د پوښتنې ځواب
د میوو خرڅول په داسې حال کې چې په ونو کې وي
پوښتنه:
په الشخصية الإسلامية (اسلامي شخصیت) کتاب، دویم ټوک، ۳۰۲ مخ کې د "د میوو خرڅول په داسې حال کې چې په ونو کې وي" تر عنوان لاندې راغلي: "... مسلم له ابن عمر څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
مَنْ ابْتَاعَ نَخْلًا بَعْدَ أَنْ تُؤَبَّرَ فَثَمَرَتُهَا لِلَّذِي بَاعَهَا إِلَّا أَنْ يَشْتَرِطَ الْمُبْتَاعُ
"چا چې د خرما ونې له پیوند (ګرده افشانۍ) وروسته واخیستې، نو میوه یې د پلورونکي ده، مګر دا چې پیرودونکي یې شرط کړي وي."
او له احمد څخه د عباده بن صامت په روایت کې راغلي چې:
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَضَى أَنَّ تَمْرَ النَّخْلِ لِمَنْ أَبَّرَهَا إِلَّا أَنْ يَشْتَرِطَ الْمُبْتَاعُ
"نبي صلی الله علیه وسلم فیصله وکړه چې د خرما د ونې میوه د هغه چا ده چې پیوند یې کړې وي، مګر دا چې پیرودونکی یې شرط کړي."
نو د حدیث له منطوق څخه استدلال کېږي چې که چا د خرما ونې په داسې حال کې وپلورلې چې میوه یې پیوند شوې وي، نو میوه په بیع کې نه داخلېږي بلکې د پلورونکي په ملکیت کې پاتې کېږي. او د هغه له مفهوم څخه استدلال کېږي چې که میوه پیوند شوې نه وي، نو په بیع کې داخلېږي او د پیرودونکي حق ګرځي. دلته له مفهوم څخه مراد مخالف مفهوم دی چې دلته د شرط مفهوم دی." (پای)
اصولي عالمانو دا حدیث د صفت د مفهوم په بحث کې ذکر کړی، نه د شرط د مفهوم په بحث کې. نو ولې ویل شوي چې دا د شرط مفهوم دی او د صفت مفهوم نه دی؟ هیله ده په دې اړه وضاحت ورکړئ؟
ځواب:
واجب دا ده چې په اصولي مسایلو کې باید تر بحث لاندې موضوع له ټولو اړخونو وڅېړل شي! د مثال په توګه، هغه حدیث چې پوښتونکي پرې بحث کړی: «مَنْ ابْتَاعَ نَخْلًا بَعْدَ أَنْ تُؤَبَّرَ فَثَمَرَتُهَا لِلَّذِي بَاعَهَا، إِلَّا أَنْ يَشْتَرِطَ الْمُبْتَاعُ» او بل حدیث: «أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَضَى أَنَّ تَمْرَ النَّخْلِ لِمَنْ أَبَّرَهَا إِلَّا أَنْ يَشْتَرِطَ الْمُبْتَاعُ»؛ تاسو د دې حدیثونو یوه برخه اخیستې او بحث مو پرې کړی دی! تاسو د حدیث لومړۍ برخه اخیستې او پر هماغه مو بسنه کړې ده! او په دې اساس مو څېړلې چې ګواکې جنجال د "من ابتاع نخلاً..." په څېر د شرط مفهوم او د "بعد أن تؤبر..." په څېر د صفت مفهوم ترمنځ دی. په طبیعي ډول دلته د صفت مفهوم د عمل وړ دی، ځکه حکم په پیوند (تأبیر) پورې تړلی دی؛ نو له پیوند مخکې خرڅلاو حکم له پیوند وروسته خرڅلاو سره توپیر لري.
