Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنی ځواب: په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي

August 19, 2017
6514

د پوښتنې ځواب

په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي

پوښتنه:

په ۲۰۱۷/۸/۱۵م کال کې طالبانو امریکايي ولسمشر ته یو پرانیستی لیک واستاوه او له هغه یې وغوښتل چې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي، نه دا چې نور سرتېري ور اضافه کړي: (طالبانو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې خپل ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه وباسي او په یو پرانیستي لیک کې یې هغه ته خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې، چې د واشنګټن لپاره په کې کنټرول ستونزمن دی، د سرتېرو شمېر زیات نه کړي...) (سرچینه: نوفوستي - ار ټي - روسيه اليوم، ۲۰۱۷/۸/۱۵م). دا د هغه څه په ځواب کې و چې ټرمپ په افغانستان کې د یوې نوې ستراتیژۍ نیت لري او طالبان ترې وېره لري چې د نویو سرتېرو لېږل به په کې شامل وي. په داسې حال کې چې د سپینې ماڼۍ د چارواکو له خوا د دغې نوې ستراتیژۍ د نږدېوالي په اړه څرګندونې زیاتې شوې دي... یاد شوي سایټ د ۲۰۱۷/۸/۱۰م کال په راپور کې د ټرمپ وینا راخیستې چې خبریالانو ته یې ویلي و: (اداره یې د افغانستان لپاره د یوې نوې ستراتیژۍ منلو ته "ډېره نږدې" ده...)، هغه زیاته کړه: (دا زما لپاره خورا لویه پرېکړه ده. ما ګډوډي په میراث اخیستې وه او موږ هڅه کوو چې هغه په محسوس ډول کمه کړو)... ایا دا ټول پدې معنی دي چې امریکا په افغانستان کې د یوې نوې ستراتیژۍ په جوړولو کې جدي ده؟ او ایا پدې کې به د نویو سرتېرو لېږل شامل وي که د امریکايي سرتېرو له لېږلو پرته به په افغانستان کې د پاکستان یا هند رول فعال شي؟ جزاكم الله خيرا.

ځواب:

هو، ویلی شو چې امریکا نن سبا په افغانستان کې خپله ستراتیژي په ځیرتیا سره تر بیا کتنې لاندې نیسي، ترڅو شاید داسې لاره ومومي چې په افغانستان کې د دوی د مداخلې "وروستي پړاو" ته یې لارښوونه وکړي... ټرمپ په افغانستان کې پر پوځي مشرتابه غصه دی، رویټرز خبري اژانس د ۲۰۱۷/۸/۳م نېټه په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ او پوځي چارواکو ترمنځ د یوې توندې ناستې خبر ورکړی و: (په ناسته کې هغه مهال سخت تاوتریخوالی رامنځته شو کله چې ټرمپ وویل چې د دفاع وزیر جیمز ماتیس او د درستیزوالانو د کمیټې رییس جنرال جوزف ډانفورډ باید په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نیکولسن د لیرې کولو په اړه فکر وکړي، ځکه چې هغه جګړه نه ده ګټلې). په دې توګه ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه شکونه څرګندوي. که څه هم د اوباما ادارې هم په افغانستان کې پر امریکايي ستراتیژۍ بیا کتنه او په هغې کې یې تعدیلات کړي وو، خو هغه بیا کتنه چې نن د ټرمپ اداره یې ترسره کوي، یو ځانګړیتوب لري او هغه دا چې دا بیا کتنه په داسې شرایطو کې ترسره کیږي چې د امریکا نړیوالې ستونزې او په نړۍ کې د هغې ځایګی له کړکېچ سره مخ دی. دا موضوع په لاندې ډول تشرېح کېدای شي:

