د پوښتنې ځواب د نایجر کودتا او نړيواله شخړه
پوښتنه: د ۲۰۱۰ کال د فبروري په ۱۸مه نېټه په نایجر کې نظامي سرچینو د میجر آدم هارون په مشرۍ د هیواد د ولسمشر محمد تانجا پر وړاندې د یوې پوځي کودتا خبر ورکړ. اعلان وشو چې ولسمشر او د حکومت غړي په پلازمېنه نیامي کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په یو ځای کې ساتل کېږي، اساسي قانون لغوه شوی او د دولت ټول بنسټونه منحل شوي دي. آیا دا کودتا هم د پخوانیو هغو په څېر ده چې په نایجر کې به د فرانسې د اجیرانو ترمنځ په دې پخوانۍ مستعمره کې د نفوذ پر سر پیښېدلې، او که دا یوه نړيواله شخړه ده؟ جزاکم الله خیراً.
ځواب:
هو، دا کودتا هماغسې وشوه لکه څنګه چې مو یادونه وکړه. د "ډیموکراسۍ د بېرته راګرځولو عالي شورا" جوړېدل اعلان شول او مشري یې د نیامي د ملاتړیزې قطعې قومندان "سالو جيبو" ته وسپارل شوه، چې درنې وسلې او زغره وال ګاډي ورسره دي. د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي: "حکومت منحل شوی او د ډیموکراسۍ د بېرته راګرځولو عالي شورا ولس ته خبر ورکوي چې د عامه چارو اداره په وزارتونو او ولایتونو کې عمومي مدیرانو ته سپارل شوې ده." (رویټرز، اې.ايف.پي ۲۰۰/۲/۱۹)
د هغه څه د حقیقت پوهیدو لپاره چې پیښ شوي، موږ لاندې شاخصونه څېړو:
۱- د فرانسې خبري اژانس (اې.ايف.پي) خبر ورکړ چې یوه فرانسوي چارواکي (چې نوم یې نه دی ښودل شوی) یو څه موده وړاندې ورته ویلي وو: "په نایجر کې د کودتا هڅه روانه ده او تانجا په ښه حالت کې نه دی." دغه اژانس زیاته کړه چې دغه فرانسوي ډیپلومات ورته ویلي: "په کودتا کې ولسمشرۍ ګارډ هم برخه اخیستې ده" او په وضاحت سره یې وویل: "موږ پوهېږو چې د پوځ یوه برخه د تانجا مخالفه وه او د اساسي قانون له حکمونو سره سره یې خپل شتون ثابت کړ، خو موږ فکر کاوه چې دوی لږکي دي." ده دا هم وویل: "په دې هیواد کې د کودتاګانو تاریخ شتون لري، خو موږ دا فکر نه کاوه چې دا به دومره ژر وشي." د نایجر لومړي وزیر علي باجو غاماني د چهارشنبې په ورځ، یعنې له کودتا یوه ورځ مخکې، د وزیرانو شورا د یوې مهمې ناستې غوښتنه کړې وه.
۲- دا ټول پدې دلالت کوي چې فرانسې تمه نه درلوده چې د هغې د اجیر محمد تانجا پر وړاندې به دا کودتا دومره ژر وشي. فرانسې د پوځیانو ترمنځ د یو حرکت احساس کاوه، خو ګومان یې کاوه چې دوی لږکي دي او اغېزمن نه دي یا د کودتا توان نه لري. فرانسې له هغوی سره خبرې اترې کولې او هڅه یې کوله چې وضعیت کنټرول کړي او د کودتا مخه ونیسي، خو دا کار د هغې له خوښې پرته وشو. حکومت د یو ګواښ احساس کاوه او په خپله حکومت او د هغې تر شا فرانسې غوښتل چې د ګواښ د له منځه وړلو لپاره ستونزه حل کړي، خو پوځیانو هغوی او فرانسه دواړه حیران کړل.
۳- فرانسې له دغې کودتا څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه او هغه یې وغندله. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "فرانسه په غیرقانوني لارو د واک ترلاسه کول غندي او د کودتاچیانو او د هیواد د ولسمشر ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کوي." (الحره امریکایي ټلویزیون ۲۰۱۰/۲/۱۹). د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دا څرګندونې تاییدوي چې فرانسه د کودتاچیانو پر ضد ده او د ولسمشر د بېرته راګرځولو لپاره د هغوی ترمنځ خبرې غواړي، نو له دې څخه پوهېږو چې دا کودتا د فرانسې پر ضد شوې ده.
۴- د فرانسې خبري اژانس (اې.ايف.پي) د ۲۰۱۰/۲/۱۹ په نېټه په واشنګټن کې د یو امریکایي چارواکي له قوله (چې نوم یې نه دی اخیستل شوی) نقل کړل چې ویلي یې دي: "تانجا باید د کودتا په اړه یوازې خپل ځان ملامت کړي." دغه اژانس په همدې نېټه د نورو خبري اژانسونو په څېر راپور ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ کراولي ویلي: "دا یو ستونزمن حالت دی، ولسمشر تانجا هڅه کوله چې خپله دوره وغځوي. دا ښکاره ده چې همدې چارې د نن ورځې پیښې چټکې کړې." ده دا هم وویل: "موږ باور لرو چې دا د نایجر اړتیا تاییدوي چې د ټاکنو په تنظیم او د نوي حکومت په جوړولو کې مخکې لاړ شي."
۵- د هغه امریکایي چارواکي څرګندونې چې فرانسوي اژانس یې نوم نه دی اخیستی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې ښيي چې امریکا له کودتا څخه راضي ده او د کودتا اصلي مسؤلیت پر لرې شوي ولسمشر تانجا اچوي. دا اشاره هغه موضوع ته ده چې ولسمشر تانجا د تېر کال په اګسټ کې د یوې ریفرنډم له لارې په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو سره خپله دوره د دریو کلونو لپاره غځولې وه، چې په هغه وخت کې د اپوزیسیون له لوري ورسره مخالفت شوی و او په هیواد کې یې یو بې ثباته سیاسي حالت رامنځته کړی و. تانجا په ۱۹۹۹ کال کې د مېجر داود مالام وانکي په مشرۍ د پوځي کودتا وروسته دوه ځله انتخاب شوی و. اساسي قانون هغه ته د درېیمې دورې اجازه نه ورکوله، نو ځکه یې هغه بدلون رامنځته کړ. ده اساسي قانون محکمه د دې لپاره منحل کړې وه چې هغې په اساسي قانون کې هغه تعدیل نه و تایید کړی چې ده ته یې د درېیم ځل لپاره د کاندیدیدو یا د خپلې دورې د غځولو اجازه ورکوله، او همدارنګه یې د تېر کال د مې په ۲۶مه پارلمان هم منحل کړی و او وروسته یې د نومبر په میاشت کې پارلماني ټاکنې وکړې چې اپوزیسیون پرېکون ورسره کړی و.
د امریکا په څرګندونو کې د واک د مودې غځولو پیښې ته اشاره کول د دې لپاره دي چې مسؤلیت پر ولسمشر واچول شي او کودتا توجیه کړي. همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ولسمشر د بېرته راګرځولو یا د کودتاچیانو او لرې شوي ولسمشر ترمنځ د خبرو غوښتنه ونه کړه، بلکې د نویو ټاکنو او نوي حکومت د جوړولو غوښتنه یې وکړه. دا ټول دا تاییدوي چې امریکا د دې کودتا تر شا وه.
۶- دا معلومه ده چې نایجر یو اسلامي هیواد دی چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، دا د فرانسې مستقیمه مستعمره وه چې په ۱۹۶۰ کال کې ورته ظاهري خپلواکي ورکړل شوه، خو د فرانسې هر ډول نفوذ پکې پاتې شو. اوس هم پکې "۱۵۰۰" فرانسويان د فرانسې د اټومي ګټو د خوندي کولو لپاره اوسېږي، ځکه دا هیواد په نړۍ کې د یورانیمو د تولید درېیم هیواد دی او فرانسوي شرکتونه پکې د یورانیمو په استخراج بوخت دي. له همدې امله، دا هیواد د افریقا د نورو هیوادونو په څېر د امریکایانو د طمعې ځای دی ترڅو پرې کنټرول ترلاسه کړي او د فرانسې نفوذ ترې لرې کړي. د افریقا ډېری هیوادونه اسلامي دي، په طبعي زیرمو بډایه دي، د هر ډول خامو موادو او انرژۍ سرچینې دي، نو ځکه د لوېدیځو استعمارګرو (اروپایانو او امریکایانو) ترمنځ د شخړې ډګر ګرځېدلي دي.
۷- د یورانیمو د تولید له پلوه د نایجر اهمیت ته په کتو، په ځانګړې توګه چې فرانسوي شرکتونه پکې کار کوي، نو دا تمه نه کېږي چې وضعیت به امریکا ته په اسانۍ صاف شي او نه به فرانسه خپله مستعمره دومره په اسانۍ او پرته له مقاومت څخه امریکا ته خوشې کړي. له همدې امله، راتلونکې ورځې به په دې اسلامي هیواد کې د یوې تودې نړيوالې شخړې شاهدې وي، چې په نایجر کې به د پخوانیو هغو کورنیو شخړو څخه توپیر ولري چې د فرانسې د اجیرانو ترمنځ پېښېدلې.
۶ ربیع الاول ۱۴۳۱ هـ ق ۲۰/۰۲/۲۰۱۰م