د پوښتنې ځواب
پوښتنه: د غالبې ډلې (الطائفة الظاهرة) په اړه ګڼ شمېر صحيح احاديث روايت شوي دي، د دې احاديثو تفسير څه دی؟ ایا دا احاديث پر اصولي علماوو يا د حديثو پر علماوو صدق کوي، لکه څنګه چې په ځینو اقوالو کې راغلي؟ همدارنګه، موږ کله ناکله اورو چې دا يا هغه ډله ادعا کوي چې دوی "طائفه ظاهره" ده، نو موږ دا څنګه پېژندلی شو؟ الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت درکړي.
ځواب: ستاسو د پوښتنې ځواب دوه برخې لري:
لومړی: د غالبې ډلې په اړه د احاديثو تفسير.
دویم: له دغو احاديثو سره تعامل او چلن.
د لومړۍ برخې په اړه، د غالبې ډلې په اړه څو احاديث روايت شوي دي:
- بخاري د مغيرة بن شعبه له لارې روايت کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
لاَ يَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ حَتَّى يَأْتِيَهُمْ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ ظَاهِرُونَ
"زما د امت یوه ډله به تل برلاسې وي، تر دې چې د الله حکم (قیامت) راشي او هغوی به هماغسې برلاسي وي." (صحيح بخاري)
- مسلم د ثوبان له لارې روايت کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
لاَ تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ لاَ يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَذَلِكَ
"زما د امت یوه ډله به تل پر حق ولاړه او برلاسې وي؛ څوک چې د هغوی مرسته پرېږدي، هغوی ته هیڅ تاوان نشي رسولی، تر دې چې د الله حکم راشي او هغوی به په همدې حال وي." (صحيح مسلم)
- مسلم د جابر بن عبدالله له لارې روايت کوي چې ما له نبي صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې:
لاَ تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي يُقَاتِلُونَ عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ قَالَ فَيَنْزِلُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَيَقُولُ أَمِيرُهُمْ تَعَالَ صَلِّ لَنَا فَيَقُولُ لاَ إِنَّ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ أُمَرَاءُ تَكْرِمَةَ اللَّهِ هَذِهِ الأُمَّةَ
"زما د امت یوه ډله به تل پر حق جنګېږي او تر قیامته به برلاسي وي. بيا به عيسى بن مريم صلى الله عليه وسلم راښکته شي، د هغوی امیر به ورته ووایي: راشئ موږ ته لمونځ راکړئ. هغه به ووایي: نه، په حقیقت کې ستاسو ځینې پر ځینو نورو باندې امیران دي، دا د دې امت لپاره د الله سبحانه وتعالی يو کرامت او عزت دی." (صحيح مسلم)
- مسلم روايت کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
وَلاَ تَزَالُ عِصَابَةٌ مِنْ الْمُسْلِمِينَ يُقَاتِلُونَ عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ عَلَى مَنْ نَاوَأَهُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ
"د مسلمانانو یوه ډله به تل پر حق جنګېږي او پر خپلو مخالفانو به تر قیامته برلاسې وي." (صحيح مسلم)
- مسلم د عقبة بن عامر له لارې روايت کړی چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې:
لاَ تَزَالُ عِصَابَةٌ مِنْ أُمَّتِي يُقَاتِلُونَ عَلَى أَمْرِ اللَّهِ قَاهِرِينَ لِعَدُوِّهِمْ لاَ يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ وَهُمْ عَلَى ذَلِكَ
"زما د امت یوه ډله به تل د الله پر حکم جنګېږي، پر خپلو دښمنانو به غلبه ولري؛ څوک چې د هغوی مخالفت کوي، هغوی ته تاوان نشي رسولی، تر دې چې قيامت راشي او هغوی به په همدې حال وي." (صحيح مسلم)
- مسلم د معاویه له لارې روايت کړی چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې:
لاَ تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي قَائِمَةً بِأَمْرِ اللَّهِ لاَ يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ أَوْ خَالَفَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ ظَاهِرُونَ عَلَى النَّاسِ
"زما د امت یوه ډله به تل د الله پر امر ولاړه وي، د هغوی پرېښودونکي او مخالفین هغوی ته هیڅ تاوان نشي رسولی، تر دې چې د الله حکم راشي او هغوی به پر خلکو برلاسي وي." (صحيح مسلم)
