** (د حزب التحریر امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فیسبوک پاڼې "فقهي" د لیدونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)**
د پوښتنې ځواب
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده ګران وروره! د سرو زرو په پلورلو کې ځنډ (نسیئه) نه صحیح کېږي، بلکې لاس په لاس (يد بيد) او واخلئ او ورکړئ وي، لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي دي... ایا دا حکم په ګاڼو (حُلي) باندې هم پلي کېږي؟
د دې پوښتنې اساس لاندې واقعیت دی:
هغه سره زر چې د ګاڼو په توګه پلورل کېږي، ۱۸ عیار دي نه ۲۴ عیار...
ځکه ۲۴ عیار سره زر خالص دي چې کچه یې ۹۹.۹ سلنې ته رسېږي، نو ځکه یې جوړول (صیاغت) ستونزمن دي. مګر ۱۸ عیار سره زر بیا ۷۵ سلنه طلا ده او پاتې برخه یې نور معدنیات لکه مس یا اوسپنه ده چې د جوړولو وړتیا ورکوي؛ حتی اوس د ورګډ شوي معدن له مخې د سرو زرو رنګ بدلول هم ممکن دي. بیا د دغو ګاڼو د پلورلو پر مهال زرګر د سرو زرو له قیمت سربېره، د وزن پر اساس د کارګرۍ (جوړښت) بیه هم ورباندې زیاتوي.
ایا په دې حالت کې ګاڼې د نورو توکو په څېر یو کالی (سلعه) ګڼل کېږي چې سره زر پکې وي او په پور یا په ځنډ یې پلورل صحیح وي؟ که لا هم د سرو زرو په حکم کې دي، ځکه چې د درې پر څلورمه یا ۷۵ سلنه برخه یې سره زر دي؟
بله مسئله دا ده چې کله زرګر ګاڼې پلوري، د بېلګې په توګه یو بنګړی وي، په هغه کې یوه وړه ټوټه لکه قفل وي چې له سرو زرو څخه نه وي، شاید له Platinum، Zircon یا ورته نورو وي، دا هم له ګاڼو سره یوځای تلل کېږي، په وزن کې حسابېږي او د سرو زرو په بیه ضربېږي؛ یعنې د سرو زرو په توګه پلورل کېږي، ایا دا صحیح ده ځکه چې دا یوه ډېره وړه ټوټه ده؟ که باید بیه یې جلا شي؟ او یا د کارګرۍ د مزد برخه وګڼل شي؟ ستاسو نظر څه دی؟
الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت درکړي او زموږ له لوري دې درته ډېر خیر درکړي، او بښنه غواړو چې وخت مو درنه ونیوه...
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
تر ځواب وړاندې زه ستا پام دې ټکي ته اړوم چې د ربوي اصنافو لپاره د "صرف" (تبادلې) په احکامو کې د یو جنس ښه والي او د بل جنس خرابوالي ته نه کتل کېږي... ربوي اصناف هغه دي چې په هغه حدیث کې ذکر شوي چې نسائي له عبادة بن صامت رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ تِبْرُهُ وَعَيْنُهُ وَزْنًا بِوزْنٍ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ تِبْرُهُ وَعَيْنُهُ وَزْنًا بِوَزْنٍ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ مِثْلًا بِمِثْلٍ، فَمَنْ زَادَ أَوِ ازْدَادَ فَقَدْ أَرْبَى
"سره زر په سرو زرو، خام وي که سکه، وزن په وزن؛ سپین زر په سپینو زرو، خام وي که سکه، وزن په وزن؛ مالګه په مالګه، خرما په خرما، غنم په غنمو او اوربشې په اوربشو، یو ډول او برابر (مِثلاً بِمِثل). نو چا چې زیات وویل او یا یې زیات وغوښتل، نو په یقین سره چې سود یې وکړ."
نو که له دغو اصنافو څخه کوم ربوي صنف په خپل جنس بدل کړې، باید یو ډول وي، کیفیت ته یې نه کتل کېږي؛ مثلاً یو رطل ښه خرما په دوه رطله خرابه خرما بدلول جایز نه دي، او یو صاع پاک او ښه غنم په دوه صاع ناپاکه او خرابو غنمو بدلول جایز نه دي، او همداسې اوربشې او مالګه. په همدې ترتیب سره زر هم؛ نو یوه ټوټه خالص سره زر په یوه نیمه ټوټه غیر خالصو سرو زرو بدلول جایز نه دي، بلکې باید یو ډول وي، یعنې په عین وزن وي.
