې: موږ ته د ثریا د ستوري په برکت باران راکړل شو؛ او دا د "واسال القریة" (له کلي وپوښته) غوندې دی چې مطلب ترې د کلي خلک دي. کله چې امیر خپل لښکر ته مال ورکړي، نو ورته ویل کېږي "رزق الأمیر جنده". ابن بري وایي...]

۲- په القاموس المحیط کې راغلي: [الرِّزْقُ (د را په کسرې سره): هغه څه دي چې ګټه ترې اخیستل کېږي، لکه معاش؛ او باران ته هم ویل کېږي، جمع یې أرزاق ده. د را په فتحې سره حقیقي مصدر دی... او الله هغه ته رزق ورساوه، او له فلانکي یې مننه وکړه (دا د ازد قبیلې لغت دی)، او له همدې قبیل څخه دا ایت دی: ﴿وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ﴾].

۳- په الصحاح في اللغة کې راغلي: [الرِزْقُ: هغه څه دي چې ګټه ترې اخیستل کېږي او جمع یې الأرزاق ده. الرِزْقُ د عطا (ورکړې) په مانا دی... الرَزْقَةُ د را په فتحې سره یو ځل ورکړه ده او جمع یې الرَزَقاتُ ده چې د لښکر معاشونه دي... او الله تعالی فرمايي: ﴿وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ﴾ یعنې ستاسو د رزق شکر. دا د ﴿وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ﴾ غوندې دی چې مراد ترې د کلي خلک دي. کله کله باران ته هم رزق ویل کېږي، لکه څرنګه چې الله عز وجل فرمايي: ﴿وَمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاء مِن رِّزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ﴾ او فرمايي: ﴿وَفِي السَّمَاء رِزْقُكُمْ﴾، دا په لغت کې پراختیا ده.]

۴- د رزق په اړه په الکراسه کې راغلي: [خو د رزق مسئله، نو ډېر قطعي الدلالة ایتونه د هغه چا لپاره چې پر قران ایمان لري، د شک ځای نه پرېږدي مګر دا چې ایمان ولري چې رزق د الله په لاس کې دی او هر چا ته یې چې وغواړي ورکوي. د رزق مسئله د قدر له مسئلې څخه بدله ده، ځکه قدر دا دی چې الله تعالی پوهېږي چې فلانی کار به د هغه له واقع کېدو وړاندې واقع کېږي، نو هغه یې لیکلی او مقدر کړی وي. مګر رزق یوازې دا نه دی چې الله تعالی پوهېږي چې فلانکي ته به رزق ورکړل شي او هغه یې لیکلی او مقدر کړی وي، بلکې تر دې ورهاخوا، یعنې د رزق د مقدرولو ترڅنګ، رازق الله دی نه بنده. دا هغه څه دي چې دا ایتونه پرې دلالت کوي:

لَا نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى

"موږ له تا څخه رزق نه غواړو، بلکې موږ تاته رزق درکوو او ښه عاقبت د تقوا لروونکو لپاره دی." (سورت طه: ۱۳۲)

وَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالاً طَيِّباً وَاتَّقُواْ اللَّهَ الَّذِي أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ

"او له هغه څه څخه چې الله درته رزق کړی دی، حلال او پاک وخورئ او له هغه الله څخه ووېرېږئ چې تاسو پرې ایمان لرئ." (سورت المائدة: ۸۸)

اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ وَهُوهُ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ

"الله پر خپلو بندګانو ډېر مهربان دی، هر چا ته چې وغواړي رزق ورکوي او هغه ډېر ځواکمن او برلاسی دی." (سورت الشوری: ۱۹)]

۵- خو کوم شیان چې تا ذکر کړل او هغه مال نه ګرځول کېږي، لکه: نېک اولادونه، روغتیا، عافیت او هر هغه څه چې په هغه دائره کې راځي چې پر تا واکمنه ده (یعنې ستا په اختیاري عمل پورې اړه نه لري)، نو دا د "قضا" په دائره کې راځي. دا دائره رزق او ټول هغه افعال رانغاړي چې له تا څخه یا پر تا باندې ستا له اختیار پرته صادریږي... په الکراسه کې د قضا او قدر په موضوع کې د "د بندګانو د افعالو په مسئله کې سم نظر" تر عنوان لاندې داسې راغلي:

[په دې مسئله کې د بندګانو د افعالو په اړه سم نظر دا دی چې انسان په دوو دائرو کې ژوند کوي: یوه هغه دائره ده چې انسان پرې واکمن دی، دا هغه دائره ده چې د هغه د تصرفاتو په چوکاټ کې راځي او په دې چوکاټ کې د هغه افعال د هغه په خپل اختیار ترسره کېږي. بله هغه دائره ده چې پر انسان واکمنه ده، دا هغه دائره ده چې انسان پکې واقع دی او په دې دائره کې هغه افعال ترسره کېږي چې انسان پکې هیڅ رول نه لري، که دا افعال له ده څخه صادر شي او که پر ده باندې واقع شي. نو هغه افعال چې په هغه دائره کې واقع کېږي چې پر انسان واکمنه ده، انسان پکې هیڅ لاس او رول نه لري او نه یې په شتون کې کوم اغېز لري، دا په دوو برخو ویشل شوي: یوه برخه یې د هستۍ نظام ایجابوي او بله برخه یې هغه افعال دي چې د انسان په وس کې نه دي او نه یې د دفع کولو وړتیا لري او نه یې د هستۍ نظام ایجابوي. هغه څه چې د هستۍ نظام یې ایجابوي، انسان ورته غاړه ږدي او له همدې امله په جبري توګه د هغه مطابق روان وي، ځکه چې هغه د کایناتو او ژوند سره د یو ځانګړي او نه بدلېدونکي نظام له مخې حرکت کوي؛ نو ځکه په دې دائره کې اعمال د انسان له ارادې پرته واقع کېږي او انسان پکې مجبور (مسیر) دی نه مختار...

نو دا ټول افعال چې په هغه دائره کې واقع شوي چې پر انسان واکمنه ده، "قضا" بلل کېږي؛ ځکه چې یوازې الله سبحانه وتعالی هغه مقدر کړي دي. له همدې امله بنده پر دغو افعالو نه حسابېږي، که څه هم په هغو کې د انسان لپاره ګټه، زیان، مینه یا کرکه وي؛ یعنې که هر ډول خیر یا شر وي (د انسان د تفسیر له مخې)، ځکه چې انسان پکې هیڅ اثر نه لري، نه پرې پوهېږي، نه د هغو د منځته راتلو په څرنګوالي خبر دی او نه یې په مطلق ډول د دفع کولو یا جلبولو توان لري. پر انسان لازمه ده چې پر دغه قضا ایمان ولري چې دا د الله سبحانه وتعالی له لوري ده...]

هیله لرم چې دا ځواب بسنه وکړي. الله ډېر پوه او حکیم دی.

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۱ د صفر الخیر، ۱۴۴۴ هـ ق د ۲۰۲۲/۰۹/۰۷م کال سره سمون خوري

د امیر (حفظه الله) د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: په فېسبوک کې

د امیر (حفظه الله) له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: ویبپاڼه

Share Article

Share this article with your network