Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د ټرمپ د نړيوال سياست ځينې عمومي کرښې

February 05, 2017
5227

د پوښتنې ځواب

د ټرمپ د نړيوال سياست ځينې عمومي کرښې

پوښتنه: په سوريه کې د امريکا د تېرې ادارې مهمه لاسته راوړنه چې د حلب ښار د سوريې رژيم ته سپارل وو، د هغې ادارې د دورې له پای ته رسېدو سره هممهاله وه. داسې ښکاري چې هغه اداره د داسې يو پلان له مخې روانه وه چې د وخت په وروستيو شېبو کې يې "مېوې" ورکړې... اوس د نوي ولسمشر ټرمپ د ادارې په راتګ سره (۲۰۱۷/۱/۲۰)، په سوريه کې د هغو "مېوو" پر بنسټ د ټرمپ له سياست څخه څه تمه کېږي؟ ايا له روسيې، چين او اروپايي ټولنې، په ځانګړې توګه له برېتانيا سره د ټرمپ د نړيوال سياست د ځينو عمومي کرښو اټکل کېدای شي؟ او بيا دا چې د اسلام او مسلمانانو په اړه د ټرمپ د توندې او سپکې ژبې زياتوالی څنګه تفسيرولی شو؟ جزاك الله خيراً.

ځواب: که څه هم د ټرمپ د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو څخه ډېر وخت نه دی تېر شوی چې سياست يې په دقيقه توګه وپېژندل شي، او که څه هم د هغه انتخاباتي څرګندونې اړينه نه ده چې د هغه د اجرايي سياست بشپړ انځور وړاندې کړي، خو د هغه په لومړيو کاري ورځو کې د ځينو ويناوو او کړنو څخه تر يوه بريده د هغه د سياست په اړه نظر ترلاسه کېدای شي. دا بايد په پام کې ونيول شي چې د امريکا سياست د داسې بنسټونو له خوا اداره کېږي چې له ولسمشر څخه ډېر اغېز نه اخلي، بلکې يوازې اسلوب (طريقي) يې توپير کوي. له همدې امله په پوښتنه کې مطرح شويو ټکو ته په لاندې ډول ځواب وايو:

لومړی: د سوريې په کړکېچ کې د اوباما د ادارې پر "مېوو" د ټرمپ د سياست جوړونه:

۱- هو، د امريکا د تېرې ادارې پلان د هغې دورې په پای کې "مېوې" ورکړې او دا په وسله والو ډلو باندې د فشار راوړلو په برخه کې د ترکیې له برياليتوب څخه څرګنده ده. ترکیې د انقلاب په کلونو کې د سوريې د مخالفينو ډېرې کليګانې (واک) په لاس کې لرلې، خو ډېرو لاملونو واشنګټن د دغو کليګانو له کارولو څخه منع کړی و. د ۲۰۱۶/۴/۱ نېټه د اوباما او اردوغان له کتنې وروسته، کله چې ترکيې د امريکا غوښتنو ته غاړه کېښوده، نو د سوريې د کړکېچ په اړه يې خپل دريځ بدل کړ؛ اروپا ته يې شا کړه او له روسيې سره يې روغه وکړه. د دې په پايله کې د ۲۰۱۶/۸/۲۴ نېټه په سوريه کې د "فرات ډال" عملیات پيل شول. دغو عملیاتو د فشار لاندې د ترکیې پلوي وسله وال مخالفين د ځان خواته راکش کړل ترڅو هغوی په حلب او نورو ځايونو کې د بشار له پوځ سره له جګړې لرې وساتي. وروسته ترکيې پر دغو ډلو فشار نور هم زيات کړ او هغوی يې د داسې يوې حساسې شېبې په وړاندې ودرول چې بايد د ترکيې د ملاتړ بديله بيه پرې کړي؛ نو هغو وسله والو ډلو د ترکیې خبره ومنله، حلب يې تسليم کړ او د ۲۰۱۶/۱۲/۱۴ نېټه ترې ووتل. د ترکیې فشار همدلته ونه درېد، بلکې هغوی يې په انقره کې له روسي جنايتکارانو سره خبرو ته اړ کړل، چې بالاخره د ۲۰۱۶/۱۲/۲۹ نېټه په انقره کې د هغوی له خوا د اوربند تړون لاسليک شو چې پوتین له مسکو څخه اعلان کړ، او د ۲۰۱۷/۱/۲۳ نېټه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د خبرو اترو لپاره تيارۍ پيل شول.

۲- د دغو کارونو ظاهري بڼه په څرګنده توګه ښيي چې د امريکا پلان پايله ورکړې ده. امريکا د هغو وسله والو ډلو د ستونزې حل وموند چې د کلونو لپاره د مذاکراتو په لاره کې يو لوی خنډ و، ځکه امريکا وليدل چې د دغو ډلو کليګانې په حقيقت کې د اردوغان په لاس کې ټولې شوې دي. ترکیې د وسله والو ډلو په برخه کې د امريکا د موخو د ترلاسه کولو لپاره بې ساري اخلاص وښود؛ له ملاتړي څخه په منځګړي او بيا په فشار راوړونکي او مايوسه کوونکي بدله شوه، تر دې چې هغوی يې د قزاقستان استانې ته ورسول. ترکيې د ټرمپ له بريا (۲۰۱۶/۱۱/۹) وروسته هم د يوه وفادار تابع په توګه د امريکا لپاره خپل دغه رول ته دوام ورکړ او حتی د ټرمپ د واک تر اخيستو (۲۰۱۷/۱/۲۰) پورې يې هم په دې کې د کوم بدلون فکر ونه کړ.

۳- د ټرمپ اداره اوس د هغو هڅو "مېوې" رېبي چې اوباما د سوريې د وسله والو مخالفينو په برخه کې کرلې وې. يعنې دوی ډاډه دي چې ترکیه د وسله والو ډلو وضعيت په ښه توګه کنټرولوي او د هغوی د جګړې او سولې واک ورسره دی. همدارنګه په استانه کې د ګډون کوونکو ډلو او هغو مخالفينو ترمنځ جګړه چې امريکا يې "ترهګر" بولي، د امريکا په ګټه ده؛ ځکه دا د رژيم ضد جبهه کمزورې کوي او د رژيم لپاره لاره هواروي... په ځانګړې توګه دا چې ترکیې اوس د ډلو طبقه بندي پيل کړې ده، حتی ځينې ډلې چې پخوا يې ترهګرې نه بللې، اوس يې د استانې له ناستې (۲۰۱۷/۱/۲۳) وروسته ترهګر بولي. لکه څنګه چې رويټرز د ۲۰۱۷/۱/۲۶ نېټه د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت د يوې سرچينې په حواله وويل چې ترکیې اوس "جبهة فتح الشام" (النصره) ترهګره ډله بللې، په داسې حال کې چې تر استانه مخکې يې داسې نه ګڼله. په دې توګه د هغوی ترمنځ جګړې پيل شوې، چې دا په سوريه کې د ترکیې د اخلاص له امله د امريکا د "مېوو" اخيستلو ښکاره نښه ده!

دویم: له روسيې سره د ټرمپ تګلاره: دا تګلاره په نرمو خبرو د غولولو ده، خو په عين حال کې په څرګند ډول د دې ګواښ کول دي چې روسيه بايد د امريکا ګټې خوندي کړي او د امريکا تر شا روانه وي، پرته له دې چې لکه د اوباما په څېر ورته د پردې تر شا د فعال نوښت واک ورکړل شي. ټرمپ د امريکا د ګټو په برخه کې له اوباما سره يو نظر دی خو په اسلوب کې ورسره توپير لري. ټرمپ غواړي روسيه په نرمو خبرو ځان ته نږدې کړي، خو په ورته وخت کې بايد روسيه د ټرمپ د فشار دروندوالی هم حس کړي ترڅو د هغه سياستونه، په ځانګړې توګه د چين په وړاندې، پلي کړي. ټرمپ يوازې په دې بسنه نه کوي چې د سوريې په مذاکراتو کې د امريکا پر ځای ترکیه د روسيې په مقابل کې ودروي او د روسيې مقام راټيټ کړي، بلکې غواړي داسې دريځونه ونيسي چې د روسيې مشرتابه ولړزوي... چې د دغو دريځونو نښې نښانې ليدل کېږي:

۱- دا چې ټرمپ په انتخاباتي مبارزو کې روسيې ته نرمښت ښودلی و، نو روسيې داسې انګېرله چې د استانې ناسته د ټرمپ له واکمنۍ وروسته کول به امريکا دې ته وهڅوي چې په لوړه کچه پکې ګډون وکړي. روسيه د ټرمپ ادارې ته په تمه وه چې ګنې د بهرنيو چارو وزير به يې پکې ګډون وکړي، او هيله يې لرله چې استانه به د ټرمپ په ملاتړ د سوري مخالفينو او بشار رژيم ترمنځ د هراړخيزې سولې پيل وي. لکه څنګه چې بي بي سي د ۲۰۱۶/۱۲/۳۰ نېټه د لاوروف له قوله ويلي وو: "د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي چې وزارت يې په استانه کې د سوريې د کړکېچ د حل لپاره د ناستې تيارۍ پيل کړي دي." دا د هغوی د سياسي ناپوهۍ له امله و چې فکر يې کاوه ټرمپ د روسيې ملاتړی دی! واشنګټن ته بلنه ورکړل شوه او د لوړ پوړي پلاوي تمه کېده، خو ټپلا (پيغور) يې دا و چې ټرمپ يوازې په قزاقستان کې خپل سفیر د څارونکي په توګه واستاوه! په دې توګه د استانې خبرې (۲۰۱۷/۱/۲۳-۲۴) د اوربند په برخه کې له کومې مهمې پايلې پرته پای ته ورسېدې او پر وادي بردی ډزې نورې هم زياتې شوې، او سياسي حل هم ونه موندل شو.

۲- بله ضربه دا وه چې ټرمپ اعلان وکړ (دی به "هرومرو په سوريه کې خوندي سيمې جوړوي" ترڅو له تاوتريخوالي تښتېدلي خلک پکې وساتل شي) (رويټرز، ۲۰۱۷/۱/۲۶). دا پرېکړه له روسيې سره له مشورې پرته شوې وه. کرملين د ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې وويل چې د سپينې ماڼۍ او مسکو ترمنځ په دې اړه هېڅ همغږي نشته او له هغه يې وغوښتل چې د دغې پرېکړې "احتمالي پايلې" وسنجوي (سي اين اين عربي، ۲۰۱۷/۱/۲۶). امريکا دا کار په ډاډه زړه کوي ځکه پوهېږي چې روسيه د کوم اغېزناک غبرګون وړتيا نه لري؛ ځکه امريکا روسيه په سوريه کې په بشپړه توګه نښتې کړې ده او اوس ترې وتل ورته ډېر ګران دي، حتی د کرملين لپاره يو خوب ګرځېدلی... روسيه اوس د وتلو د لارې لپاره امريکا ته اړتيا لري!

۳- په سوريه کې د روسيې د رول کوچنی کول... د امريکا سياستونه لکه د خوندي سيمو جوړول، په سوريه کې د روسيې رول له منځه وړي او د هغې "لويۍ" لاسته راوړنې ګواښي چې د سوريې د کړکېچ له لارې يې ترلاسه کړې وې. په سوريه کې د ټرمپ د سياست لومړۍ نښه دا ده چې له روسيې څخه يوازې د داعش پر وړاندې د جګړې غوښتنه کوي، چې دا د روسيې رول يوازې په همدې پورې محدودي. امريکا اوس غواړي د نوښت واک په مستقيمه توګه په لاس کې واخلي پرته له دې چې د روسيې تر شا پټه شي. ځينو خبرونو ويلي چې ټرمپ به له پنټاګون څخه وغواړي چې په سوريه کې د داعش ضد جګړې او خوندي سيمو لپاره يو تيري کوونکی (یرغلیز) پلان چمتو کړي. په دې کې د امريکايي توپخانې ځای پر ځای کول او د الرقه په بريد کې د چورلکو کارول شامل دي. دا سياست په سوريه کې د روسيې د رول کمولو او د روسيې او امريکا د نوي تړون د نورو نړيوالو موضوعاتو (لکه اوکراين او چين) پورې د تړلو په مانا دی. د دې تاييد د ټرمپ له هغې خبرې کېږي چې وويل د روسيې پر وړاندې د بنديزونو لرې کول لا وختي دي (الجزيره نټ، ۲۰۱۷/۱/۲۸).

درېیم: د اروپايي ټولنې او برېتانيا په اړه د ټرمپ متوقع سياست:

۱- ټرمپ په خپل زړه کې د اروپايي ټولنې د پاشلو خوبونه لري او د ډيپلوماسۍ له نشتوالي سره دا نه پټوي. هغه تر بريا وړاندې هم له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيا د وتلو ستاينه کړې وه او نور يې هم هڅولي وو چې د بروکسل د پرېښودو لپاره د برېتانيا لاره خپله کړي. که څه هم د اروپايي ټولنې د پاشلو امريکايي نيتونه زاړه دي، خو د ټرمپ په سياست کې نوی والی دا دی چې دا خبره په ښکاره او بې پردې کوي. ځکه خو د فرانسې ولسمشر اولاند د ۲۰۱۷/۱/۲۷ نېټه ټرمپ د اروپايي ټولنې پر وړاندې تر ټولو لوی ننګونه وبلله.

۲- ټرمپ له برېتانيا سره خپله مينه نه پټوي او له هغې سره يې د خپل هېواد اړيکه "ډېره ځانګړې" بللې ده. هغه وويل چې "آزاده او خپلواکه برېتانيا د نړۍ لپاره يو نعمت دی" (الجزيره نټ، ۲۰۱۷/۱/۲۸). تر دې وړاندې يې د برېتانيا د استقلال ګوند مشر نايجل فاراج ته ژمنه ورکړې وه چې د چرچل مجسمه به بېرته سپينې ماڼۍ ته راوړي چې اوباما لرې کړې وه، او دا کار يې وکړ.

۳- د برېتانيا نوې تګلاره تر Brexit او د ټرمپ له بريا وروسته داسې لنډېدای شي چې برېتانيا ځان د اروپايي ټولنې له قيد څخه خلاصون ته چمتو کوي او د خپل نړيوال سياست د بيا راژوندي کولو لپاره هر لوري ته لاس اچوي. کله چې ټرمپ وګټله، برېتانيا ورته د يوه عظيم چانس په سترګه وکتل. له همدې امله تيريزا مې لومړۍ مشره وه چې په واشنګټن کې يې له ټرمپ سره وکتل ترڅو ورته مشورې ورکړي او په سوريه کې د داعش ضد جګړه کې ګډه ونډه واخلي، يعنې برېتانيا بيا د امريکا تر څنګ په نړيواله کچه ودرېږي.

۴- د برېتانيا او ټرمپ د ادارې د نوو تمايلاتو يوځای کېدل د امريکا په لوړه ګټه کې دي ترڅو له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيا وتل د نورو لپاره يو بېلګه وګرځوي. له برېتانيا سره د مهمو سوداګريزو تړونونو لاسليکول به نور هېوادونه هم وهڅوي او برېتانيا ته به په نړيواله کچه داسې رول ورکړي چې د اروپايي ټولنې د پاشلو په بدل کې ورته جايزه وي.

څلورم: د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د ټرمپ د توندې او سپکې حملې تفسير:

۱- پر اسلام او مسلمانانو حمله يوازې د ټرمپ له خوا نه ده، بلکې دا د ټولو لوېديځو واکمنانو خصلت دی، خو يوازې په اسلوب کې توپير لري. ځينې يې زهر په شات کې نغاړي، لکه اوباما چې د خپلې دورې په پيل کې د اسلامي هېوادونو (اندونیزیا، مصر او ترکیې) څخه ليدنه وکړه او نرمه ژبه يې وکاروله، خو پر اسلامي خاورو يې بريدونه او د بې پيلوټه الوتکو په واسطه د مسلمانانو وژل تر نورو ډېر وو. خو ټرمپ بې له دې چې زهر په شات کې پټ کړي، په ښکاره توند بريدونه کوي. نو دا صليبي کينه د امريکا او ټول لوېديځ په فکر کې شته.