د صرف (تبادلې) دا ځانګړي احکام په نورو موضوعاتو کې د سرو زرو د معاملې له احکامو سره توپیر لري. د بېلګې په توګه، په زکات کې خالص سره زر او خالص سپین زر په پام کې نیول کېږي؛ د ۲۴ عیار سرو زرو د یوې ټوټې زکات د ۱۸ عیار سرو زرو د هماغې وزن ټوټې له زکات سره توپیر لري. بلکې د نصاب د حساب پر مهال خالصه طلا اندازه کېږي؛ د ۲۴ عیار طلا نصاب ۸۵ ګرامه دی، مګر د ۱۸ عیار طلا نصاب تر دې زیات دی، ځکه چې څلورمه برخه یې له غیر طلايي موادو سره ګډه ده. یعنې ۱۸ عیار طلا په حقیقت کې د ۲۴ عیار طلا د درې پر څلورمه برخې په اندازه خالصه طلا لري. له همدې امله، د ۱۸ عیار طلا نصاب د خالصې طلا د نصاب یو پر درې برخه زیات دی، یعنې ۱۱۳.۳۳ ګرامه کېږي. په پایله کې، څوک چې ۸۵ ګرامه ۲۴ عیار خالصه طلا ولري، هغه د نصاب خاوند دی او که کال ورباندې تېر شي، د وزن ۲.۵٪ زکات ورکوي؛ مګر څوک چې ۸۵ ګرامه ۱۸ عیار طلا ولري، هغه د نصاب خاوند نه دی تر هغه چې وزن یې ۱۱۳.۳۳ ګرامه شي، او کله چې کال ورباندې تېر شي، بیا ۲.۵٪ زکات ورکوي. دلته روښانه ده چې په زکات کې معیار "خالصه طلا" ده.
خو د صرف (تبادلې) په اړه بیا احکام ځانګړي دي... ربوي صنف چې هر ډول وي، خالص وي که غیر خالص، ښه وي که خراب، سوچه وي که له نورو موادو سره ګډ شوی وي... تر هغه وخته چې د هماغه جنس نوم (مثلاً سره زر) ورباندې صدق کوي، باید په تبادله کې یو برابر (مِثلاً بِمِثل) وي، خو په دې شرط چې خالص او غیر خالص سره ګډ شوي وي او یو له بل څخه جلا نه وي، او په هغه مخلوط کې غالبه برخه سره زر وي، نو ځکه ورته سره زر ویل کېږي.
د دې دلیل هغه روایت دی چې ابو سعید رضي الله عنه کړی دی: بلال رضي الله عنه یو ډول ښه خرما (بَرني) راوړه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل:
مِنْ أَيْنَ هَذَا؟
"دا له کومه شول؟"
بلال وویل: "موږ سره خرابې خرماوې وې، نو ما د هغې دوه صاع په یو صاع (ښه خرما) ورکړل ترڅو د رسول الله ﷺ خوراک شي." په دې وخت کې رسول الله ﷺ وفرمایل:
أَوَّهْ عَيْنُ الرِّبَا، لَا تَفْعَلْ، وَلَكِنْ إِذَا أَرَدْتَ أَنْ تَشْتَرِيَ التَّمْرَ فَبِعْهُ بِبَيْعٍ آخَرَ، ثُمَّ اشْتَرِ بِهِ
"اف! دا خو کټ مټ سود دی، داسې مه کوه؛ مګر که غوښتل دې چې خرما واخلې، نو خپله خرما په بل پلور (پیسو) وپلوره او بیا پرې (ښه خرما) واخله." (مسلم روایت کړی).
همدارنګه ابو سعید او ابو هریره رضي الله عنهما روایت کړی: رسول الله ﷺ یو سړی پر خیبر باندې کارګر (والي) مقرر کړ، هغه رسول الله ﷺ ته ښه خرما (جَنیب) راوړه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل:
أَكُلُّ تَمْرِ خَيْبَرَ هَكَذَا؟
"ایا د خیبر ټولې خرماوې همداسې دي؟"
هغه وویل: "نه، په الله قسم اې د الله رسوله! موږ د دې یو صاع په دوه صاع، او دوه صاع په درې صاع اخلو." رسول الله ﷺ وفرمایل:
لاَ تَفْعَلْ، بِعْ الجَمْعَ بِالدَّرَاهِمِ، ثُمَّ ابْتَعْ بِالدَّرَاهِمِ جَنِيبًا
"داسې مه کوه، ګډه خرما په درهمو وپلوره او بیا په درهمو باندې ښه خرما واخله." (متفق علیه). دا حکم په ټولو ربوي اصنافو پلي کېږي. په "اقتصادي نظام" کتاب (۲۶۴ مخ) کې داسې راغلي:
"(که یو سړي له بل سړي څخه یو روغ دینار په دوو غیر خالصو (مغشوشو) دینارونو واخیست، دا نه جایز کېږي. مګر که یو روغ دینار یې په سپینو زرو (درهمو) واخیست او بیا یې په هغو درهمو دوه غیر خالص دینارونه واخیستل، دا جایز دي... ځکه ابو سعید روایت کړی چې: «بلال رسول الله ﷺ ته برني خرما راوړه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: دا له کومه شول؟ بلال وویل: موږ سره خرابې خرماوې وې، نو ما د هغې دوه صاع په یو صاع د رسول الله ﷺ د خوراک لپاره بدل کړل، په دې وخت کې رسول الله ﷺ وفرمایل: اف دا خو کټ مټ سود دی، داسې مه کوه؛ مګر که غوښتل دې چې خرما واخلې، نو په بل پلور یې وپلوره او بیا پرې واخله» مسلم روایت کړی. همدارنګه ابو سعید او ابو هریره روایت کړی: «رسول الله ﷺ یو سړی پر خیبر مقرر کړ، هغه ورته جنیب خرما راوړه، رسول الله ﷺ وفرمایل: ایا د خیبر ټولې خرماوې همداسې دي؟ هغه وویل: نه، په الله قسم اې د الله رسوله، موږ د دې یو صاع په دوه صاع او دوه صاع په درې صاع اخلو. رسول الله ﷺ وفرمایل: داسې مه کوه، ګډه خرما په درهمو وپلوره او بیا په درهمو جنیب خرما واخله» متفق علیه.)" پای.
له دې ټولو څخه روښانه ده چې ربوي اصناف د تبادلې (صرف) په موضوع کې مِثلاً بِمِثل وي، کیفیت یې هر ډول وي خو چې په حدیث کې ذکر شوی نوم ورباندې صدق وکړي؛ که سره زر په سرو زرو وي، که سپین زر په سپینو زرو، که غنم په غنمو، اوربشې په اوربشو، خرما په خرما او که مالګه په مالګه وي.
پر همدې اساس، ستا د پوښتنې ځواب داسې دی:
۱- هغه ګاڼې چې له سپینو زرو یا سرو زرو څخه جوړې شوې وي، عیار یې هر څومره چې وي، کله یې چې په خپل جنس بدلوي، باید یو ډول او برابر (مِثلاً بِمِثل) وي. د بېلګې په توګه: د رشادې سرو زرو بدلول په بنګړي یا... که عیار یې ۲۱ وي که ۱۸، باید وزن یې یو برابر وي. زیاتوالی پکې نه صحیح کېږي، که د کارګرۍ په نوم وي او که د ګټې په نوم... دا جایز نه دي. په داسې حالت کې حل لاره دا ده - که پلورونکی یا پیرودونکی په یو ډول (وزن په وزن) تبادلې ته نه چمتو کېږي - چې د سرو زرو ټوټه په نغدو پیسو وپلورل شي او بیا په هغو نغدو پیسو بنګړي، غاړکۍ یا بل ډول ګاڼه واخیستل شي.
۲- کله چې د سرو زرو بنګړی اخلي او په هغه کې د "قفل" ټوټه له سرو زرو پرته له بل شي وي او له سرو زرو سره ګډه نه وي، بلکې جلا کېدی شي، نو باید جلا شي او یوازې سره زر وزن شي او په خپل جنس (سرو زرو) باندې یو برابر وپلورل شي، او هغه بله ټوټه په هغې بیه جلا وپلورل شي چې ورباندې هوکړه کېږي. دا په هغه صورت کې ده چې د سرو زرو بنګړی په سرو زرو اخیستل کېږي.
مګر که غواړې د سرو زرو بنګړی چې بله غیر طلايي ټوټه هم پکې وي، په نغدو پیسو (کاغذي پولي واحد) واخلې، نو کولای شې په هر هغه قیمت چې سره جوړېږئ، معامله وکړئ. که یې ټول درته وزن کړ او په یوې بیې ورسره سلا شوې، نو پروا نه لري؛ ځکه دلته پلورل د دوو مختلفو جنسونو ترمنځ دي، یعنې غواړې بنګړی په نغدو پیسو واخلې. دلته هغه کولای شي ټول بنګړی له هغو موادو سره چې ورګډ شوي دي وزن کړي او په هغه بیه یې درباندې وپلوري چې ته او هغه ورباندې سره جوړېږئ، تر هغه چې ته بنګړی د سرو زرو پر ځای په نغدو پیسو اخلې.
ستاسو ورور عطاء بن خليل ابو الرشته
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: الامير
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس