Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: عام تکلیف او خاص تکلیف

October 29, 2018
4574

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ، چې د هغه د فیسبوک پاڼې "فقهي" برخې مینه والو پوښتلي دي.

د پوښتنې ځواب

عام تکلیف او خاص تکلیف

محمد عبدالبصیر (Mohammad Abdul Basir) ته

پوښتنه (د ژباړې وروسته):

د التکتل په کتاب کې په ۵۰ مخ کې راغلي: (هـ - یو له هغو ستونزو څخه چې د دعوت په لاره کې خنډ ګرځي، د اسلام او دعوت د لېږد په لار کې د دنیاوي چارو لکه مال، سوداګرۍ او داسې نورو قرباني کول دي. پر دې ستونزې د برلاسي کېدو لپاره، مؤمن ته یادونه کېږي چې الله سبحانه وتعالی له مؤمنانو څخه د هغوی نفسونه او مالونه د جنت په بدل کې اخیستي دي. په همدې یادونه بسنه کېږي او په دې چارو کې د سرښندنې اختیار هغه ته پرېښودل کېږي او پر هیڅ شي نه مجبورېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله بن جحش ته هغه مهال یو لیک ولیکه کله چې هغه یې د یوې ډلې (سریه) په مشرۍ ولېږه ترڅو د مکې او طایف ترمنځ په "نخله" کې د قریشو څارنه وکړي، په هغه لیک کې راغلي و: «وَلاَ تُكْرِهَنَّ أَحَداً مِنْ أَصْحَابِكَ عَلَى الْمَسِيرِ مَعَكَ وَامْضِ لأَمْرِي فِيمَنْ تَبِعَكَ».) پای.

پوښتنه دا ده: د رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې احادیث شته چې دلالت کوي مسلمان باید د خپل مسؤل اطاعت وکړي، او دا هغه څه دي چې موږ یې په حزب کې وینو، یعنې ځوانان (شباب) د مطلوبو تکلیفونو په ترسره کولو ملزم دي که څه هم پر هغوی درانه وي، پرته له دې چې هغوی ته پکې اختیار ورکړل شي او یا په کار کې له اکراه څخه مخنیوی وشي لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي... نو موږ څنګه د تکتل د "هـ" بند، چې وایي ځوان باید پر کار نه مجبورېږي، او د هغو احادیثو ترمنځ مطابقت پیدا کړو چې وایي ځوان باید د مسؤل اطاعت وکړي؟ د پوښتنې د اوږدوالي له امله بښنه غواړم، الله دې خیر درکړي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

۱- داسې ښکاري چې د تکلیفونو په اړه تاسو ته یو ډول ابهام پیدا شوی دی؛ ځکه موږ دوه ډوله تکلیفونه لرو: یو عام تکلیفونه دي چې مسؤل یې له ټولو ځوانانو څخه غواړي او هغوی یې باید د مسؤل د اطاعت په توګه ترسره کړي، تر هغه چې دا د مسؤل په صلاحیتونو کې وي او له شرعي احکامو سره سم وي. لکه په اونیزه یا میاشتنۍ حلقه کې ګډون کول، د مطلوبو اړیکو (اتصالاتو) نیول او له خلکو سره د اداري دوسیې (ملف اداري) او نورو اداري لارښوونو په چوکاټ کې تعامل کول... او بل خاص تکلیفونه دي، لکه یو ځوان یا د ځوانانو یوې ډلې ته د ځانګړي کار سپارل؛ مثلاً دا چې د کوم هېواد مشر ته یو لیک ورسوي، یا د ځواکمنو خلکو (أهل القوة) کوم تن ته په یو پلاوي کې لاړ شي، یا د کوم داسې خبر د ترلاسه کولو لپاره لاړ شي چې له خطرونو ډک وي، یا د کوم ظالم واکمن د دفتر مخې ته وینا وکړي او یا د حزب کوم لیک ورته وسپاري... او داسې نور خاص تکلیفونه. د داسې کارونو تکلیف یوازې هغه چا ته ورکول کېږي چې ورسره موافق وي؛ که یې موافقه وکړه نو په کار ګمارل کېږي او د موافقې وروسته یې په نیمګړتیا حساب ورسره کېږي، او که یې موافقه ونه کړه نو کوم ملامتیا پرې نشته او پرې نه مجبورېږي، یعنې په پلي کولو کې یې اکراه نه ورسره کېږي.

