پوښتنه:
د ۲۰۲۳/۳/۱۰ نېټه د سعودي عربستان، ايران او چين ترمنځ په ګډه يوه اعلاميه خپره شوه چې په کې د سعودي او ايران ترمنځ د اړيکو د بيا رغولو او په دوو مياشتو کې د سفارتونو د پرانيستلو خبر ورکړل شو. د دغې هوکړې د ټينګښت لپاره، د سعودي پاچا د ۲۰۲۳/۳/۱۹ نېټه د ايران ولسمشر ته سعودي ته د سفر بلنه ورکړه. دا خبرې اترې د چين په کوربه توب او سرپرستۍ ترسره شوې. د دغې هوکړې په اړه د امريکا دريځ مثبت او هرکلى کوونکی و، په داسې حال کې چې د يهودو کيان ترې سخت خپګان وښود. نو چين ولې دا رول ولوباوه، چا ورته دا زمينه برابره کړه او ګټه يې په کې څه ده؟ امريکا ولې په خپله دا رول ادا نه کړ، ایا دا د هغې د ګټو خلاف ده او که د هغې په ګټه ده؟ او ولې د يهودو کيان د دغې هوکړې په وړاندې دومره اندېښمن دی؟ جزاکم الله خيرا.
ځواب:
د پورته پوښتنو د ځوابولو لپاره لاندې ټکي څېړو:
۱- د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) د ۲۰۲۳/۳/۱۰ نېټه هغه ګډه اعلاميه خپره کړه چې د سعودي او ايران ترمنځ ورباندې هوکړه شوې وه. په اعلاميه کې راغلي: "دواړو خواوو هوکړه وکړه چې ډيپلوماټيکې اړيکې بيا پيل کړي او په اعظمي توګه د دوو مياشتو په ترڅ کې خپل سفارتونه او نمايندګۍ پرانيزي." همدارنګه هغوی هوکړه وکړه چې "د هېوادونو ملي حاکميت ته درناوى وکړي، د يو بل په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د ۲۰۰۱ کال امنيتي همکارۍ تړون او د ۱۹۹۸ کال په اقتصادي، سوداګريز، پانګونې، تخنيکي، علمي، کلتوري او ورزشي برخو کې عمومي تړون فعال کړي. په هوکړه کې د سعودي او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو د کتنې يادونه هم شوې ترڅو دا ګامونه عملي کړي، د سفيرانو تبادله تنظيم او د اړيکو د پياوړتيا پر لارو چارو بحث وکړي."
همدارنګه په ګډه اعلاميه کې راغلي: "سعودي او ايران له عراق او عمان څخه مننه کوي چې په ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو کې يې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب کړی و." د هوکړې د لا پياوړتيا لپاره، د ايران د ولسمشر سياسي مرستيال محمد جمشيدي د ۲۰۲۳/۳/۱۹ نېټه په خپله Twitter پاڼه کې وليکل: ("ولسمشر ابراهيم رئيسي د سعودي له پاچا څخه د دغه هېواد د ليدنې بلنه ترلاسه کړه... او رئيسي د دغې بلنې هرکلى وکړ"). د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان وويل: ("په تېرو لسو ورځو کې مو د سويس له لارې پيغامونه تبادله کړل، په يوه پيغام کې ايران د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه ناستې ته چمتووالى وښود او د ناستې لپاره يې درې ځايونه وړانديز کړل.") هغه د هوکړې څرنګوالي ته په اشارې سره وويل: "تهران او رياض په بغداد کې پنځه پړاوه او په مسقط کې درې پړاوه خبرې اترې وکړې، بيا د چين ولسمشر د دې پروسې د پرمخ وړلو لپاره د يوه نوښت وړانديز وکړ چې پایله يې همدا شوه چې تاسو يې وينئ." کله چې ترې د يمن په اړه پوښتنه وشوه، ويې ويل: "موږ دا د يمن د خلکو اړونده موضوع ګڼو، خو البته په سيمه کې پر سولې تمرکز د هغو هوکړو برخه وه چې د تهران او رياض ترمنځ وشوې..." (تسنيم خبري اژانس، ۲۰۲۳/۳/۱۹). له دې سره سره، Wall Street Journal د امريکايي او سعودي چارواکو له قوله ويلي: ("ايران منلې چې د هغې هوکړې له مخې چې چين يې منځګړيتوب کړی، حوثيانو ته د وسلو پټ لېږدول بند کړي..." BBC، ۲۰۲۳/۳/۱۹). د ايران رسمي خبري اژانس (ارنا) د ۲۰۲۳/۳/۱۱ نېټه ويلي و چې "دا پخلاينه به د اوربند پروسه ګړندۍ کړي او په يمن کې به د ملي خبرو اترو او د يوه ټولګډونه ملي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي." بيا د يمن د بهرنيو چارو وزير احمد عوض بن مبارک وويل: ("موږ هيله لرو چې د سعودي او ايران هوکړه په سيمه کې د اړيکو يو جدي پړاو پيل کړي چې په سيمه ييزو چارو کې د تهران لاسوهنې پای ته ورسوي." د يمن د بهرنيو چارو وزارت وېبپاڼه، ۲۰۲۳/۳/۱۷). له دې ټولو څرګندېږي چې خبرې اترې لا وړاندې په ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو کې په عراق او عمان کې پخې شوې وې، خو لاسليک په دغو هېوادونو کې ونه شو، بلکې بيجينګ د لاسليک ځای وټاکل شو!
۲- په همدې اساس، په ګډه اعلاميه کې دا هم راغلي: "د ۲۰۲۳ کال د مارچ له ۶مې تر ۱۰مې پورې په بيجينګ کې د سعودي او ايران د پلاوو ترمنځ خبرې اترې د چين د ولسمشر شي جين پينګ د هغه نوښت په ځواب کې وشوې چې چين د سعودي او ايران ترمنځ د ښه ګاونډيتوب د اړيکو ملاتړ کوي. دا هوکړه د ولسمشر شي او د سعودي او ايران د مشرتابه ترمنځ د دې توافق پر بنسټ شوې چې چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب او سرپرستي وکړي، ځکه دواړه خواوې غواړي اختلافات د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي." څرنګه چې چين، سعودي او ايران دواړه خپل لومړي سوداګريز شريکان ګڼي، له دواړو سره يې هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتياوې جوړې کړې دي. چين له سعودي سره د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې او له ايران سره يې په ۲۰۲۰ کال کې د ۲۵ کلنې سوداګريزې او ستراتيژيکې همکارۍ تړون لاسليک کړی و. له دې ځايه شايد داسې ښکاره شي چې چين پر دغو هېوادونو اغېز لري او کولى شي دا هوکړه پرې ومني، خو حقيقت داسې نه دی؛ ځکه چين په منځني ختيځ کې نفوذ او قدرت نه لري او په نړيوالو منځګړيتوبونو کې هم کومه سابقه نه لري. دا لومړى ځل دی چې چين په منځني ختيځ کې د دوو هېوادونو ترمنځ منځګړيتوب کوي. له اعلاميې څخه داسې معلومېږي چې سعودي او ايران پخپله له چين څخه د منځګړيتوب غوښتنه کړې وه، لکه څنګه چې په اعلاميه کې په صريح ډول راغلي: "ځکه دواړه خواوې غواړي اختلافات د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي." د دوی ترمنځ خبرې اترې له ۲۰۲۱ کال راهيسې، کله چې د عراق د پخواني امريکايي پلوه لومړي وزير مصطفى الکاظمي په وخت کې لومړي پړاوونه پيل شول، پخې شوې وې. نو شونې وه چې دا هوکړه په عراق يا عمان کې اعلان شوې واى، خو دا کار په چين کې وشو!
۳- خو دا چې دا کار ولې په چين کې وشو، نو داسې ښکاري چې امريکا په ډېر مهارت او چل سره دا رول چين ته ورکړ ترڅو د بغداد او مسقط له پخو شوو خبرو وروسته دا جوړجاړى بشپړ او اعلان کړي؛ دا کار د لاندې لاملونو له امله وشو:
الف- ځکه امريکا له ايران سره ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري او نه غواړي داسې ښکاره شي چې له ايران څخه راضي ده، بلکې غواړي داسې وښيي چې ګوندې له هغې سره په دښمنۍ کې ده. امريکا نه غواړي دا څرګنده شي چې ايران د هغې په محور کې څرخي او په ډېرو سياستونو کې ورته خدمت کوي، لکه څنګه چې ځينو ايراني چارواکو هم پرې اعتراف کړی دی.
ب- امريکا غواړي پر چين احسان وکړي چې ګوندې هغې ته يې د يوه نړيوال کار زمينه برابره کړې، ترڅو چين په دې وهم کې ډوب شي چې ګوندې نړيوال زبرځواک دی. بيا يې امريکا په ځانګړو ماموريتونو کې کاروي، لکه څنګه چې يې روسيه په سوريه او نورو مسايلو کې وکاروله.
ج- دا چين ته يو ډول اشاره ده چې که غواړي نړيوال اغېز ولري، نو بايد له امريکا سره تفاهم او همکاري وکړي، نه له روسيې سره. امريکا دا لاره د يوې وسلې په توګه کاروي چې که چين يې له سياستونو سرغړونه وکړه، نو له نړيوال اغېز څخه به يې بې برخې او لکه د روسيې په څېر به يې کلابند کړي.
د- په حقيقت کې امريکا پخپله د سعودي او ايران تر شا وه چې له چين څخه د دغې هوکړې د سرپرستۍ غوښتنه وکړي، ترڅو داسې ښکاره نه شي چې امريکا دا هوکړه په مستقيم ډول اداره کوي. امريکا په دې کار سره غوښتل په يوه کاڼي دوه نښې وولي:
لومړی: د سعودي عربستان سره د اړيکو د عادي کولو او پر ايران د بريد په اړه د يهودو د پلان ناکامول. که يهودو داسې کړې واى، نو امريکا به د يهودي لوبي د فشار له امله د هغوی ملاتړ ته مجبوره شوې واى، په داسې حال کې چې امريکا اوس د اوکراين او روسيې په جګړه بوخته ده.
دوهم: دا چې د هوکړې د سرپرست په توګه د امريکا پر ځای د چين ښکاره کېدل به د يهودي لوبي مخه ونيسي چې د راتلونکي کال په ټاکنو کې د بايډن پر وړاندې ودرېږي. دا هوکړه د يهودو کيان لپاره يوه سخته څپېړه او د اندېښنې وړ وه، نو کله چې امريکا د دې تر شا ښکاره نه شي، يهودي لوبي ته د بايډن پر وړاندې د فعاليت لپاره پلمه نه پاتې کېږي.
۴- خو دا چې ولې د يهودو کيان له دې هوکړې اندېښمن دی، لامل يې دا دی چې د دوی پلانونه يې خاورې کړل. د يهودو د کيان لومړی وزير نتنياهو په ايټاليا کې و او له سعودي سره يې د اړيکو د عادي کولو تبليغات کول، چې ناڅاپه د سعودي او ايران له جوړجاړي خبر شو. دا د هغه لپاره يوه سخته څپېړه وه او تر اوسه يې په دې اړه څه نه دي ويلي او د بهرنيو چارو وزارت يې هم له تبصرې ډډه کړې ده. يهودي شنونکي دا تقارب د (اسرائيلو) پر مخ څپېړه بولي او دا له سعودي سره د اړيکو د عادي کولو په لاره کې خنډ ګڼي. (يهودي رسنيو دا هوکړه د نتنياهو د هغو هڅو پر وړاندې يو لوی خنډ وباله چې غوښتل يې د عادي کولو دايره پراخه کړي او د حجاز اورګاډي له لارې حيفا له سعودي سره وصل کړي... الجزيره، ۲۰۲۳/۳/۱۳). د نتنياهو حکومت پر سعودي او د ايران ضد فضا جوړولو شرط تړلی و، خو امريکا دا هر څه ردول. د امريکايي چارواکو وروستي سفرونه هم د همدې لپاره وو چې د نتنياهو حکومت "بغاوت" مهار کړي. نتنياهو له سعودي سره عادي کېدل خپله لويه بريا ګڼله، ځکه دا به په فلسطين کې د يهودو کړنو ته يو ډول مشروعيت وای. موږ دا موضوع د ۲۰۲۳/۳/۱۰ نېټه په يوه ځواب کې د "يهودو کيان ته د لوړپوړو امريکايي پوځي چارواکو د سفر موخې" تر سرليک لاندې روښانه کړې ده.
په دې توګه، دې هوکړې نتنياهو سخت اندېښمن کړی دی. نتنياهو په لاشعور کې پوهېږي چې امريکا د دې هوکړې تر شا ده، خو دا هم ورته معلومه ده چې د هغه کيان د نورو له مرستې (حبل من الناس) پرته نه شي پايېدلی او دا مرسته اوس يوازې امريکا ده، ځکه خو خاموش دی. هغه غوښتل واشنګټن ته لاړ شي خو بايډن يې غوښتنه رد کړه. راپورونه وايي چې بايډن نتنياهو ته په سپينه ماڼۍ کې د ليدنې اجازه نه ورکوي. ان کله چې د هغه يوه وزير پر بايډن نيوکه وکړه او ويې ويل: "موږ د امريکا د بيرغ بله ستورې نه يو"، نو د نتنياهو دفتر وويل چې وزيرانو ته سپارښتنه شوې چې د بايډن د څرګندونو په اړه تبصره ونه کړي او ټينګار يې وکړ چې له امريکا سره د دوی اړيکې نه ماتېدونکې دي.
په دې توګه د سعودي او ايران له هوکړې څخه د يهودو د اندېښنې او بيا د بايډن د رد په وړاندې د نتنياهو د چوپتيا لامل څرګندېږي.
۵- امريکا بيا د دې هوکړې هرکلى وکړ. د سپينې ماڼۍ وياندې کارين ژان پير وويل: ("موږ د سعودي او ايران د هوکړې له راپورونو خبر يو او په عمومي توګه د هرې هڅې هرکلى کوو چې په يمن کې د جګړې په پای ته رسولو او په منځني ختيځ کې د ترينګلتيا په کمولو کې مرسته کوي.") هغې زياته کړه چې دا د بايډن د سياست يو له اصلي ستنو څخه دی. جان کربي وويل: "سعوديانو واشنګټن ته د ايرانيانو سره د اړيکو خبر ورکړی و، خو امريکا په دې هوکړه کې مستقيم رول نه درلود." خو دا خبره يې له بلې خبرې سره په ټکر کې ده چې وايي دا کار د امريکا له غوښتنې سره سمون خوري. جېک سوليوان هم تاييد کړه چې سعوديانو له بايډن ادارې سره په دوامداره توګه اړيکه لرله. همدارنګه د العربية چينل د يوه سعودي چارواکي له قوله وويل چې رياض تر لاسليک وړاندې خپلو متحدينو او امريکا ته خبر ورکړی و. عراقي سرچينې هم وايي چې امريکا رياض دې هوکړې ته هڅولی و. ان ځينې هوښيار ايراني شنونکي لکه مهدي مطهرنيا وايي چې چين دا کار له امريکا سره له همغږۍ پرته نه شو کولای.
دا ټول تاييدوي چې امريکا پخپله دا هوکړه غوښته او غوښتل يې چين يې منځګړى وي.
۶- په دې توګه د سيمې هېوادونه يو ځل بيا لوڅ شول چې هغوی د امريکا د هغو سياستونو په چوکاټ کې حرکت کوي چې ورته ټاکل شوي دي. کله چې امريکا ترې د تفاهم غوښتنه وکړي، هغوی يې مني او کله چې د دښمنۍ امر وکړي، هغوی ورته پلمې جوړوي. که دا حکام نه واى، امريکا په سيمه کې هيڅ نه شول کولای. له دې وضعيت څخه د خلاصون لاره د دغو رژيمونو نسکورول او د داسې يوه نظام رامنځته کول دي چې الله او د هغه رسول ترې راضي وي؛ هغه نظام چې مسلمانان په يوه دولت کې متحد کوي، چې هغه د نبوت پر منهج خلافت دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ
"الله له هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی او صالح اعمال يې ترسره کړي دي، وعده کړې ده چې هغوی به په ځمکه کې خامخا خپل ځای ناستي (خلیفه ګان) کړي، لکه څنګه چې يې له دوی څخه مخکې خلک خليفه ګان کړي وو." (سورة النور [24]: 55)
او رسول الله ﷺ زېری ورکړی دی:
ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ
"بيا به د نبوت پر منهج خلافت وي." (احمد روايت کړی دی).
د ۱۴۴۴ هجري کال د روژې ۱۰مه د ۲۰۲۳ م کال د اپرېل ۱مه