خو د "مَنْ ابْتَاعَ..." یعنې (چا چې واخیستل...) د شرط مخالف مفهوم چې (چا چې ونه اخیستل...) دی، له کوم حکم سره تړاو نه لري؛ ځکه که بیع (اخیستل او خرڅول) نه وي نو حکم هم نشته، ځکه هیڅ داسې څه نه دي پېښ شوي چې موږ پوښتنه وکړو چې میوه د چا ده! نو که حدیث یوازې په دې پورې محدود وای چې: «مَنْ ابْتَاعَ نَخْلًا بَعْدَ أَنْ تُؤَبَّرَ فَثَمَرَتُهَا لِلَّذِي بَاعَهَا» او بل حدیث چې: «أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَضَى أَنَّ تَمْرَ النَّخْلِ لِمَنْ أَبَّرَهَا»، نو ستا خبره به سمه وه چې دا مفهوم د صفت مفهوم دی. خو تاسو د حدیث وروستۍ مهمه، بلکې تر ټولو مهمه برخه له پامه غورځولې چې هغه "مشروط استثنا" ده، یعنې په شرط پورې تړل: "إِلَّا أَنْ يَشْتَرِطَ الْمُبْتَاعُ" (مګر دا چې پیرودونکی یې شرط کړي). که تاسو پدې کې فکر کړی وای، نو درته معلومه به شوې وای چې دې برخې د صفت مفهوم له کاره غورځولی او اوس د عمل وړ د شرط هغه مفهوم دی چې له دې شرطي قید څخه اخیستل شوی دی.
دا ځکه چې پیوند کول یا نه کول د مشروط استثنا په شتون کې بې اغیزې شول، ځکه اوس اصلي خبره په "اشتراط" (شرط اېښودلو) پورې تړلې ده. که پیرودونکي شرط کېښود چې ونې له میوې سره د ده دي، نو دا شرط نافذ دی، که بیع له پیوند مخکې وي او که وروسته. نو که ونې له پیوند مخکې واخلي، میوه یې د ده ده، او که له پیوند وروسته یې واخلي او شرط وکړي چې میوه یې د ده ده، نو بیا هم د ده ده. نو مدار پر هغه شرط دی چې له مشروط استثنا څخه راوځي؛ که پیرودونکي شرط وکړ، نو ونې له میوې سره د ده دي، که بیع له پیوند مخکې وي که وروسته، یعنې د صفت مفهوم ته هیڅ عمل نه پاتې کېږي.
داسې ښکاري چې تاسو ته دا تېروتنه له دوو اړخونو پېښه شوې ده:
لومړی: تاسو داسې انګیرلې چې په حدیث کې یوازې د "من ابتاع" په بڼه شرط شته، نو ځکه مو بحث په "من ابتاع" کې د شرط پر مفهوم او په "بعد أن تؤبر" کې د صفت پر مفهوم متمرکز کړ، او ومو موندل چې د صفت مفهوم د استدلال وړ دی. خو تاسو د "إلا أن يشترط المبتاع" جمله پرېښوده او په بحث کې مو داخله نه کړه، نو دا جمله ستاسو په بحث کې بې ګټې پاتې شوه! لکه څنګه چې په الشخصية کتاب کې راغلي: "که داسې نه وي، نو په شرط پورې تړل به لغو او بې ګټې وي".
دویم: دا چې تاسو شرط یوازې په ادواتو (تورو) کې وینئ، نه په هغه څه کې چې په صریحه توګه د شرط لفظ او د هغه مشتقات په کې وي؛ دا سمه نه ده. کله ناکله د شرط لفظ او مشتقات یې د شرط د ادواتو ځای نیسي او مفهوم لري. که تاسو خپل زوی ته ووایئ: (زه تاته جایزه درکوم په دې شرط چې په ازموینه کې بریالی شې)، نو دا یو مفهوم لري، یعنې: (که هلک په ازموینه کې بریالی نه شو، جایزه نشته). نو د "په دې شرط چې بریالی شې" جمله د "که بریالی شې" په مانا ده... او همداسې نور.