په اداري دوسیه (ملف اداري) کې د "تعمیم/التکلیف الخاص" تر سرلیک لاندې راغلي: (هر هغه څوک چې خاص تکلیف ومني، پر هغه لازمي ګرځي او بیا د هغه کار نه ترسره کول چې منلی یې وي، نه منل کېږي. د هغه کار نه کول چې منلی یې وي، نُکول (سرغړونه) ګڼل کېږي او سزا ورکول کېږي).

لکه څنګه چې وینئ، په پیل کې یې ویلي: (هر هغه څوک چې ومني...) یعنې که یې ونه مني، نه مجبورېږي او نه مؤاخذه کېږي.

۲- موضوع دا ده، او د دې لپاره چې انځور لا روښانه شي، زه درته د عبدالله بن جحش د سریې (د غزا ډلې) قصه بیانوم ترڅو درک کړئ چې دا یو عام تکلیف نه و، لکه د تبوک غزا په څېر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې د جګړې لپاره عام خلک راوبلل (استنفار)، او له همدې امله یې هغه کسانو ته سزا ورکړه چې وروسته پاتې وو؛ ځکه هلته تکلیف "عام" و او په عام تکلیف کې د مسؤل اطاعت واجب دی...

مګر د عبدالله بن جحش سریه د عامې جګړې لپاره د مسلمانانو استنفار نه و، بلکې په سختو شرایطو کې د خبر ترلاسه کولو (استطلاع) لپاره یو محدود شمېر کسانو ته یو "خاص تکلیف" و؛ له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی امیر عبدالله ته وفرمایل چې هیڅوک مه مجبوروه:

د بیهقي په دلائل النبوة کې له ابن اسحاق څخه، هغه له یزید بن رومان څخه او هغه له عروه بن زبیر څخه روایت کوي چې ویې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله بن جحش "نخله" ته ولېږه او ورته یې وفرمایل: «کن بها حتی تأتینا بخبر من أخبار قریش» (هلته اوسه ترڅو موږ ته د قریشو له خبرونو څخه یو خبر راوړې) او هغه ته یې د جګړې حکم ونه کړ، او دا په حرام میاشت کې و. مخکې له دې چې ورته ووایي چې چېرته ځې، یو لیک یې ورته ولیکه او ویې فرمایل:

«اخرج أنت وأصحابك، حتى إذا سرت يومين فافتح كتابك وانظر فيه، فما أمرتك به فامض له، ولا تستكرهَنَّ أحدا من أصحابك على الذهاب معك»

"ته او ستا ملګري ووځئ، کله چې مو دوه ورځې سفر وکړ، بیا خپل لیک خلاص کړئ او ویې ګورئ، د هر هغه څه حکم مې چې درته کړی و، ترسره یې کړئ، او له خپلو ملګرو څخه هیڅوک له ځان سره پر تګ مه مجبوروه."

کله چې یې دوه ورځې سفر وکړ، لیک یې خلاص کړ، په هغه کې لیکل شوي وو:

«أن امض حتى تنزل نخلة بين مكة والطائف، فتأتينا من أخبار قريش بما اتصل إليك منهم»

"تر هغه لاړ شه چې د مکې او طایف ترمنځ په نخله کې مېشت شې، او د قریشو هغه خبرونه چې تاته رسېږي موږ ته راوړه."

کله چې یې لیک ولوست ملګرو ته یې وویل: اورم یې او اطاعت کوم (سمعاً وطاعةً)، له تاسو څخه چې هر څوک د شهادت هیله لري نو له ما سره دې لاړ شي، ځکه زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم د ترسره کولو لپاره ځم، او څوک چې دا نه خوښوي هغه دې بېرته وګرځي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ما له دې منع کړی یم چې ستاسو څخه څوک مجبور کړم. نو هغه روان شو او ټول خلک ورسره لاړل...)

او د ابن هشام په سیرت کې راغلي: (کله چې عبدالله بن جحش دوه ورځې سفر وکړ، لیک یې خلاص کړ او ویې کتل، په هغه کې و: «إذَا نَظَرْتَ فِي كِتَابِي هَذَا فَامْضِ حَتّى تَنْزِلَ نَخْلَةَ، بَيْنَ مَكّةَ وَالطّائِفِ، فَتَرَصّدْ بِهَا قُرَيْشاً وَتَعَلّمْ لَنَا مِنْ أَخْبَارِهِمْ» "کله دې چې زما دغه لیک ته وکتل، نو روان شه ترڅو په نخله کې، چې د مکې او طایف ترمنځ ده، کښته شې، هلته د قریشو څارنه وکړه او د هغوی خبرونه موږ ته راوړه". کله چې عبدالله بن جحش په لیک کې وکتل ویې ویل: سمعاً وطاعةً، بیا یې خپلو ملګرو ته وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته حکم کړی چې نخلې ته لاړ شم او هلته د قریشو څارنه وکړم ترڅو هغه ته خبر راوړم، او زه یې له دې منع کړی یم چې ستاسو څخه څوک مجبور کړم. نو هر څوک چې له تاسو څخه شهادت غواړي او ورته لېواله وي، هغه دې روان شي او څوک چې دا نه خوښوي هغه دې بېرته وګرځي؛ مګر زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم د پلي کولو لپاره ځم. نو هغه روان شو او ملګري یې هم ورسره لاړل، له هغوی څخه هیڅ یو هم پاتې نه شو).

لکه څنګه چې وینئ، دا یو خاص تکلیف و، له همدې امله یې هیڅوک پر دې تکلیف مجبور نه کړل، او دا د شهادت لپاره یو تکلیف و. په متن کې د هغوی امیر عبدالله ورته وویل: (رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته حکم کړی چې نخلې ته لاړ شم او هلته د قریشو څارنه وکړم ترڅو هغه ته خبر راوړم، او زه یې له دې منع کړی یم چې ستاسو څخه څوک مجبور کړم. نو هر څوک چې له تاسو څخه شهادت غواړي او ورته لېواله وي، هغه دې روان شي او څوک چې دا نه خوښوي هغه دې بېرته وګرځي؛ مګر زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم د پلي کولو لپاره ځم. نو هغه روان شو او ملګري یې هم ورسره لاړل، له هغوی څخه هیڅ یو هم پاتې نه شو). سره له دې چې هغوی پر دې خاص تکلیف نه وو مجبور شوي، مګر یو تن هم ترې پاتې نه شو، الله دې پر هغوی برکت وکړي.

۳- اوس بېرته د التکتل پورته ذکر شوي "هـ" بند ته راګرځو؛ دا بند د امت سره د تعامل په بحث کې راغلی، او د هغو ستونزو په اړه دی چې د دې تعامل په لاره کې ځوانانو ته پېښېږي. نو دا بند د دنیاوي چارو د قربانۍ پورې اړه لري چې د تعامل د کارونو پر مهال رامنځته کېږي. د تعامل کارونه د داسې ځانګړو (خاصو) کارونو ترسره کول غواړي چې له خطرونو ډک وي او ترسره کول یې د دنیاوي چارو لکه مال او تجارت او داسې نورو سره په ټکر کې وي... نو هر څوک چې د هغو خاصو تکلیفونو ترسره کولو ته غاړه نه ږدي چې د تفاعل (تعامل) مرحله یې غوښتنه کوي، هغه پرې نه مجبورېږي، بلکې یوازې په عامو کارونو ترې بسنه کېږي، خو په دوامداره توګه ورته د تقوی یادونه کېږي او دا چې الله سبحانه وتعالی له مؤمنانو څخه د هغوی نفسونه او مالونه د جنت په بدل کې اخیستي دي... په همدې یادونه بسنه کېږي او په قربانۍ (تضحیه) کې ورته اختیار ورکول کېږي...

لکه څنګه چې وینئ، په پورته متن کې د خاص تکلیف د سختوالي له امله پر "قربانۍ" باندې ټینګار شوی دی...

۴- خلاصه دا چې، هغه څه چې ځوان پرې نه مجبورېږي "خاص تکلیف" دی، او هغه څه چې ځوان پکې ملزم دی "عام تکلیف" او د مسؤل اطاعت دی، تر هغه چې دا د مسؤل په صلاحیتونو کې وي او د شرعي احکامو سره سم وي.

هیله لرم چې انځور روښانه شوی وي، او الله تعالی د توفیق ورکونکی دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۲۰ صفر الخير ۱۴۴۰هـ د ۲۰۱۸/۱۰/۲۹م سره سمون خوري

د امیر (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لینک په: فیسبوک

د امیر (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لینک په: ګوګل پلس

د امیر (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لینک په: ویب پاڼه

Share Article

Share this article with your network