۲- امريکا او لوېديځ پوهېږي چې مسلمانان داسې يو دولت (خلافت) نه لري چې د دوی چارې سمبال کړي او د دوی د سپکاوي په بدل کې هغوی ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي. دوی دا هم درک کړې چې په اسلامي بلادونو کې ناست واکمنان د اسلام په پرتله د مستعمر کافرانو وفاداران دي. هغوی نه يوازې د اسلام دفاع نه کوي، بلکې کله کله د کافرانو په څېر له اسلام سره دښمني کوي. نو ځکه امريکا او لوېديځ د مسلمانانو پر وړاندې له هېڅ ډول تېري څخه ډار نه لري.

۳- کله چې مسلمانانو دولت درلود، او ان شاء الله بيا به يې ولري، دوی د حق يو داسې ځواک و چې هر چا به يې حساب کاوه. ظالمانو او طاغوتانو پر اسلام او مسلمانانو د تېري جرات نه شو کولی؛ ځکه هغوی پوهېدل چې د داسې تېري په بدل کې به داسې ځواب ورکړل شي چې نورو ته به عبرت شي. تاريخ د دې شاهد دی. کله چې يو رومي د اسلامي خاورې په سرحد کې پر يوې مسلمانې مېرمنې ظلم وکړ او هغې چيغه کړه "وا معتصماه"، خليفه په خپله د پوځ مشري وکړه او د هغه رومي تر ټاټوبي ورغی او هغه يې سزا کړ... همدارنګه د سند واکمن چې پر يوې بېړۍ بريد وکړ او مسلمانې ښځې يې اسيرانې کړې، خليفه خپل والي ته امر وکړ چې غچ ترې واخلي، محمد بن قاسم پوځ يو وړ او هغه مېرمنې يې وژغورلې او سند يې فتحه کړ... کله چې په برېتانيا کې چا غوښتل د رسول الله ﷺ په اړه ناسمې خبرې په يوه ننداره (ډرامه) کې وړاندې کړي، عثماني خلافت ورته رسمي اعتراض وکړ او هغه وخت برېتانيا رسماً بښنه وغوښته. هو، د خلافت پر مهال مسلمانان داسې وو، هيچا دا جرات نه شو کولی چې د اسلام په اړه بده خبره وکړي، که نه ژبه به يې غوڅېده.

خو نن پر قرآن کريم، پر رسول الله ﷺ او پر اسلامي بلادونو تېری کېږي او څوک نشته چې ځواب ورکړي! دا ټول د امام (راشد خليفه) د نشتوالي له امله دي، هغه امام چې په لاس به يې ان شاء الله د رسول الله ﷺ دا حديث رښتیا کېږي چې بخاري او مسلم له ابي هريرة رضي الله عنه څخه روايت کړی دی:

إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ

"بېشکه امام (خليفه) سپر (ډال) دی، چې تر شا يې جګړه کېږي او په واسطه يې ساتنه کېږي."

او دا کار پر الله سبحانه وتعالی ګران نه دی، ورځې اړول کېږي:

﴿وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ﴾

"او دا هغه ورځې دي چې موږ یې د خلکو تر منځ اړوو رااړوو." (سورت آل عمران: ۱۴۰)

د اسلام لپاره داسې مېړني شته چې له الله سره کړې ژمنې ته رښتيني دي، هغوی به تر هغه وخته سست نه شي ترڅو چې د الله وعده پوره شي او د دغه جبري حکومت نه وروسته د نبوت پر منهج خلافت تاسيس نه کړي، لکه څنګه چې په صحيح حديث کې راغلي دي چې احمد او طيالسي روايت کړی (لفظ د طيالسي دی): حذيفه وايي چې رسول الله ﷺ وفرمايل:

«...ثُمَّ تَكُونُ جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

"...بيا به ظالمانه واکمني (جبري پاچاهي) وي، تر هغه وخته به پاتې وي چې د الله خوښه وي، بيا به يې کله چې د الله خوښه شي پورته کړي، بيا به د نبوت پر منهج خلافت وي."

والله عزيز حكيم.

۸ د جمادی الاولی ۱۴۳۸هـ ۲۰۱۷/۲/۵م

Share Article

Share this article with your network