په همدې اساس، په حدیث کې د شرط مفهوم دلته له "من باع" ادات څخه نه اخیستل کېږي، ځکه دا د شرط د مفهوم له اړخه په حکم اغیز نه کوي، بلکې هغه څه چې په حکم اغیز کوي هغه "إلا أن يشترط المبتاع" دی. نو دا په شرط باندې استثنا کول د ادات د کارولو ځای نیسي، یعنې (که پیرودونکي شرط وکړ، نو داسې ده او که شرط یې ونه کړ، نو برعکس ده...)
خلاصه دا چې: په شرط باندې استثنا کول مفهوم لري، که هغه د شرط له ادات وروسته وي لکه په لومړي حدیث کې چې مانا یې دا ده: (چا چې واخیستل نو ورته داسې ده که پیرودونکي شرط وکړ، او که یې شرط ونه کړ نو ورته بل ډول ده)، او که د شرط له ادات پرته وي لکه په دویم حدیث کې چې مانا یې دا ده: (رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فیصله وکړه که پیرودونکي شرط وکړ، او که شرط یې ونه کړ نو داسې نه ده)، او د دې مشروط استثنا ذکر کول د شرط مفهوم د عمل وړ ګرځوي.
خو هغه څه چې تاسو د اصولي عالمانو د عبارت په اړه ذکر کړل، هغه سم دي ځکه هغوی د حدیث وروستۍ برخه نه ده ذکر کړې، بلکې یو عبارت یې ایښی او بحث یې پرې کړی چې هغه: "چا چې پیوند شوې د خرما ونې وپلورلې، میوه یې د پلورونکي ده". دلته حکم پر پیوند متمرکز دی، نو د عمل وړ مفهوم د صفت مفهوم دی. دا ډول نیمګړې جملې په اصولي کتابونو کې شته؛ هغوی یو عبارت یا د حدیث مانا یا یوه برخه ږدي او قاعده پرې تطبیقوي. لکه د دوی دا قول: "په څرېدونکو پسونو کې زکات دی"، په داسې حال کې چې حدیث داسې نه دی، بلکې دا د ابوداود په یو اوږده حدیث کې د څارویو د زکات په اړه داسې راغلي:
...وَفِي سَائِمَةِ الْغَنَمِ إِذَا كَانَتْ أَرْبَعِينَ، فَفِيهَا شَاةٌ...
"او په څرېدونکو پسونو کې چې کله څلوېښتو ته ورسېږي، نو یو پسه زکات لري." (سنن ابوداود)
دلته په ښکاره ډول "إِذَا كَانَتْ أَرْبَعِينَ" (کله چې څلوېښت شي) شرط شتون لري. خو اصولي عالمانو شرط پرېښی ځکه د دوی بحث په صفت مفهوم کې و او یوازې په "سائمة الغنم" یې بسنه کړې او د "په څرېدونکو پسونو کې زکات دی" په بڼه یې ترتیب کړې او د صفت مفهوم لپاره یې د مثال په توګه وړاندې کړې ده؛ یعنې که څرېدونکي نه وي، زکات پرې نشته. په داسې حال کې چې د شرط مفهوم هم د عمل وړ دی، ځکه که پسونه څلوېښت نه وي، زکات پرې نشته که څه هم څرېدونکي وي. که چا پوره حدیث ذکر کړی وای چې:
وَفِي سَائِمَةِ الْغَنَمِ إِذَا كَانَتْ أَرْبَعِينَ، فَفِيهَا شَاةٌ
بیا یې ویلي وای چې دلته یوازې د صفت مفهوم د عمل وړ دی، نو خبره به یې دقیقه نه وه، بلکې سم به دا و چې ووایي د شرط مفهوم هم د عمل وړ دی. خو که یې جمله رالنډه کړه او ویې ویل: "په څرېدونکو پسونو کې زکات دی" او ویې ویل چې د صفت مفهوم د عمل وړ دی، نو خبره به یې د دې رالنډ شوي متن په اعتبار سمه وي، نه د پوره حدیث په اعتبار.