- ترمذي د ثوبان له لارې روايت کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
لاَ تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ لاَ يَضُرُّهُمْ مَنْ يَخْذُلُهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ
"زما د امت یوه ډله به تل پر حق برلاسې وي، څوک چې د هغوی مرسته نه کوي، هغوی ته تاوان نشي رسولی، تر دې چې د الله امر راشي." (سنن ترمذي)
- ابو داود د عمران بن حصین له لارې روايت کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
لاَ تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي يُقَاتِلُونَ عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ عَلَى مَنْ نَاوَأَهُمْ حَتَّى يُقَاتِلَ آخِرُهُمُ الْمَسِيحَ الدَّجَّالَ
"زما د امت یوه ډله به تل پر حق جنګېږي او پر خپلو مخالفانو به غالبه وي، تر دې چې د هغوی وروستۍ برخه به له مسیح دجال سره وجنګېږي." (سنن ابو داود)
- امام احمد د جابر بن عبدالله له لارې روايت کړی چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې:
لاَ تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي يُقَاتِلُونَ عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ
"زما د امت یوه ډله به تل پر حق جنګېږي او تر قیامته به برلاسې وي." (مسند احمد)
- امام احمد روايت کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
لاَ تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ لَعَدُوِّهِمْ قَاهِرِينَ لاَ يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ إِلاَّ مَا أَصَابَهُمْ مِنْ لأْوَاءَ حَتَّى يَأْتِيَهُمْ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَذَلِكَ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَأَيْنَ هُمْ؟ قَالَ: بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ وَأَكْنَافِ بَيْتِ الْمَقْدِسِ
"زما د امت یوه ډله به تل پر حق وي، پر خپلو دښمنانو به غالبه او برلاسي وي، مخالفین یې هغوی ته تاوان نشي رسولی، پرته له هغو سختیو چې ورته رسېږي، تر دې چې د الله امر راشي او هغوی به په همدې حال وي. صحابو کرامو وپوښتل: اې د الله رسوله! هغوی چېرته دي؟ ویې وفرمایل: په بیت المقدس او د بیت المقدس په شاوخوا سیمو کې." (مسند احمد)
طبراني په (الکبیر) کې: "زما د امت یوه ډله به تل پر حق وي، پر هغو کسانو به غالبه وي چې پر دوی برید کوي، څوک چې د هغوی مخالفت کوي تاوان ورته نشي رسولی... وویل شول: اې د الله رسوله! هغوی چېرته دي؟ ویې وفرمایل: په بیت المقدس کې."
د امام احمد په مسند کې د ابوامامه په حديث کې راغلي چې هغوی په بیت المقدس کې دي. د طبراني په الاوسط کې د ابوهریره په حديث کې راغلي: "د دمشق پر دروازو او شاوخوا کې یې، او د بیت المقدس پر دروازو او شاوخوا کې یې جنګېږي... تر قیامته به برلاسي وي." (فتح الباري)
"زما د امت یوه ډله به د دمشق پر دروازو او شاوخوا کې او د بیت المقدس پر دروازو او شاوخوا کې جنګېږي، د مرستې پرېښودونکو پرېښودل ورته تاوان نه رسوي او تر قیامته به پر حق برلاسي وي." (کنـز العمال - متقي هندي)
د دغو احاديثو په غور او د هغوی ترمنځ په جمع کولو سره، د دې ډلې په اړه لاندې ټکي روښانه کېږي:
دا ډله د ټولو مسلمانانو یوه برخه ده، نه ټول مسلمانان؛ ځکه چې په ژبه کې "طائفه" د یو شي یوې برخې یا ټوټې ته ویل کېږي. په القاموس کې راغلي: "والطائفة من الشيء: القطعة منه".
دا ډله پر حق يعنې اسلام باندې استقامت لري: "د الله پر امر ولاړه ده".
دا ډله پر دغه حق باندې جنګېږي، يعنې د الله په لاره کې: "پر حق جنګېږي"، "د الله پر امر جنګېږي".
دا ډله د قوت او شوکت خاونده ده چې د دښمن له پوځ سره جنګېږي، هغوی ته ماتې ورکوي او ښکاره بریا ترلاسه کوي: "پر خپلو مخالفانو غالبه ده"، "پر خپلو دښمنانو غالبه ده".
دا ډله (د دمشق پر دروازو او شاوخوا کې او د بیت المقدس پر دروازو او شاوخوا کې جنګېږي)، نو هغوی په شام او د هغې په شاوخوا سیمو کې له دښمن سره جنګېږي او فتحې کوي.
دا صفتونه ښيي چې دا ډله پر اسلام ولاړه ده، د هغه په لاره کې جنګېږي او داسې قوت لري چې دښمن ته پرېکنده او ښکاره ماتې ورکولی شي. دښمنان "دولتونه او پوځونه" دي، نو هغه ډله چې هغوی ته ماتې ورکوي، باید په یوه اسلامي دولت کې یو پیاوړی مسلمان پوځ وي چې مشري یې خلیفه یا د پوځ قومندان کوي. دوی د شام له سیمو او شاوخوا څخه راوځي، دولت او پوځ جوړوي او پر دښمن برلاسي کېږي. يعنې دا ډله يا خو پخپله د دولت او پوځ خاونده ده او يا د داسې دولت او پوځ د رامنځته کولو لپاره کار کوي چې دښمن ته ماتې ورکړي.
زه داسې انګېرم چې دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم او د هغه د صحابه کرامو پر عصر باندې صدق کوي.
همدارنګه د اسلام په لومړیو کې، او پر هر هغه خلیفه او د پوځ پر قومندان صدق کوي چې له دښمن سره یې جګړه کړې او بریا یې ترلاسه کړې وي.
همدارنګه دا د صلاح الدین ایوبي او د هغه د پوځ پر هغې بریا صدق کوي چې صلیبیانو ته یې ماتې ورکړه، او پر قطز او بیبرس او د هغوی پر پوځ چې تاتاریانو ته یې ماتې ورکړه.
او زه داسې انګېرم چې دا پر موږ هم صدق کوي؛ ځکه چې موږ د یوه قوي اسلامي دولت - راشده خلافت - د رامنځته کولو لپاره کار کوو، چې له کافر دښمن سره وجنګېږي او ښکاره بریا ترلاسه کړي. هغه دولت چې د یهودو وجود به له منځه یوسي او روما به فتح کړي، لکه څنګه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته زېری راکړی دی.
دا هغه څه دي چې زه یې غوره بولم.
خو دا صفتونه پر هغې ډلې نه صدق کوي چې اسلامي دولت نه وي او نه په اسلامي دولت کې پوځ وي؛ ځکه چې له دولت او پوځ پرته د دښمن ښکاره ماتول ناشوني دي. د دولت او پوځ له لرلو پرته څوک نشي کولی د یهودو وجود له منځه یوسي یا امریکا او بریتانیا ته ماتې ورکړي.
له همدې امله، دا صفتونه پر هغو ډلو نه صدق کوي چې له دولت او پوځ پرته له دښمن سره جنګېږي، ځکه چې د "طائفه ظاهره" صفت یوازې جګړه نه ده، بلکې داسې جګړه ده چې دښمن مغلوب کړي او پرې برلاسي شي. همدارنګه دا پر هغو ډلو نه صدق کوي چې د اسلامي دولت (خلافت) د رامنځته کولو لپاره کار نه کوي. نو جګړه او پر دښمن غلبه، که اوس وي او که د هغې لپاره چمتووالی وي، د دې ډلې بنسټیز صفت دی.
له دې امله، دا صفتونه د حدیثو یا اصولو پر علماوو نه صدق کوي، مګر دا چې هغوی د داسې دولت د رامنځته کولو لپاره کار وکړي چې پر دښمن غالب شي.
د هغه څه په اړه چې په صحیح بخاري کې راغلي:
(د نبي صلى الله عليه وسلم د دې قول باب چې زما د امت یوه ډله به تل پر حق برلاسې وي او هغوی اهل علم دي)، نو دا جمله (او هغوی اهل علم دي) د مصنف (امام بخاري) خبره ده، نه د رسول الله صلى الله عليه وسلم. لکه څنګه چې عسقلاني په فتح الباري کې ویلي دي: "...د ده قول (او هغوی اهل علم دي) د مصنف له کلام څخه دی."
دا د یادولو وړ ده چې هره ډله چې په اخلاص سره له دښمن سره جنګېږي، اجر لري، که څه هم پر دښمن د بشپړې غلبې توان ونه لري. همدارنګه هره ډله چې د خیر په لاره کې کار کوي، یا په شرعي علومو لکه اصول او حدیثو کې بوخته وي، اجر لري.
خو خبره دلته نه ده، بلکې خبره پدې کې ده چې ایا دا ډله د "طائفه ظاهره" په صفت نومول کېدی شي که نه؟
د "طائفه ظاهره" په صفت د یوې ډلې نومول باید هغه ټول شرایط پوره کړي چې په احاديثو کې ذکر شوي دي. د دې احاديثو تفسير هغه دی چې ما پورته ذکر کړ او همدغه ماته سم برېښي.
د "لا یزال" (تل به وي) کلیمې په اړه باید ووایو چې دا د تسلسل او بې انقطاعه والي په معنا نه ده، بلکې په دې معنا ده چې پر دښمن غلبه به په بېلابېلو دورو کې تر قیامته پورې تکرارېږي. يعنې داسې نه ده چې موږ یو ځل بریا ترلاسه کړو او بیا د تل لپاره مغلوب شو، بلکې زموږ بریاوې به تر قیامته په نوبتونو کې وي. همداسې وشول، موږ په پیل کې برلاسي وو، بیا کله مغلوب او کله غالب شول: {وتلك الأيام نداولها بين الناس}. صلیبیان راغلل او مات شول، تاتاریان راغلل او مات شول، بیا کمزوري شوو او بیا مو قسطنطنیه فتح کړه چې اسلام بول شوه. خلافت له منځه لاړ، خو د الله په اجازه بېرته راستنېدونکی دی او د یهودو وجود به له منځه یوسي او روما به فتح کړي. په حدیث کې یو په زړه پورې ټکی دا دی چې کله عیسی علیه السلام راښکته کېږي، د مسلمانانو لپاره دولت او امیر مومي.
نو "لا یزال" په دې معنا ده چې نړۍ به تر قیامته پورې له داسې دورو څخه خالي نه وي چې مسلمانان پکې پر دښمن ښکاره بریا ترلاسه کړي. دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې قول په څېر دی چې فرمايي:
لاَ يَزَالُ أَمْرُ هَذِهِ الأُمَّةِ مُسْتَقِيماً حَتَّى تَقُومَ السَّاعَةُ
"د دې امت کار به تر قیامته پورې پر استقامت وي." (صحيح بخاري)
دا په دې معنا نه ده چې د امت استقامت به هېڅکله نه پرې کېږي، ځکه چې د خلافت له ویجاړېدو وروسته د امت په استقامت کې خنډونه راغلي. بلکې معنا دا ده چې نړۍ به تر قیامته له استقامت څخه خالي نه وي؛ کله چې کږه شي، بېرته به سمه شي، او کله چې خلافت لاړ شي، بېرته به راستون شي.
دا د ځواب لومړۍ برخه وه، او دا هغه څه دي چې زه یې په دې مسئله کې غوره بولم.
دویمه برخه؛ له دغو احاديثو سره تعامل:
له دغو احاديثو سره تعامل باید عملي وي، لکه څنګه چې صحابه کرامو او تابعينو د زېري لرونکو احاديثو سره کاوه. کله چې هغوی د قسطنطنیې او روما د فتحې زېری واورېد، هر یوه هڅه کوله چې دا فتحه د ده په لاس وشي، تر دې چې محمد فاتح (رحمه الله) د قسطنطنیې د فتحې فضیلت ترلاسه کړ. ډېرو خلفاوو او صحابه کرامو (حتی سپین ږیرو لکه ابو ایوب انصاري رضي الله عنه) په دغو لښکرو کې ګډون کاوه ترڅو د "نعم الامیر امیرها ونعم الجیش جیشها" (غوره امیر یې امیر دی او غوره پوځ یې پوځ دی) په فضیلت کې شامل شي.
همدا رنګه د غالبې ډلې (طائفه ظاهره) حدیث دی؛ رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې صفتونه بیان کړي چې دوی به پر دښمن غالبه وي. دا غلبه یوازې د اسلامي دولت او پوځ له لارې شونې ده چې کافر دولتونه او پوځونه مات کړي. نو راځئ چې مټې راونغاړو او د اسلامي دولت - راشده خلافت - د رامنځته کولو لپاره چټک ګامونه واخلئ ترڅو د هغه په پوځ کې شامل شو او پر دښمن برلاسي شو، او هیله من یو چې الله سبحانه وتعالی مو په هغې ډله کې حساب کړي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم یې یادونه کړې ده.
يو بل مهم ټکی دا دی چې خبره یوازې په ادعا کې نه ده چې دا یا هغه ډله ووایي موږ "طائفه ظاهره" یو. بلکې خبره پدې کې ده چې څوک غواړي په دې ډله کې وي، باید صفتونه یې پوره کړي. هغه باید د اسلامي دولت او پوځ د جوړولو لپاره کار وکړي چې کافر دښمنان (امریکا، بریتانیا، یهود او نور) مغلوب کړي. نو څوک چې غواړي له غالبې ډلې څخه وي، باید داسې عمل وکړي چې هغه دې صفتونو (پر دښمن غلبه او بریا) ته ورسوي.
موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ له هغوی څخه وګرځوي او موږ د اسلامي دولت (راشده خلافت) د قیام شاهدان واوسو او د اسلام د هغه پوځ سرتېري شو چې دښمن مغلوبوي او پرې برلاسی کېږي.
الله سبحانه وتعالی د خپل دین د مرسته کوونکو مرستیال دی، او هغه ذات قوي او عزیز دی.
د رمضان ۷مه، ۱۴۲۵هـ ق د ۲۰۰۴م کال د اکتوبر ۲۱مه.