(د حزب التحریر د امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د فېسبوک پاڼې د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)
و Irfan Abu Naveed ته
پوښتنه:
په اوسني عصر کې پر اسلامي امت داسې ناسم مفاهیم او باطلې عقیدې مسلطې شوې دي چې زموږ له سپېڅلي دین سره پردۍ دي او له هر اړخه له اسلامي عقیدې سره په ټکر او تضاد کې دي، چې یو له هغو څخه باطله ډیموکراسي ده. زموږ پر وړاندې لویه ستونزه دا ده چې په اندونیزیا کې ځینې مسلمانان داسې انګیري چې ډیموکراسي له اسلام څخه ده. دوی د قرآن کریم او نبوي سنتو د ځینو شرعي نصوصو په غلط تعبیر او د هغو په تکلفي کارولو سره استدلال کوي.
۱. اې زموږ شیخ، د ډیموکراسۍ په اړه ستاسو نظر څه دی؟
۲. څنګه کولای شو له دې خطرناکې ستونزې څخه خلاص شو؟
۳. زه غواړم په دې اړه یو کتاب ولیکم، ستاسو نظر څه دی؟ او په دې اړه له تاسو څخه د نصیحت غوښتونکی یم.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
ډیموکراسي پدې معنی ده چې حاکمیت د خلکو دی، نو هغوی د الله سبحانه و تعالی پر ځای قانون جوړوي (تشریع کوي)، یعنې د الله پر ځای حلال او حرام ټاکي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمایي:
إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ يَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ
"حکم (حاکمیت او قانون جوړول) یوازې د الله لپاره دی، هغه حق بیانوي او هغه تر ټولو غوره پریکړه کونکی دی." (سورت الانعام [۶]: ۵۷)
همدارنګه په هغه شریف حدیث کې چې طبراني په الکبیر کې له عدي بن حاتم څخه روایت کړی، راغلي چې هغه وویل: زه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او په غاړه کې مې د سرو زرو صلیب و، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اې عدي، دا بت له خپلې غاړې لرې کړه»، ما هغه لرې کړ او کله چې ورغلم، هغه د سورت براة (التوبه) دا آیت تلاوت کاوه:
اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللهِ
"هغوی خپل عالمان او راهبان له الله پرته خپل ربونه وګرځول." (سورت التوبه [۹]: ۳۱)
تر هغه چې ترې فارغ شو، نو ما وویل: موږ خو د هغوی عبادت نه کاوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ایا داسې نه وه چې هغوی به هغه څه حرام کړل چې الله حلال کړي و او تاسو به هم حرام ګڼل، او هغه څه به یې حلال کړل چې الله حرام کړي و او تاسو به هم حلال ګڼل؟» ما وویل: هو، همداسې وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «نو دا د هغوی عبادت دی». له همدې امله، هر څوک چې د الله له امر پرته قانون جوړوي، ګناه یې خورا لویه ده.
• نو ډیموکراسي له همدې اړخه یو کفري نظام دی، ځکه چې دا قانون جوړونه د انسانانو حق ګڼي، نه د انسانانو د پالونکي (الله سبحانه و تعالی).
له بل پلوه، ډیموکراسي پر څلورګونو ازادیو ولاړه ده: د عقیدې ازادي، د فکر ازادي، د مالکیت ازادي او د شخصي ژوند ازادي.
نو دا اجازه ورکوي چې یو انسان هر څه چې غواړي عقیده ولري، کولای شي خپل دین هر وخت بدل کړي، کولای شي هر نظر چې غواړي څرګند یې کړي که څه هم مقدساتو ته سپکاوی وي... او کولای شي له حلالې او حرامې لارې مال لاسته راوړي، او د زنا اړیکه ولري تر څو چې دواړه لوري پرې راضي وي. دا ټول په اسلام کې حرام دي؛ ځکه ارتداد حرام دی، زنا حرامه ده، په غیر شرعي وسیلو مالکیت حرام دی او ښکنځلې او سپکاوی کول هم حرام دي.
• په دې توګه، ډیموکراسي د ازادیو په ورکولو سره هم یو کفري نظام دی ځکه چې دا د شرعي احکامو څخه د خلاصون او بغاوت معنی لري.
په دې اړه یو کتاب شتون لري چې سرلیک یې دی "ډیموکراسي یو کفري نظام دی" (الديمقراطية نظام كفر)، دا په خپل هیواد کې د حزب له دفتر څخه ترلاسه کړه، په هغه کې د ډیموکراسۍ د مسلې په اړه مفصل معلومات شته چې څنګه یو کفري نظام دی.
په پای کې تاسو ته سلامونه وړاندې کوم، او الله سبحانه و تعالی ته دعا کوم چې په هغه څه کې چې د اسلام او مسلمانانو د خیر لپاره یې لیکئ، ستاسو ملاتړ او توفیق در په برخه کړي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فېسبوک پاڼې د ځواب لینک: فېسبوک
د امیر له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: امیر
د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس