د حزب التحریر امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فیسبوک پاڼې "فقهي" د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ
د پوښتنې ځواب
د قدر شپې په اړه شک رامنځته کول
نبیل بالعاطي ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبركاته
الله تعالی دې ستاسو نصرت وکړي. یو څوک ادعا کوي چې د قدر شپه یوازې د قرآن کریم د نزول شپه وه او هغه تېره شوې ده، او د هغه په وینا د قدر د شپې په نوم نور څه شتون نه لري. د هغه د مقالې متن داسې دی: ("خو دا د قدر شپه په تاریخ کې یوازې یو ځل تېره شوې او نه تکراریږي. د دې شپې قدر او ارزښت ـ یعنې ځانګړی مقام ـ په هغې کې د قرآن له نزول څخه دی. الله تعالی فرمایي:
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ
"بېشکه موږ دا (قرآن) د قدر په شپه کې نازل کړی دی." (سورت القدر: ۱)
خو نورې هغه شپې چې په غلطۍ سره د قدر شپې ګڼل کیږي، هیڅ ارزښت نه لري؛ ځکه په هغو کې قرآن نه دی نازل شوی ترڅو له هغې څخه قدر او ځانګړی مقام واخلي.
که کوم سرکوزي ووایي: موږ په واقعیت کې د قدر شپې یادونه کوو، ځکه چې د قدر شپه نه تکراریږي. موږ ورته وایو: که موږ غواړو د قدر شپه ولمانځو یا یې ژ ژوندۍ وساتو لکه څنګه چې په تش په نامه حدیث کې راغلي، که موږ باور ولرو چې دا د قدر شپه ده او که یې یوازې یادونه بولو، نو باید د نورو عبادتونو لکه روژې، حج او لمانځه په څېر یو معلوم وخت ولري. ځکه حکیم شارع چې کله یو عبادت فرض کړی یا یې سنت کړی، د هر یو لپاره یې یو ثابت او معلوم وخت ټاکلی چې په هغې کې د اټکل (تحزیر) ځای نشته. خو د دغې ادعا شوې قدر شپې د وخت په اړه ډیر احادیث راغلي چې هغه یې په یو معما بدله کړې ده... او داسې نور.")
بیا نوموړی د مسلم شریف یو حدیث ذکر کوي او پر هغې اعتراض کوي: «یا أيها الناس! إنها كانت أُبينت لي ليلة القدر. وإني خرجت لأخبركم بها، فجاء رجلان يحتّقان معهما الشيطان، فَنُسّيتُها» او په دې طعنه وهي!!
بیا خپله خبره داسې پای ته رسوي: (خلاصه دا چې د دغې ادعا شوې قدر شپې لمانځل چې پخپله رسول الله یې په وخت نه پوهېده او د تکلیف کښتۍ یې په کومه ځانګړې ساحل کې نه وه ولاړه، او دا باور لرل چې څوک د ایمان او اجر په نیت په هغې کې قیام وکړي، د هغه تېر ګناهونه بښل کیږي، دا یو ورانکار او ویجاړونکی فکر دی چې د مسلمانانو ترمنځ یوازې له وهم، بې عقلۍ او په دین کې له بې غورۍ پرته بل څه نه خپروي.") د هغه د مقالې پای...
بارک الله فیکم، په دې اړه موږ ته معلومات راکړئ.
ځواب:
وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته،
هغه څه چې تاسو په خپله پوښتنه کې د هغه کس په اړه نقل کړي چې د قدر د شپې په اړه بدګويي کوي او وایي چې دا یوه تېره شوې شپه ده او نور نه تکراریږي... په دې اړه لاندې ټکو ته پام وکړئ:
لومړی: د څېړنې د بڼې په اړه:
۱- له هغه متن څخه چې تاسو نقل کړی، ښکاره ده چې لیکوال یې په کومو علمي اصولو یا شرعي پوهې پورې تړلی نه دی، بلکې په تیاره کې ډزې کوي او ډیر صحیح او حسن احادیث بې له کوم شرعي دلیله ردوي. یوازې د هغو وهمونو پر بنسټ دا کار کوي چې په خپل ذهن کې یې حقیقت ګڼلي او له رسول الله ﷺ څخه ثابت شوي شیان ردوي.
۲- له دې نقل شوي بحث څخه دا هم روښانه ده چې دا د پاک نبوي سنتو د تخریب او د رسول الله ﷺ څخه د مروي احادیثو په اړه د مسلمانانو په ذهنونو کې د شک پیدا کولو هڅه ده، په داسې حال کې چې د قرآن کریم ته د رجوع کولو ادعا کوي... دا یو پیژندل شوی میتود دی، او دا د هغو خلکو لاره ده چې د اسلام د نړولو او ورسره د مبارزې لپاره د نبوي سنتو د تخریب هڅه کوي. په داسې حال کې چې سنت د قرآن کریم وضاحت کونکی، د هغه د مجملو بیانوونکی، د عمومو مخصص، د مطلقو مقید او فرع له اصل سره نښلوونکی دی... له همدې امله، په نبوي سنتو طعنه وهل او د حدیثو په مستندو کتابونو کې شک پیدا کول په حقیقت کې په قرآن او اسلام طعنه وهل دي... یوازې پر قرآن کریم د بسنې بلنه داسې ده چې ظاهراً یې رحمت ښکاري خو باطن یې عذاب دی.
۳- همدارنګه له دغه متن څخه روښانه ده چې لیکوال یې په هغو شرعي مسایلو کې شک رامنځته کوي چې د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو له زمانې راهیسې تر نن ورځې پورې د مسلمانانو ترمنځ منل شوي او قطعي دي. دا هم هغه پېژندل شوې لاره ده چې غربي کافرو مستشرقینو غوره کړې وه، ترڅو په هر هغه څه کې شک پیدا کړي چې د مسلمانانو لپاره لومړني او منل شوي حقیقتونه دي. بیا د مسلمانانو له منځه د هغوی ځینو پلویانو دا لاره تعقیب کړه او په اسلامي نظام، جهاد او پر قضاء او قدر په ایمان کې یې شکونه پیل کړل... ترڅو د مسلمانانو اعتماد پر خپل دین کمزوری کړي او هغوی ته له دین څخه انحراف ورکړي، وروسته له هغه چې د هغوی دولت یې راوپرځاوه او د اسلام حکمونه یې د مسلمانانو له ژوند څخه لرې کړل.
۴- له همدې امله، د قدر شپې په اړه د هغه مقاله کوم جدي علمي بحث یا د اعتبار وړ شرعي اجتهاد نه دی، بلکې دا یو ډول بې ځایه خبرې (تخرص) دي چې منع ترې شوې، او له شرعي نصوصو سره لوبې کول او پر نبوي احادیثو ملنډې وهل دي. له همدې امله، دا مقاله د دې وړ نه ده چې ځواب ورکړل شي، ځکه چې د یوې پاکې علمي څېړنې لږ تر لږه شرایط هم نه لري. که تاسو په دې اړه پوښتنه نه وه رالېږلې، موږ به هیڅکله ورته پام نه و کړی.
دویم: له قرآن کریم څخه د قدر شپې په اړه دلایل:
لیکوال لوستونکي ته داسې ښیي چې هغه پر قرآن کریم عمل کوي او یوازې د قدر د شپې په اړه احادیث ردوي. هغه وایي: (خو دا د قدر شپه په تاریخ کې یوازې یو ځل تېره شوې او نه تکراریږي. د دې شپې قدر او ارزښت د قرآن له نزول څخه دی. الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ﴾.) هغه داسې ښيي چې ګواکې پر قرآن تکیه کوي، خو په حقیقت کې داسې نه ده...
هغه مبارک آیت ﴿إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ﴾ ذکر کوي او د خپلې هوا او هوس مطابق یې داسې تفسیروي چې د هغه له رایې سره مرسته وکړي، خو نور قرآني نصوص نه ذکر کوي چې د هغه د نظر برعکس دي... د قدر د شپې په اړه په قرآن کریم کې په دوو ځایونو کې نصوص راغلي، او له دواړو ځایونو څخه دا پوهېدل کیږي چې د قدر شپه یوه تکرارېدونکې او نوي کېدونکې شپه ده:
۱- د قدر سورت:
إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ * لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ * تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ * سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ
"بېشکه موږ دا (قرآن) د قدر په شپه کې نازل کړی دی. او ته څه پوهېږې چې د قدر شپه څه ده؟ د قدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده. په دغه (شپه) کې ملایکې او روح (جبرائیل) د خپل رب په امر د هر کار (د تدبیر) لپاره راکښته کیږي. دا (شپه) تر سباوونه پورې ټوله سلامتي ده." (سورت القدر: ۱-۵)
د دغه سورت په تدبر سره دا څرګندیږي چې د قدر شپه هغه شپه ده چې په هغې کې قرآن نازل شوی، او دا کومه تېره شوې شپه نه ده، بلکې د خپل فضل او خیر په وجه تکراریږي. له سورت څخه د دلایلو تر ذکر کولو وړاندې موږ د نسفي له تفسیر څخه د دغه سورت یو لنډ تفسیر راخلو:
[تفسیر النسفي (۴/ ۴۴): ﴿إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ﴾ د قرآن عظمت یې بیان کړ ځکه چې نزول یې یوازې ځان ته منسوب کړ. او د هغه د ښکاره نوم پر ځای یې ضمیر راووړ ترڅو د هغې د اهمیت تنبیه او د هغه وخت د مقام لوړوالی وښيي چې قرآن پکې نازل شوی. روایت دی چې قرآن په ليلة القدر کې له لوح محفوظ څخه یوځای د دنیا اسمان ته نازل شو، بیا جبرائیل علیه السلام په ۲۳ کلونو کې پر رسول الله ﷺ نازل کړ. د قدر د شپې معنی د چارو د تقدیر او فیصلې شپه ده...
او شاید د هغې د پټولو حکمت دا وي چې څوک یې غواړي، هغه ډیرې شپې په عبادت تېره کړي ترڅو ورسره برابره شي، دا د منځني لمانځه (صلاة الوسطى)، د الله د لوی نوم (اسم اعظم) او په جمعه کې د اجابت د ساعت د پټولو په څېر ده... او په حدیث کې راغلي: «من أدركها يقول: اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي». ﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ القدر﴾ یعنې ستا پوهه د هغې د فضل تر پایه نه رسیږي...] د نسفي له تفسیر څخه نقل پای ته ورسېد.
په دغه سورت کې له یو څخه ډیر داسې ټکي شتون لري چې وضاحت کوي د قدر شپه یوه تکرارېدونکې شپه ده چې له هغې مبارکې شپې سره سمون خوري په کومه کې چې قرآن نازل شوی، او په دې کې یوازې د الله تعالی دا قول کفایت کوي: ﴿تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ﴾. په دې شپه کې ملایکې له جبرائیل علیه السلام سره راکښته کیږي، او قرآن په فعلیه جمله کې د مضارع لفظ ﴿تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ﴾ کارولی ترڅو پر استمرار او نوي کېدو (تجدد) باندې دلالت وکړي، او د ماضي لفظ یې نه دی کارولی چې پر پای ته رسېدو دلالت کوي. دا په ډیر وضاحت سره پدې معنی ده چې د قدر شپه تکرارېدونکې ده او ملایکې په هر کال کې په دغه شپه له جبرائیل علیه السلام سره یوځای راکښته کیږي.
۲- د دخان سورت په پیل کې د الله تعالی فرمایل: ﴿إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنْذِرِينَ * فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ﴾. په نسفي تفسیر (۳/ ۳۰۲) کې راغلي: [... او د قدر شپه په اکثرو اقوالو کې د روژې په میاشت کې ده. بیا یې ویلي: دا له لوح محفوظ څخه یوځای د دنیا اسمان ته نازل شو، بیا جبرائیل د ضرورت پر وخت پر خپل نبي محمد ﷺ نازل کړ. او ویل شوي: د نزول پیل یې په ليلة القدر کې و. او مبارکه د ډیر خیر په معنی ده ځکه چې په هغې کې خیر او برکت نازل کیږي او دعا قبلیږي، او که په هغې کې یوازې د قرآن نزول هم وای، نو دا برکت ورته کافي و. ﴿إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ * فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ﴾ دا دوه مستأنفې جملې دي چې د قسم ځواب یې پرې تفسیر کړی، ګواکې داسې ویل شوي: موږ دا نازل کړ ځکه زموږ کار خبرداری او له عقاب څخه ویرول دي، او زموږ نزول په ځانګړي ډول په دې شپه کې و، ځکه د قرآن نزول له حیکمانه چارو څخه دی او دا شپه د هر امر حکیم د جلا کېدو وخت دی. او د ﴿يُفْرَقُ﴾ معنی دا ده چې د بندګانو رزقونه، اجلونه او د هغوی ټولې چارې له دې شپې څخه تر راتلونکي کال د قدر تر شپې پورې جلا کیږي او لیکل کیږي. ﴿حَكِيمٍ﴾ یعنې د حکمت خاوند، یعنې هغه څه چې د حکمت غوښتنه ده ترسره کیږي، او دا یو مجازي اسناد دی ځکه حکیم په حقیقت کې د صاحبِ امر صفت دی او د امر صفت ورته مجازاً شوی دی...] پای.
له دغو آیتونو څخه هم روښانه ده چې د قدر شپه په کومه کې چې قرآن نازل شوی، یوه تکرارېدونکې شپه ده. په دې کې د الله تعالی دا قول کفایت کوي: ﴿فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ﴾. دا بې له شکه دلالت کوي چې په دې شپه کې هر حکیم امر په تکراري ډول جلا کیږي، ځکه قرآن د ﴿فِيهَا يُفْرَقُ﴾ لفظ کارولی چې مضارع فعل دی او پر استمرار او تجدد دلالت کوي.
۳- په دې توګه له قرآن څخه په روښانه توګه پوهېدل کیږي چې د قدر شپه یوه مبارکه شپه ده چې قرآن پکې نازل شوی، او دا د روژې د مبارکې میاشتې یوه شپه ده، په هغې کې ملایکې او روح د خپل رب په حکم د هر کار لپاره راکښته کیږي او هلته د الله له لوري هر حکیم امر فیصله کیږي. دا شپه لوی فضل لري او په هغې کې نېک عمل تر زرو میاشتو عمل غوره دی... له دې څخه څرګندیږي چې قرآن کریم پریکړه کوي چې د قدر شپه یوه نوي کېدونکې او تکرارېدونکې شپه ده، او په دې اړه راغلي نبوي احادیث د قرآن د همدې خبرې تائید او تقرر کوي لکه څنګه چې موږ لاندې بیان کړي دي. که د پورته نقل شوي بحث لیکوال پر قرآن او په هغه کې پر راغلو شیانو اقرار کوي، نو د دغو احادیثو د ردولو لپاره هیڅ ځای ورته نه پاتې کیږي.
دریم: د قدر شپې په اړه د مطهرو سنتو دلالت:
۱- په نبوي سنتو کې ډیر داسې احادیث راغلي چې د قدر د شپې د تکرار او نوي کېدو په اړه ناطق دي، دلته موږ دوه احادیث ذکر کوو چې د مطلب د ثابتولو لپاره کفایت کوي:
الف- بخاري په خپل صحیح کې له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت کړی چې نبي ﷺ وفرمایل:
مَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ وَمَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ
"چا چې د قدر شپه د ایمان او اجر غوښتنې له مخې په عبادت تېره کړه، د هغه پخواني ګناهونه به وبښل شي او چا چې د روژې میاشت د ایمان او اجر غوښتنې په نیت روژه ونیوله، د هغه پخواني ګناهونه به وبښل شي."
په بل روایت کې هم له ابو هریره څخه راغلي چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ
"هر څوک چې د قدر په شپه د ایمان او اجر په نیت عبادت ته ودریږي، د هغه پخواني ګناهونه به وبښل شي."
دا حدیث له قرآن کریم سره بشپړ همغږی دی او ترې روښانه ده چې د قدر شپه تکرارېدونکې ده.
ب- ترمذي په خپل سنن کې له عایشې رضی الله عنها څخه روایت کوي چې هغې وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! أرأيت إن علمت أي ليلة ليلة القدر که زه پوه شوم چې کومه شپه د قدر شپه ده، نو په هغې کې څه ووایم؟ هغه ﷺ وفرمایل: «قولي اللهم إنك عفو كريم تحب العفو فاعف عني»، ابو عیسی ویلي دا حدیث حسن صحیح دی. په بل روایت کې چې ابن ماجه نقل کړی راغلي: اې د الله رسوله ﷺ أرأيت إن وافقت ليلة القدر که زه د قدر له شپې سره برابره شوم، نو څه دعا وکړم؟ ویې فرمایل: «تقولين اللهم إنك عفو تحب العفو فاعف عني». دا حدیث هم په بشپړ ډول له قرآن سره سمون لري او ترې معلومیږي چې د قدر شپه تکرارېدونکې ده. حدیث باید په همدې ډول وپېژندل شي، موږ د سنتو پر پیروۍ هماغسې مامور یو لکه څنګه چې د کتاب پر پیروۍ مامور یو: ﴿وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا﴾.
۲- بیا دا چې د حدیث ردول د انسان په خواهش، یا د هغه په ناپوهۍ، او یا د هغه په زړه کې د کینې په اساس نه کیږي... بلکې د حدیث رد په هغه طریقه کیږي چې د حدیثو په علم او اصول فقه کې راغلې ده، او دا د هر هغه چا لپاره چې عقل لري یا په غور غوږ نیسي، روښانه شوې ده:
حدیث په روایت او درایت سره ردیږي... د "الشخصية الإسلامية" په دریم ټوک کې په دې اړه داسې راغلي:
[د خبر واحد د قبلولو شرطونه خبر واحد هغه وخت منل کیږي چې د روایت او درایت شرطونه پوره کړي. د روایت شرطونه دا دي چې راوي مسلمان، بالغ، عاقل، عادل، رښتونی وي، هغه څه چې اوري ښه یې یاد ساتي او له اخیستلو تر ادا کولو یې پوره ساتي. د اصولو او مصطلح الحدیث عالمانو د روایت شرطونه په تفصیل بیان کړي دي. د درایت له مخې د خبر واحد د قبلولو شرط دا دی چې له ځان څخه له قوي دلیل لکه آیت، متواتر یا مشهور حدیث سره په ټکر کې نه وي... خلاصه دا چې که خبر واحد له قرآن کریم، متواتر حدیث، مشهور حدیث یا په قرآن او سنتو کې له صریحي نص شوي علت سره په ټکر کې وي، د درایت له مخې نه منل کیږي. خو که حدیث له قیاس سره په ټکر کې وي، حدیث منل کیږي او قیاس پریښودل کیږي.] پای.
که یو څوک داسې حدیث وویني چې نه پوهیږي ویې مني که نه، نو باید له پوهانو یې وپوښتي. رسول الله ﷺ فرمایي: «أَلَا سَأَلُوا إِذْ لَمْ يَعْلَمُوا فَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِيِّ السُّؤَالُ» (ابو داود روایت کړی). عاقل انسان چې له الله او رسوله ویریږي، داسې کوي، نه دا چې په حدیث طعنه ووهي یا پرې ملنډې ووهي، که نه نو دا به ورته لویه ګناه وي. دلته به موږ د بېلګې په توګه یو حدیث ذکر کړو چې د مقالې لیکوال پرې طعنه وهلې، او په پایله کې یې خپل بد مقام ښودلی دی:
د مقالې لیکوال پر هغه حدیث ملنډې وهي چې مسلم په خپل صحیح کې د قدر د شپې د وخت په اړه روایت کړی چې نبي ﷺ ته د قدر شپه وښودل شوه او بیا یې هېره کړه... هغه وایي: [څنګه به یې رسول الله ﷺ هېروي په داسې حال کې چې الله تعالی فرمایي: ﴿سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنْسَى * إِلَّا مَا شَاءَ اللَّه﴾ او معنی یې دا ده چې موږ به درته وایو نو بیا به یې هیڅکله نه هېروې...] دا سړی نه پوهیږي چې څه وایي! دا آیت د قرآن کریم په اړه دی، الله سبحانه رسول الله ﷺ ته قرآن ور زده کوي، هغه یې حفظ کوي او هیڅکله یې نه هېروي. په تفسیر کې یې راغلي:
الف- تفسیر قرطبي (۲۰/ ۱۸): (﴿سَنُقْرِئُكَ﴾ یعنې اې محمده تاته به قرآن در زده کړو ﴿فَلَا تَنْسَى﴾ یعنې وبه یې ساتې. دا له الله تعالی څخه یوه زیری و چې هغه ته یې یوه ښکاره معجزه ورکړه، هغه دا چې جبرائیل به پر هغه وحې لوستله او هغه ﷺ په داسې حال کې چې امي و، نه یې لیکل کول او نه لوستل، هغه به یې حفظ کول او نه به یې هېرول...)
ب- تفسیر طبري (۲۴/ ۳۷۰): (او د هغه قول: ﴿سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنْسَى * إِلَّا مَا شَاءَ اللَّه﴾ الله تعالی فرمایي: اې محمده موږ به تاته دا قرآن در وایو نو بیا به یې نه هېروې، مګر هغه څه چې الله وغواړي. بیا مفسرین د ﴿فَلَا تَنْسَى * إِلَّا مَا شَاءَ اللَّه﴾ په معنی کې اختلاف لري، ځینو ویلي: دا له الله څخه خپل نبي ته خبر دی چې هغه ورته دا قرآن ور زده کوي او ورته یې ساتي، او دا ترې منع ده چې په لوستلو کې یې بیړه وکړي لکه څنګه چې فرمایي: ﴿لا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ﴾.)
په نورو تفاسیرو کې هم همدا راغلي چې دا آیت د قرآن په اړه دی، خو له هغې پرته نور شیان الله تعالی خپل رسول ﷺ ته د یو حکمت له مخې هېرولی شي. د مسلم شریف د حدیث متن داسې دی چې ابو سعید الخدري رضی الله عنه وایي: رسول الله ﷺ د روژې په منځنۍ لسیزه کې اعتکاف وکړ ترڅو د قدر شپه ولټوي، کله چې هغه لسیزه تېره شوه، ورته وښودل شوه چې دا په وروستۍ لسیزه کې ده، نو خلکو ته راووت او ویې فرمایل: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّهَا كَانَتْ أُبِينَتْ لِي لَيْلَةُ الْقَدْرِ وَإِنِّي خَرَجْتُ لِأُخْبِرَكُمْ بِهَا فَجَاءَ رَجُلَانِ يَحْتَقَّانِ مَعَهُمَا الشَّيْطَانُ فَنُسِّيتُهَا فَالْتَمِسُوهَا فِي الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ...» یعنې اې خلکو! ماته د قدر شپه را په نښه شوې وه او زه راووتم چې تاسو ته یې خبر درکړم، خو دوه کسان په داسې حال کې راغلل چې یو بل سره یې شخړه کوله او شیطان ورسره و، نو زه پرې هېر کړای شوم، نو تاسو یې د روژې په وروستۍ لسیزه کې ولټوئ... په بخاري کې هم د عباده بن صامت څخه راغلي چې رسول الله ﷺ د قدر د شپې د خبر ورکولو لپاره راووت، د مسلمانانو دوو کسانو یو بل سره شخړه وکړه، نو ویې فرمایل: «إِنِّي خَرَجْتُ لِأُخْبِرَكُمْ بِلَيْلَةِ القَدْرِ، وَإِنَّهُ تَلاَحَى فُلاَنٌ وَفُلاَنٌ، فَرُفِعَتْ، وَعَسَى أَنْ يَكُونَ خَيْراً لَكُمْ، التَمِسُوهَا فِي السَّبْعِ وَالتِّسْعِ وَالخَمْسِ». ابن حجر په فتح الباري کې د دې حدیث په شرح کې لیکي:
[... د هغه قول (فَرُفِعَتْ) یعنې د هغې تعین زما له یاده پورته شو... قاضي عیاض ویلي په دې کې دلیل دی چې شخړه کول بد کار دی او دا د معنوي عقوبت (محرومیت) سبب ګرځي، او په دې کې دا هم شته چې په کوم ځای کې شیطان حاضر شي، هلته برکت او خیر پورته کیږي...] پای.
په حدیث کې په غور کولو سره معلومیږي چې رسول الله ﷺ په روژه کې د قدر په شپه نه پوهېده، نو په منځنۍ لسیزه کې یې اعتکاف وکړ، بیا ورته څرګنده شوه چې په وروستۍ لسیزه کې ده. کله یې چې غوښتل خلک ترې خبر کړي، د دوو کسانو د شخړې په وجه ترې هېره شوه. رسول الله ﷺ د هېرولو سبب د هغو دوو کسانو شخړه وښوده. په دې کې د شخړې خطر او دا چې دا د عقوبت لامل ګرځي، بیان شوي. همدارنګه په دې کې یو بل حکمت هم شته چې په وروستۍ لسیزه کې د خلکو همت کمزوری نه شي، او د هغې د پټ پاتې کېدو له امله خلک په ټوله وروستۍ لسیزه کې عبادت وکړي ترڅو ډیر خیر ترلاسه کړي. نسفي په خپل تفسیر کې څومره ښه ویلي: (او شاید د هغې د پټولو حکمت دا وي چې څوک یې غواړي، هغه ډیرې شپې په عبادت تېره کړي... لکه د صلاة الوسطی او اسم اعظم پټول). نو په دې حدیث کې کومه ستونزه وه چې د مقالې لیکوال یې ردوي؟ او ولې به دا سمه نه وي چې رسول الله ﷺ ته یو څه وښودل شي او بیا ترې د یو حکمت له مخې هېر کړای شي؟! دا روښانه ده چې د مقالې لیکوال له دغه حکمت څخه ځان ناګمانه کړی ترڅو د قدر د شپې احادیث رد کړي.
په دې توګه هر حدیث د هوا او هوس، ناپوهۍ یا له اسلام او مسلمانانو سره د کینې په اساس نه ردیږي، بلکې د خپلو اهل پوهانو لخوا څېړل کیږي. او که څوک نه پوهیږي، باید وپوښتي لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي: «أَلَا سَأَلُوا إِذْ لَمْ يَعْلَمُوا فَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِيِّ السُّؤَالُ».
څلورم: له دې ټولو څخه روښانه شوه چې د نقل شوي متن لیکوال نه له منقولو علومو برخه لري او نه له معقولو، نه د حدیثو په علم کې پوهه لري او نه په اصولو کې. هغه چارې په صحیح تله نه تلي او نه پر سمه لاره روان دی. بلکې د هغه له رایې څخه د دین د ویجاړولو او د مسلمانانو په بنسټونو او فروعاتو کې د شک رامنځته کولو هڅه څرګندیږي. که چیرې د پوښتونکي پوښتنه نه وای، موږ به خپل ځان د هغه په وهمونو نه و مصروف کړی... په پای کې له الله سبحانه څخه غواړو چې د مکارانو مکر بیرته د هغوی پر ستونو ور واړوي، امت د هغوی له شرونو وساتي، د دین مقام لوړ کړي او خپلو مؤمنو بندګانو ته نصرت ورکړي او د کافرانو، منافقانو او شک کوونکو اور مړ کړي.
ستاسو ورور عطاء بن خليل أبو الرشتة
۸ رمضان ۱۴۴۴هـ ۲۰۲۳/۰۳/۳۰م
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک