Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د ارزښتونو ډولونه

October 31, 2022
2130

د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د خپلو فیسبوک پاڼې مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

د پوښتنې ځواب

د ارزښتونو ډولونه

حامد شاهين ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

ښې هیلې او سلامونه،

له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې زموږ قدرمن امیر په خیر او عافیت کې وي.

زما پوښتنه د ارزښتونو په اړه ده. پوښتنه دا ده چې هغه ارزښت څه دی چې حزب یې د اسلامي ژوند په بیا پیلولو کې ترلاسه کوي؟ ایا د اسلامي ژوند بیا پیلول یو "انساني ارزښت" ترلاسه کوي، ځکه چې دا د بشریت د ژغورنې کار دی کله چې پوره شي؟ که دا یو "روحاني ارزښت" ترلاسه کوي، ځکه چې د اسلامي ژوند بیا پیلول په یوه تشریعي اساس (نه غریزي) ولاړ دی چې د اسلام په واسطه له حکم کولو او د خلیفه له بیعت... او داسې نورو سره تړاو لري؟ بارک الله فیک.

همدارنګه، ایا روحاني ارزښت یوازې په عبادتونو پورې اړه لري که نه؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

لومړی: تر ځواب وړاندې باید د ارزښت په اړه دوه ټکي روښانه شي:

  • لومړی دا چې ارزښت د عمل څخه مقصود او هدف دی، نه هغه نتیجه چې د فعل له ترسره کولو څخه ترلاسه کېږي. کله ناکله ارزښت روحاني وي خو پایله یې محسوسه یا نامحسوسه وي. د بېلګې په توګه: ته جهاد کوې او ستاسو مقصد ترې روحاني ارزښت دی، خو د دې کار پایله یوه محسوسه پایله وي لکه د یو هېواد یا کلا فتحه کول... او ته بلنه (دعوه) کوې او ستا مقصد د روحاني ارزښت ترلاسه کول وي، خو پایله یې نامحسوسه وي که چېرې په هغه حالت کې دعا له طریقې څخه نه وي، بلکې شرعي طریقه له دعا پرته بل څه وي، نو پایله یې د الله سبحانه و تعالی څخه د ثواب ترلاسه کول وي. په "المفاهیم" کتاب کې راغلي: (...د بېلګې په توګه دعا یو داسې عمل دی چې روحاني ارزښت ترلاسه کوي، او جهاد یو مادي عمل دی چې روحاني ارزښت ترلاسه کوي. خو دعا که څه هم یو مادي عمل دی مګر نامحسوسه پایله ترلاسه کوي چې هغه ثواب دی، که څه هم د دعا کوونکي مقصد د روحاني ارزښت ترلاسه کول وي. برعکس د جهاد، ځکه چې هغه له دښمنانو سره جګړه ده او یو مادي عمل دی چې محسوسه پایله ترلاسه کوي چې هغه د کلا یا ښار فتحه کول یا د دښمن وژل او داسې نور دي، که څه هم د مجاهد مقصد د روحاني ارزښت ترلاسه کول وي...).

خو په بل حالت کې دعا چې "شرعي طریقه ورته شتون نه لري" نو کولای شي محسوسه پایله ترلاسه کړي. د ۲۰۱۴/۱۰/۲۵ نېټې په یو ځواب کې راغلي: (......او په "المفاهیم" کې په نورو حالتونو کې د دعا په اړه څه نه دي راغلي، بلکې هغه په هغه عام حدیث کې شاملېږي چې احمد په خپل مسند کې روایت کړی دی: له ابي المتوکل څخه، هغه له ابي سعید څخه روایت کوي چې النبي ﷺ وفرمایل:

مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَدْعُو بِدَعْوَةٍ لَيْسَ فِيهَا إِثْمٌ، وَلَا قَطِيعَةُ رَحِمٍ، إِلَّا أَعْطَاهُ اللَّهُ بِهَا إِحْدَى ثَلَاثٍ: إِمَّا أَنْ تُعَجَّلَ لَهُ دَعْوَتُهُ، وَإِمَّا أَنْ يَدَّخِرَهَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ، وَإِمَّا أَنْ يَصْرِفَ عَنْهُ مِنَ السُّوءِ مِثْلَهَا

"هیڅ یو داسې مسلمان نشته چې داسې دعا وکړي چې په هغې کې ګناه نه وي او نه د خپلوۍ پاللو پرېکول وي، مګر دا چې الله به ورته د دریو شیانو څخه یو ورکړي: یا دا چې د هغه دعا به ورته ژر قبوله کړي، یا به یې ورته د اخرت لپاره ذخیره کړي، او یا به ترې د هغې په څېر کوم شر او بد لرې کړي." دوی وویل: نو موږ به ډېره دعا کوو، هغه ﷺ وفرمایل: "الله ډېر (ورکوونکی) دی"، یاني الله سبحانه و تعالی د دعا کوونکي دعا په دغو دریو لارو کې په یوه قبلوي، چې په هغو کې «یا دا چې د هغه دعا به ورته ژر قبوله کړي» هم ده، چې دا یوه محسوسه پایله ده.)

  • دویم دا چې د ارزښت موضوع د فرد له نیت او مقصد سره تړاو لري، یاني دا یو فردي امر دی:

۱- په "المفاهیم" کې ارزښتونه د فرد (انسان د یو شخص یا عامل په معنی) له مقصد سره تړل شوي دي، د Word فایل په ۳۰-۳۴ مخونو کې داسې راغلي:

[...خو د عمل څخه د مقصد په اړه، دا اړینه ده چې هر عامل یو مقصد ولري چې د هغه لپاره یې عمل ترسره کړی وي. او همدا مقصد د عمل ارزښت دی. له همدې امله دا حتمي وه چې د هر عمل لپاره یو ارزښت وي چې انسان یې د عمل د ترسره کولو پر مهال د ترلاسه کولو هڅه وکړي، که نه نو دا به یوازې عبث او بې ګټې کار وي...

له همدې امله په مسلمان لازمه ده چې د هر هغه عمل څخه چې ترسره کوي یې، د هغه د مقصود ارزښت د ترلاسه کولو لپاره خپله هڅه وکړي، ترڅو د ټولنې په هوساینې او لوړتیا کې برخه واخلي، او په ورته وخت کې د خپل ځان هوساینه او ډاډ تضمین کړي...

له همدې امله دا تېروتنه وه چې د دې ارزښتونو اندازه کول انسان ته پرېښودل شي، بلکې باید دا ارزښتونه د انسان د خالق الله له لوري وټاکل شي. ځکه نو لازمه وه چې شرع انسان ته دا ارزښتونه وټاکي او د هغو د ترسره کولو وخت وټاکي، او انسان یې د هغو په اساس ترسره کړي...

په دې توګه په ټولنه کې ارزښتونه په هغه اندازه ترلاسه کېږي چې د یوې ځانګړې ټولنې په توګه ورته اړتیا وي. او دا ټولنه د همدغو معیارونو له مخې تلل کېږي. په همدې اساس باید د ارزښتونو د ترلاسه کولو لپاره کار وشي، ترڅو په ژوند کې د اسلامي لیدلوري له مخې اسلامي ټولنه رامنځته شي.] پای.

۲- دا پدې معنی ده چې د عمل ارزښت هغه مقصد دی چې عامل د هغه لپاره عمل ترسره کړی، نو ارزښت د عمل مقصد دی، او هغه څوک چې په عمل کې مقصد لري هغه انسان دی، یاني مشخص فرد لکه محمد، زینب، فاطمه او خالد. نو کله چې هغه یو کار ترسره کوي، د خپل عمل څخه د یو ځانګړي ارزښت د ترلاسه کولو مقصد لري. که محمد د سوداګرۍ کار وکړ نو د مادي ګټې مقصد لري چې دا یو مادي ارزښت دی، او که زینب لمونځ وکړ نو د معنوي ارزښت مقصد لري چې هغه روحاني ارزښت دی، او که فاطمې رښتیا وویل نو د اخلاقي ارزښت مقصد لري، او که خالد له یو مظلوم سره مرسته وکړه نو د انساني ارزښت مقصد لري... په دې توګه ارزښت د عمل په ترسره کولو کې د مشخص فرد مقصد دی، یاني هغه څوک چې د ارزښت د ترلاسه کولو په مقصد عمل ترسره کوي هغه "فرد" انسان دی.

۳- دلته د حزب دنده څرګندېږي چې په خپلو ځوانانو کې دا ارزښتونه کنټرول کړي، که دا ارزښتونه روحاني وي، اخلاقي وي، انساني وي او که مادي وي، پدې توګه چې دا ارزښتونه د شرعي احکامو سره سم وي. حزب د هغو په کنټرول کې له اړینو اسلوبو څخه کار اخلي لکه لارښوونه یا بیان د شرعي احکامو سره سم. او که لارښوونې او بیان د ځوانانو په منځ کې د ارزښتونو په کنټرول کې ګټه ونه کړه او اداري سزا ته اړتیا وه، نو هغه ترسره کوي، ترڅو د الله سبحانه و تعالی د اوامرو او نواهیو سره سم د دغو ارزښتونو پلي کول تضمین کړي...

همدارنګه د دولت دنده څرګندېږي چې دا ارزښتونه د شرعي احکامو سره سم تنظیم کړي، او په مسلمان انسان باندې د خپل فردي صفت له مخې (لکه یو شخص یا عامل) لازمه ده چې دا ارزښتونه د الله د اوامرو او نواهیو سره سم ترلاسه کړي... په ټولو ډولونو کې لکه روحاني، اخلاقي، انساني او مادي ارزښتونه.

دا د دولت دنده او رول دی چې د افرادو لخوا د شرعي احکامو سره سم د ارزښتونو ترلاسه کول تنظیم کړي، که دا ارزښت روحاني وي، اخلاقي، انساني او که مادي... او په دې تنظیم کې له اړینو اسلوبو لکه لارښوونه یا بیان د شرعي احکامو سره سم کار اخلي، او که لارښوونې او بیان د دغو ارزښتونو په پلي کولو کې د شرعي سرغړونې د سمولو لپاره ګټور نه و او سزا ته اړتیا وه، نو هغه ترسره کوي، ترڅو د الله سبحانه و تعالی د اوامرو او نواهیو سره سم د افرادو لخوا د دغو ارزښتونو پلي کول تضمین کړي...

دویم: او اوس ستا د پوښتنې ځواب کوم:

۱- هغه دعوتګر چې د راشده خلافت د تاسیس له لارې د اسلامي ژوند د بیا پیلولو لپاره کار کوي، هغه په خپل دغه عمل کې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول ﷺ د رضا لپاره د روحاني ارزښت د ترلاسه کولو مقصد لري. او د هغه د عمل پایله به یوه محسوسه پایله وي لکه عزت، نصرت، تمکین، فتحه او د خیر خپرول هر چېرته چې خلافت وي:

وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ

"او بله (نعمت) چې تاسو یې خوښوئ، هغه د الله له لوري مرسته او نږدې سوبه ده او مومنانو ته زېری ورکړه." (سورة الصف: ۱۳)

۲- د ارزښت د ترلاسه کولو مقصد یو فردي چاره ده، یاني په افرادو پورې اړه لري؛ نو پلانکی د روحاني، اخلاقي، انساني یا مادي ارزښت د ترلاسه کولو مقصد لري... دا یو فردي مقصد دی. مګر حزب دنده لري چې خپل ځوانان کنټرول کړي ترڅو د دوی اعمال عبث نه وي، بلکې د شرعي احکامو سره سم د دغو ارزښتونو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي. همدارنګه دا د دولت کار دی چې په ټولنه کې د افرادو لخوا د دغو ارزښتونو ترلاسه کول د شرعي احکامو سره سم تنظیم کړي.

هیله لرم چې په دې ځواب کې کفایت وي، او الله ډېر پوه او حکیم دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ربیع الآخر ۶مه د ۲۰۲۲/۱۰/۳۱م کال سره سم

د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: https://www.facebook.com/HT.AtaabuAlrashtah/posts/669281881425851

د امیر د ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: http://archive.hizb-ut-tahrir.info/arabic/index.php/HTAmeer/QAsingle/4296

Share Article

Share this article with your network