د حزب التحریر د امیر جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ
د خپلې فیسبوک پاڼې «فقهي» د کتونکو پوښتنو ته ځوابونه
د پوښتنې ځواب
Samir Ibrahim ته
پوښتنه/تبصره:
(د ۸۳۶ نمبر بنر په اړه چې وايي: "په زکات کې معیار خالص سره زر دي."
ښه، ۱۸ عیار سره زر هم خو مادي ارزښت لري) پای.
ځواب:
ستاسو یاده شوې تبصره پر ۸۳۶ نمبر بنر ده چې دا د ۱۴۳۷هـ کال د صفر د میاشتې په ۲مه، د ۲۰۱۵/۱۱/۱۴م نېټې د یوې پوښتنې د ځواب برخه ده، او په یاد شوي بنر کې د راغلي متن نص دا دی:
(«په سرو زرو کې د زکات حکم یوازې خالصو سرو زرو (۲۴ عیار) پورې ځانګړی دی او همدارنګه په سپینو زرو کې د زکات حکم یوازې خالصو سپینو زرو پورې ځانګړی دی. نو که سره زر له نورو موادو سره ګډ شي، یا سپین زر له نورو موادو سره ګډ شي، نو د هغو مقدار له وزن څخه منفي کېږي، ترڅو پاتې برخه د ګډو شویو موادو له لرې کولو وروسته نصاب ته ورسېږي. نو که یو څوک "۸۵ ګرامه" ۱۸ عیار سره زر ولري، هغه د نصاب خاوند نه دی ځکه چې په هغو کې د خالصو سرو زرو اندازه له ۸۵ ګرامو څخه کمه ده... نو د ۲۴ عیار سرو زرو د یوې ټوټې زکات د هماغه وزن لرونکي ۱۸ عیار سرو زرو له زکات سره توپیر لري. د نصاب د حسابولو پر مهال خالص سره زر په پام کې نیول کېږي، نو د ۲۴ عیار سرو زرو نصاب ۸۵ ګرامه دی، خو د ۱۸ عیار سرو زرو نصاب تر دې زیات دی، ځکه چې هغه له غیري سرو زرو موادو سره د څلورمې برخې په اندازه ګډ شوي دي، یعنې ۱۸ عیار سره زر د ۲۴ عیار سرو زرو په اندازه درې پر څلورمه برخه خالص سره زر لري. له همدې امله د ۱۸ عیار سرو زرو نصاب د خالصو سرو زرو د نصاب یو او یو پر درېیمه برخه ده، یعنې ۱۱۳.۳۳ ګرامه دی. نو څوک چې ۸۵ ګرامه خالص ۲۴ عیار سره زر ولري، هغه د نصاب خاوند دی، او کله چې کال ورباندې تېر شي، د خپل وزن ۲.۵٪ زکات به ورکوي. خو څوک چې ۸۵ ګرامه ۱۸ عیار سره زر ولري، هغه د نصاب خاوند نه دی تر هغه چې د ملکیت اندازه یې ۱۱۳.۳۳ ګرامو ته ورسېږي، نو کله چې کال ورباندې تېر شي، د خپل وزن ۲.۵٪ زکات به ورکوي. دلته روښانه ده چې په زکات کې معیار خالص سره زر دي.») پای.
زه ستاسو په تبصره حیران شوم، ځکه له هغې څخه داسې پوهېدل کېږي چې ګواکې موږ په ځواب کې د ۱۸ عیار سرو زرو ارزښت له پامه غورځولی او ارزښت مو نه دی ورته ټاکلی! سره له دې چې په ځواب کې په روښانه توګه ویل شوي چې ۱۸ عیار سره زر ارزښت لري او زکات پرې ورکول کېږي، خو که وزن یې یو برابر وي نو ارزښت یې د ۲۴ عیار سرو زرو په پرتله کم دی. له همدې امله موږ د ۱۸ عیار سرو زرو د نصاب په ټاکلو کې وویل چې هغه: (د خالصو سرو زرو د نصاب یو او یو پر درېیمه برخه ده، یعنې ۱۱۳.۳۳ ګرامه. نو څوک چې ۸۵ ګرامه خالص ۲۴ عیار سره زر ولري، هغه د نصاب خاوند دی او کله چې کال ورباندې تېر شي د خپل وزن ۲.۵٪ زکات به ورکوي، خو څوک چې ۸۵ ګرامه ۱۸ عیار سره زر ولري هغه د نصاب خاوند نه دی تر هغه چې د ملکیت اندازه یې ۱۱۳.۳۳ ګرامو ته ورسېږي، او کله چې کال ورباندې تېر شي نو د وزن ۲.۵٪ زکات به یې ورکوي). نو په ځواب کې د ۱۸ عیار سرو زرو ارزښت نه دی بې ارزښته شوی، بلکې ارزښت یې ثابت دی او که نصاب ته ورسېږي زکات پرې ورکول کېږي، کټ مټ لکه ۲۴ عیار سره زر چې کله نصاب ته ورسېږي زکات پرې ورکول کېږي. یوازینۍ خبره دا ده چې د هر یو د نصاب مقدار له بل سره توپیر لري، ځکه ۱۸ عیار سره زر له نورو فلزاتو سره د څلورمې برخې په اندازه ګډ شوي دي.
زه ستاسو د تبصرې په لامل نه پوهېږم، مګر دا چې تاسو هغه په ډېره بیړه لوستلی وي! نو بیا یې په پوره دقت او تدبر سره ولولئ، الله سبحانه وتعالی دې پر تاسو رحم وکړي... او له الله تعالی څخه ټولو ته د سمې لارې هدایت غواړم.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۰هـ کال د ذوالقعدې ۱ د ۲۰۱۹/۰۷/۰۴م نېټې سره سم