پوښتنه:
د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ کړکېچ په ډېرېدو دی، امریکا په سویلي کوریا کې پراخ پوځي تمرینونه کوي او د دغه کړکېچ په ترڅ کې یې د الوتکو وړونکې کښتۍ په ګډون یوه لویه جنګي بېړۍ سیمې ته لېږلې ده. له بلې خوا شمالي کوریا د اټومي جګړې خبرداری ورکوي؛ BBC د ۲۰۱۷/۴/۱۵ نېټه راپور ورکړ: (شمالي کوریا متحده ایالاتو ته په سیمه کې د هر ډول پاروونکو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې "اټومي بریدونو ته چمتو ده".) د دغه کړکېچ حقیقت څه دی؟ ایا د دوی ترمنځ اټومي جګړه کېدای شي؟ د چین دریځ څه دی، په ځانګړې توګه کله چې کړکېچ د هغه په پولو کې دی او شمالي کوریا پر هغه پورې تړلې ده؟
ځواب:
هو، په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ کړکېچ په بې ساري ډول زیات شوی دی. د شمالي کوریا د توغندیو ازموینې د امریکا لپاره یو فرصت شو چې دغه هېواد وګواښي. دا د پام وړ ده چې د ټرمپ ادارې له راتګ وروسته کړکېچ ډېر تېز شوی، لکه دا اداره چې یوازې د اسیا په کچه د خپلو ګټو او متحدینو پر وړاندې د شمالي کوریا د تش په نامه "ګواښ" د له منځه وړلو لپاره راغلې وي. د دې موضوع نښې نښانې دا دي:
۱- د امریکا په سټراټیژۍ کې د شمالي کوریا موضوع یوازې د یو مخالف پوځي ځواک موضوع نه ده چې سوسیالیسټي نظام لري او د امریکا تر کنټرول لاندې نړيوال نظام نه مني؛ بلکې د شمالي کوریا کوچنیوالی او ځواک دا د امریکا په لومړیتوبونو کې نه راولي، مګر دا چې دا هېواد د چین د برخې په توګه وبلل شي. امریکا د چین مخ په زیاتېدونکي ځواک ته په ډېره وېره ګوري او د چین د ځواک د محدودولو لپاره ټول انتخابونه څېړي. یو له دغو انتخابونو څخه د چین پر پولو (لکه شمالي کوریا) کې د کړکېچ رامنځته کول دي. دا حقیقت تاییدوي چې امریکا د اوباما په دوره کې هم د چین په شاوخوا کې د متحدینو جوړولو ته مخه کړې وه، له هند، جاپان، ویتنام او فیلیپین او همدارنګه سویلي کوریا سره یې اړیکې په ښکاره ډول زیاتې کړې وې. امریکا غوښتل دا اتحادونه د چین په شاوخوا کې یو کمربند وي ترڅو د سویلي چین په سمندرګي کې د چین د سیاسي او سوداګریزو فعالیتونو مخه ونیسي. نو له شمالي کوریا سره د امریکا کړکېچ د هغو نورو کړکېچونو یوه برخه ده چې امریکا یې د چین په شاوخوا کې راپاروي، لکه د چین او هند ترمنځ سرحدي شخړې او د ټاپوګانو مسایل چې چین له یوې خوا او جاپان، فیلیپین، ویتنام او مالیزیا له بلې خوا په کې ښکېل دي. د چین لپاره امریکا د جاپان پر پوځ ډېر محدودیتونه لیرې کړل ترڅو د چین په وړاندې ودرېږي. نن چې امریکا د "ګواښ" مسئله په لومړیتوبونو کې راولي، دا د چین پر وړاندې د هغې د سټراټیژۍ یوه برخه ده. پر شمالي کوریا د امریکا فشارونه نوي نه دي، که څه هم اوس تود شوي دي... دا سټراټیژي د فشار له لارې د خبرو اترو په بڼه پیل شوه؛ په ۱۹۹۴ کال کې د امریکا او شمالي کوریا خبرې د پیونګ یانګ د اټومي پروګرام د درېدو لامل شوې، په ۲۰۰۸ کال کې د شپږ اړخیزو خبرو په چوکاټ کې د یونګبیون ریکټور بند شو، او په ۲۰۱۲ کال کې شمالي کوریا خپل اټومي پروګرام وځنډاوه او مفتشینو ته یې د ننوتلو اجازه ورکړه. خو هر ځل شمالي کوریا خپل اټومي پروګرام بېرته ځکه پیل کړ چې امریکا په خپلو ژمنو (لکه د اوبو سپک ریکټورونه ورکول یا د تېلو چمتو کول) کې پاتې راغله، یا یې په مرستو کې شمالي کوریا ته سپکاوی وکړ. نو دا امریکا وه چې پیونګ یانګ یې بېرته کړکېچ ته اړ ایست... بیا امریکا په ۲۰۱۲ کال کې نوې تګلاره خپله کړه چې له مخې یې ۶۰ سلنه سمندري ځواک لرې ختیځ ته ولېږه، دا کار یې د شمالي کوریا لپاره نه بلکې د چین د ځواک د مهارولو لپاره وکړ، او اوسنی کړکېچ هم د همدې مهارولو دوام دی.
۲- د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسون اعلان وکړ چې د شمالي کوریا په وړاندې د امریکا د "سټراټیژیک صبر" تګلاره پای ته رسېدلې ده. (ټیلرسون په سیول کې له خپل سویلي کوریايي سیال یون بیونګ-سي سره په خبري کنفرانس کې وویل: "اجازه راکړئ ډېر روښانه واوسم. د سټراټیژیک صبر تګلاره پای ته رسېدلې ده. موږ د نویو امنیتي او ډيپلوماټیکو اقداماتو په لټه کې یو. ټول انتخابونه پر میز دي...") (روئیټرز، ۲۰۱۷/۳/۱۷). همدارنګه دا هم د دې نښه ده چې امریکا د سوریې په اړه یو څه ډاډه شوې کله چې ترکیې وتوانېده انقلابیان د حلب ښار پرېښودو ته اړ کړي؛ یانې د سوریې د انقلاب د خطر کمېدل (د امریکا په نظر) دوی ته دا فرصت ورکوي چې شمالي کوریا ته پام واړوي. له همدې امله د شمالي کوریا موضوع د ولسمشر ټرمپ پر میز لومړۍ شمېره مسئله شوه، پداسې حال کې چې د اوباما په اداره کې سوریې لومړیتوب درلود. امریکا د چین شاوخوا ته خپل پلانونه بشپړ کړي نه وو، نو انتخابونه یې څېړل او خپل اتحادونه یې جوړول. نو ځکه په واشنګټن کې له شمالي کوریا سره کړکېچ ته زور ورکول شو، او د سټراټیژیک صبر پای ته رسېدل دا ښيي چې واشنګټن پوځي حل ته مایل دی. د دې په پایله کې امریکا د شمالي کوریا د پوځي ازموینو په ځواب کې پاروونکي اقدامات او څرګندونې وکړې، لکه:
الف- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسون له خوا شمالي کوریا ته په اټومي وسلو ګواښ: (د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکیس ټیلرسون شمالي کوریا ته د سویلي کوریا او جاپان د دفاع لپاره د "اټومي مخنیوي" (Nuclear Deterrence) د کارولو ګواښ وکړ. ټیلرسون له خپلو سویلي کوریايي او جاپاني سیالانو سره په ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې متحده ایالات هوډ لري حتی د "اټومي مخنیوي" له لارې د ټوکیو او سیول دفاع وکړي...) (د روسیې سپوتنیک اژانس، ۲۰۱۷/۲/۱۷).
ب- جاپان او سویلي کوریا ته د اټومي وسلو په ورکولو د امریکا ګواښ: (د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکیس ټیلرسون اعلان کړی چې هغه د داسې حل لارې احتمال نه ردوي چې په سویلي کوریا او جاپان کې د اټومي وسلو د څرګندېدو لامل شي. وزیر دا روښانه نه کړه چې ایا خبره په دغو سیمو کې د امریکایي اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو ده او که دا وسلې به د سویلي کوریا او جاپان ملکیت وي...) (د روسیې سپوتنیک اژانس، ۲۰۱۷/۳/۱۸).
ج- ټرمپ په ډېره پاروونکې ژبه شمالي کوریا ته د امریکایي وسلو تنوع وریاده کړه: (امریکایي ولسمشر دا هم روښانه کړه چې تېره ورځ یې له چینايي ولسمشر شي جین پینګ سره په یوه ساعت ټیلیفوني خبرو کې غوښتي چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته دا پیغام ورسوي چې متحده ایالات نه یوازې د الوتکو وړونکې کښتۍ لري بلکې اټومي سبمارینونه (اوبتلي) هم لري. هغه په سختۍ وویل: "شمالي کوریا ته اجازه نه ورکول کېږي چې اټومي وسلې ولري. دوی تر اوسه د اټومي وسلو د لېږدولو وسیلې نه لري، خو ډېر ژر به یې ولري...") (روسیا الیوم، ۲۰۱۷/۳/۱۴ د امریکایي ورځپاڼې Wall Street Journal په حواله).
د- په دې وروستیو کې د نوي توغندي د ازموینې له امله د کړکېچ زیاتېدو او د شپږمې اټومي ازموینې د وېرې له امله امریکا یوه لویه پوځي ډله چې پکې جنګي بېړۍ او د الوتکو وړونکې کښتۍ شاملې وې، شمالي کوریا ته نږدې ولېږله. (په ارام سمندر کې د امریکا د قوماندې یوه ویاند تایید کړه چې د کارل ونسن په نامه د الوتکو وړونکې کښتۍ او د هغې هوایي ډله، د دوو توغندي ویشتونکو بېړیو په ګډون د کوریا ټاپووزمې په لور وخوځېدل، چې باید په اسټرالیا کې درېدلې وای، خو د احتیاطي اقدام په توګه هلته ولېږل شول. ویاند زیاته کړه چې په سیمه کې لومړی ګواښ د شمالي کوریا د توغندیو پروګرام دی...) (فرانس ۲۴، ۲۰۱۷/۴/۹). د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د شنبې په ورځ ۲۰۱۷/۴/۲۲ دا خبره تایید کړه او خبریالانو ته یې وویل: (د الوتکو وړونکې کښتۍ به په څو ورځو کې د روانې میاشتې تر پایه د جاپان په سمندرګي کې وي. هغه زیاته کړه "د شمالي کوریا نظام باید تېروتنه ونه کړي، امریکا په دې سیمه کې دومره سرچینې او پرسونل لري چې زموږ ګټې او زموږ د متحدینو امنیت وساتي". پنس بیا د هر ډول برید په ځواب کې د "ځپونکي او اغېزمن ځواب" خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دا هېواد د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې د سولې لپاره ترټولو جدي ګواښ دی.) (د فرانسې خبري اژانس AFP، ۲۰۱۷/۴/۲۲).
ه- هغه لوی پوځي تمرینونه چې امریکایي پوځ یې په سویلي کوریا کې ترسره کوي: (د سویلي کوریا او متحده ایالاتو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ پراخ کلني پوځي تمرینونه پیل کړل ترڅو د شمالي کوریا د ګواښونو پر وړاندې خپل دفاعي چمتووالی و ازمایي... دا تمرینونه د فبرورۍ په ۱۲مه د شمالي کوریا د بالیسټیک توغندي له ازموینې وروسته د کړکېچ په فضا کې پیل شول...) (رویټرز، ۲۰۱۷/۳/۱). د یادونې وړ ده چې امریکایي پوځ په سویلي کوریا کې لويې پوځي اډې لري چې پکې ۲۸۵۰۰ امریکایي سرتېري مېشت دي، چې دا د چین د حوزې او ارام سمندر د ټاپوګانو د هغه پوځي سیسټم برخه ده چې له ۲۵۰ زرو څخه ډېر سرتېري لري.
۳- په دې توګه ټرمپ داسې ګواښونه کوي لکه جګړه چې په درشل کې وي... خو ځینې نښې ښيي چې امریکا دا مهال جګړه نه غواړي، له هغې جملې څخه:
الف- امریکا د شمالي کوریا د هرې نوې ازموینې په وړاندې د سخت ځواب ګواښ وکړ، خو شمالي کوریا د ۲۰۱۷/۴/۱۵ په لوی پوځي پریډ کې خپل توان وښود چې له سبمارینونو بالیسټیک توغندي ویشتلی شي او ځینې توغندي یې ممکن د قارو ترمنځ واټن ووهي، یانې امریکایي خاورې ته رسېدلی شي. دلته د امریکا ګواښونه له ستونزې سره مخ شول، ځکه امریکا غواړي داسې جګړه وکړي چې خپله ورته زیان ونه رسېږي. کله چې شمالي کوریا خپل ځواک وښود، د امریکا د ګواښونو اعتبار تر پوښتنې لاندې راغی. پیونګ یانګ یوازې په پریډ بسنه ونه کړه، بلکې د ۲۰۱۷/۴/۱۶ یې د توغندي ازموینه وکړه، که څه هم دا ازموینه ناکامه وه خو د امریکا پر وړاندې یې ننګونه زیاته کړه. دا وښودله چې امریکا دا مهال جګړې ته چمتو نه ده.
ب- تر اوسه په سویلي کوریا کې د "تاډ" (THAAD) په نوم د توغندیو ضد دفاعي سیسټم نه دی نصب شوی، که څه هم پرې یو کال مخکې هوکړه شوې وه. (د ختیځې اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې سوزان تورنټن تایید کړه چې د پلان له مخې په سویلي کوریا کې د تاډ سیسټم ځای پر ځای کول روان دي. د یادونې وړ ده چې دا سیسټم باید د روان کال په جون یا جولای کې ځای پر ځای شوی وای، خو داسې ښکاري چې امریکا او سویلي کوریا د شمالي کوریا د ازموینو له امله دا پروسه ګړندۍ کړې ده...) (د روسیې سپوتنیک اژانس، ۲۰۱۷/۴/۱۷).
ج- دا بعیده ده چې امریکا د چین له ولسمشر سره د سوداګریزې هوکړې لپاره د ټاکل شویو ۱۰۰ ورځو له بشپړېدو مخکې له شمالي کوریا سره جګړه پیل کړي. امریکا غواړي له چین سره په سوداګرۍ کې یو څه نرمښت وښيي، ترڅو چین وهڅوي چې پر پیونګ یانګ فشار راوړي او هغه د امریکا او متحدینو پر وړاندې یوازې پرېږدي. امریکا له دې لارې دوه موخې لري:
لومړی: که دا کار وشي، د چین اعتبار ته زیان رسېږي ځکه خپل متحد یې یوازې پرېښود. همدارنګه د ۲۰۱۷/۴/۷ پر سوریه د امریکا توغندیز برید د ټرمپ او چینايي ولسمشر د ډوډۍ خوړلو پر مهال وشو، چې ځینو دا د چین سپکاوی وباله. العربیه نت د ۲۰۱۷/۴/۸ راپور ورکړ: (متقاعد جنرال جک کین، د فوکس نیوز په حواله وویل: "هغه (ټرمپ) هغه څه کوي چې وایي یې... هغه چینایانو ته پیغام لېږي") یانې د شمالي کوریا د جګړې په اړه؛ چې که چین پر شمالي کوریا فشار راوړي، امریکا به په سوداګریزه هوکړه کې ورسره نرمي وکړي.
دویم: امریکا غواړي وښيي چې چین د شمالي کوریا پر وړاندې د هغې تر څنګ ولاړ دی، ترڅو د امریکا او روسیې ترمنځ هوکړه هم ګړندۍ کړي. امریکا غواړي د کوریا مسئله د روسیې او چین ترمنځ د سیالۍ ډګر وګرځوي. د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وویل: ("موږ د هغو ګامونو له امله وهڅول شوو چې چین تر اوسه اخیستي دي"...) (الحیاة ورځپاڼه، ۲۰۱۷/۴/۲۲).
د- امریکا غواړي د شمالي کوریا پر وړاندې له داسې ځواکمن دریځه کار واخلي چې پیونګ یانګ مات کړي، او دا کار د روسیې په پوځي ملاتړ ممکن دی. د کیسنجر زړه-نوې تګلاره چې پر روسیې د اوباما د ادارې بندیزونه او د ټرمپ د ادارې هڅونې پرې راڅرخېږي، لا هم نه ده بشپړه شوې. د تېلرسون په مسکو سفر (۲۰۱۷/۴/۱۱) کې یوه مهمه موضوع د شمالي کوریا پر وړاندې اتحاد و. که د امریکا او روسیې له هوکړې مخکې جګړه پیل شي، امریکا ممکن درانه زیانونه وګالي.
۴- له همدې امله امریکا اوس جګړې ته چمتو نه ده او بله مناسبه حل لاره هم نه لري. دوی د چین فشار ته په تمه دي او په خپلو څرګندونو کې وایي چې امریکا په یوازې ځان هم د دې مسئلې حل ته چمتو ده، ترڅو چین مجبور کړي چې د پیونګ یانګ د اټومي بې وسلې کولو لپاره فشار راوړي. د جګړې د نامساعدو شرایطو له امله امریکا له خپلو ګواښونو یو څه پر شا شوې ده، که څه هم شمالي کوریا پر شا نه ده شوې. Assiociated Press د یوې پوځي سرچینې په حواله وویل چې واشنګټن اوس مهال د شمالي کوریا د وهلو نیت نه لري، مګر دا چې هغه پر سویلي کوریا یا جاپان برید وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې سوزان تورنټن وویل: ("متحده ایالاتو په ښکاره اعلان کړی چې غواړي دا ستونزه د اټومي وسلو د سوله ییزې له منځه وړلو له لارې حل کړي، موږ د رژیم پر بدلون یا جګړې تمرکز نه کوو") (روسیا الیوم، ۲۰۱۷/۴/۱۷).
۵- دا د کوریا په ټاپووزمه کې د کړکېچ حقیقت دی چې د امریکا د بې غوړۍ او پلان جوړونې پایله ده. سره له دې، وضعیت هر وخت د چاودنې وړ دی. که د امریکا او روسیې ترمنځ هوکړه وشي، د جګړې احتمال زیاتېږي. خو که د ټرمپ اداره بې غوري وکړي، نو په لویه کنده کې به پرېوځي. دا اداره د دقیقو سټراټیژیو د پلي کولو لپاره کافي هوښیاري نه لري. د امریکا پخواني دفاع وزیر لیون پنیتا خبرداری ورکړی چې هر ډول مخکې له مخکې برید به اټومي جګړه پیل کړي چې د میلیونونو خلکو ژوند به واخلي (روسیا الیوم، ۲۰۱۷/۴/۱۵).
۶- د چین د دریځ حقیقت دا دی چې هغه پوهېږي چې د دې کړکېچ هدف په غیر مستقیم ډول چین دی. له همدې امله چین هڅه کوي چې جګړه ونه شي، د سوله ییز حل غوښتنه کوي او په سویلي کوریا کې د "تاډ" سیسټم له نصبولو سره کلکه مخالفت کوي. خو چین هم بدترین حالت ته چمتووالی نیسي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل: "که جګړه پیل شي، نو ګټونکی به ونلري" (BBC، ۲۰۱۷/۴/۱۵). د راپورونو له مخې، چین خپلو ځواکونو ته په ۵ پوځي سیمو کې د چمتووالي امر کړی او د شمالي کوریا پولو ته یې نږدې ۲۵ زره سرتېري او درنې وسلې لېږلې دي، ځکه وېره لري چې امریکا ممکن پر شمالي کوریا ناڅاپي برید وکړي.
دا هغه څه دي چې موږ یې د اوسنیو پېښو له تحلیل څخه ارزوو. پر نړۍ داسې ځناور واکمن دي چې د انسانانو وینه ورته ارزښت نه لري؛ که د دوی ګټې په وینو تویولو کې وي، نو د اټومي او غیر اټومي وسلو په واسطه به د وینو سیندونه وبهوي، لکه څنګه چې یې کړي او کوي یې. نړۍ به یوازې هغه وخت د امن او امان احساس وکړي کله چې سرمایه داري (Capitalism) او نور وضعي نظامونه له منځه لاړ شي او د نړۍ واک د رب العالمین نظام، "خلافت راشده" ته په لاس ورشي. هغه نظام چې په نړۍ کې خیر او ډاډ خپروي، ځکه یوازې خالق پوهېږي چې د هغه د مخلوقاتو لپاره څه سم دي:
أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ
"ایا هغه ذات چې (مخلوقات یې) پیدا کړي دي، نه پوهېږي؟ حال دا چې هغه ډېر باريک بین او باخبره دی." (سورت الملک: ۱۴)
د ۱۴۳۸ هـ ق کال د رجب ۲۶مه
د ۲۰۱۷/۴/۲۳ م کال سره سمون خوري