لومړی: امریکا د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په پلمه پر افغانستان جګړه اعلان کړه، دا کار د هغو نوو محافظه کارانو په هڅونه وشو چې د کوچني بوش اداره یې چاپېره کړې وه. له دوو کلونو څخه په کمه موده کې امریکا پر عراق برید وکړ او هغه یې اشغال کړ، هلته په شګو کې ډوبه شوه او د وتلو لپاره یې مرسته غوښته. په عراق کې د امریکا په ډوبېدو سره، په افغانستان کې د هغې جګړه کم ارزښته شوه، نو خپله هڅه یې د عراق له دلدله په وتلو متمرکزه کړه، وروسته له هغه چې عراق او د عراق مقاومت د بوش او بیا د اوباما د ادارې اصلي بوختیا وګرځېده. کله چې د اوباما اداره د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې له عراق څخه د ډېری امریکايي جنګي ځواکونو په ایستلو کې بریالۍ شوه، امریکا د چین د راپورته کېدو سره د چلند لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړه او دې مسلې د اوباما د ادارې په دویمه دوره کې لومړیتوب درلود. مخکې له دې چې د دغې امریکايي ستراتیژۍ بڼه بشپړه شي، بلکې د هغې د چمتو کولو او روښانولو پر مهال، امریکا ولیدل چې په عربي سیمه کې د عربي پسرلي د انقلابونو، په ځانګړې توګه په سوریه کې د هغې نفوذ لړزېدلی دی. نو امریکا خپله هڅه په عربي سیمه کې د انقلابونو له خطرونو سره مبارزې، په ځانګړې توګه په سوریه کې، او همدارنګه په لرې ختیځ کې د چین په وړاندې ووېشله. هغې د چینايي ټاپوګانو سره خپل مخالفت وښود او د جاپان د پوځي پیاوړتیا لپاره یې کار وکړ، او د شمالي کوریا د پارولو په لاره روانه شوه. د همدې واقعیت له مخې، او په افغانستان کې د امریکايي زیانونو د منځني کچې له امله، افغانستان او په هغه کې د امریکا جګړه د امریکا د پاملرنې له مرکز څخه لیرې شول، که څه هم دا د بشپړې بې پامۍ په معنی نه وه، خو دا په ډاګه کوي چې نوي لومړیتوبونه د امریکا د پاملرنې په سر کې راغلي دي.

دویم: په افغانستان کې د جګړې د اوږدو کلونو (۱۶ کلونو) په اوږدو کې په غوڅه توګه ویلی شو چې امریکايي او د ناټو پوځونه چې په دې جګړه کې ورسره دي، د افغان مقاومت په ریښه ایستلو کې چې په لومړۍ درجه کې طالبان دي، سخت ناکام شوي دي. هغه طالبان چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د مداخلې له امله له واک څخه لیرې کړای شول. په ورته ډول دا هم په غوڅه توګه ویلی شو چې په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو د ثبات لپاره د امریکا ټول انتخابونه ناکام شوي دي. نه هند ورته ګټه ورسوله چې افغانستان ته یې داخل کړ ترڅو د هغه څه مخه ونیسي چې امریکا یې بغاوت بولي، او نه هم هغې جګړې ډېره ګټه ورسوله چې په پاکستان کې د دوی لاسپوڅو په وزیرستان او نورو ځایونو کې پیل کړې ترڅو په افغانستان کې د امریکا د زیانونو کچه کمه کړي. همدارنګه له طالبانو سره د پخلاینې هڅو هم پرمختګ ونه کړ. له همدې امله په افغانستان کې د امریکا حالت له ۱۶ کلنې جګړې وروسته خورا تیاره ښکاري، طالبان د افغانستان په پراخو سیمو کې په پوره ازادۍ سره حرکت کوي او په کابل کې لاسپوڅې اداره پر هغوی هیڅ نفوذ نه لري. طالبان د افغانستان په ډېری سیمو او ان په کابل کې چې امریکايي پوځ په کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی، قوي او وېروونکي بریدونه کوي. بلکې ډېری داسې بریدونه پر امریکايي ځواکونو شوي چې سرچینه یې د هغې افغان اردو سرتېري دي چې واشنګټن یې روزنه کوي. په دې توګه په افغانستان کې د امریکا انتخابونه محدود شوي دي.

د افغانستان د ننني واقعیت او د هغې د خطرونو په بیانولو کې د امریکا د کارنیګي انسټیټیوټ په ۲۰۱۷/۵/۲۲م کال راپور کې راغلي: (د افغان نظام د کمزورۍ او پرته له کنټروله د طالبانو د بېرته راګرځېدو پایله کیدای شي د افغان نظام او حکومت د ناورین ډوله سقوط لامل شي، چې دا به یا بېرته ګډوډۍ ته د ګرځېدو او یا هم د ترهګرو ډلو د بیا راژوندي کېدو لامل شي). هغه راپور چې ټینګار کوي د افغانستان شخړه باید پای ته ورسیږي، نه یوازې دا چې دا د امریکا لپاره په کال کې ۲۳ میلیارده ډالره لګښت لري، بلکې په افغانستان کې د حل لپاره د وړاندیز شویو لارو د محدودیت له امله هم.

سره له دې چې د ولسمشر اوباما د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه ډېری امریکايي پوځیان ووتل او یوازې ۱۰ زره سرتېري پاتې شول، چې ۳ زره د ناټو سرتېري او ۲۰ زره د امریکايي امنیتي شرکتونو قراردادیان یې ملاتړ کوي، خو دا وتل هیڅکله د کومې بریا یا پرمختګ پایله نه وه. طالبانو هغه اډې چې امریکايي پوځ پرېښودې په چټکۍ سره ونیولې، او داسې نه ښکاري چې د افغان لاسپوڅي حکومت اردو له کابل څخه بهر په مؤثره توګه کار وکړي، سره له دې چې شمېر یې ډېر دی او امریکا یې د روزنې لپاره ډېرې هڅې کړې دي، دا له پوځي پلوه.

درېیم: خو له سیاسي پلوه، کله چې امریکا په افغانستان کې د خپلو انتخابونو محدودیت او د هند د انتخاب ناکامي درک کړه، نو له طالبانو سره یې خبرو اترو ته مخه کړه، په دې هیله چې هغوی په افغانستان کې په امریکايي حاکمیت کې مدغم کړي. هغې په پاکستان کې له خپلو لاسپوڅو چارواکو څخه کار واخیست ترڅو د طالبانو مشران خبرو اترو ته راکش کړي... سره له دې هم دا ټولې هڅې ناکامې شوې، امریکا نه په پوځي او نه هم په سیاسي توګه په افغانستان کې بریالۍ شوه. بلکې امریکا د دې موضوع لپاره کومه ځانګړې طرحه نه لري او د داسې طرحې د نشتوالي له امله تر نیوکو لاندې ده. (انټرفاکس اژانس د پنجشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې له قوله ویلي چې د افغانستان په اړه د یوې روښانه پالیسۍ په وړاندې کولو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې ناتواني په دې هېواد کې د ناڅرګندتیا او بې ثباتۍ یو اضافي لامل دی. هغې زیاته کړې چې په دې پورې د افغان دولت ثبات، هلته د ناټو د پوځي حضور په اړه د غړو هېوادونو دریځ او په عمومي ډول د وضعیت د سمون لیدلوری تړلی دی...) (روسيه اليوم، ۲۰۱۷/۸/۳م).

څلورم: په دې توګه په افغانستان کې د امریکا د بحران ژورتیا او د انتخابونو محدودیت څرګندیږي، خو هغې ته سخته اړتیا ده چې د افغان جګړې شدت کم کړي، که یې په بشپړ ډول پای ته رسول ممکن نه وي، ترڅو د خپلو پوځي او اقتصادي انرژیو د ضایع کېدو مخه ونیسي. ځینې پوځي مشران په دې نظر دي چې پر طالبانو د بریا لپاره باید امریکايي ځواکونه زیات شي، او ولسمشر د دې منلو لپاره یو لنډمهاله مهال وېش او روښانه او محسوسې پایلې شرط بولي. دا هغه څه دي چې پوځيان یې په افغانستان کې د ۱۶ کلونو ترخو تجربو له امله نشي وړاندې کولی. هغه څه چې دا انتخاب له نظري پلوه مطرح کوي، د ټرمپ هغه تمه ده چې په افغانستان کې سترو معدني زیرمو ته یې لري، چې امریکا یې ارزښت یو ټریلیون ډالره اټکلوي، سربېره پر دې چې دا له منځنۍ اسیا څخه د تېلو د لېږد لاره ده. د الدستور ویب پاڼې د ۲۰۱۷/۷/۲۶م نېټه د نیویارک ټایمز له قوله ویلي: (هغې زیاته کړې چې د احتمالاتو د پلټلو لپاره، سپینه ماڼۍ کابل ته د یو استازي لېږل څېړي ترڅو هلته د کانونو له چارواکو سره وګوري. هغې اشارې کړې چې په هغه وخت کې چې سپینه ماڼۍ تېره اونۍ د افغانستان د پالیسۍ په اړه په سختو بحثونو کې وه، د ټرمپ درېیو مخکښو مرستیالانو د "امریکايي الیمنټس" کیمیاوي شرکت له یو اجرایوي مدیر مایکل این سیلور سره وکتل، ترڅو هلته د نادره ځمکنیو کانونو د استخراج په اړه خبرې وکړي). خو د نورو سرتېرو د لېږلو او په افغانستان کې په زیربناوو لکه ریل پټلۍ او سړکونو باندې پانګونه، ترڅو د دغو کانونو استخراج ممکن شي، ان د سوداګریزو معاملو له نظره چې د ولسمشر په ذهن واکمنې دي، یو خوندي انتخاب نه دی، ځکه چې دا احتمالي کانونه په هغو سیمو کې دي چې طالبان پرې واکمن دي...

په همدې اساس، تر ټولو احتمالي انتخاب چې د ټرمپ اداره به یې غوره کړي، دا دی چې امریکايي پوځ به په افغانستان کې په خپلو پوځي اډو کې پاتې شي ترڅو د لاسپوڅي حکومت ساتنه وکړي او د هغه د سقوط مخه ونیسي. ورسره به پاکستان ته لویه انګیزه ورکړي او د هند له ناکامۍ وروسته به هغه بېرته افغانستان ته راولي. دا ټول د دې لپاره دي چې طالبان قانع کړي ترڅو په کابل کې د امریکا په سیاسي نظام کې مدغم شي او د افغانستان انقلاب ودروي، یعنې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي... پدې توګه امریکا هیله لري چې په افغانستان کې د خپلې جګړې لګښتونه په کلکه کم کړي، خپل حضور په پوځي اډو پورې محدود کړي چې د خطر په وخت کې حرکت کوي، لکه د خلیج په سیمه کې د هغوی اډې. سربېره پر دې به په پاکستان کې له خپلو لاسپوڅو مرسته واخلي چې له طالبانو سره یې اړیکې نه دي پرې شوې، او دا ممکنه ده چې هغو ته بیا ژوند ورکړل شي او باور جوړونه وشي ترڅو طالبان د پاکستان له لارې د امریکا شرطونه ومني. امریکا مخکې هم د اوباما په دوره کې په پاکستان کې له خپلو لاسپوڅو په بریا سره کار اخیستی و: (افغان حکومت د هېواد له دویمې لویې سختدریځې ډلې، حزب اسلامي سره د دغې ډلې د مشر ګلبدین حکمتیار په نشتوالي کې یوې هوکړې ته ورسېد. دا تړون د وسله والې ډلې استازو له ولسمشر اشرف غني سره لاسلیک کړ). (بي بي سي، ۲۰۱۶/۹/۲۲م). دا هغه څه دي چې امریکا هڅوي ترڅو د طالبانو په موضوع کې له پاکستان څخه کار واخلي، په ځانګړې توګه د پخلاینې وروسته کابل ته د حکمتیار له راستنېدو وروسته، چې طالبان یې په سیاسي نظام کې ګډون ته راوبلل: (په افغانستان کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د پخلاینې پروسې سره یوځای شي. هغه کابل ته له رسېدو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې پر طالبانو غږ وکړ چې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو په ایستلو کې په سوله ییزه لاره مرسته وکړي). (الجزیره نت، ۲۰۱۷/۵/۶م).

پنځم: ښکاره ده چې امریکا د هغو لویو خطرونو په وړاندې چې د چین په حوض کې ورسره مخ ده، په ځانګړې توګه هغه وضعیت چې ورځ تر بلې له شمالي کوریا سره ترینګلی کیږي، او په سوریه کې د خطرونو دوام، او همدارنګه د اقتصاد د رښتیني بیا ژوندي کولو لپاره د امریکا د ټولو پالیسیو ناکامي، دا له یوې خوا؛ او له بلې خوا په افغانستان کې د امریکايي پوځ د ستړیا او د بریا له ترلاسه کولو څخه د ناامیدۍ او په افغاني کچه د هند د رول د ناکامۍ او د حکمتیار په راستنېدو سره د رامنځته شوې هیلې له امله؛ داسې ښکاري چې امریکا هیله لري په خپله طریقه یوه پخلاینه رامنځته کړي چې هغه څه ورته تضمین کړي چې په جګړه کې یې ترلاسه نه کړای شول. له همدې امله هغې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د پاکستان رول بېرته فعال کړي او د پاکستان بریدونه کم کړي، که هغه په کور دننه وي او که د افغانستان پر پوله وي. د باجوه په مشرۍ د نوي پوځي مشرتابه په تېرو اتو میاشتو کې، په پاکستان کې لوی عملیات نه دي شوي لکه د هغه د مخکني راحیل شریف په وخت کې چې د "ضرب عضب" په څېر عملیاتو باندې مشهور و، چې په بېلابېلو پړاوونو کې یې د افغانستان پر پوله د هغو کسانو پر ضد ترسره کول چې راحیل "ترهګر" بلل. بلکې د جنرال باجوه په مشرۍ د کشمیر پر پوله د پاکستان او هند د پوځونو ترمنځ یوازې د سپکو نښتو غږ اورېدل کیږي. دا بې له شکه په کور دننه او د طالبانو د مشرانو په کچه د هغه منلو ته وده ورکوي.

همدارنګه د پاکستان نوي پوځي مشر باجوه هڅه وکړه چې له افغانستان سره د داعش پر ضد د مبارزې تر عنوان لاندې د همکارۍ لاس اوږد کړي، یعنې د "ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې" مفهوم له طالبانو او په وزیرستان کې له مجاهدینو سره له جګړې څخه د داعش لوري ته واړوي. دا لوری افغان حکومت، او هغه پاکستاني قبیلې چې له راحیل څخه ناراضه دي، هم شاملوي، او له طالبان-افغانستان سره د هغه (باجوه) په خبرو اترو کې پټ اړخونه تر دې هم لوی دي: (د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه له افغانستان سره د داعش له ګواښ سره د مبارزې لپاره د "امنیتي همکارۍ" لاس اوږد کړ، چې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې یو نادره پرمختګ دی. د جنرال باجوه دا هڅه د جمعې په ورځ د کرمې ایجنسۍ (د پاکستان په قبایلي سیمو کې یوه اداري برخه) کې له یو شمېر قبایلي مشرانو سره د کتنې پر مهال وشوه، چې د افغانستان پولې ته نږدې پرته ده. د پاکستان د پوځ مشر په دواړو هېوادونو کې له هر چا وغوښتل چې "متحد او هوښیار" واوسي. هغه د کرمې وادي له قبایلو سره په لیدنه کې وویل: "موږ باید د دې ګواښ په وړاندې متحد، چمتو او هوښیار واوسو..."). (الخليج اون لاین، ۲۰۱۷/۷/۱م).

هغه څه چې دا تاییدوي چې امریکا د افغان مجاهدینو په ځانګړې توګه د طالبانو له ماتولو عاجزه شوې، په سعودي کې د ټرمپ له سرمشریزې وروسته د افغان ولسمشر د پخلاینې څرګندونې دي، هغه وویل: (او تر ټولو مهمه دا ده چې افغان حکومت پخلاینه غواړي، او موږ له طالبانو هیله کوو چې انتخاب وکړي، که هغوی سوله غوره کړي نو هر څه چې غواړي د سیاست او قانون له لارې به یې ترلاسه کړي، او موږ له طالبانو هیله لرو چې له ترهګرو لیرې شي). (الشرق الأوسط، ۲۰۱۷/۵/۲۵م). دا تاییدوي چې امریکايي سیاست غواړي طالبانو ته دا وهم ورکړي چې هغوی د "ترهګرۍ" پر وړاندې د امریکا د جګړې له دایرې بهر دي، بلکې هغوی باید په دې جګړه کې د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي. بیا دا چې له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنې د سولې له لارې پوره کیدای شي، نه د جګړې له لارې.

