د حزب التحرير د امير، جلیل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د هغو ځوابونو لړۍ چې د خپلې فيسبوک پاڼې «فقهي» له لارې یې پوښتونکو ته ورکړي دي.
د پوښتنې ځواب
محمد الخطيب ته
پوښتنه:
ستاسو له اجازې سره غواړم د رزق په اړه وپوښتم؛ ایا هڅه کول (سعي) د لیکل شوي رزق په مقدار کې زیاتوالی راولي؟ یعنې یو څوک چې په کور کې ناست وي، رزق یې هغومره دی چې که کار یې کړی وای؟ یا په بل عبارت، ایا د کار لپاره اعلان کول یا ترویج کول د لیکل شوي رزق مقدار زیاتوي؟ مننه. هیله ده که ممکنه وي ژر ځواب راکړئ، الله دې زموږ شیخ وساتي او عمر دې یې اوږد کړي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
داسې ښکاري چې ستاسو لپاره د رزق او هڅې (سعي) په موضوع کې یو څه ابهام پیدا شوی دی... په هر صورت، دا موضوع په ځانګړې توګه په کراسه (کتابګوټي) کې روښانه شوې ده او تاسو کولای شئ هلته یې په تفصیل سره وګورئ، خو زه به دلته د هغې ځینې برخې درته په لنډه توګه بیان کړم:
[خو د رزق مسئله؛ نو په دې اړه ډېری داسې ایتونه چې دلالت یې قطعي دی، د هغه چا لپاره چې پر قرآن ایمان لري، د دې پرته بله لاره نه پرېږدي چې ایمان ولري چې رزق یوازې د الله په لاس کې دی او چا ته یې چې وغواړي ورکوي یې. د رزق مسئله د قدر (تقدیر) له مسئلې څخه جلا ده؛ ځکه قدر دا دی چې الله سبحانه وتعالی پوهېږي چې یو کار به له پېښېدو وړاندې واقع کېږي، نو هغه یې لیکلی او مقدر کړی وي. مګر رزق یوازې دا نه دی چې الله پوهېږي چې پلاني ته به رزق ورکول کېږي، نو ځکه یې لیکلی او مقدر کړی دی؛ بلکې د دې ترڅنګ چې رزق مقدر شوی، رزق ورکوونکی پخپله الله دی نه بنده. دا هغه څه دي چې دا ایتونه پرې دلالت کوي:
لَا نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى
"موږ له تا څخه رزق نه غواړو، بلکې موږ تاته رزق درکوو او ښه عاقبت د تقوا لرونکو لپاره دی." (سورت طه: ۱۳۲)
وَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللهُ حَلاَلاً طَيِّباً وَاتَّقُواْ اللهَ الَّذِيَ أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ
"او له هغه څه څخه چې الله تاسو ته حلال او پاک رزق درکړی دی، وخورئ او له هغه الله څخه ووېرېږئ چې تاسو پرې ایمان لرئ." (سورت المائدة: ۸۸)
دا ایتونه په قطعي ډول دلالت کوي چې الله رزاق (رزق ورکوونکی) دی، چا ته چې وغواړي رزق ورکوي، او هغه ذات دی چې د هر چا لپاره چې وغواړي رزق پراخوي او یا یې تنګوي. په دې ټولو ایتونو کې د رزق نسبت الله ته شوی او دا ښيي چې له هغه پرته بل رزق ورکوونکی نشته، او دا یو حقیقي نسبت دی...
نو د رزق نسبت الله ته یو حقیقي نسبت دی. پر دې سربېره، په هیڅ ایت یا حدیث کې د رزق نسبت انسان ته په دې مانا نه دی شوی چې ګواکې هغه خپل ځان ته رزق ورکوي، بلکې په ټولو نصوصو کې د رزق نسبت یوازې الله تعالی ته شوی دی. خو کوم ځای کې چې د رزق نسبت انسان ته شوی چې بل ته یې ورکوي، نو مراد ترې دا دی چې هغوی ته مال ورکړئ، نه دا چې د رزق ورکولو فعل (خالقیت) هغوی ته منسوب وي. د بېلګې په توګه الله تعالی فرمایي:
وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ
"او خپل هغه مالونه کم عقلانو ته مه ورکوئ چې الله ستاسو د ژوند د تېرولو وسیله ګرځولي دي، او هغوی ته په هغو کې رزق (خوراک) او جامې ورکړئ." (سورت النساء: ۵)
او الله تعالی فرمایي:
وَإِذَا حَحضَرَ الْقِسْمَةَ أُوْلُواْ الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُم مِّنْهُ
"او کله چې د (میراث) د وېش پر مهال خپلوان، یتیمان او مسکینان حاضر شي، نو هغوی ته هم له هغه (مال) څخه څه ورکړئ." (سورت النساء: ۸)
په لومړي ایت کې مراد دا دی چې هغوی ته خواړه ورکړئ، او په دویم ایت کې مراد دا دی چې له دغه رزق څخه چې تاسو ته دررسېدلی، هغوی ته هم څه ورکړئ. نو دا یو امر دی چې له رزق څخه څه ورکړي، نه دا چې هغوی رزق ورکوونکي دي. د رزق نسبت د "رزق ورکوونکي" په مانا یوازې الله تعالی ته شوی دی؛ په ځینو ایتونو کې فرمایي:
نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ
"موږ تاسو ته رزق درکوو." (سورت الانعام: ۱۵۱)
او په نورو ایتونو کې فرمایي:
وَرِزْقُ رَبِّكَ
"او ستا د رب رزق." (سورت طه: ۱۳۱)
او په نورو ایتونو کې فرمایي:
كُلُواْ وَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللهِ
"د الله له رزق څخه خورئ او څښئ." (سورت البقره: ۶۰)
په دې ټولو کې د رزق ورکولو فعل الله ته منسوب شوی دی، او دا داسې مانا ورکوي چې تاویل نه مني، هغه دا چې یوازې الله رزاق دی او رزق د الله په لاس کې دی.
پر همدې بنسټ، په دې ایمان لرل واجب دي چې الله مخلوقاتو ته رزق ورکوي، ځکه چې دلیل یې قطعي الثبوت او قطعي الدلاله دی. نو ایمان پرې فرض او انکار ترې کفر دی؛ څوک چې دا باور نه لري چې الله رزاق دی، نو هغه (العیاذ بالله) کافر شوی دی.
دا د ایمان او دلیل له پلوه د رزق مسئله وه. خو الله تعالی د دې امر ترڅنګ چې ایمان ولرو چې هغه رزاق دی، انسان ته یې د دغه رزق د ترلاسه کولو لپاره د هڅې (سعي) امر هم کړی دی. الله تعالی فرمایي:
هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ
"هغه (ذات) هغه دی چې ځمکه یې ستاسو لپاره تابع وګرځوله، نو په هغو کې وګرځئ او د هغه له رزق څخه وخورئ." (سورت الملک: ۱۵)
او فرمایي:
فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللهِ
"نو کله چې لمونځ ادا شي، په ځمکه کې خواره شئ او د الله له فضل (رزق) څخه لټون وکړئ." (سورت الجمعه: ۱۰)
په دې دواړو ایتونو کې د رزق لټولو لپاره د هڅې امر شوی دی. کله چې دا د هڅې امر له هغو ایتونو سره یوځای کړو چې وایي الله رزاق دی، نو د رزاق توب مانا روښانه کېږي. لومړي ایتونه په قطعي ډول وایي چې الله رزاق دی، یعنې هغه رزق ورکوي نه انسان؛ او دا دوه ایتونه د الله د رزق د ترلاسه کولو لپاره د عمل کولو امر کوي...
واقعیت دا دی چې هڅه (سعي) د رزق لپاره سبب نه دی، ځکه چې سبب حتماً مسبب (پایله) تولیدوي، او مسبب یوازې له خپل سبب څخه رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه چاړه د پرې کولو سبب ده، نو همدا چاړه ده چې پرې کوي؛ اور د سوځولو سبب دی، نو همدا اور دی چې سوځوي. له چاړې یا تېرې الې پرته پرې کول نه واقع کېږي، او له اور پرته سوځول نه کېږي. دا سبب دی. که چېرې د رزق لټولو هڅه هم همداسې وای، نو د رزق سبب به وای او واقعیت به دا وای چې همدا هڅه رزق راوړي، لکه څنګه چې چاړې پرې کړل او اور وسوځول. مګر د رزق لټولو لپاره هڅه داسې نه ده، یعنې لکه د پرې کولو لپاره د چاړې او د سوځولو لپاره د اور په څېر نه ده؛ ځکه چې کله ناکله د رزق لپاره هڅه کېږي مګر رزق نه ترلاسه کېږي، او کله بیا له هڅې پرته رزق ترلاسه کېږي. یعنې کله سبب شتون لري خو مسبب نه رامنځته کېږي، او کله مسبب له سبب پرته رامنځته کېږي. دا په قطعي ډول د دې ښکارندویي کوي چې هڅه د رزق لپاره سبب نه دی.
د ژوند په واقعیت کې د دې ډېرې بېلګې شته؛ لکه هغه سوداګر چې د ګټې لپاره هڅه کوي خو پایله یې تاوان یا هیڅ ګټه نه وي. دلته هڅه وشوه خو رزق ترلاسه نه شو، یعنې سبب شته و مګر مسبب یې تولید نه کړ. څرنګه چې مسبب تولید نه شو، نو دا سبب نه شو بلل کېدای، ځکه سبب حتماً مسبب تولیدوي...
همدارنګه هغه څوک چې مال په میراث ورته پاتې کېږي، رزق ورته ورسېد پرته له دې چې هڅه یې ورته کړې وي. که هڅه د رزق سبب وای، نو له هڅې پرته به مال نه ترلاسه کېده، ځکه مسبب یوازې له خپل سبب څخه تولیدېږي. په میراث کې له هڅې پرته د مال ترلاسه کېدل دا ثابتوي چې هڅه د رزق سبب نه دی، ځکه رزق له هڅې پرته ترلاسه شو...
دا ټول په قطعي ډول دا ثابتوي چې د رزق غوښتلو لپاره هڅه کول د رزق لپاره سبب نه دی، یعنې دا هڅه نه ده چې رزق راوړي، نو دا د چاړې په څېر نه ده چې پرې کول یې کړي وي، او نه د اور په څېر ده چې سوځول یې کړي وي؛ نو هڅه رزق نه راوړي ځکه چې هغه یې سبب نه دی...]
په دې توګه، رزق ورکوونکی یوازې الله سبحانه وتعالی دی او دا د عقیدې برخه ده، مګر هڅه کول (سعي) یو شرعي حکم دی. که تا هڅه وکړه، خپل هغه رزق به ترلاسه کړې چې الله درته مقدر کړی دی او د رزق لټولو د هڅې ثواب به هم درکړل شي؛ او که هڅه دې ونه کړه، بیا به هم هغه رزق ترلاسه کړې چې الله درته مقدر کړی دی، مګر ته به د شرعي حکم مخالف وې ځکه چې تا هغه هڅه ونه کړه چې الله درته پرې امر کړی و.
ان شاء الله چې دا به بسنه وکړي.. لکه څنګه چې مې وړاندې درته وویل، دا موضوع په پوره ډول په کراسه کې بیان شوې ده؛ که بیا هم کومه ستونزه وه، کولای شئ هغې ته رجوع وکړئ، هلته پوره کفایت شته. الله دې ستاسو مل وي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
۲۷ صفر الخير ۱۴۴۵هـ د ۲۰۲۳/۰۹/۱۲م کال سره سمون خوري
د امیر (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لینک په: فیسبوک