** (د حزب التحریر د امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د پوښتنو او ځوابونو لړۍ، چې په خپله فېسبوک پاڼه کې یې د لیدونکو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي) **
Ahmad Nadhif ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
اې شیخه، زه غواړم له تاسو څخه د مخکیني امام له وفات یا لیرې کېدو وروسته، د خلیفه د نصبولو (ټاکلو) لپاره د ۳ ورځو د ټاکلې مودې په اړه پوښتنه وکړم. د "اجهزه" په کتاب کې راغلي چې دا موده د عمر رضي الله عنه په هغه حکم ولاړه ده چې که چیرې له شپږو صحابه وو څخه چا له ۳ ورځو وروسته د نورو له هوکړې سره مخالفت وکړ، نو ویې وژنئ. زما پوښتنه دا ده چې ځینې خلک وایي چې دا روایت چې له تاریخ طباري څخه اخیستل شوی، ضعیف ګڼل کېږي. ستاسو په دې اړه نظر څه دی؟ بارک الله فیک وجزاک الله خیراً.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
د خلیفه د ټاکلو لپاره د صحابه وو په وړاندې د عمر رضي الله عنه له خوا د دریو ورځو د مودې ټاکل... دا موضوع د صحابه وو د یوې لویې ډلې په حضور کې وه. عمر رضي الله عنه صهیب رضي الله عنه ته د صحابه وو په ټولنه کې وویل: «خلکو ته درې ورځې لمونځ ورکړه، او علي، عثمان، زبیر، سعد، عبدالرحمن بن عوف او طلحه (که راغلی و) دننه کړه... او د دوی د سرونو په سر ودرېږه، که پنځه تنه سره یوځای شول او پر یوه سړي راضي شول او یو یې انکار وکړ، نو د هغه سر په توره ووهه...». دا خبره ابن شبه په "تاریخ المدینه" کې او طباري په خپل تاریخ کې روایت کړې ده، او ابن سعد هم په "الطبقات الکبری" کې ورته نږدې روایت نقل کړی دی. سره له دې چې دوی د شورا اهل او له سترو صحابه وو څخه وو، دا پېښه د نورو صحابه وو د سترګو وړاندې او غوږونو ته ورسېده، خو له هغوی څخه هیڅ یو مخالف یا منکر نظر نقل نه شو. نو ځکه دا د صحابه وو اجماع وه چې مسلمانان اجازه نه لري له دریو ورځو او شپو څخه زیات بې خلیفه پاتې شي.
د صحابه وو اجماع د کتاب او سنتو په څېر یو شرعي دلیل دی، له همدې امله مسلمانانو ته د تېر خلیفه له مړینې یا لیرې کېدو وروسته د نوي خلیفه په غوره کولو کې یوازې درې ورځې وخت ورکول کېږي، مګر دا چې کوم داسې جبري حالات (امور قاهره) رامنځته شي چې د دوی له وسه پورته وي. په داسې حالت کې د فرض (خلیفه ټاکلو) په ترسره کولو کې د بوختیا او د هغوی د ارادې خلاف د ځنډ له امله پر هغوی ګناه نشته. ابن حبان او ابن ماجه له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
إِنَّ اللَّهَ وَضَعَ عَنْ أُمَّتِي الْخَطَأَ، وَالنِّسْيَانَ، وما استُكْرِهُوا عليه
"بېشکه الله سبحانه وتعالی زما له امت څخه خطا، هېر او هغه څه چې ورباندې مجبور کړل شوي وي، (ګناه) پورته کړې ده." (رواه ابن ماجه)
او که چېرې مسلمانان په دې کار (د خلیفه په ټاکلو) بوخت نه وي، نو تر هغه چې خلیفه ونه ټاکل شي، ټول ګناهکار دي. په دې حالت کې، هغه ګناه چې د خلیفه د نه ټاکلو له امله ورته متوجه شوې ده، نه له منځه ځي، بلکې د هغې مسؤلیت پر غاړه ورپاتې وي او الله سبحانه وتعالی به ورسره د هر بل فرض د پرېښودلو په څېر حساب کتاب کوي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فېسبوک پاڼې له لارې د ځواب لینک: فېسبوک
د امیر د ویبپاڼې له لارې د ځواب لینک: ویبپاڼه
د امیر د ګوګل پلس پاڼې له لارې د ځواب لینک: ګوګل پلس