شپږم: لنډه دا چې په افغانستان کې د ولسمشر ټرمپ پر ستراتیژۍ په داسې شرایطو کې بیا کتنه کیږي چې امریکايي سیاست په ټوله نړۍ کې له سترو خطرونو سره مخ دی. د پورته ذکر شویو واقعیتونو په رڼا کې، احتمالي ده چې په افغانستان کې د امریکا پر پالیسۍ بیا کتنه لاندې ټکي شامل وي:

۱- دا بیا کتنه د افغانستان د ډګر د سخت سړولو په لور روانه ده، او د امریکا حضور به په پوځي اډو کې محدود شي ترڅو د خطر پر مهال ترې کار واخلي، او خپل ماموریت به د "داعش" پر ضد وښيي...

۲- دا بعیده ده چې امریکا د جګړې د زیاتولو په نیت پوځیان ولېږي، بلکې ښايي د لنډ وخت لپاره سرتېري ولېږي خو نه د جګړې لپاره، بلکې د مذاکراتو د یوې وسیلې په توګه؛ لکه امریکا چې ووایي موږ د دغو اضافي ځواکونو په ایستلو سره "تېرېدنه" (تنازل) کوو، په بدل کې باید طالبان هم "تېرېدنه" وکړي او له افغان حکومت سره د ګډ حکومت د جوړولو لپاره مذاکرات ومني، او طبیعي ده چې دا به د امریکا ګټو ته له زیان رسولو پرته وي.

۳- د دې لپاره چې طالبان منلو ته وهڅوي، امریکا به بېرته د پاکستان رول فعال کړي، پدې ډول چې په پاکستان کې نوی پوځي مشرتابه به له طالبانو سره ډېر نرمښت او خواخوږي وښيي ترڅو هغوی په کابل کې له لاسپوڅي حکومت سره خبرو اترو ته وهڅوي او په افغانستان کې د امریکا په سیاسي نظام کې یې شریک کړي.

اووم: په پای کې، موږ په پاکستان کې پر لاسپوڅو باندې له تکیه کولو یا د هغوی د پوځي مشرتابه لخوا د ښودل شوي نرمښت له امله له ډاډه کېدو څخه خبرداری ورکوو. واجبه ده چې له تېر څخه عبرت واخیستل شي، ځکه که په پاکستان کې د لاسپوڅو حاکمانو مرسته نه وی، امریکا نشوای کولی افغانستان ته پښه کېږدي. د طالبانو په وړاندې د پاکستاني حکومت دا نوې پالیسي یوازې یوه ډرامه ده چې امریکا په خپله جوړه کړې، ترڅو دا ډرامه بشپړه کړي چې موخه یې یوازې په افغانستان کې د خپل لاسپوڅي حکومت څخه د خطرونو لیرې کول دي پرته له دې چې ګرانبیه پوځي مداخله وکړي، یا د هغې په ډېره لږه اندازه... د پاکستان نوي حاکمان د هغې امریکايي طرحې یوه بله او ښکاره څېره ده. کله امریکا په پاکستان کې له خپلو پیروانو غواړي چې پر افغان جهاد فشار راوړي او د هغوی قوت مات کړي، لکه څنګه چې بدنامه راحیل شریف په وزیرستان کې د اوباما د طرحې سره سم وکړل؛ او اوس نوي واکمن هڅه کوي طالبان وهڅوي او هغوی د ټرمپ د طرحې مطابق مهار کړي، وروسته له هغه چې د امریکا پالیسۍ ناکامې شوې چې هغوی په زور د تباهۍ مېز "مذاکراتو" ته راکاږي، ترڅو د هغوی د جهاد هوډ له منځه یوسي. پدې توګه هغوی هڅه کوي طالبان د پاکستاني نږدېوالي له لارې، د غولولو او دوکې له باب څخه مذاکراتو ته کښېنوي. موږ د امریکا او د هغې د لاسپوڅو په دامونو کې له لوېدو او یا پر هغوی له تکیه کولو څخه خبرداری ورکوو:

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ

"او د هغو خلکو لوري ته مه میلان کوئ (مه تکیه کوئ) چې ظلم یې کړی دی، ګنې اور به مو لمس کړي او له الله پرته به بل هیڅ سرپرست ونه لرئ او بیا به ستاسو هیڅ کومک ونه شي." (هود: ۱۱۳)

د ۱۴۳۸ هـ ق کال د ذوالقعدې ۲۴مه د ۲۰۱۷/۸/۱۶م کال سره سم

Share Article

Share this article with your network