(د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د ده د فیسبوک پاڼې له لارې ترې پوښتل شوي دي)
Fahmi Barkous ته
پوښتنه:
"په شیانو کې اصل اباحت (مباح والی) دی تر هغه چې د تحریم (حراموالي) دلیل نه وي راغلی"، او مال یو شی دی او په هغه کې کوم تحریم نه دی راغلی، نو پر خپل اصل چې اباحت دی پاتې کېږي. د بېلګې په توګه (فلاني مال غلا کړ)، نو د (غلا کولو) د فعل حکم حرام دی، او کونکی یې (فلانی) ګناهکار دی او عقوبت (جزا) ورته ورکول کېږي، خو مال د خپل ذات له پلوه پر خپل اصل چې اباحت دی پاتې کېږي او خپل خاوند ته بېرته ورکول کېږي. دا د غلا شوي شي حکم دی، که هغه منقول مال وي او که غیر منقول. نو مال په عمومي ډول مباح پاتې کېږي، پرته له هغه فعل څخه چې ورسره تړلی وي، تر هغه چې د تخصیص کوم دلیل نه وي راغلی. که چا ته ترې هبه (بښنه)، ډالۍ یا نفقه ورکړل شي، نو کوم باک ورباندې نشته، ځکه "حرام په دوو ذمو پورې نه تړل کېږي" والله أعلم... «حُرِّمَتِ الْخَمْرُ بِعَيْنِهَا» (شراب په خپل ذات کې حرام شوي دي)، او د شرابو عین د هغو اصل دی، یعنې شراب ځکه حرام شوي چې هغه شراب دي، یعنې په خپل اصل کې حرام دي او هغه حکمونه چې په شرابو پورې اړه لري (پلورونکی، څښونکی او داسې نور...). خو د شرابو او د هغو د پلور له امله د منقول او غیر منقول مال حرمت څنګه ورسره تړل کېږي!!؟؟ آیا شراب او د هغو حرمت د مال د حرمت علت (سبب) دی؟ که داسې وي، نو د قیاس له مخې دا جایزه نه ده چې هغه پیاله یا دې ته ورته نور وسایل چې شراب پکې کارول شوي وي، او یا هغه لارۍ چې شراب یې لېږدولي وي، وکارول شي، ځکه چې په ورته علت کې شریک دي!! هیله ده چې په دې اړه وضاحت او رڼا واچوئ، بارک الله فیکم.
ځواب:
هو، په شیانو کې اصل اباحت دی تر هغه چې د تحریم دلیل نه وي راغلی... خو ستاسو د پوښتنې په اړه چې د شرابو د علت او د هغو د حرمت، او همدارنګه د هغې لارۍ په اړه چې شراب لېږدوي او د هغې پیالې په اړه چې شراب پکې اچول شوي وي، موضوع په لاندې ډول ده:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کې چې ابو داود له جابر بن عبدالله څخه روایت کړی، فرمایي:
مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ، فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ
"د کوم شي ډېر چې نشه راولي، لږ یې هم حرام دي." (سنن ابوداود)
له حدیث څخه څرګنده ده چې دلته کوم علت (Reasoning) نشته؛ ځکه نشه راوړل علت نه دی، په دې دلیل چې که یو څوک لږ شراب وڅښي او نشه یې هم نه کړي، بیا هم تحریم پرې واقع کېږي او عقوبت (سزا) لري. نو حدیث هغه لږ مقدار حراموي چې ډېر یې نشه راولي، نو د هغه لږ څښل هم حرام دي.
همدارنګه په هغو لسو ډلو کې هم کوم علت نه دی راغلی چې حاکم په خپل مستدرک کې له عبدالله بن عمر څخه او هغه له خپل پلار څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ، وَلَعَنَ سَاقِيهَا، وَشَارِبَهَا، وَعَاصِرَهَا، وَمُعْتَصِرَهَا، وَحَامِلَهَا، وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ، وَبَايِعِهَا وَمُبْتَاعَهَا، وَآكِلَ ثَمَنِهَا
"الله پر شرابو لعنت کړی، او د هغو پر ساقي (ورکوونکي)، څښونکي، نېغ په نېغه جوړوونکي، د جوړولو امر کونکي، لېږدوونکي، هغه چا چې ورته لېږل کېږي، پلورونکي، پېرونکي او د هغو د بیې (پیسو) پر خوړونکي یې لعنت کړی دی." (مستدرک الحاکم)
او دا څرګنده ده چې په حدیث کې کوم تعلیل (د علت بیانول) نشته، نو له همدې امله نور شیان پرې نه شي قیاس کېدای.
له همدې امله، هر نشه کوونکی څښاک خمر (شراب) دی، لږ او ډېر یې په تحریم کې یو شان دي، او یادې شوې لس کټګورۍ پرته له کوم علت څخه پکې حرامې دي. خو دا حکم پر مکلف (انسان) باندې پلي کېږي؛ یعنې د لارۍ پر چلوونکي پلي کېږي، خو پخپله پر هغې لارۍ چې شراب پکې لېږدول کېږي او یا پر هغې پیالې چې شراب پکې اچول شوي وي، نه پلي کېږي. نو هغه حکم چې په شرابو پورې اړه لري، هغه حکم نه دی چې په لارۍ یا پیالې پورې اړه لري... طبراني په الکبیر کې له ابي ثعلبة الخشني څخه روایت کړی چې هغه وویل: زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم او ورته ومې ویل: یا رسول الله: ... زه د اهل کتابو په ځمکه کې یم او هغوی په خپلو لوښو کې د خنزیر غوښه خوري او شراب پکې څښي، آیا زه په هغو کې خوراک او څښاک وکړم...؟ بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
...وَإِنْ وَجَدْتَ عَنْ آنِيَةِ الْكُفَّارِ غِنًى فَلَا تَأْكُلْ فِيهَا، وَإِنْ لَم تَجِدْ غِنًى فَارْحَضْهَا بِالْمَاءِ رَحْضًا شَدِيدًا ثُمَّ كُلْ فِيهَا
"...او که د کافرانو له لوښو پرته بل څه مو موندل نو په هغو کې مه خورئ، او که بل څه مو ونه موندل نو هغه په اوبو ښه ووینځئ او بیا پکې خوراک وکړئ." (المعجم الکبیر للطبراني)
یعنې که ورته اړتیا مو وه او نور لوښي مو ونه موندل، نو هغه په ښه ډول ووینځئ.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس