د حزب التحریر امیر، جلیل عالم عطاء بن خليل أبو الرشتة د خپلې فېسبوک پاڼې «فقهي» پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ.
د پوښتنې ځواب
سوالګري او د مال خزانه کول
د: موسی ع.الشکور موسی ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې زما دا پیغام تاسو ته په داسې حال کې ورسېږي چې د الله په نعمت او فضل کې اوسئ...
د دستور په ۱۴۲ ماده کې راغلي: «د مال خزانه کول (کنز) منعه دي، که څه هم زکات یې ورکړل شوی وي.»
د دستور د مقدمې کتاب د دویم ټوک په ۷۷ مخ کې د ابو امامه رضي الله عنه د حدیث په شرح کې راغلي: «دا په مطلق ډول د سرو او سپینو زرو د کنز (خزانه کولو) د حرمت په مانا ده، که څه هم دوه دیناره وي او یا هم یو دینار وي تر هغه چې کنز بلل کېږي.» ما داسې فهم کړي چې یو فقیر نه شي کولای له خلکو څخه تر خپلې اړتیا زیات څه وغواړي.
پوښتنه دا ده: اوسني وخت کې هغه لوړ حد کوم دی چې یو فقیر یې له خلکو غوښتلی شي ترڅو د مال خزانه کوونکی (کانز) ونه ګڼل شي؟ د هغه اړتیا څه ده؟ هغه کوم مقدار پیسې دي چې له خلکو یې په سوال ټولولی او له ځان سره یې ساتلی شي؟ او کله باید له سوال کولو لاس واخلي؟
جزاکم الله خیراً.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
د دعا لپاره دې الله درته برکت درکړي، موږ هم تاته د خیر دعا کوو.
لومړی: ستا پوښتنه په اصل کې د سوالګرۍ په اړه ده، چې دا بیا له «کنز» (مال خزانه کولو) څخه جلا موضوع ده... ځکه کنز له فقر یا شتمنۍ او له اړتیا یا نه اړتیا سره تړاو نه لري؛ بلکې دا د مال پر ټولولو او د داسې موخې لپاره پر ذخیره کولو راڅرخي چې د لګښت اړتیا ورته نه وي، که هغه ذخیره کوونکی شتمن وي او که فقیر. نو شتمن چې اړتیا نه لري، ښايي د داسې څه لپاره مال ذخیره کړي چې مصرفولو ته یې اړتیا نه لري، او فقیر هم ښايي د داسې موخې لپاره مال ذخیره کړي چې مصرفولو ته یې اړتیا نه لري، سره له دې چې هغه اړتیا هم لري، خو هغه مال د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره نه مصرفوي بلکې ذخیره کوي یې. دا حالت په ځینو اهل الصفة کې و، هغوی د اړتیا خاوندان وو ځکه د خلکو په صدقو یې ژوند کاوه، خو په ورته وخت کې ځینو یې سره زر (یو دینار یا دوه دیناره) داسې ذخیره کړي وو چې د لګښت اړتیا یې ورته نه درلوده...
د کنز او د هغې د تحریم موضوع په «اقتصادي نظام» کتاب کې په مفصل ډول بیان شوې، هلته ورته مراجعه کېدای شي او ان شاء الله کفایت کوي.
دویم: موږ ته مخکې هم د کنز او سپما (ادخار) په اړه پوښتنه راغلې بود او د ۲۰۱۴/۱/۱۳ نېټې په ځواب کې مو ویلي وو:
(۱- د مال کنز (خزانه کول) دا دي چې د اړتیا پرته ټول شي، خو که مشروع اړتیا وي، لکه د کور جوړولو، ځمکې اخیستلو، فابریکې جوړولو، واده کولو، یا اولادونو ته د ښوونځي د فیس ورکولو، یا د موټر اخیستلو او داسې نورو لپاره مال ټول شي، نو دا د اړتیا لپاره ټولول دي او کنز نه بلل کېږي؛ بلکې دا «د اړتیا لپاره سپما» ده او حلاله ده، خو چې نصاب ته ورسېږي او کال پرې تېر شي، زکات یې ورکول کېږي...
۲- د ځان او عیال لپاره تر یوه کال پورې د نفقې جمع کول جایز دي او کنز نه دی، ځکه رسول الله ﷺ به د امهات المؤمنین لپاره د یوه کال نفقه ورکوله. مسلم له عمر رضي الله عنه څخه روایت کړی:
كَانَتْ أَمْوَالُ بَنِي النَّضِيرِ مِمَّا أَفَاءَ اللهُ عَلَى رَسُولِهِ، مِمَّا لَمْ يُوجِفْ عَلَيْهِ الْمُسْلِمُونَ بِخَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ، فَكَانَتْ لِلنَّبِيِّ ﷺ خَاصَّةً، فَكَانَ يُنْفِقُ عَلَى أَهْلِهِ نَفَقَةَ سَنَةٍ، وَمَا بَقِيَ يَجْعَلُهُ فِي الْكُرَاعِ وَالسِّلَاحِ، عُدَّةً فِي سَبِيلِ اللهِ
«د بني نضیرو مالونه له هغو مالونو څخه وو چې الله سبحانه وتعالی خپل رسول ته د فئ په توګه ورکړي وو، چې مسلمانانو پرې آسونه او اوښان نه وو ځغلولي، دا یوازې د نبي ﷺ لپاره وو، نو هغه به له دې څخه خپل اهل ته د یوه کال نفقه ورکوله، او څه چې به پاتې شول هغه به یې په اسونو او وسلو کې د الله په لاره کې د چمتووالي لپاره لګول.» (صحیح مسلم)
نووي د صحیح مسلم په شرح کې وايي: (د هغه دا قول چې يُنْفِقُ عَلَى أَهْلِهِ نَفَقَةَ سَنَةٍ یعنې د هغوی لپاره یې د کال نفقه جلا کوله، خو هغه به یې د کال له پوره کېدو مخکې د خیر په کارونو کې لګوله، نو کال به ورباندې نه پوره کېده...). له همدې امله د یوه کال لپاره د نفقې ټولول کنز نه دی، او که نصاب یې پوره وي او کال پرې تېر شي، زکات یې ورکول کېږي...) د پخواني ځواب اقتباس دلته پای ته ورسېد.
دریم: د سوالګرۍ په اړه تفصیلي شرعي شواهد راغلي چې د سوالګرۍ حکم او شرعي بریدونه بیانوي:
۱- شرع د اړتیا پرته له خلکو څخه د مال غوښتلو منعه کړې او پر داسې چا یې د کار کولو امر کړی چې توان یې لري:
- الله سبحانه وتعالی د هغو فقیرانو صفت کړی چې له سوال څخه ځان ساتي:
لِلْفُقَرَاءِ الَّذِينَ أُحْصِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْباً فِي الْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاءَ مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُمْ بِسِيمَاهُمْ لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافاً وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ
«(دا صدقات) د هغو فقیرانو لپاره دي چې د الله په لاره کې ایسار شوي دي، په ځمکه کې د تګ وس نه لري، ناخبره سړی د هغوی د حیا له امله هغوی شتمن ګڼي، ته هغوی د هغوی له نښو پېژندلای شې، هغوی له خلکو څخه په ټینګار سره سوال نه کوي؛ او تاسو چې هر خیر ښېګڼه کوئ الله پرې ښه پوهېږي.» (سورت البقره: ۲۷۳)
- مسلم په خپل صحیح کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
مَنْ سَأَلَ النَّاسَ أَمْوَالَهُمْ تَكَثُّراً فَإِنَّمَا يَسْأَلُ جَمْراً فَلْيَسْتَقِلَّ أوْ لِيَسْتَكْثِرْ
«چا چې د مال د زیاتولو لپاره له خلکو څخه سوال وکړ، نو هغه د اور سکروټې غواړي، نو که یې لږ غواړي او که ډېر.» (صحیح مسلم)
په شرح النووي کې راغلي: [د هغه ﷺ دا قول چې «مَنْ سَأَلَ النَّاسَ أَمْوَالَهُمْ تَكَثُّراً فَإِنَّمَا يَسْأَلُ جَمْراً فَلْيَسْتَقِلَّ أَوْ لِيَسْتَكْثِرْ» قاضي وايي مانا یې دا ده چې هغه ته به په اور سزا ورکول کېږي، او دا احتمال هم شته چې دا په خپل ظاهري مفهوم وي یعنې هغه څه چې اخلي یې هغه به په سکروټو بدلېږي او دی به پرې داغ کیږي، لکه څنګه چې د زکات نه ورکوونکي په اړه ثابت دي].
- همدارنګه په صحیح مسلم کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی:
لَأَنْ يَغْدُوَ أَحَدُكُمْ فَيَحْطِبَ عَلَى ظَهْرِهِ فَيَتَصَدَّقَ بِهِ وَيَسْتَغْنِيَ بِهِ مِنَ النَّاسِ خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَسْأَلَ رَجُلاً أَعْطَاهُ أَوْ مَنَعَهُ ذَلِكَ فَإِنَّ الْيَدَ الْعُلْيَا أَفْضَلُ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ
«که ستاسو څخه یو تن سهار وختي لاړ شي، پر شا لرګي راوړي، هغه خرڅ کړي او صدقه یې کړي او له خلکو پرې بې نیازه شي، دا ورته تر دې غوره ده چې له چا سوال وکړي، که هغه څه ورکړي او که یې منعه کړي؛ ځکه پورته لاس تر کښته لاس غوره دی، او لومړی له هغو پیل کوه چې ستا په نفقې پورې تړلي دي.» (صحیح مسلم)
۲- شرع په ځینو حالاتو کې له خلکو څخه د مال غوښتلو اجازه ورکړې چې رسول الله ﷺ بیان کړي دي. په هغه حدیث کې چې مسلم له قبیصه بن مخارق الهلالي رضي الله عنه څخه روایت کړی وايي: ما د یو چا ضمانت پر غاړه اخیستی و، رسول الله ﷺ ته ورغلم چې مرسته راسره وکړي، ویې فرمایل: «صبر وکړه ترڅو موږ ته صدقه راشي، بیا به امر وکړو چې تاته یې درکړي.» بیا یې وفرمایل:
يَا قَبِيصَةُ إِنَّ الْمَسْأَلَةَ لَا تَحِلُّ إِلَّا لِأَحَدِ ثَلَاثَةٍ؛ رَجُلٍ تَحَمَّلَ حَمَالَةً فَحَلَّتْ لَهُ الْمَسْأَلَةُ حَتَّى يُصِيبَهَا ثُمَّ يُمْسِكُ، وَرَجُلٌ أَصَابَتْهُ جَائِحَةٌ اجْتَاحَتْ مَالَهُ فَحَلَّتْ لَهُ الْمَسْأَلَةُ حَتَّى يُصِيبَ قِوَاماً مِنْ عَيْشٍ أَوْ قَالَ سِدَاداً مِنْ عَيْشٍ، وَرَجُلٌ أَصَابَتْهُ فَاقَةٌ حَتَّى يَقُومَ ثَلَاثَةٌ مِنْ ذَوِي الْحِجَا مِنْ قَوْمِهِ لَقَدْ أَصَابَتْ فُلَاناً فَاقَةٌ فَحَلَّتْ لَهُ الْمَسْأَلَةُ حَتَّى يُصِيبَ قِوَاماً مِنْ عَيْشٍ أَوْ قَالَ سِدَاداً مِنْ عَيْشٍ، فَمَا سِوَاهُنَّ مِنَ الْمَسْأَلَةِ يَا قَبِيصَةُ سُحْتاً يَأْكُلُهَا صَاحِبُهَا سُحْتاً
«ای قبیصې! سوال کول یوازې دریو کسانو ته حلال دي: هغه سړی چې د خلکو ترمنځ د روغې جوړې لپاره یې پور (ضمانت) پر غاړه اخیستی وي، نو هغه ته سوال روا دی تر دې چې پور یې ادا شي او بیا به لاس اخلي؛ او هغه سړی چې افت یې مال له منځه وړی وي، نو هغه ته سوال روا دی ترڅو چې د ژوند د تېرولو وسیله ومومي؛ او هغه سړی چې له سخت فقر سره مخ شي تر دې چې د هغه د قوم درې عقلمند کسان شاهدي ورکړي چې په رښتیا پلانکی له سخت فقر سره مخ شوی دی، نو هغه ته سوال روا دی ترڅو د ژوند د تېرولو وسیله ومومي. له دې پرته نور هر سوال ای قبیصې! حرام دی او خاوند یې حرام خوري.» (صحیح مسلم)
۳- له دې دریو ډلو سره هغه کسان هم یوځای کېږي چې د دوی په حکم کې دي، لکه هغه شخصي پوروړی چې د پور د ادا کولو مال نه لري، ځکه هغه په «غارمین» کې شامل دی:
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
«صدقې یوازې د فقیرانو، مسکینانو، د صدقو د راټولوونکو، د هغو کسانو لپاره دي چې زړونه یې (اسلام ته) مایل کېږي، د مریانو د ازادولو، پوروړو (غارمین)، د الله په لاره کې او د مسافرو لپاره دي؛ دا د الله لخوا فرض دي او الله په هر څه پوه او حکیم دی.» (سورت التوبه: ۶۰)
همدارنګه هغه قوي کس چې کار نه شي پیدا کولای یعنې د خپلې نفقې ګټلو لپاره کار نه شي موندلای او نه هم مال او نږدې خپلوان لري چې نفقه یې ورکړي؛ ځکه رسول الله ﷺ وفرمایل:
إِنْ شِئْتُمَا وَلَا حَظَّ فِيهَا لِغَنِيٍّ وَلَا لِقَوِيٍّ مُكْتَسِبٍ
«که تاسو غواړئ (در به یې کړم)، خو په صدقه کې د شتمن او د داسې قوي کس برخه نشته چې ګټه کولای شي.» (سنن نسائي)
همدارنګه هغه څوک چې د خپل نږدې کس د دیت ورکولو مسوول وي، لکه څنګه چې امام احمد په خپل مسند کې له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت کړی چې نبي ﷺ وفرمایل:
إِنَّ الْمَسْأَلَةَ لَا تَحِلُّ إِلَّا لِأَحَدِ ثَلَاثٍ ذِي دَمٍ مُوجِعٍ أَوْ غُرْمٍ مُفْظِعٍ أَوْ فَقْرٍ مُدْقِعٍ
«سوال کول یوازې دریو کسانو ته روا دي: هغه چې د دردوونکې وینې (دیت) مسوول وي، یا د سخت پور خاوند وي، او یا د سخت فقر خاوند وي.»
نو دې ډلو ته تر هغه وخته سوال کول جایز دي چې اړتیا یې پوره شي او له هغه وروسته ورته سوال کول جایز نه دي...
۴- موږ د شتمنۍ هغه حد چې ورسره سوال کول روا نه دي، د «خلافت په دولت کې اموال» کتاب د «زکات مصرفونه» په فصل کې داسې ذکر کړی دی:
[...او الله سبحانه وتعالی پر شتمنو د صدقې اخیستل حرام کړي دي. رسول الله ﷺ وفرمایل: «لَا تَحِلُّ الصَّدَقَةُ لِغَنِيٍّ، وَلَا لِذِي مِرَّةٍ سَوِيٍّ» (صدقه نه شتمن ته حلاله ده او نه هم د پوره قوت خاوند ته). شتمن هغه څوک دی چې له نورو بې نیازه وي او د خپلو اړتیاوو له پوره کولو وروسته ورسه څه زیات پاتې شي. رسول الله ﷺ وفرمایل: «چا چې په داسې حال کې سوال وکړ چې هغه ترې بې نیازه وي، نو د قیامت په ورځ به دا سوال د هغه په مخ باندې د ټپونو په څېر وي. پوښتنه وشوه: ای د الله رسوله! د هغه غنا څه ده؟ ویې وفرمایل: پنځوس درهمه، یا د هغې برابر سره زر.» نو څوک چې ۵۰ سپین درهم (چې ۱۴۸.۷۵ ګرامه سپین زر کېږي) یا د هغې برابر سره زر ولري چې د هغه له خوړو، کالیو، استوګنځي او د خپل عیال نفقې څخه زیات وي، هغه شتمن ګڼل کېږي او ورته روا نه ده چې صدقه واخلي.] پای. له همدې امله د داسې شتمن لپاره روا نه ده چې له خلکو سوال وکړي.
څلورم: د سوالګرۍ ستونزه او د هغې حل:
هغه څه چې باید ورته پام وشي دا دي چې په اسلامي هېوادونو کې د سوالګرۍ خپرېدل د اسلامي شریعت د نه پلي کېدو او د خلکو د چارو په سمبالښت کې د واکمنانو د لویې ناغېړۍ پایله ده... دا ډېره دردوونکې ده چې په اسلامي هېوادونو کې د جوماتونو مخې ته، په کوڅو او څلورلارو کې د سوالګرو ډلې لیدل کېږي، سره له دې چې اسلامي هېوادونه د مال او شتمنیو زېرمې دي... ملامتیا په لومړۍ درجه کې پر واکمنانو ده چې شریعت نه پلي کوي او د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي... ان شاء الله نږدې راتلونکی راشده خلافت به د اسلامي هېوادونو د فقر او سوالګرۍ درملنه په خپلو لومړیتوبونو کې راولي... موږ په خپلو کتابونو او په ځانګړې توګه په «اقتصادي نظام» کتاب کې دا موضوع په تفصیل سره بیان کړې ده.
ستاسو ورور عطاء بن خليل أبو الرشتة
۱۹ جمادى الآخرة ۱۴۴۳هـ
د ۲۰۲۲/۰۱/۲۲م کال سره سمون خوري